محبس او قفس – امیرشیرعلی خان

عبدالقیوم

634

۱۸۶۳م کال څخه تر۱۸۷۹م

کله چي امیردوست محمدخان دوهم ځل پاچا کېدی هغه وخت دی سم انگريز سوئ وو، دا ځکه انګرېزانو په کلکته کي د دوست محمد یاغي بڼي وکښلې بیا یې کابل ته را واستوی.د امېردوست محمد خان په اولادونو کي یې یوازنی کس ووچي د پلار(دوست محمد خان)، وروڼو او ورېرونو په شان یې ځان انګرېزانو ته په ښکاره نه وو تسلیم کړی همدغه  سردار شېرعلي خان خلګ بولي.د امېر دوست محمد خان  په دوهم ځل پاچهي پروخت په۱۸۵۵م کال کي  هغه د پیښاورناکاره او بدنامه معاهده امضأ کړې ده.کله چي په۱۸۶۳م کال کي امېر دوست محمد خان مړ سو د ده له وصیت سره سم  امیرشیرعلی خان د ده ځای ناستۍ او د پاچهۍ پر تخت کښېنوست، بد بختانه په دغه واړه کړي او کمزوري  کړي هیواد کي یو ځل بیا د تیمور شاه د نا اهلو اولادونو په شان د دوست محمد خان د او لادې ( د امیر شېر علي او وروڼو) تر منځ هم هغه شان د قدرت د غصب پر سره جنګ او جګړې را پیل سوې،د خدی بخښلي  کاندید ډمیسن محمد ابراهم عطائي په وینا ” (د نوي فتوراو فتنوپیل)  د قدرت پر سرجنګ، جدل او جګړې راپیل سوې.

 د امیر شیرعلي خان د حکومتدارۍ زیاته وخت په خپل منځي (کورنیو) شخړو کي تېر سوو، بیا هم دی پر وروڼو او ورېرونو باندی تر یوه حده بریالی سو. پدې خپل منځي جنګ او جګړوکي په زرهاوو زرهاوو، بیچارو، بې وسو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړه، د شهزاده ګانو په لمسون به  دوی یو له بله سره قتل کول. تر شمار زیات کلي او کورنه د دې خپل منځي جګړو له امله وران او ویجاړ سوه.  پدغه شان په زرګونو ښځي ګونډي او ماشومان یتیمان سول د نمونې په توګه:

” یوازي د (جلدک )په علاقه کي چي د کندهار او زابل(قلات) په منځ کي پرته سېمه ده، هلته د وروڼو  (امیر شېرعلي خان او محمد امین خان) د قواو( مجبورکړوافغانانو) د جنګولوپه نتېجه کي تاریخونه لیکي چي  تر (لس زرو) (۱۰،۰۰۰) څخه ډېر افغانان و وژل سول. د ولس په دې  لوی شمېر وژنو باندي دا شهزاده (شیرعلي او محمد امین) هیڅ خفه نه وه. اما کله چي په دغه جګړه کي د امېر ورور (سردار شهزاده محمد امین خان) او د امېر زوی(سردارشهزاده محمد علي خان) په قتل ورسېدل، سردار شېرعلي خان چي دهغوی له وژلو خبر سو بې حده ډېر غمجن او د عصبیت ناروغي یې زیاته سوه، د یوه مدت له پاره له مرکز څخه لېري په هرات کي کوښه نشین سو. د ده له دغي ګوښه نشینۍ څخه د امیر دوست محمد خان بل ورور یا د امیر شیر علي کاکا(سردار محمد عظم خان) استفاده وکړه کابل یې ونیوئ.

 نوټ:  (هغه تر لس زرو(۱۰،۰۰۰) ډېر افغانان چي د سردارانو په خرمستئ (بېهوده جګړه) کي قتل سول، هغه خلګ خو دوی په سړو کي نه شمېرل، هغوی مندي او پلرونه نه لرل؟  ځکه امیر شیرعلي یوه د قیقه یې هم د هغوی پر وژنه خفګان نه دی ښکاره کړی.)

د امیرشیرعلي خان دوهم ځل پاچهۍ ته رسولو په دوره کي انګرېزانو سره له دې چي له امیر سره یې د دوستۍ رویه پالل او د پاچهۍ په پیل کي یې دولس لکه روپۍ او دولس زره توپک ورکړل، بیا یې هم بارو نه پر درلود، انګرېزان ښه پوهیدل چي هغه له دوی څخه بد وړي. د امیر شیرعلي خان نقیصه داوه چي هم غلام وو او هم بې ځایه غرور وو. د امیر شیر علي دغه بې عقلی د افغان او انګلس دوهمي جګړې ته زمینه برابره کړه.د ښاغلي کاندید ډمیسن محمد ابراهیم عطائي صاحب د کتاب ۱۱۵صفحه و ګورۍ.” انګرېزانو د جنګ تصمیم ونیوئ”

لیکوال: زه د امیر شیرعلي دغه د انګرېزانو په وړاندي د نفرق روحیه ستایم، خو دا ستاینه د دې معنی نه لري، د دده تیر وتني او د ده د شهزاده ګانو ناوړ او بد اخلاقه کارونه چي د خپل ولس سره یې کول هغه دي ونه لیکم او ونه غندم ولي چي بیا یې اولادونه (میراثخواره ) را څخه خفه کېږي.

د امیرشیرعلي  د زوی  سردار شهزاده محمد علي او ورور شهزاده سردار محمد امین تر منځ د کندهار او قلات تر منځ (جلدک) کي  د جنګ او جګړې کولو سبب څه وو؟

تاریخ لیکي: (امېرشېرعلي خان اورېدلي وه چي د کندهار والي سردار محمد امین خان ( د امېرشېرعلي خان ورور) هلته له یوه کان څخه سرزر(طلا) راباسي، او د کندهار ښار د مدافع له پاره تیاروي او خپل نظامي قدرت زیاتوي. امېرشېرعلي خان پدې هکله څو ځله هغه ته پیام ولېږی چي د کندهار د احوال حقیقت و د ته خصوصاً د سروزرود کان د را ایستلو په هکله او د زرو نمونه ده ته ولېږي. مګر پدې باره کي هغه ډول چي امېر غوښتل معلومات تر لاسه کړي هغسي ونه سول. نو امېرشېرعلي ته دا بېره پیدا سول چي ورور سردارمحمد امین لکه چي غواړي کندهار بیل او خپله پاچهي اعلان کړي، له هم دې اثره وو چي امېر د خپلو نظامي قواو سره د کندهار پر لور رهي او په (جلدک) کي نوموړۍ جنګ ونښت) ص۵۰۴

 دا شان طز تفکر یې ستایم چي لیکوال یې لیکي، امیر شیرعلي خان چي د پلار سره په کلکته کي اوسېدی تازه ځوان وو، د برتانوی هند کي یې دنړیوالي پانګه والي عظمتونه د سر په سترګو ولیدل خو دې هري لیدني په ده کي د عصبیت احساس ورځ تر بلي تحریکاو…. کله چي پلار او دی یو ځای  کابل ته راغلل، نو شیرعلي  په دې هم خواشینی کېدی چي پلار به يې د انګرېزانو ضد(مخالف) افغان شخصیتونه له منځه وړل.

 لیکوال: دغو د انګرېزانو نماینده پاچاه ( دوست محمد) ته یو افغان و وايو؟، چي خپل زوی یې دا مني چي پلار مي د انګرېزانو سره د جګړې د وخت غازیان او قهرمانان وژل. له امیر شیر علي خانه ګیله داده چي دی خو ځوان وو، ایا دکوم مجاهد او غازي پر وژنه یې د خپل پلار لاس ټینګ کړ؟، چي پلاره ته دا غازيان ولي وژني؟.

 سردارشېرعلي  خان  ۱۸۶۳هـ کال د جون په دولسمه د افغانستان د امیر په توګه و پېژندل سو او دا وخت دی د ۴۱کالو وو. د ژوند تر ورستۍ شپې پوري د وروڼو، ورېرونو، زوی (یعقوب) او زوم له شره فارغ نه سو. د شیرعلي بله کمزوري دا وه چي د ګراني ماندینې (عایشې) تر سخت تاثیر لاندي وو. د همدغي ښځي په غوښتنه یې د هغې (۷) کلن زوی سردارعبدالله د ولیهد په توګه اعلان کړه، په داسي حال کي چي امیر ځوانان زامن لرل. د ولیهد په توګه د ماشوم سردارعبدالله ټاکني د شېر علي خان حیثت  د کور د ننه او بهر کي سخت تاوان پېښ کړه.

 امیر شیر علي دولس تنه خبیر شخصیتونه د یو شورأ په نوم و نومول، چي ده ته به مشوره ورکوي. خو په اصل کي امیر شیر علي ته مشوره ( سیاسي مشاور قاضي قادر) ورکول چي هغه اصلاً د انګرېزانو جاسوس وو. اودغه رنګه د امیر شیرعلي خان خپل ورور( سردار ولي محمد خان) مشهور په لاټی هم ټول جریانات مفصل پېښورته  لېږل، له هغه ځایه د هند ویسرای ته وړاندي کېده.ص ۱۱۶.

امیر د دغه لاندي شخصیتونو څخه یوه کابینه جوړه کړه: ا – سید نور محمد شاه ټول مختار (صدر اعظم). ۲ـ  حبیب الله خان وردګ لوی ملک( وزېر مالیه. ۳ ـ  ارسلاخان جبارخیل لوی مین( خارجه وزېر). ۴ ـ عصمت الله خان غلجی لوی مین د غرو(داخله وزېر). ۵ ـ میرزا حسن خان لوګری کښل( د حضور سر منشي). ۶ـ حسین علي خان پنچشېری ټول مشر( سپه سالار یا وزېر جنګ). ۷ ـ احمد علي خان چغتایي لوی ټول( د خزانې وزېر). نوټ: ټول پوهېده چي قاضي قادر او لاټي حکومت کوي.

 په کلکته د اوسېدو پر وخت د امیر شیرعلي مینه له مطبوعاتو سره او د سید جمال الدین هدایتنامه وه چي امیرته یې د عصري مطبوعاتو د رواج توصیه کول، هغه وخت میرزا علي یو منور شخص وو چي د (شمس النهار) په نوم یوه جریده یې خپره کړه…. که څه هم جرېدې د د دولت په ګټه تبلغ کاوه، بیا هم یې یو نیک قدم ګڼم.

  سید جمالدین افغان چي یو هوښیار او د هیواد له آبادۍ سره یې مینه وو، امېر شېر علي خان هغه نسوای هضم کولاې څوهغه  یې وطن پر یښو ولو ته مجبور کړ. ویل کېږي چي دامیرشیرعلي د دربار توطیه گرانو(قاضي قادر او د امیر شیرعلي ورور لاټي) امیرته دا خبره ور و فهمول چي سید جمال الدین  ستاسي  د ورور محمداعظم خان استاد وو، نو ځکه تر تاسو یې پر اعظم خان  پېرزوینه ډېره ده، ستا سره همکار کیدای نشي، پدې جمله  خلګو کی محمد رفیق خان لودېن هم د سید جمال الدین له نفوذ څخه ډارېدی، درباري غوړمالانو د پاچا (امېرشیرعلي خان) نظریې د سید جمال الدین افغان په باره کي خراب کړ، همدغه محمد رفیق لودین په اشاره سره سید جمال الدین په دې پوه کړچی د امیرشیرعلي خان خوښه  داده تاسو له هېواده  د باندی ولاړسئ خو نه دایران دلاري.

   امیرشیرعلي خان سره ددې چي ډېرکلونه یې له خپل پلارامیردوست محمد خان سره یوځای په کلکته او فیروزپورکي د انگریزانو سره تیر کړي وه، د هند پر مختگ، د انگريزانو له ژونده خبر، هرڅه یې د سر په سترگو لېدلی وه، بیا يې هم ولس او ملک ته داسي د خیر کارونه ونه کړل چي هغه دي ښه را تلونکې ولري.  بلې امیرشیر علي خان په (۱۸۶۹م) کال کي له انګرېزانو سره د خپل پلار د تړون خلاف چي له انګرېزانو سره یې لاره ” د انګرېز دوست به د ده دوست او د ښمن به یې د ده دښمن وي” امیر شیر علي دا شرط داسي جوړ کړه” د دواړو لورو به د یو دوست د بل دوست او د یودښمن به د بل دښمن وي”. چي د انګرېز له لوري ومنل سو.او په عیني حال کي په هغو ځایو (کندهار، کابل او بلخ)چي انګرېزانو به خپل استازي ټاکي هغه له منځه ولاړه.

بل امیر شیرعلي خان له انګلستان څخه وغوښتل چي د ده ماشوم زوی(عبدالله) د ده  دولیهد په حیث وپېژني دا کار په رسمي ډول ونه سو.

نوټ: دې ته واي( استقلال او آزادي) د خپل ځای ناستي اجازه له انګلیستان څخه اخلي.

په ۱۸۷۵م کال کي په کابل کي د اول ځل له پاره یو اخبار د( شمس النهار) په نوم په میاشت کي یو دوه او کله درې  ځل را وتۍ.

 نوټ: که څه هم په هیواد کي مو لوستي خلګ نه لرل بیا هم دا کار یې د ستایني وړ وو.

د امیر شیر علي خان په حکمراني کښي دوې ښوونځی (یوه ملکي بله نظامي) جوړي سوې. شېرپور عسکري چوڼۍ د وسلو جوړولو کارخانه او د پنځوسو زرو په حساب پوخ یې جوړ کړه. امیرشیر علي خان تلاښ کاوه چۍ د یو خپلواک پاچا رول بازي کړي، د انګریز او روس سره دوستانه اړیکي ولري.

 د امیر شیر علي ورور(سردار اعظم خان)  د شیرعلي سره په مخالفت کي دونه مخته ولاړ چي له انګلستانه یې مرسته وغوښته څو دی د شیرعلي خان پر ځای پاچا کړي. د سردار عظم خان له طرفه و انګلس ته چي کوم پیام لیکل سویدی، هغه لیک د ګلشن امارت په کتاب کي راغلی دئ، مولوي  نورمحمد “نوري” د کندهار اوسېدونکی د امیر شیرعلي خان پاچا په دوره کي ژوند درلود. ګلشن امارت په نولسمه پېړۍ کي د مولوي نور محمد “نوري” په لاس لیکل سوی دی.په( ۱۳۳۵ هـ ش) کال ښاغلي  ارواح ښاد درانه  تاریخ پوهه او لیکوال علي احمد کهزاد لخوا په کابل کي چاپ سویدئ.  دوستان او علاقمندان کولای سئ دا کتاب و لولي چي دې سردارانو د خپل قدرت له پاره څونه ټیټ کارونه کول.

په ګلشن امارت کتاب او پاچهانو څه کول؟  دواړو کتابونو کي لیکل سویدي:” محمد سرور خان او محمد عزیز خان د پلار( امیر محمد عظم خان) له پلوه مامور سول چي په کندهار کي پاته سي”” دې دوو وروڼو د کندهار په اوسېدونکو باندي دونه ظلمونه وکړه، چي په اور یې وچ او لانده ګرده سوځل کېده. په کندهار کي یې داسي زندان جوړ کړه چي نارینه او ښځینه پکښي شریک اچول کېده.چي د هغه له اثره د ډېرو پاک لمنو ښځوڅخه د دغو شهزاده ګانو د ظلم او(زنا) په وجه اولادونه و زېږېدل.”

په دې ډول لیکل سویدي: “شهزاده عزیز خان  د یوه شخص نوې واده سوې ښځه چي خپل کورته یې بیول،  دلاري پر سر شهزاده محمد عزېز خان په وچ زور ودرول  د درو ورځو له پاره هغه ښځه له ځان سره بوتله.”

“بل سړي خپله مېرمنه پر خره سپره کړې وه د (بابا ابدال کلي) ته تلی، شهزاده محمد عزېز په زور د هغې ښځي شاته پر خره ور سره سپور سو او تر کوتله  یې دغسي میله کول.”

” شهزاده محمد عزېز خان د ملا علم اخند د زیارت پر خوا روان وو،چي دښادی د ډول ږغ یې واورېدئ، خپل کار یې پرېښود د واده پر لور رهي سو، د واده په کور ور ننوت، خلګو چي هر څونه زاری ورته وکړې، چي له دې عمله لاس واخلي ګټه یې ونه کړه، تر څوچي غوښتل یې هلته د ښځو په منځ کي پاته سو.”

 په همدغه کتاب کي لیکل سویدي چي شهزاده ګانو به دیوې وړې بهانې نیولو د خلګو کورونه تاراجول. په “زمینداور”کي به یې د یوه کلي نارینه د بېګار په نامه په زور اردو(عسکري قرارګاه) ته را وستل او د شپې به  یې خلګ ځندول د هغوی پر ځای به یې خپل د اردو افراد د هغو کورونو ته لېږل چي د هغوی د مېرمنو سره ناوړه عمل اجرأ کړي. ص ۵۰۸

د ګلشن امارت لیکوال دیوه سوداګر له خولې چي د څونفرو سره هرات ته تلی حکایت کوي چي: موږ یوه کورته ورسېدو، چي نارینه یې موجود نه وه، یوازي ښځي په کورو کي پاته وې، هغو زموږ هرکلی وکړ او موږ ته یې د شپې تېرلپاره یوه کوټه راکړه، کله چي نیمه شپه سوه عسکریانو نارې وکړې چي را ووزئ! ښځي په ژړا سوې، موږ را وېښ سولو، دباندي را ووتو د شهزاده ګانو سپاهیانو موږ ته وویل چي بل ځای ولاړ سئ، د ښځو څخه مو پوښتنه وکړه چي څه خبره ده؟  هغوی وویل دوی (دامیر د شهزاده ګانو سپایان) ددې لپاره راغلي دي چي زموږ سره د ناوړه عمل د اجرأ لپاره شپه تېره کړي. موږ ته یې وویل دخدای روی وګورئ زموږ ساتنه وکړئ، موږ را ووتو د نظامیانو سره مو جنګ شروع کړ، چي په نتیجه کي نوموړي نظامیان وتښتېدل، ښځو موږته وویل چي د زمینداور پر ټولو خلګو همدا حال دی، نن زموږ وار رسېدلی وو.ص۵۰۸

اکثریت د دغو شهزاده ګانو ځکه بد اخلاقه وه چي د دوست محمد  وینه یې په رګو کي وو. امیر شیر علي او ټوله کورنۍ یې ښه پوهیدل چي د دوی شهزاده ګان له رعایتو سره څه کوي. خدای بخښلي محمد ځلمي صاحب په خپلو یاداښتونو کي لیکي: د مقر ولسوال ( سردار شاه پسند) د شیر علي د کاکا زوی، چي د ډېرو بدو اخلاقو څښتن وو، د مقر خلګو څو څو ځله د هغه د لېري کولو غوښتنه وکړه، خوامیر شیر علي خان  یې خبره نه اوریده، د قومي تصمیم له مخکي د قوم مشر صاحب خان تره کي له ولسواله و غوښتنه چي دغه ولسوالي پرېږده، څو حکومت یې پر ځای کوم بل څوک دلته مقرر کړي، هغه ونه منل، صاحب خان تره کي دغه ولسوال (شاه پسند)په  مخامخ جنګ کي و واژه. شیر علي خان یې په د بل کي د صاحب خان د کورنۍ پنځویشت تنه ووژل او صاحب خان تره کی خپله کابل ورغۍ امیر شیر علي غوښتل چي مړ یې کړي، مشاورینو یې مشوره ورکړه چي صاحب خان تره کی ژوندی وساتي او بندي یې کړي. د صاحب خان تره کي د مړاني یادونه د (حبیبي، عطائي، مجددي، ایوبي، غبار، رښتیا، ځلمي…) او نورو تاریخونو کي سویده.

همداسي  روایت کوي چي یوعالم ملا خپله مېرمن پر غوایي سپره کړې وه، یو ځای تلی  د(شهزاده ګانو ) درو نفرو عسکرو غښتل چي په زوره د هغې سره حرام کار وکړي، ملا د توري په وسیله سره د هغو سره جګړه وکړه  یو نفر یې پکښي په قتل ورسوی او په نورو پسي یې ځغستل چي تر کلي ورسېدل، د شاهزاده ګانو عسکرو وکلیوالو ته وویل که ملا ونه نیسئ ، تاسو به ټول و شاهزاده ګانو ته مسؤله یاست. هغوی هم  له بېري او د خپل کور، کلي او ناموس او ژوند ساتلو لپاره ملا ونیوی، او شهزاده عمر ته یې بوتلی! نوموړي شهزاده د پېښي تر خبرېدو وروسته و ملا ته وویل چي: (څوکاله دي ښځه د خپل مراد د حاصلولو لپاره په لاس کي درلوده ، څه کېدل چي یو ځل زما د عسکر مراد هم ورځیني حاصل سوی وای )؟ وروسته یې امر وکړ، چي ملا دي په توپ کي والوزول سي، امر اجرأ سو. ص ۵۰۸

دې ته واي ښه حکومت، عدالت، اسلامیت او غیرت، چي اوس بیا یې میراثخواره خواخوږي راته په قهر نسي چي ملي شخصیتونه سپکوې.

د ولس د خیراو ښیگڼو د پاره دوی هیڅ هم نه دي کړي. دا چي امیر شیرعلي خان د انګرېزانو په پوځي چوڼیو کي ډېر وخت تېر کړي وو، لیک لوست یې هلته زده کړی وو، خود به یې تر نور تېرو شاهانو یو اندازه، تغیراتو را وستلو ته میل وو.

  او بل ډېر خراب عادت يې د خپلو پلروڅخه په ميراث وړی دئ، هرڅه يې د خپلي گراني معشوقي په خوښه کول. مثلأ ښاغلي محمدابراهیم عطایي لیکي:”دامیرشېرعلی یوه کمزوري داوه چي د گرانې ماند ینی عایشې ترسخت تاثیرلاندي وو. دا ښځه د امیرد کاکا لور، یعني د ميرافضل لوراو ډېره ښکلی وه، د دغې ښځي څخه د امیرزوی عبدالله د همدغې ښځي په غوښتنه دولیعهد په توگه اعلان کړ، دا یو اووه (۷) کلن هلک وو، خو امیرځوانان زامن درلودل. “ص۹۴.

   سپا سالاراسلم خان د امیرشیرعلی خان ملگرو سردارمحمد حسن او سردارولی محمد لائی ووژی. په اردوکي يې د انگرېز نماینده هندی قاضی قادر په خاص مقام کي وټاکی. کله چي د کوهدامن، تکاب، لوگر، ميدان، غزنی، او زابل خلگو فیصله وکړه چي دانگریز ضد مقابله وکړي. هغه سردارلائی وانگرېزی جنرال رابرتس ته خبرور کړی، څو انگرېزی جنرال هغه ټول مشران ووژل.

   په۱۸۷۹م په دغه کال کي امیرشیرعلی که څه چي د تیښتي په حال کي وو خپل بندي زوي محمد یعقوب يې د محبسه راوایستئ او د قدرت واگي يې هغه ته په لاس ورکړې، خپله د تېښتي پر وخت په بلخ کي مړسو. ميراث امیرمحمد یعقوت ته پاته سو. د یعقوب د شاه کاریو نمونه د گند مک د بدنامي تعهد نامي امضأ وه د انگرېزانو سره. بیا د قوي انگرېزانو او دغریبو افغانانو ترمنځ جگړه شروع سوه. د افغانانو سره د وطن مینه، افغانی غرور او اسلامي جذبه، د دښمن انگرېز سرتوپ، ثروت، وسله وي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.