که څوک «سلیکا جیل» دانې وخوري څه ورته پېښیږي

ریاض احمد

339

تاسې به لیدلي وي چې د ټابلیټ درملو په بوتلونو کې په یوه ځانګړې ټوټه کې تاو څيز پروت وي، دا کڅوړه په طبي اصطلاح «silica gel» نومیږي چې د کڅوړې په شکل په درملو یا هم نورو شیانو کې ایښودل شوی وي او موخه یې درمل د نمي څخه ژغورل دي.
مونږ او تاسې اکثره دغه جیل په لومړي سر کې له دوا څخه په دې ویره لرې غورځوو او یا یې پټ ږدو تر څو یې کوچنیان ونه خوري او څه بد ورته پېښ نه شي.
خو که څوک دغه کڅوړه کې شته دانې وخوري څه پېښیږي؟
اصل کې په دغه کڅوړه کې (سلیکون ډای اکسایډ) دانې موجودې وي، چې خپل شاوخوا څیزونه بې نمه کوي او خشک ساتي، په کڅوړه کې دغه دانې زهرجنې نه دي او په دې لیکل شوې دي چې (do not eat) یعنې مه يې خورئ يا د خوراک لپاره نه دي، خو له بل اړخه زهرجنې هم نه دي بلکې د څیز بې نمه ساتلو لپاره کار ورکوي.
که تاسې په دغه کڅوړه کې شته دانې وخورئ نو باور ولرئ چې دغه زهرجنې نه دي، نه هم معده دغه دانې هضموي او د زيات خوشکي والي له کبله زیاتره وخت په مرۍ هم نه تیریږي، خو په عام ډول د بدن روغتیا ته زیان رسوي.
د دغه دانو په خوړلو سره بدن د ډي هایډریشن (اوبو کمښت) ښکار کیږي، او تر ډیره اندازې پر کوچنیانو اغیز کوي، او که چیرې په غلطۍ کې وخوړل شي نو سمدلاسه باید یو یا دوه ګیلاسه اوبه وڅښل شي تر څو بدن د ډي هایډریشن ښکار نشي.
خو که چیرې دغه دانې کوچنی ماشوم وخوري ژر تر ژره دې ډاکټر ته وښودل شي، ځکه چې کوچنیان په دې سره یوازې د ډي هایډریشن ښکار کیږي نه، بلکې په ستوني کې د نښتلو ګواښ هم وي چې د ساه بندیدلو لامل کیږي او انسان د مرګ ګواښ سره مخ کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.