!کمی آب بیار که سوختم

مقتصد ستړی

298
دا ډېره عجيبه ده د کومې خاورې لپاره چې زموږ پلرونو او نيکونو قربانۍ ورکړې دي‌، اوس یې زامن او لمسي دومره کمزوري شوي چې په همدې خاوره کې د اوسېدلو اختيار نه لري، ولې چې دوی په خپلو کې سره ويشل شوي دي، نو بل ته به څه ځواب ورکړي ؟
تاسې وګورئ کله چې یو پښتون افغان ورور د بل پښتون افغان ورور ليدو ته ځي، د چمن په دروازه یې څومره بې عزتي کېږي، د چمن، تورخم او انګورې اډې پولې په څومره معمولي خبرو سره بندېږي؟
د کونړ په اوبو د چا خاوره زر خېزه ده ؟ او کله چې ناکامورا له دې سیند څخه د ګټې اخيستنې مفکوره وړاندې کړه د چا لخوا ووژل شو؟
د افغانستان لخوا د ميوو او سبزيو د صادراتو په وخت په هره يوه اونۍ کې يوه او دوه ورځې سکېنر ولې خراب وي؟ ځکه چې له امله یې افغان سوداګرو ته په مليونونو روپۍ نقصان رسېږي، خو کله چې بیا د‌ دوی ګټه وي دغه لار شپه او ورځ خلاصه وي او پاکستان پرته له کوم ممانعت او رسمي تړون څخه کولای شي چې له همدې لارې له ازبکستان سره تجارتي تګ راتګ ولري.
بل خوا یو افغان ځوان په دومره ډېر شتمن هيواد کې د بل په در د « کمی آب بیار که سوختم.» چیغې وهي، ولې چې دی په خپله خاوره د خپل اختيار مفکوره نه لري او همېشه یې د پرديو د ګټو او ارزښتونو څخه دساتنې په موخه خپل کور ته شر راوړی.
زموږ غيرت يوازې تر ورور وژنې محدود دی خو په کونړ او خوست باندې د بمبارۍ لپاره بیا د مصلحت په لټه يوو يا له ایران سره د خپلو بندونو په ورانولو کې مرسته کوو‌.
افغانستان په سیمه او نړۍ کې ډېرو ملګرو ته اړتیا لري خو دا په دې معنا نه شي کېدای چې د خپلې خاورې، خپل اختیار د نورو په لاس کې ورکړي.
افغانان باید پر خپله خاوره، خپل اختیار ولري او له هیچا یې سترګه ونه سوځي.
ایران ته د اوبو غوښتنې اخطار په بدل کې د افغانستان موقف بايد ډېر واضح وای او هغه دا چې ایران او افغانستان په ۱۳۵۱ کال کې د هلمند له اوبو د کار اخیستنې تړون لاسلیک کړی او په اساس یې د هغو اوبو کلنۍ اندازه چې ایران ته بهیږي ټاکلې شوې‌ ده.
 د ۱۳۵۱ کال تړون یو بهترين او منل شوی نړیوال تړون دی او باید چې د افغانستان حکومتونه د همدې تړون د پلي کېدو ترڅنګ د خپلو اوبو د مهارولو لپاره بشپړه ژمنتیا څرګنده کړي.
ایراني چارواکي تل په دې خبره ټينګار کوي چې د هلمند د اوبو کمښت له افغانستان سره پر پوله د سیستان او بلوچستان په ولایتونو کې پر چاپېریال ناوړه اغېزې لري.
حال دا چې افغان حکومت له ايران سره هيڅ داسې تعهد نه لري چې ګويا ايران دې د سيستان او بلوچستان او د زاهدان ښار د ځمکو خړوبولو لپاره د اړتيا وړ اوبه د هلمند له سيند څخه واخلي.
د یاد تړون له مخې چې د افغان استازي او لومړي وزیر شهید محمد موسی شفیق او د ایران د استازي نخست وزیر امیر عباس هویدا تر منځ شوی د اوبو د نړیوالو اصولو پر بنیاد به ایران خپله حق آبه په هره ثانیه کې ۲۲ متر مکعب اوبه اخلي خو ظاهرشاه د ښه ګاونډیتوب په وجه څلور متر مکعب نوری هم ډیرې کړلې چې ټولټال ۲۶ متر مکعب ته ورسیدلې. دا تړون حدودأ ۱۲ ماده لرې چی په پنځمه ماده کې یې ویل شوي دي چې په پاتې ټولو اوبو افغانستان هر ډول چې غواړي حق لري. خو خبره دا ده چې ایران لومړی یو نهر بیا وروسته څلور نهرونه چې ۵۵ متر مکعب اوبه په هر ثانیه او اوسمهال نهه نهره خلاف د تړون جوړ کړي دي چې ۱۵۰ متر مکعب اوبه په هر ثانیه کې ذخیره کوي، بله دا چی هغه اوبه چې دوباره نیمروز ته راتلې تړلې دي او دا ځکه چې ايران دا اوبه تر زاهدان او کرمان پورې رسوي.
د اوبو په سر د ایران تکراري لانجې په حقیقت کې له افغانستان څخه د لا زیاتو حقونو د ترلاسه کولو په خاطر دي او دوی غواړي چې د ۱۳۵۱ کال د تړون په مادو کې د نویو مذاکراتو او بدلونونو په موخه سیاسي فشارونه زیات کړي.
چې په دې اړه بايد د افغانستان د حکومت دريځ د تل په څېر واضح او څرګنده اوسي، لکه څرنګه چې د افغانستان د جمهوري ریاست ولسمشر محمد اشرف غني د کمال خان بند د پرانېستې په مراسمو کې د ایراني چارواکو اعتراض ته واضح ځواب ورکړ او ویې ویل هغه څه چې د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو په تړون کې مشخص شوي، هغه به عملي کیږي او تر دې ور هاخوا به ایران ته د تیلو په بدل کې اضافي اوبه ورکول کېږي.
دا ځکه چې زموږ اوبه زموږ ابرو ده او هر څومره چې د افغانستان حکومت په خپلو اوبو او طبيعي زيرمو خپل اختيار ښکاره کړي، هغومره به د خپلې خاورې څخه د معقولې ګټه اخیستنې ترڅنګ، افغانان د باعزته ژوند او پرمختګ څخه د برخمن کيدلو فرصتونه په لاس کې ولري.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.