روژه والې لنډۍ، دیارلسمه برخه

راټولونکی: ګل آغا احمدي وردګ

719

زه پرواګیر د روژې نه یم

زما په کار دي لرې، لرې دیدنونه

زه په روژه، روژه عاشق یم

په جنتي ریان مې اخلي سلامونه

زه دې په سپینه ورځ حیران کړم

سمه روژه کې په مخ مه راځه مینه

سبا به بیا یاره روژه وي

نن درنه غواړم د سرکو شونډو سرونه

سبا د یار د راتلو ورځ ده

روژه په خوله به جانان څنګه ښکلومه

سپوږمۍ پوره په آسمان راغله

نیمه روژه له خیره تېره شوه مینه

ستا د دیدن څنګه روژه ده

 نه پړشمی، نه روژه ماتی شته مینه

ستا د دیدن ماښام ته ناست یم

زما روژه به تر قیامته پورې وینه

ستا د دیدن روژه ده ستړې

د تصور تراوېح کامله شپه کومه

ستا دې روژې خدای کړي قبولې

ستا په دعاوو یاره رکه روغه شومه

ستا له دیدنه مې توبه ده

 زه به د صبر روژه ونیسم مینه

سترګې مې پټې دې نیولې

ستا په دیدن باندې روژه نه ماتومه

سر مې که یوه روژه سرتور کړ

 بیا به دې مور په زیارتونو ګرځوینه

سږ تر پروسږ حال بدتر دی

د سږنۍ روژې په شک دي ثوابونه

سږ کال روژې کړم توره جَټه

باور مې نه شي چې به خپل رنګ خپلومه

سمه روژه کې دې خراب کړم

چې دې پلو له مخې ایسته کړ مینه

سوال به د خدای دربار ته وکړم

میاشت د روژې ده خامخوا یې قبلوینه

سوال به یې ولې نه قبلېږي

چې د روژې په ماښام پورته کړي لاسونه

شپه د جمعې، میاشت د روژې ده

په مسافرو دې آسانه تېره شینه

شپه د روژې دعا قبلېږي

خدایه د سولې فضا راولې مینه

شرنګار یې بیا د بنګړو راغی

په ډکو لېچو پړشمی تیارونه

شونډې مې تا پسې وچېږي

خلکو ته وایم قضایي روژې لرمه

شونډې مې سرې لکه شکرې

ګوره روژه کې را نږدې نه شې مینه

شېرین جانان چې راسره وو

په لوږه، تنده د روژې نه پوهېدمه

ښه په اخلاص به خولګۍ درکړم

روژه دې ماته شي شپېته به ونیسمه

ډېر مهم ټکی

د پښتنو په منځ کې د موجودو نایابه لنډیو د راټولولو لپاره یو داسې ملي ولسي حشر ته اړتیا ده چې د ټولنې هره لوستې ښځینه او لوستی نارینه په خپله خوښه د خپلو اړوندو کلیو، سیمو، ولسوالیو، ولایتونو او ښارونو په کچه مټې رانغاړي او موجودې لنډۍ دې په لیکنې بڼه راټولې او ثبت کړي. وروسته د هرې سیمې او ولایت په کچه راټولې شوې لنډۍ د همکارۍ په بڼه له یو بل سره شریکې شي او په دې توګه د پښتو ژبې د دې ښکلي شعري فورم ستر ستر دېوانونه ترتیب شي. دا کار شونی او آسانه دی، د عملي کېدو لپاره یې هېڅ وخت ناوخته نه دی بلکي یوازې اخلاصمندانه نیت، پياوړې ارادې، ژمنې او تصمیم ته اړتیا لري. څوک چې دې کار ته چمتو دي، لاسونه دې پورته کړي.

د (روژه والې لنډۍ) د سلسلې څوارلسمه برخه به ژر خپره شي، له موږ سره اوسئ او ګل آغا احمدي په خپلو روژه والو دعاګانو کې یادوئ. مننه

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.