ستا بندي، ستا مرستندوی

ماریا نیازۍ

592

نرمه هوا لږېده، ژمي خپلې وزرې ټولولې او د پسرلي په بارانونو باندې ټول ځایونه تازه شوي وو. د مرغانو چڼهار فضا لا زړه راښکونکې کړې وه. هرې خوا ته الوتلې او د دانې په لټه کې وې.
یو ځوان لاندې په شین چمن کې ناست و، پاس یې مرغیو ته داسې کتل، لکه د هغوی په سندرو او الوتلو چې مئین شوی وي. د ځوان څېره یو ډول جوش او غرور نه ډکه وه، د شونډو لاندې وبګنېد او ځان سره مسکی شو.

ځان سره راوړي سامان پلو یې وکتل، ولاړ او په کاسه کې یې دانې په څېر څه راوړل. دانې یې په چمن کې وشیندلې، په څېره کې یې یو ډول خوشحالي ښکارېده، ما فکر وکړ چې خواړه یې ځان لپاره راوړي، خو داسې نه وه.

د چمن بله خوا یې کتل، زما هم پام ورواوښت، ومې لیدل چې اخوا یې مرغانو ته یې دام ایښی دی. په لیدو یې حیرانه شوم، ځکه زما فکر غلط ثابت شو، اکثرا څه چې ښکاري، حقیقت هغه نه وي.

زه په همدې فکرونو کې ډوبه وم چې ناڅاپه مې د مرغۍ تېز غږونه تر غوږ شول، دام خوا ته مې وروکتل، ګورم چې مرغۍ په دام کې بنده شوې وه. ځوان ژر ځان ورورساوه، مرغۍ یې له دامه خلاصه کړه او قفس کې یې بنده کړه.

مرغۍ پرې غږ وکړ:

ما مه بندي کوه، زما خبرې واوره خیر دی!

خو ښکاري د نور ښکاره په فکر کې و، نوره دانه یې وشیندل، ترڅو نورې مرغۍ په خپل دام کې راونیسي.

مرغۍ بیا غږ وکړ: خیر دی زما خبره واوره!

ښکاري وویل: زه وخت نه لرم چې ستا بې ځایه خبرې واورم.

مرغۍ وویل: تراوسه خو دې زموږ سندرو او چڼهار ته داسې غوږ نیولی و لکه زموږ په غږونو چې مئين یې، خو اوس چې دې مقصد پوره شو، نو زما د مجبورۍ د خبرو اورېدو وخت هم نه لرې.

زه د دې خبرو په اورېدو ډېره خفه شوم، رښتیا هم اوس مهال خلک یوازې تر خپلې اړتیا پوره کېدو پوره ملګري پاتې کېږي. کله یې چې خپل مقصد پوره شو، بیا هر څه هېروي.

ښکاري د مرغۍ په خبرو یوازې یوه ناوړه مسکا وکړه او خپل بل ښکار خوا ته لاړ.

مرغۍ ورغږ کړ!

که اوس په ما بده ورځ ده، نو ستا بده ورځ به هم هتما راځي، داسې ورځ به راځي چې زما خبرې به دریادې شي، ماسره کړی ظلم او زیاتی به دریاد شي، هغه وخت به بیا پښېمانه یې او ستا دا پښېمانتیا به هېڅ ګټه ونه لري!

ښکاري نور دامونه ایښي وو او د نور ښکار په غم کې و. د ښکاري تمې سره سم یوه بله هوښیاره مرغۍ هم دام کې بنده شوه، کله چې ښکاري ورغۍ چې هغه مرغۍ هم له دامه خلاصه کړي او قفس کې یې زنداني کړي، نو مرغۍ په خپلو پنچو د ښکاري په سترګو حمله وکړه.

د مرغۍ پنجې په زهرو ککړې، کله چې د مرغۍ پنجې د هغه په سترګو ولږېدې نو ښکاري له ډېر درده په چغو پيل وکړ او په چیغو چیغو د لومړۍ مرغۍ قفس خوا ته راغی، کله چې دې مرغۍ ته راورسېد، نو سوال او زارۍ یې پیل کړې چې مرسته ورسره وکړي، همدا مرغۍ وه چې د خپل قفس اوبه یې د ښکاري په سترګو وروپاشلې او هغه یې له ړندېدو بچ کړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.