د فکرونو پسرلی، د څلوريځو په قالب کې

همت عمرزوی

488
پرادبیاتو خبري:
د فکرونو پسرلی، د څلوريځو په قالب کې:
د کایناتو پرودګاره.
جهان دي جوړ کړ د چا د پاره؟
که مقصد مونږ وو څه رانه جوړ سوه؟
چې دوه مو نه ځي په یوه لاره.
استاد پسرلی.
څلوريځه د پښتو شعر د قالبونو په لړ کې هغه لنډ او دوه بیتیزه قالب دی چې شاعر خپل بشپړه خبره په همدي لنډ اوتنګ چهارچوپ کې بیانوي، یعني شاعر مکلف دی چې مخاطب ته ددې څلورو نیم بیتونو په اډانه کې خپله شاعرانه خبره پوره ورسوي، بله مشخصه يې داده چې د ماهیت اومضمون له اړخه بایده ده چې موضوع يا یوه وي اویا مرتبطه وي او همدایوه يا ورته موضوع مخاطب ته د ټولو جزیاتو اوپایلو سره وړاندي سي، ددې ادبي قالب بله ځانګړنه دروند اهنک او موزونه موسیقي ده، دلته وزن اوریتم خورا غالب او مهم دی، دلته لفظونه اوکلیمي د سېلابیک لحاظه شمېرلي او تراشلي دي، همدارنګه څلوريځي نوري ادبي ښېګڼي او ځانګړني هم لري چې شنلو او برسېره کولوته اړتیا لري، مونږ دلته پورتني سرلیک ته په پام غواړو په دې شننه کې د پښتو د معاصر غنیمت لوی شاعر ارواښاداستاد محمدصدیق پسرلي د فکري ژورتیا او تنویري روښانیا منوري جلوې د څلوريځو په ښکلي قالب کې تر ممکن حده و شنو.
(پسته اور) د استاد د څلوريځو ښکلې مجموعه ده چې په کال ١٣٧٤ه ش، کې چاپ سوې ده، د دې ټولګي په سرېزه کې استاد مونږته د پسته اور معنی داسي کوي”پسته اور یعني نرم اومیده باران“ ددې ټولګي شاعرانه اوطبیعي نوم سړي ته پر طبیعت د خدای تعالی ج د ښکلي رحمت د لوریني اوپېرزویني ښکلی طبيعي اانځور تلقینوي، لوستونکي ته داسي ورېښمین احساس ورکوي چې د سختیو، ستونزو اوربړو په دې کوږاو وږ زندګاني مزل کې انسان د څو شېبو لپاره ددغه دردناک مزله څخه لاره بدلوي اوپه یوې بلي ايډيالي، پاکي او صفا مینه ناکي دنیا کې ورګډېږي، دغه لکه برغکه ځغلنده معنوي شېبه د سترکو په رپ کې تېرېږي او انسان بیا هم خپل تکراري او ماشيني ژوند ته ورګرځي، په هرحال، په دې ټولګه کې د استاد له معنایزوملغلرو خبرو داسي ښکاري چې د ده د شاعری پيل اولومړی تجربې هم د څلوريځو له ویلو څخه شروع سوي دي.
لاله ښکاره شو په یو داغ باندي.
ماپټ ساتلی تر پردو لاندي.
نسیمه راشه زړګی مي واکړه.
چې کړم داغونه خلکوته وړاندي.
ارواښاد استاد ددې څلوريځي د ویلو نېټه ١٣٢٣ه ش کال لېکلې ده، نو پورته نیټه لیک ته په کتو سړی دا تحلیل کولای سي چې هغه وخت خو په وطن کې امن او امان وو، نه جنګ وو نه څوک په تنګ وو، هغه د چاخبره(ظاهرشاهي) وه نو استاد ولي په زړه داغونه درلودل داسي داغونه چې لکه د لاله ګل په وینو سره اوښتي وه اوبله یې لا داچي دا داغونه شاعر پټ ساتلي او زغملي وه نو اوس يې نري شمال ته وویل چې ته راسه د زړه دنیا مي پرانیزه ترڅو دا ژوبل ژوبل ټپونه خلکوته ورښکاره کړم.
ځواب يې څرګند دی، استاد په رښتینې معنا شاعر دی او شاعر درد من دی، دا درد که په هرسبب دده درون ته درز کوي خو حتما” دی په خاموشه اونامریې توګه دردوي، او انسان په خپلو دروني ژورو کې داسي ډوبوي چې فلیسوف اومفکر ورڅخه جوړوي، بنا” استاد پسرلی په دې څلورګوټيز شعري قالب کې داسي ژور فکري بحثونه او انځورونه وړاندي کوي که چېري یې لیکوال په نثرکې وایې نو پنډ، پنډ کتابونه ورڅخه جوړېدای سي اماانداز او اغېزبه يې دغسي محسوس اوله تاثره ډک نه وي.
شعر د حسن له پلمو زېږي.
د زړه له څړيکو پرهرو زېږي.
فلسفه څه وي ثمريې څه وي؟
نوي شبهې وي له زړو زېږي.
په دې څلوريځه کې د شعر د تولد لامل خورا واضح بیان سوی دی، همداشان مونږ ته يې د فلسفې یو ډېرښه روښانه تعریف اوپېژند هم کړی دی، شاعر راته وايې چې شعر د شاعر د ښکلایې تندي د تلوسې، هجران، درد او فغان له قلبي څړیکو را پيداکېږي، یعني شاعر د ښکلا په حسرت کې د شعر په ژبه بلغاکي وهي، اود فلسفې ماهیت او حاصل دادی چې انسان ته پرزړو او منلو مسایلو نوي پوښتني، نوي شکوک او نوي شبهې پيداکېږي نودی به ارومرو پلټني او ګروېږني کوي ترڅو خپل سوال برانګیزه تنده خړوبه کړي، نولهذا تاسو دې لوی فکرته وګوری چې په دې کوچني شعري قالب کې څومره استادانه ځای سوی او اظهار سوی دی.
چې به د ستورو آسمان وي ښکلی.
که به د خاورو جهان وي ښکلی.
حسن به ناڅي په پلوشو کې.
که به ترحورو انسان وي ښکلی؟
استاد په کایناتو کې فکرکوي او لوستونکي ته د فکر کولو موقع ورکوي، دلته د استاد ښه نیت اوپېزوینه هم له ورایه ښکاري، خدای تعالی ج مونږ ته حکم کوي چې تاسو زما په تخلیق کې تفکراوتدبر وکړی اودا تاسوته د عبادت په درجه ثواب لري، بنا” استاد مونږ دغه فکري عبادت ته د خدای تعالی ج د حکم پرمصداق هڅوي، استاد مونږته په سوالیه انداز وايې چې د کایناتو په میلیاردي ذراتو کې به کوم څه ډېر ښکلي وي؟ همداشان انسان ته ضمني ذهنیت ورکوي چې ته خپل ماهیت او مقام درک کړه ته ښکلی یې نو ښکلی پاته سه او ښه عمل وکړه.
ځوانه شپونکیه د غره له سره.
په بین کې پوه کړه ځوانه سندره.
فن پرستان به په فن کې پرېږدو.
د زړه مطلب وي د زړه خبره.
استاد پسرلی دلته مونږته د طبیعي اوبې تکلفه ريښتیني اصیل ژوند خپلولو بلنه راکوي همداشان د مصنوعي او تکلفي کاذب ژوند پېژند ته زمونږ فکراوپام وراړوي، شپونکی، شپېلۍ، غر، سندره، د زړه خبره دا د سوچه، بې ریا او صادقه ژوند سمبولیک انځور دی اوبرعکس فن دلته د کاذبي چالاکی او ماهرانه غلطی اوچل کنایه او استعاره ده.
له ماتو ورانو تاریخ جوړېږي.
مزل په هسکو ټيټو طی کېږي.
د څپو پښوته هم کله کله.
د ګردابونو غوټي ورلوېږي.
شاعر د ژوند د تفسیر ډېر کره اودقیق مفسردی، لوی هنرمند تل پرژوند فکرکوي او د ژوند وجودي فلسفې ته پر فکرکولو نورخلک هم رابولي، دلته هم استاد مونږ د ژوند اصلي ماهیت او اصیل منطق ته متوجه کوي ژوند له همدغسي لوړو او ځوړو مالامال دی، وګورﺉ عجیبه هنري مدعامثل يې راوړی دی! موجونه هم چې هرڅومره لوړ ټوپونه ووهي ولي بیاهم په ګرداب یا چارخاب کې بندېږي او ورکېږي، د انسان د ژوند د پيل اوپای شاعرانه تفسیر همدېته وايې.
څه بې مقصده مزلونه نغاړو.
څه پسې ورک یو څه پسې غواړو؟
د ژوند د( بٌست)هم دروازې دوې دي.
په یوې راغلو په بلې ولاړو.
بیاهم د ژوند پر موخي او ماهیت فکر، پوښتنه، شننه او د خپلو ورکو منزلونو په ورکولارو کې د څو شېبو لپاره د ولي اوڅه د طرح کولو؟ چاره ده چې د ژوند پر روان سفر ژور فکروکړو، د( ژوند دبٌست) اصطلاح کارونه هم په خپل ذات کې نوي خبره ده اودلته یوتلمیحي اوتشبهي اشاره ورته سوې ده، د فتح خان مرور کاروان چې د بست له دویمي دروازې ووت بیا هيڅکله را ستون نه سو، د ژوند دروازې هم دغه تشبه اومثال لري چې استاد یې مونږته په شاعرانه هنري ژبه توضیح کوي.
پایله اولنډون:
په شعر کې د فکر تبارز او اغیېز د بحث لویه موضوع ده اوځیني شعر پوهان د شعري عناصرو پرتناسب ټینګار او پایبندي مطرح کوي، هو! دا تریوه بریده د پام وړ مسله ده چې په شعر کې د فکر غوښن موجدیت شعر په وچ واعظانه او فلسفي بیان اړوي، ولي له نېکه مرغه د استاد پسرلي په شعر کې د فکر شتون هنري اوطبیعي دی، استاد لوی فکرونه په لنډوټکوکې په شعریز انداز مخاطبینوته انتقالوي، همدارنګه د استاد بله شعري ښېګڼه داده چې لوستونکی فکرکولوته تشویقوي، مونږ یوازي شعر د خیالي ذوق د خړوب لپاره باید ونه لولو، ځکه شعر د ژوند د سمون او خوځون لپاره هم خبري، فکرونه اوپيغامونه لري، نو ځکه پرشعر او محتوايې فکرکول اړین دي، ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلی د خپلو نورو ادبي خوږلنواو هنرونو ترڅنګ په خپل شاعرانه تخلیق کې مونږ ته د یو لوی مفکرشاعر ثبوت وړاندي کوي، له دغې مهمي دریڅې څخه د استاد د شعرشننه په ژوندپوري د اړوندو فکري مسلو خورازیاتي سوژې لري، مونږ که د استاد د شعر پرموخي اوپېغام ځان پوهول غواړو نو لازمه ده چې د فکر په رڼو سترګو د استاد سره ژوره فکري مباحثه اومناقشه وکړو، د استاد د ادبي تبحردرک ته لوی شعور پکاردی.
په خوله به وا کړی د طناب غوټه.
خو فکر غواړي د حساب غوټه.
نوکونه مات کړل پکې موجونو.
خلاصه يې نه کړه د ګرداب غوټه.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.