په اوسني فرهنگي بهیر کې د استاد عبیدالله درویش دُراني دریځ

پوهندوی آصف بهاند

622

په اوسني فرهنگي بهیر کې

د استاد عبیدالله درویش دُراني دریځ

زړۀ مې درد کوي، لۀ زړۀ ورپسې ژاړم

دښمنـان چې مې وي مـړۀ، ورپسې ژاړم

بيلتانۀ دې د هر چا په غم شريک کړم

يـار د بـل درومې او زۀ ورپسې ژاړم

دا ځل خبره او بحث پر ژوندیو دی، پر داسې ژوندي چې ډېر خلک په ځان پسې وربولي او د اشعارو پیام او رڼا یې داسې کشش لري چې ډېر خلک ورپسې روان دي، دی په ریښتیا سره درویش دی او لکه رحمان بابا قلندر مشربه او په ساده کلام سره د زړونو خبرې کوي، انساني مینه ــ عاطفه ویشي او له نورو سره د هغوی په غمونو کې ځان شریکوي. اوسنی بحث مو د پښتو ژبې پر معاصر شاعر استاد عبیدالله درویش دراني باندې دی. دی د انساني عاطفې مبلغ او په ساده کلام سره د مینې استازی او لارښونکی دی.

درویش دُراني ته هر لقب او نوم چې ورکول کېـږي، هغه د دې په وجه دی چې ده لوی او اړین انساني افکار د ساده کلام په قالب کې خپلو لوستونکو او مخاطبینو ته وړاندې کړي دي. د همدې هنر له برکته، درویش ته د اوسنیو پښتنو شاعرانو په لومړي صف کې ځای او دریځ ورکړل شوی دی.

دا د انساني عاطفې وروستی حد دی، د درویش صاحب په دې دوو بیتونو کې انساني عاطفه او درد داسې انخور شوی دی:

زړۀ مې درد کوي، لۀ زړۀ ورپسې ژاړم

دښمنـان چې مې وي مـړۀ، ورپسې ژاړم

بـېـلتانـۀ دې د هر چا پۀ غـم شریک کړم

یــار د بــل درومـي او زۀ ورپـسې ژاړم

درویش په نرمه ژبه خپلو مخاطبینو ته د نویو انځورونو په چوکاټ کې داسې څه په مخکې ایښي دي، چې هر کلمه او هر بیت یې په ټولنه کې د شته واقعیتونو څرگندوی گڼل کېـږي. د درویش دراني په اشعارو کې مینه، امید، د نرم مزاجۍ په چوکاټ کې د شعري موسیقیت په وزرونو الوت کړی دی او له انسان سره د مینې درس په کې ورکول کېـږي. درویش د یوې جگړه ځپلې ټولنې په منځ کې د عدم تشدد کچکول غاړې ته اچولی دی، د جگړې پر ضد یې احتجاج کړی دی او انسانان د سولې دایرې ته وربولي:

لمن مې ډکه ده لۀ کاڼو خو څوک نۀ پرې ولم

پۀ عادتـونـو کې دا یـو عادت د غــرۀ لـرم زۀ

ښاغلي نور سعید د درویش دُراني د شخصیت او اثارو په باب داسې لیکلي دي:

«د دروېش دراني د شعر روانه او بې تکلفه ژبه، د ده په نثر او نظم کې له وطن او ولس سره درد او خواخوږۍ ډک احساس د دې لامل شوي، چې نژدې هر لوستی پښتون یې تر څه نه څه حده له اثارو سره اشنا شي او سندرغاړي یې شعرونه زمزمه کړي…»

درویش دُراني په خپل شعر کې د ژوند په باب خبرې کوي، انسانیت ته ډېر ارزښت قایل دی او تبلیغ ورته کوي، وطني او تاریخي مسایلو ته په کې ځای ورکوي، د خپلو ټولو لیکنو او تخلیقاتو په ترڅ کې په ساده ژبه په نرمۍ سره د پورتنیو یاد مسایلو په باب خپلو لوستونکو او مخاطبینو ته په مهارت سره ذهنیت ورکوي.

د درویش دُراني بیوگرافي:

د دورویش دُراني د بیوگرافۍ په باب ډېر لږ څه زما له نظره تېر شوي دی، خو په ویکیپېدیا کې یو څه خبرې پرې شوې دي، هلته د درویش دُراني د پېژندنې په باب داسې راغلي دي:

«دروېش درانی

دروېش درانى (په انگرېزي: Darwesh Duranai) چې دا مهال د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کې ژوند کوي، په اصل کې د کندهار د گلستان د سيمې دى.

مخينه

دروېش درانی که څه هم په سهيلي پښتونخوا کې زېږېدلی دی، خو په اصل کې د افغانستان د کندهار ولايت د ارغستان ولسوالۍ څخه يې کورنۍ هلته کډه شوې او هملته اوسېدلې ده.

دروېش درانی يو له هغو شاعرانو څخه دی چې د افغانستان وروستۍ غميزه يې په پوره هنر سره انځور کړې ده.

زده کړې

درويش درانى چې په انگليسي ژبه کې ماسټري لري، په پښتو ژبه کې يې ستوري په لمن کې، په کاڼي کې هنداره او هوا او څراغونه مشهورې شعري ټولگې دي. د شعر تر څنگ يې د پښتو شعر د عروض په باب هم کتاب چاپ کړى دى.

کورنى ژوند

ډاكټر عبدالباقي درانى او د اردو ژبې تكړه شاعر ډاكټر عصمت درانى د دروېش دراني وروڼه دي. د ٢٠١١ز کال د مارچ په ٣١مه د ښاغلي دروېش مور په حق ورسېده.

وياړ غونډې

د دروېش دراني په وياړ د ٢٠٠٦ز کال د نومبر په ١٩مه په ننگرهار کې غونډه جوړه شوې وه، چې مډال هم ورکړل شو.

شاعري

د دروېش شعرونه پېچلي نه دي، په اکثرو کې يې د حالاتو انځورگري په پوره هنر سره شوې ده. اضافي خبرې نه کوي او د غزل تر څنگ يې نظلمونه ډېر له پيغام او درد څخه ډک دي.

چاپ اثار

شاعري

  1. اغزنه لاره
  2. زخمي لاسونه
  3. هوا او څراغونه
  4. ستوري په لمن کې
  5. په کاڼي کې هنداره
  6. په ناورين پسې ناورين
  7. دا بوټي به لونگ شي

نثر

  1. پښتو عروض»

د درویش دُراني اثار:

عبیدالله درویش دُراني د خپل فرهنگي ژوند په موده ډېر څه کړې دي چې د درناوي او قدردانۍ وړ دي. د ده د اثارو کوم لست چې په ویکیپېدیا کې خپور شوی دی، هغه پخوانی (کېدای شي د ۲۰۱۶ ام کال) وی. درویش هڅاند او تل مبتکر قلموال و او دی، زه ډاډه یم چې د ویکیپېدیا تر معلوماتو وروسته به هم د درویش صاحب نور اثار چاپ شوي وي. د ددویش د اثارو هغه لستونه چې د ده د کلیزې او ځانگړې ورځې په پار انلاین شوي دی، له یو بل سره توپېر لري؛ دلته په اروپا کې د قحطالکتاب په دایره کې ما بل څه نه شوای کوالی، نو مې د همدې توپیرونو پر بنا، د دې مقالې د لا غنا او بشپـړتیا په موخه، له ځینو دوستانو څخه مرسته وغوښته چې د درویش صاحب د اثارو لست بشپـړ شي. ما تر ټولو د مخه گران او هڅاند زلمي سمسور ودان نه هیله وکړه چې د دې لست په بشپـړلو کې مرسته راسره وکړي. هغه هم د خپلو لومړنیو معلوماتو له مخې دا لست راولېږه:

«اغزنه لاره، زخمي لاسونه، هوا او څراغونه، ستوري په لمن کې، په کاڼي کې هنداره، په ناورین پسې ناورین، دا بوټي به لونګ شي او پښتو عروض.»

ما ورته ولیکل چې دا لست هم نیمگړی دی، بیا ده په خپل نوښت سره خبره په خپله فیسبوکپاڼه کې له خپلو دوستانو سره شریکه کړه، دا یې متن دی:

«مرسته وکړئ!

د درویش دراني صاحب د ټولو کتابونو نومونه چا ته یاد دي؟! د یو مهربان استاذ پکار دي. زه خو یې دا پېژنم:

اغزنه لاره

زخمي لاسونه

هوا او څراغونه

ستوري په لمن کې

په کاڼي کې هنداره

په ناورین پسې ناورین

دا بوټي به لونګ شي

او پښتو عروض»

د ودان صاحب د دوستانو معلومات، د درویش صاحب د اثارو د لست په بشپـړېدو کې مرسته وکړه چې همدلته لومړی له سمسور ودان څخه او بیا د ده له ټولو هغو دوستانو څخه مننه او خوښنه څرگندوم چې د درویش صاحب د کتابونو په باب یې خپل معلومات له ما سره شریک کړل.

تر سمسور ودان وروسته ما له ښاغلي بارکوال میاخیل څخه د درویش دراني د آثارو د لست د بشپـړیدو لپاره ځکه مرسته وِغوښته چې ده له درویش دُراني سره هم لیدلي دي او هم یې د درویش د کلیزې او ځانگړې ورځې په مناسبت خبرې ورسره کړې دی. دا د مسنجر په وسیله له میاخیل صاحب نه زما د غوښتنې لیکلی متن دی:

«میاخیل صاحب سلامونه! هیله ده هرڅه ښه وي. د یوې مقالې د لیکلو له پاره مې د درویش دراني د اثارو بشپـړ لست په کار دی، که کولای شې د فرهنگي همکارۍ له مخې یې راته راولېږه یا له دراني صاحب نه مرسته وغواړه. له مرستې نه مو همدا اوس مننه!»

میاخیل صاحب په ځواب کې یو عکس راولېـږه چې د درویش صاحب د چاپ شوو اثار ښودنه یې کوله، خو څرنگه چې هغه لست زما له نظره بشپـړ نه و، نو ورته ومې لیکل چې دا به بشپـړ نه دي او ده په ځواب کې دا معلومات هم راسره شریک کړل:«

«پښتو عروض»، «د پښتني ژوند کړه وړه» او «کره کتنه او د هغې زغمل» د نثر کتابونه دي، نور ټول د شاعرۍ،

د ده لومړۍ درې شعري ټولګې: اغزنه لار، زخمي لاسونه، هوا او څراغونه وو، بیا یې هغه درېواړه په «ستوري په لمن کي» شاملې کړې.»

ما بیا هم میاخیل صاحب نه هیله وکړه چې: «که له ده نه معلومات وغواړئ، څنگه به وي؟» ده په سړه سینه او بزرگوارئ سره راته ولیکل چې: «همدا کتابونه یې چاپ دي، خو زه به بیا هم پوښتنه وکړم.» څو شېبې وروسته یې په غږیز پیام کې داسې راته وویل:

«بهاند صاحب په خیرونه! جوړ یاست ـ ښه یاست؟ همدا اوس مې دستي له درویش صاحب سره خبرې وکړې، نو دغه کتابونه دي چې په عکس کې ما راوړي دي، او هغه درې چې ما مخکې ذکر درته وکړ چې د ده درې اولې شعري ټولگې وې، ازغنه لار، زخمي لاسونه او هوا او څراغونه؛ دا چې دي دا اول چاپ شوي او دا درې سره ده په «ستوري په لمن کې» سره یو ځای کړې. نور یې چاپ شوي دغه کتابونه دي ټول.»

زه همدلته د همدې کرښو له لارې له ښاغلي بارکوال میاخیل نه هم د زړه له تل نه مننه کوم چې د درویش صاحب د اثارو د لست په بشپـړلو کې یې له ماسره مرسته وکړه.

څنگه چې مخکې د ښاغلي بارکوال میاخیل په حواله وویل شول: د درویش صاحب درې شعري ټولگې (اغزنه لار، زخمي لاسونه، هوا او څراغونه) چې وروسته په یوه ټولگه کې سره راټولې او د «ستوري په لمن کې» نوم ورکړل شو، عین خبره ښاغلي د سمسور ودان راسره شریکه کړه چې د ده د یو دوست (میوند شینواري) د معلوماتو له مخې یې کوله، د ښاغلي میوند شینواري معلوات نوی او په زړه پورې دی، دا یې متن دی:

«د دروېش د اثار په اړه يوه اړينه يادونه دروېش په ځوانۍ کې خپلې درې وړې- وړې شعري ټولګې« اغزنه لار، زخمي لاسونه، هوا او څراغونه» خپرې کړې، وروسته يې بيا دا درې واړه ټولګې چاڼ کړې چې يوه ټولګه «ستوري په لمن کې» ترې جوړه شوه. ډېر شعرونه داسې دي چې په مخکينيو درې واړو کتابونه کې وو، په دې ټولګه کې نه دي راخيستل شوي او هغه شعرونه دروېش منسوخ اعلان کړي دي، نور دې په دروېش پسې نه تړل کېږي. نو «اغزنه لار، زخمي لاسونه، هوا او څراغونه» د دروېش اثار نه دي. اوس د ده لومړۍ شعري ټولګه «ستوري په لمن کې» ګڼل کېږي.»

زه د دې معلوماتو لپاره له سمسور ودان او د ده له دوست میوند شینواري نه هم مننه او خوښنه کوم چې موضوع یې نوره هم روښانه کړه.

د دې خبرو په تاییٔد سره د استاد عبیدالله درویش دُراني د اثارو بشپـړ لست د اوس لپاره دا دی:

الف ــ شاعري:

۱ ــ ستوري په لمن کې،

۲ ــ په کاڼي کې هنداره،

۳ ــ په ناورین پسې ناورین،

۴ ــ دا بوټي به لونگ شي،

۵ ــ کر د گلو،

۶ ــ په څراغ پسې څراغ.

ب ــ منثور اثار:

۱ ــ پښتو عروض،

۲ ــ د پښتني ژوند کړه‌وړه،

۳ ــ کره کتنه او د هغې زغمل.

د درویش دُرانی د اثارو دا لست، د ده د یو کتاب (کره کتنه او د هغې زغمل) په هغه چاپ کې راغلی دی چې په ۲۰۱۸ ام کال کې راوتلی دی، که یې تر دې وروسته کوم نوی اثر نه وي چاي شوی، نو زه دا لست  بشپـړ گڼم.

په اوسني فرهنگي بهیر کې عبیدالله درویش دُراني د پښتو شاعرۍ د یو جلا لارې او سبک خاوند شاعر دی چې لکه رحمان بابا په ساده کلام او نرمۍ سره یې ځانته جلا لار او سبک پرانستی دی.

د درویش دُراني د قلم ځواک هلته مالوم شو چې د ده اویایمه کلیزه د درویش دُراني د ورځې په نامه ولمانځل شوه، د درویش پر ژوند او هنر باندې د گڼو فرهنگیانو او قلموالو خپرې شوې لیکنې او یادداشتونه ښیي چې د درویش شاعري، هنر او لیکنې په څومره قوت او اخلاص لیکل شوې دي او د لیکونکو او تبصره کونکو ډېره سلنه لیکنې او تبصرې هم په ښه قوت او د هنر په قالب کې په داسې ډول لیکل شوې دي چې نه یوازې د لیکوال د لیکنې قوت ښیي، بلکې د درویش د هنر او په ټولنه کې یې د دریځ انځور هم په صداقت سره وړاندې کوي.

د درویش دُراني د اویایمې کلیزې او د درویش دُراني د ورځې په مناسبت په هماغې ورځې ما آصف

بهاند داسې ولیکل:

«نن د پښتو ادب د مطرح شاعر او لیکوال عبیدالله درویش دُراني اویایمه کلیزه ده. همدا ورځ د ده د هنر، شعر او ترسره کړو فرهنگي خدمتونو ته د درناوي لپاره ځانګړې شوې ده.

دا ورځ دې بختوره وي. د اوسني ځوان نسل په منځ کې د درویش صاحب شعر او فکر ځانگړي دریځ او خپل تاثیر لري.

ښاغلي درویش دراني ته ښه روغتیا، اوږد عمر او د فرهنگي کارونو د ترسره کولو لپاره نوره حوصله او بریا غواړم. له هغه چا نه هم مننه کوم چې د درویش دراني د اویایمې کلیزې ورځ یې د دوریش دراني د ورځې په نامه یاده کړه، څو ټول قلموال وکولای شي چې د دې حقداره فرهنگي شخصیت د ترسره کړو کارونو او خدمتونو یادونه او درناوی وکړي. دا دود باید نور هم پیاوړی او عام شي چې موږ د خپلو علمي ــ فرهنگي شخصیتونو درناوی په ژوندینې وکړو.

له ښاغلي عبیدالله درویش دراني څځه مننه او خوښنه چې د خلکو په پوهولو او راویښولو کې یې ډېر زحمت گاللی دی، دا نسل او راتلونکي نسلونه به یې دا خدمت هېر نه کړي.»

د درویش دُراني پر ژوند، هنر او مقبولیت باندې

د درویش د ورځې په مناسبت د ځینو قلموالو نظریات:

د درویش پر ژوند، هنر او مقبولیت باندې چې څه لیکل شوي او زما له نظره تېرل شول، ما ته دا هیله پیدا شوه چې په اوسنۍ زمانه کې د بې مسؤلیته فیسبوکي اپلتو تر څنگ موږ داسې قلموال او د فکر خاوندان هم لرو چې د نن او سبا لپاره حساب پرې کېدای شي. دوی د درویش د فکر، هنر او اثارو تر لوستلو وروسته، د درویش په باب لیکنې کړې دي. دا لاندې یې څو هغه بېلگې دي چې د درویش د ورځې په مناسبت، د ده د فرهنگي دریځ او افکارو په باب لیکل شوې دي او زه یې دلته د درویش دُراني د فرهنگي شخصیت د درناوي لپاره بیا خپروم:

نقیب‌الله لارمل:

«عبيد الله چې پۀ ادبي کړيو کې د دروېش دوراني پۀ نامه ياديږي، د سويلي پښتونخوا پۀ کوټه ښار کې د ۱۹۵۳ م کال پۀ شاوخوا کې وزېږېد. لومړنۍ او لوړې زده کړې يې پۀ خپله سيمه کې کړې او د کوټې لۀ بلوچستان اکاډمۍ نه يې پۀ انګليسي ادبياتو کې ايم اې کړې ده. دی اوس د همدې پوهنتون د ادبياتو استاذ هم دی.

دروېش دورانی د پښتو د تېرو دوه نيمو لسيزو نماينده شاعر دی، چې د لر و برو پښتنو د چاپيريال او فکر پلوشې يې پۀ شعر کې د اوچتو خيالونو او ژور عاطفي تړون پۀ بڼه څرګندې دي.

دروېش تر نورو شاعرانو د پښتو پۀ ساډوبي حال ډېر غمجن دی:

دا چې ځړېـږي مخامخ درته پۀ دار سرونه

پۀ دې وطن کې به همدغه وو د کار سرونه

 وږي یې هسې هم غاصب همېشه وړي پۀ زوره

کشکې دا ځل زموږ غنم وکړي د مار سرونه

نن د مې ۴مه د دې عظیم او ستر شاعر ښاغلي دروېش دراني د زوکړې ۷۰ مه کلیزه ده. دغه ورځ د دروېش صیب ژوند، هنر، شعر او خدمت ته ځانګړې شوې ده.

د پښتنو دغه عظيم شخصیت ته دې رب ج اوږد، خوشحاله او د خير عمر ورکړي!»

ابراهیم‌شاه قیاس:

«اکثر چې زۀ مشاعرو کې څوک شاعر واورم يا يې په سوشل ميډيا وګورم نو د شعرونو يې يو شان تاثر او خوند وي خو چې کله يې کتاب ګورم نو هغه خوند او مزه يې نه وي شايد کتاب کې يې د معيار په ځای مقدار ته ډير پام کړای وي او ډير بې معياره شعرونه غزلې نظمونه پکې شاملې وي چې د بوريت سبب ګرځي او ذهن ځان ته هغومره متوجۀ کولے نه شي خو يو څو مې داسې شاعران هم لوستي چې کتاب يې د شروع نه تر اخره د معيار داسې نمونې دي چې يوه لمحه هم د لوستونکي ذهن نه پريږدي چې بل طرفته واوړي چې يو په هغو کې استاذ درويش درانی دی چې د شروع نه تر اخره يې د خپل اسلوب تسلسل جاري ساتلے او تر دې که پوره کتاب يې په يو محفل کې ولولې نو په يقين سره به مو زره برابر هم بوريت ته ورنکړي، ‘په کاڼي کې هنداره’…»

بارکوال میاخیل:

«استاد دروېش درانی زما په ادبي ژوند کې لږ تر لږه په هغو شخصیتونو کې دی چې په هره لنډه او اوږده شخصي او ادبي ناسته، غونډه، سېمینار او کانفرنس کې مې ډېر څه او ډېرې نوې خبرې ترې اورېدلې او زده کړې دي، د ده چې څنګه شعر ډېر په فصیحه او ساده ژبه دی خو له نوښتونو او شعري ښایستونو ډک دی، همداسې یې خبرې هم تل په ظاهر ساده او عام فهمه وي خو ډېرې ژورې او نوې وي او لوی کمال یې دا دی چې اکثر ګرانې خبرې له ساده مثالونو سره دومره اسانه کړي چې د هرې ذهني کچې مخاطب نه یواځې دستي په پوهېږي بلکې زړه او ذهن ته یې لوېږي او اثر ورباندې کوي. د پښتو په معاصرو شاعرانو او لیکوالو کې دروېش درانی یو غنیمت شخصیت دی چې د کار او هنر خواږه یې تر لر و بر وطنه رسېدلي او هر څوک یې په عظمت قایل شوي دي، که څه هم خپله هغه د خپل تخلص غوندې یو دروېش انسان دی او د چا له ستاینو او لمانځنو ډېر لرې دی خو پکار دی موږ داسې اتلان پر ژوند وستایلو چې ټول ژوند یې د خپلې ژبې، خاورې او ولس د هوساینې او سوکالۍ په ارمان د زړه وینې څڅولې وي»

#DarweshDay

#4MayDarweshDay

گلرحمان رحماني:

«نن د پښتو ژبې د نامتو ادیب، استاد او کره کتونکي دروېش درواني د زوکړې ورځ ده. د غزل داسې شاعر چې د پښتني ولسي ژبې او فرهنګ ډېرې زرینې تابلوګانې یې په شعر واړولې او د خپل غزل د ښکلا په نندارتون کې يې پر هنر مينو وکتلې او ذوقمنو لوستونکو ته یې د مینې، رمز، راز، ننګونې، پېغور، نصحت او کنایو په ژبه ژوند ور زده کړ. مينه، مهرباني او عاطفه يې ور وښوده:

بېلتانه دې د هر چا په غم شریک کړم

یار د بل درومي او زه ورسره ژاړم

یا:

تا کوی شوی خو تا یاره جوړه نه کړه

زما زړه نه دې هنداره جوړه نه کړه

با وجود ددې چې تاته لاره نه وه

ما له بل چا سره لاره جوړه نه کړه

استاد دروېش ګڼ شعري ژانرونه کارولي، خو هغه د غزل شاعر دی، غزل یې له پنځو بیتونو نه اوږدوي او د مضمون له اړخه یې هر غزل او د غزل هر بیت بلا خبرې او خواږه تصویرونه لري.

دا چې په پښتني خاوره له پخوا نه ناورین روان دی او هره ورځ په کې نوې تراژیدي سر وهي، په ناورين پسې ناورين ګورو؛ د دروېش غزل یې هم متاثر کړی او د تراژیدیو ګڼ تصویرونه یې خوندي کړي:

څه له دعوه کوې چې خپل کور ته فایده دې راوړه

لمر دې له ځانه سره وړی و او شپه دې راوړه

یا:

لحده نیسه یې قرار په غېږ کې

یو دردېدلی او خوږمن در سپارو

دي پرهرونه یې د ستورو په شان

د کهکشان زخمي بدن در سپارو

یا:

یو لاس مې پروت و د سینې په ژور زخم باندې

او بل مې پورته کړ همدې حال کې دعا ته خدایه

او دا هم د ده خبره ده:

د وطن په هدیرو کې وي دروېشه

هره شپه نرۍ ژړا او څراغونه

يا:

اې مورې زوی دې داسې یوه جنګ لره روان دی

چې ته هم د بري ورته دعا کولی نه شې

څه موده وړاندې مې د شعري اسطورو په اړه د لیکنې هوډ وکړ، اسطوره له ډېرو لرغونو زمانو زموږ پر هنر او فکر واکمنه ده، خو شعر کې په خپله دودیزه او فرهنګي بڼه را څرګندېږي او د شعر د ژبني چاپېریال ځمکه یې د ودې لپاره ښه مناسبه ده. یو شاعر وايي:

دا ویل کېږي چې دوې خویندې له جنته راغلې

او په هغو کې یوه ته شوې او یوه شوه سپوږمۍ

یا:

اسمان ته لار د ختو نشته

لیلا او مجنون په عاشقۍ ختلي دینه

همدا دوې اسطورې شاعرانه شوې، خوند او رنګ یې موندلی دی، له فرهنګي تاريخ او پوهې سره يې زموږ اشنايي زياته کړې ده. دا چې استاد دروېش په پښتني کړو وړو، دود دستور او فولکلور ښه خبر دی، د ګڼو پښتني او شرقي اسطورو بېلګې یې په غزل کې را څرګندې شوې، ما د « دروېش او څراغ» په نوم ځانګړې څېړنیزه مقاله ورباندې لیکلې ده.

دا ستا د زړه و خواته در روان دی بل سړی

زه نه یم اوس د دغه کلي خان دی بل سړی

دروېشه دې وطن کې دی بس دا عجب دستور

چې توري یو سړی وهي او خان دی بل سړی

لکه چې ياده شوه د دروېش صاحب غزل د مینې او عاطفې استازی دی، ددغه د کلام پیغامونه ډېر سخت زړي هم د مینې پر الهي ډالۍ نازوي، انسان له خپل اصلي هویت او شخصیت سره تړي، له تکبر او نفرت یې ژغوري، یاني په هېڅ صورت نه غواړي چې دده د یوه عاطفي غزل له لوستنې وروسته همغه لومړی کس پاتې شي.

زړه مې درد کوي له زړه ورپسې ژاړم

دښمنان چې مې وي مړه ورپسې ژباړم

بېلتانه دې د هر چا په غم شریک کړم

یار د بل درومي او زه ورپسې ژاړم

له رحمان بابا وروسته که چا په پښتو غزل کې نرمه، ساده او ولسي ژبه په هنري اندازه او بشپړ شعري کیفیت کارولې وي، د ټولو په سر کې به دروېش درانى وي، لنډ بحرونه، ترکیبونه، خپلو ځانګړو کلمو، تصویرونه او د ولسي محاورې، پښتني زمان او مکان کارول د هغه ځانګړی مهارت دی او د شاعرۍ ډېر کم داسې مینه وال به ومومو چې د دروېش صاحب یو نیم غزل یې په یاد نه وي. پاک رب دې استاد ته سوکاله او اوږد عمر ورکړي.

د زوکلیزي او ورځې په بانه یې خپلې دا خبرې په داسې بیتونو پای ته رسوم چې د غونډو د ویاندویۍ پر مهال مې د پای یا مخه ښې شېبو کې تل تکرار کړې دي:

چې بيا نه توره پورته شي نه سر په وينو رنګ شي

باداره دغه جنګ دې د وطن اخري جنګ شي

که زړونه سره يو کړو او لاسونه سره ورکړو

دا کاڼي به لالونه شي دا بوټي به لونګ شي

يا:

موسم بدل دی ښايي تللي مرغان بېرته راشي

و خپل وطن ته د کډوالو کاروان بېرته راشي

دروېشه داسې به ونه شي چې زموږ هدیرې

سپين ږیري واړه کړي ستانه او ځوانان بېرته راشي»

#DarweshDay

#4MayDarweshDay

نقیب‌احمد قریشي:

«دروېش د میني او حسن پیامبر:

چي له تا ولاړمه یاره بیرته راغلم

را معلومه نه وه لاره بیرته راغلم

خالق د ارغستان پر شنه و زرغونه مځګه د میني او حسن پیامبر د پښتو ژبي د شنې او زرغونې کولو لپاره وپنځاوه.

دروېش درانی لوی سو، شاعر سو، لوی شاعر سو او اوس د پښتو ژبي د سترو شاعرانو او لیکوالو په کتار کي د سر سړی ګڼل کیږي او پر دې خبره د افغان وطن هر انسان متفق دی.

دروېش درانی د پښتو ژبي لپاره در دوران سو:

زیاتیږي ورځ په ورځ دلته د درد غوندي وګړي

پیدا کړې لویه خدایه! د دوا غوندي څه خلک

پر افغان وطن دا میین شاعر او لیکوال خدای پیدا کړی د همدې لپاره دی چي پښتو ژبي ته درمل او دوا سي.

جوړېدای سوه خو تا یاره جوړه نه کړه

زما زړه نه دي هینداره جوړه نه کړه

باوجود له دې چي تاته لاره نه وه

ما له بل چا سره لاره جوړه نه کړه

په پښتو ژبه کي خوشال خان خټک خپل شعري سبک تر فلسفي خان غني خان پوري راورسوئ، غني د فلسفي موضوعاتو خاکې شعري کړي، سوالونه یې ایجاد کړل، پټ پټ یې ځوابونه ورته وویل، خو د پېښور ملایانو هغه کافر کړ، خو سوال او ځواب ته هم نه ورسره کښېنستل او سردار علي ټکر یې شاعري هم ور خرابه کړه.

غني او ملا لکه اور او اوبه تر اوسه اضداد پاته دي چي تر قیامته به اضداد وي او په دې اضدادو کي یو ظریف جمال غني ته نور او جلالیت دواړه ورکړي دي چي دا د خالق عطا ګڼل کیږي.

بیا د ارغستان/کندهار له غرونو یوه دروېش سر را هسک کړ او ویې ویل:

ته يې نه وینې د لمر په لکۍ پوري

چي تړلې توره شپه ده زه يې وینم

او یا دا چي:

دا رنګه شپه وه چي پر سر باندي مو ستوري نه وو

داسي مزل و چي تر پښو لاندي مو لاره نه وه

ستا په تندي کي به مي خپله څیره ولیدله

په کوم ورځ چي به له ما سره هینداره نه وه

یو په قبرونو کي راغلي تر دې ځایه پوري

درویشه! دا ځل د وطن ځمکه هواره نه وه

دروېش دراني پښتو ژبي ته نوی سبک ورکړ، له زړو عباراتو او پردیو ژبو له ګردابه یې پښو شعر راوویست، نوي رنګونه یې ورکړل او تر حد زیات یې په پښتو شعر د پښتون د سر خلاصولو کوښښونه وکړل، دې خصوصیاتو هغه “لوی شاعر” کړ:

سومه له ځانه سره زه هم په ژړا چي کله؛

زما قاتل د زوی له قبره په ژړا روان سو

یا دا:

چي یبلي پښې ځي له وطنه د هغو لپاره

د ګل تر پاڼو د اغزو څوکي پستې کړې خدایه!

په خپلو اوښکو بیرته ومینځو رانجه د سترګو

زموږ په هره ښادۍ غم ولي پسې کړې خدایه!

د هیندارو، څراغونو، ميني او معصومیت د دې شاعر پر شاعرانه لیاره ږغېدل، علم، ریاضت او ژوره پوه غواړي چي هغه جوهر زما په وجود کي نه سته.

د دروېش دراني شاعري د شعري موسقیت، نرم مزاجۍ او رومانیت څخه دومره مالامال ده چي یکي یو لفظ ته یې هم د خو ګوته نه سو نیولای.

د دروېش په اړه رایې یوه نه ده

څوک یې بت ګڼي او څوک وایي سړی دی…

او لویه دروېشه! لویه دروېشه! د سایل په ژبه درته وایم:

د محبت ځواني مي چل د ستومانۍ زده کوي

لږي دي زلفي پر مخ نوري پېچ و تاب پریږده

عمر دي دراز واوسه! چي د پښتو شعر کاسه لبریزه کړې.

ن.ا.ق

٤ می ٢٠٢٣»

محمود مرهون:

دا رنګه شپه وه چي پر سر باندي مو ستوري نه وه

داسي مزل و چي تر پښو لاندې مو لاره نه وه

یو په قبرونو کي راغلي تر دې ځایه پوري

درویشه دا ځل د وطن ځمکه هواره نه وه

درویش درانی

«موږ به د خپل دروېش د هنرمن درویش، د درانه دروېش، د ویاړ دروېش کوم کوم اړخونه بیانوو، د افغان تراژیدۍ شاعر، د افغان ولس د درد ژبه، د افغان ولس د هیلو ترجمان او که به بل بل نوم ورته خوښو ځیني خلک یوازي پېژنو خو نوم او ځای ورته ټاکل زموږ د وس خبره نه وي.

اصلي خبره خو دا ده چي ته مو پیر یې موږ دي دروېشان یو مګر تا هیڅکله پر موږ ځان نه دئ تللی او همداسي دروېش پاته سوی یې.»

او په پای کې د یو داسې قلموال نظر چې له درویش صاحب سره یې د ده د کلیزې او ده ته د ځانگړې شوې ورځې په مناسبت خبرې کړې دی او د ډېری قلموالو او فرهنگیانو د نظریاتو لوستنه او څارنه یې کړې ده او په پای کې خپل برداشت داسې لیکلی دی:

بارکوال میاخیل:

«د دروېش ورځ»

د استاد دروېش دراني ورځ ولمانځل شوه او زما په نظر تر خپله وسه ښه ولمانځل شوه، د رحمت شاه سایل صاحب، پیر محمد کاروان صاحب او دروېش صاحب دا ورځې باید په راتلونکي کې تر دې په ښه بڼه ولمانځل شي او تر له مخه تیاري ورته وشي چې له ټولنیزو رسنیو بهر په دغو ورځو ځانګړې غونډې هم وشي او کتابپلورونکي هم د دغو درېواړو هستیو په ګډون د پښتو کتابونه په دغو ورځو لږ ازانه کړي چې دا به هم دوی ته یو ډول درناوی وي.

زه پوهېږم چې ډېر به له دې سره مخالف وي چې ولې د دغو درو کسانو لپاره باید ځانګړې ورځې وي او له وړمې ورځې مې دا محسوسه هم کړه بلکې ځینو عملاً ورسره مخالفت ثابت هم کړ او غلي پاته شول، خو دا هم تر لمر ښکاره خبره ده چې دغو درېواړو کسانو پخپلې شاعرۍ یو پوره نسل متاثره کړی او د شاعرۍ مینه وال یې بېساري دي، نو د دوی له دغو ورځو سره دې له دې کبله مخالفت نه کېږي چې ګوندې تر دوی لویې هستۍ په پښتو ادب کې نه شته.

زه د سایل صاحب، کاروان صاحب او دروېش صاحب درېواړو له خوی او طبعیته خبر یم چې د شهرت وږي خو بېخي نه دي مګر له شهرت سره د ډېرو نورو پښتنو مشرانو غوندې حساسیت لري، زموږ پر وخت نن سهار مې دروېش صاحب ته ټیلیفون وکړ، د ده د ورځې په اړه مې ورته وویل او «ډیوه سپېس» ته مې را دعوت کړ، خو وچ انکار یې وکړ او ویې ویل چې د خپل ځان په اړه خبرې نه شي کولای. دا خبره به ډېرو خلکو ته نوې وي، زه چې څومره خبر یم د دروېش صاحب د هیڅ یوه کتاب مختکتنه تر اوسه نه ده شوې او د دې یوه لویه وجه دا ده چې هغه وایي زه نه غواړم زما کتاب د ستاینو په اوږو د خلکو تر ګوتو ورسېږي بلکې زما او د بل هر چا کتاب که خپله پښې ونه لري چې د خلکو تر کورونو ورسېږي زه مصنوعي پښې نه شم ورکولای.

دروېش صاحب د دې وطن د بل هر شاعر او لیکوال غوندې خپل ټول ژوند خپلې ژبې ته ورکړ، زه فکر نه کوم چې د هغه د شاعرۍ څو کتابونو به هغه د دومره لوی دولت څښتن کړی وي، خو بیا هم چې څوک ډېر نیژدې پر څنګ ورسره روان شوی له لستوڼي یې سور خنجر ورته را ایستلی دی او ورته ویلي یې دي چې «شاعري دې رڼا نه لري دروېشه»، ځکه خو په اویاکلنۍ کې هم شاید لا ډاډه نه دی چې څوک به یې د خپلې عظیمې شاعرۍ له کبله د فرانس له بالزاک سره برابروي او څوک به د خپل کلي او قبیلې په عینکو کې ورته ګوري او دا یې د لمانځنې په ورځ هم ثابته شوه. د دروېش صاحب د زوکړې او دا نننۍ ده ته ځانګړې ورځ دې نېکمرغه وي او بیا بیا دې ورباندې راشي:

د دروېش په اړه رایه یوه نۀ ده

څوک یې بُت ګڼي او څوک وایي سړی دی»

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.