يو ايټالوي تاريخ پوه او عالم امبرټو اکو د فاشزم تر عنوان لاندې په خپله يوه مقاله کې لیکلي چې د هر فاشسټ غورځنګ په سر کې یو فرهنګي شخصیت یا Cultish personality حتماً موجود وي.
فاشیزم یوه سیاسي اصطلاح ده چې په یوه ټولنه یا ملت باندې د زور له لارې د استبداد او دیکتاتوري مسلط کولو ته کارول کېږي.
په بله مانا فاشیزم یا Fascism هغه فرد یا ملت ته کارول کېږي چې په نورو باندې دیکتاتورۍ تحمیلوي.
د امبرټو اکو د مقالې مهم ټکی دا دی چې يو کلټش شخصيت په خلکو کې یو کلتور رامینځته کوي او د تېرو مثالونو په وړاندې کولو سره د عصري کېدلو سره ښکاره مخالفت څرګندوي. د اکو په خبره یو کلټش مشر تل د پروپاګنډ په رامینځته کولو سره د خپل شخصیت په عالي کولو کې مبالغه کوي، دا ځکه چې نوموړی په نارسيزم باندې اخته شوی وي.
کلټش شخصیت هغه سیاسي، مذهبي یا روحاني مشر ته ویل کېږي، چې خپل کار د ټولنیز، سیاسي یا مذهبي خدمت سره پيل کوي، مګر وروسته له دې چې کله مشهور شي، د خپل شخصیت په تظاهر سره شتمني ترلاسه کوي، یا هم ځینې وخت په سیاست کې په برخه اخيستنې سره واک ته رسېږي.
په اروا پوهنه کې نارسیزم پر خپل ځان د افراطي مینې ښکارندوی او په دنني تصوراتو باندي تکیه بلل شي.
د افغانستان اوسنی حاکم رژیم د فاشستي تحريکونو له ډلې يو تحریک دی چې مشر یې د مذهب څخه په استفادې يو فرهنګي شخصیت ثابت کړی او د تېر په بيانولو سره قبیلوي ذهنیت حاکم ساتي، دغه ذهنيت اوس د دوی په مشر او پلويانو دومره زورور دی چې په اسلام کې د ښځو د میراث او ودولو حقوق هم د زړې پښتونوالۍ پر اساس ردوي او هېڅ تالب مشر خپلې خور یا لور ته یو جریب میراث یا يوه کوچنۍ اندازه شتمني ورکولو ته تيار نه دی.
خو د ځاني ګټو په خاطر زموږ د شتمنیو معاهدې له چین سره کوي او همدارنګه زموږ د وینو سودا یې له امریکا سره روانه کړې ده.
ددغې ډلې مشر د تبليغاتي دستګاه په جوړولو سره په خلکو کې د ټولنيز حثیت ترلاسه کولو لپاره ځانته د اميرالمومنين لقب ورکړی، خو نظر یې یوازې د افغانستان تر خاورې محدود ساتلی دی او د پرديو استخباراتي ادارو لپاره يې په لوی لاس د افغانستان خلک له خپل تاریخ او جغرافیې څخه ناخبره ساتلي دي او په همدې توګه یې له څو لسیزو راهیسې د خپل هيواد په ورانولو او د کادرونو په قتل کولو کې برخه اخيستې ده.
اوس په داسې حال کې چې نړېواله ټولنه او ملګري ملتونه هڅه کوي تر څو دغه ډله قانع کړي چې د تاوتريخوالي پرځای د خلکو حقونو ته پاملرنه وکړي، د ښځو پر تحصيل او کار ممنوعیتونه لري کړي، مشر آخوندزاده یې د خپل نرګسيت له امله وايي چې «پر موږ د دوی فشارونه کومه ګټه نه کوي.» مګر په زړه کې بیا له همدې سازمانونو څخه د رسمیت پېژندنې ګوړې ماتوي.
د سیاسي بدلون دوه مثالونه د یادونې وړ دي چې یو یې په متحده ایالاتو او افريقا کې کې د مارټر لوتر کینګ او نېلسن منډېلا تحریکونه وو چې د عدم تشدد د فلسفې پيروي يې کوله.
ډاکټر مارټن لوتر کنګ په کال ١٩٥٥ کې هغه وخت شهرت ترلاسه کړ چې د امریکې د ایلاباما ریاست په منټګمري ښار کې د ښار په بسونو کې د تور پوستکو افریقايي امریکنیانو او سپین پوستکو دپاره د جدا جدا سټینونو خلاف يي تحریک کامیاب شو او په بسونو کې د نسلې تفریق نظام له منځه یوړل شو.
هغه دا تحریک په داسې وخت کې را پيل کړ، چې د امریکې او په ځانګړې توګه د امریکې په سویلي ریاستونو کې افریقایي امریکایانو سره د رنګ په اساس تعصب او توپیر کېده او په یو بس کې به د تور پوستو او سپین پوستو دپاره جلا جلا چوکۍ وې، همدارنګه په ښوونځي کې هم تور پوستي زده کوونکي د سپین پوستو خوا ته نه شوی کښېناستلی.
او بل هم نيلسن منډيلا وو. منډېلا او ملګرو يې په ګډه د توکم پالنې یا اپارتاید سیسټم پر ضد چې سپین پوستو جوړ کړی و کمپاین پیل کړ. په ۱۹۵۶ م کال کې ښاغلي منډېلا د ۱۵۵ نورو فعالینو سره په غدارۍ باندې تورن شو خو د څلورو کلونو محاکمې وروسته د هغوی پر ضد تورونه لرې شول.
کله چې منډېلا د اقتصادي ورانکاري پر ضد کمپاین پیل کړ، په هغه باندې د تشدد له لارې د حکومت د نسکورېدو تورونه ولګول شول، مګر ښاغلي منډېلا په محکمه کې خپله دفاع په خپله وکړه او ویې ويل چې دېموکراسۍ او ازادې ټولنې ته درناوی لري، چېرې چې ټول خلک ارام ژوند وکړي او برابر حقونه ولري، هغه وويل “زه هیله لرم چې دا هدف به تر لاسه کړم. خو که اړتیا وه نو همدې عقیدې لپاره مرګ ته تیار یم.”
په ۱۹۶۴ م کال کې هغه ته د ټول عمر بند سزا ورکړل شوه، وايي چې يو ځل چا له منډېلا نه پوښتنه وکړله چې ۲۶ کاله بند ګران نه و؟ نو منډېلا ورته وویل چې ۲۶ کاله یې د ازادۍ د خوب په لیدو کې تېر شول.
دغو دواړو مشرانو نه د شخصیتونو فرقه جوړه کړه او نه یې له امنیتي ادارو سره د جګړې فکر کاوه، دوی د عدم تشدد څخه په استفادې د سولې او عدالت لپاره مبارزه کوله او بلاخره بريالي هم شول.
خو ددې لپاره چې زموږ ځوانان په خپل هيواد کې د سوله ییز ژوند لپاره مبارزه وکړي، د فاشستي ګوندونو او افرادو په ملاتړ د يو بل په وړاندې ولاړ دي او مشران يې چې په پرتمینو ماڼو کې په عيش او عشرت کې ډوب دي، د دوی په حماقت باندې پسخند وهي.
یوناني فیلسوف او روڼ اندي ارسطو ویلي: “هغه ژوند چې د ځان حساب په کې شامل نه وي، د ژوند کولو ارزښت نلري.”
مانا دا چې اول ځان دی بیا جهان او هغه څوک چې ځان ته بدلون نه شي ورکولای، د نړۍ د بدلولو خوب دې نه ويني.
نو بناً ځوانان باید د ځان جوړونې په فکر کې ووسي، د خپل تاريخ او جغرافيې څخه ځان خبر کړي او له نورو ملتونو سره سیالۍ په موخه زده کړو او کار ته مخه کړي.
***************************************
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.