اندېښمن یا خوش مزاجه ملګري مو پر روغتیا څه اغیز لري

ریاض احمد

375

ملګری د انسان په ژوند کې ستر رول لوبوي، که چیرې مونږ له کومې ستونزې او یا ذهنا له فشار سره مخ یو نو یو ښه او مثبت ملګری مو په لږ وخت کې حال بدلولی شي.
هر کله که مونږ له سخت حالت څخه تیریږو او یا په ذهني توګه له فشار سره مخ یو، او داسې ملګري سره یوه شېبه ناسته وکړو چې ومو خندوي او د ژوند مثبت اړخونو په اړه خبرې راسره وکړي، سمدلاسه مو ذهني فشار کمیږي او له سخت حالت څخه راوځو.
خو له بل اړخه داسې ملګري درلودل، چې د خوشحالۍ پر وخت مو یوه شېبه خبرې ذهن ته سل نور تشویشونه او اندېښنې را اچوي او یا هر وخت منفي اړخ غږوي، د ستونزو حلولو پرځای نورې ستونزې بیانوي، باید له داسې ملګري څخه لري واووسو، دا مو په ژوند کې خوشحالي نه بلکې خپګان او ستونزې نورې هم زیاتوي.
ددې هر څه خلاصې څخه د طبي لحاظه دا پوښتنه راولاړیږي چې ایا زمونږ بدني روغتیا بهرني اغیزې جذبوي او که نه؟ ددې لپاره پوهانو څیړنې کړي، دوی وایي چې د انسان بدن د سپنج په څیر دی چې نور شیان جذبوي، دوی په جذب کې انسان د نباتاتو او ونو سره مقایسه کړی، چې په باغ کې یوه ونه له بلې انرژي اخیستلی شي.
ددوی په وینا که چیرې مونږ په داسې ځای کې ژوند کوو چې ډول ډول شرطونه، یو شمېر خلک او مختلف احساسات ولري، نو مونږ خپل ژوند نارامه محسوسوو، ځکه چې زمونږ بدن په یو وخت ډول ډول احساسات او فکرونه نشي زغملی.
څیړونکي زیاتوي چې ډول ډول احساسات مو د ذهن او بدن په ځینو برخو کې په چټکۍ سره کار کوي، د بیلګې په ډول که تاسې د یوه اندېښمن او تشویشي کس سره ناسته پاسته لرئ، نو د هغه اندیښنې، ستونزې او مسئلې پر تاسو هم اغیز کوي، ځګه چې د هغه سره ناسته ستاسو د دماغو هغه حجرې په حرکت راولي چې په تاسو کې خپګان، فشار او تشویش رامنځته کوي.
همدغه ډول برعکس د خوش مزاجه خلکو ملګرتیا کول دي، چې په د بدن کې د خوشحالۍ رامنځته کولو حجرې په حرکت راولي او انسان په عین وخت کې خپلې ستونزې هیروي او خوش مزاجه احساس کوي.
څیړونکي زیاتوي چې انسانان باید په طبیعي ځایونو کې هم وخت تېر کړي، چیرته چې شنه فضا، ونې، تازه هوا، غرونه رغونه او اوبه وي، په دې سره انسان په زړه پورې او خوشحاله احساس کوي چې د بدن لپاره یو شمېر روغتیایي ګټې لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.