په جیم کې باید څومره وزن پورته شي

ریاض احمد

719

په جیم کې باید ډېر وزن پورته شي یا لږ او کوم یو یې ګټور وي؟

نن سبا کابو ټوله نړۍ د چاغوالي له ستونزو سره لاس او ګرېوان ده او د دې ستونزې د حل لپاره جیم ته ځي، خو کله چې جیم ته لاړ شي، نو په ځانګړي توګه میرمنې په دې فکر کې وي چې زیات وزن پورته کړي او که لږ؟
دوی ډېر وخت په دې کې زړه نازړه وي چې څه ډول او څومره وزن پورته کړي؟ د جیم روزونکي زیاتره د وزن کمولو لپاره د درنو وزنونو پورته کولو لارښوونه کوي، خو په کاناډا کې د یوې څیړنې پایلې یو څه توپیر لري.
د څیړنې له مخې، د لږ وزن پورته کول هم د درنو وزنونو د پورته کول په څیر ورته ګټې لري. څېړنه وایي چې تاسې ښایي یو درون وزن تر پنځه یا شپږ ځلو پورته کړئ، خو لږ وزن تر پنځلس ځلې پورته کوئ چې دواړه یو ډول ګټې لري.
په بل عبارت، د لږ وزن او ډېر وزن پورته کولو ترمنځ هیڅ توپیر نشته، په دې مانا چې تاسو کولی شئ د درنو او سپکو وزنونو په پورته کولو سره ورته پایلې ترلاسه کړئ.
خو په دې شرط چې تاسې خپل عضلات له معمول څخه ډیر وکاروئ او د وزن په پورته کولو سره یې پیاوړي کړئ ترڅو د بدن اضافي غوړ له منځه یوسي او باډي مو جوړه شي او د دې لپاره په منظم ډول جیم ته تګ او پر ځان باور مهم دی.
په یاد مو وي چې لږ وزن وهل د بدن د کمولو او عضله کولو لپاره او ډیر وزن د بدن د غټولو لپاره کارول کیږی!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.