موږ څنګه کودتا وکړه!؟ (۳ او وروستۍ برخه)‎‎

ژباړه: بریال حبیبي

340
ـ تاسو باید د ټلیفون سیمونه نه وای پرې کړي؟
ـ موږ نه دي پرې کړي، مازدیګر څو څاڅکي باران واورېده…!
ـ ښه، خو کوم ملګری به مو په موټر کې رالېږلی وای؟
ـ تا لکه چې کوڅې ونه لیدلې، چې تر کوم حالته پورې رسېدلې؛
په دغسې چکړو کې به موټر څرنګه تګ وکولای شي؟
ومې پوښتل:
نو څرنګه به ملت ته خبر ورکړو، چې موږ انقلاب کړی دی؟
ډګروال اوږې کښېکاږلې، ویې ویل:
زه څه پوهېږم؛ د تبیلغاتو مسؤل ته یې او پوښتنه یې له ما څخه کوې؛ هر څوک باید خپل مسؤلیت اداء کړي.
بېرته سټوډیو ته راتلم، تر څو تر اولس پورې دغه مهم خبر ور ورسوم؛ خو پر لاره له تورن (خیرالله) سره مخ شوم.
هغه بېچاره ددې لپاره چې د کوڅې په سریښناکو چکړو کې تګ وکولای شي، پایڅې یې په لاسونو کې نیولې وې او آخوا دېخوا یې زورونه وهل؛ چې زه یې ولیدلم، ویې ویل:
ته او خدای؛ وګوره، څرنګه ورځ راباندې راغله؟
ومې پوښتل:
ته د کومې برخې لپاره مؤظف کړلی شوی یې؟
په خندا یې وویل:
زه د بانک د تصرف لپاره مؤظف شوی وم، خو کله چې هلته ورغلم که مې کتل نو په آلماریو کې آن یوه اټانۍ نه وه پاتې شوې؛
فکر مې وکړ، چې ددې ځای د تصرف ګټه به څه وي؛ نو ځکه د شتمنۍ د ادارې پر لور ورغلم، خو هالته هم څه شی نه وو؛ اوس غواړم، د لوی څارنوال دفتر ته ورشم، وبه ګورم چې هلته به څه شی پیدا شي که نه؟
تورن له ځان سره هم همدا خبرې کولې او د لوی څارنوال د دفتر پر لوري ور روان شو او زه سرود ویونکی د سټوډیو پر طرف؛
د راډیو ساتنې مؤظف تورن به نه پوهېږم، له یوازیتوب نه په تنګ شوی وو او که به خوب ورغلی وو، خو لنډه دا چې زما تر ورتګ وړاندې یې له سټوډیو نه داسې پښې سپکې کړې وې، چې آن دروازې یې خلاصې پرې ایښې وې.
دستګاوې مې چالانې کړې، میکروفون مې راواخیست او هڅه مې کوله چې په رسا غږ او له خوښۍ نه ډک انداز کې خبرې راپیلې کړم:
درنو هېوادوالو؛
اتل ملته؛
د یو شمېر زړورو سرتېرو او روشن فکره ملګرو په همت، هېواد له هغو چپاولګرو نه خلاصون وموند چې ستاسو هر څه یې په بډه وهلي وو!
په خورا جذبه په خبرو کولو بوخت وم، چې تورن (خیرالله) سټوډیو ته راننووت، ویې ویل:
بې ځایه ځان مه ستړی کوه؛ تا لکه چې ونه لیدل، چې باران اورېږي؟ د دستګاوو سیمونو ته اوبه ورغلې او غږ نه خپروي.
ـ نو څنګه خلک خبر کړو، چې موږ انقلاب کړی؛ نه شو کولای هر یوه ته بېل بېل لیک ولیکو او یا…؟
تورن (خیرالله) وویل:
بیا نو ټلیفون ښه دی… ګوره، که چېرې دې ټلیفون کار کوي، ملګرو ته خبر ورکړه او ورته ووایه، چې نورو ته دوی ټلیفونونه وکړي.
د یوه ملګري شمېره مې ونیوله، له هغې خوا مې یو خوبولی غږ واورېد، ویې ویل:
مهرباني!
ـ دا د انقلاب کمېټه ده!
ـ څه شی؟ د څه شي کمېټه؟
ـ موږ انقلاب وکړ.
ـ خدای دې درنه راضي شي، ژوندي دې یئ؛ کالونه کېدل، د داسې خبر اورېدلو ته منتظره وم؛
ښاغلیه، ستاسو نوم څه دی؟
ـ ډګروال ابوالحجاب یم؛ انقلاب ترسره شوی او هیله لرم، چې نورو ته هم خبر ورکړئ!
ـ تاسو چېرته یئ؟
ـ په سټوډیو کې، تاسو څوک یئ؟
ـ زه د ښار امنیه قوماندان یم؛ اوس درځم او پوه کوم دې چې کودتا څرنګه کېږي؟
داسې پورته را وغورځېدم، چې ټلیفون مې له لاس نه ولوېد؛ که چېرې تورن (خیرالله) نه وای، نو ممکن ضعف راباندې راغلی وای.
تورن (خیرالله) وپوښتل:
څه کیسه ده؟
ځواب مې ورکړ:
ژر کوه، در ځه چې ځو؛ همدا اوس را روان دي او نیسي مو!
ـ څوک وو، څه یې ویل؟
ـ ټلیفونونو کار شروع کړی؛ د ملګري پر ځای مې د ښار امنیه قوماندان ته زنګ وهلی وو.
ددغې خبرې په اورېدلو سره د تورن پښې ورېږدېدلې؛ اوږه مې ورکړه او بهر ووتلو.
شپه مو همالته تر یوه نږدې پله لاندې تېره کړه، په سهار خپلو خپلو دندو ته ولاړو؛ خو هلته شېبه نه وه شوې چې د ادارې رئیس خپل دفتر ته وروغوښتم، ویې ویل:
له استخباراتي سرچینو نه داسې راپورونه رارسېدلي چې که چېرې تېره شپه باران نه وای اورېدلی، کوم چا انقلاب کاوه او د حکومت واګې ترلاسه کولې.
ورته ومې ویل:
ښاغلیه؛
امر وکړئ، چې هر څومره ژر دغه یاغیان زندانونو ته واچوو.
رئیس وویل:
نه، نه … داسې ونه کړې… باید هیڅوک پوه نه شي، چې موږ خبر شوي یو… پرېږده، چې انقلاب ترسره او موږ له دغو بلاګانو نه وژغوري؛
خو یوازېنی کار چې باید وکړو، هغه دادی چې پارسپورتونه دې جوړ شي، یوه الوتکه دې هم چمتو او کافي پیسې دې هم را واخیستلې شي؛ که چېرې کومه ورځ کوم چا انقلاب کاوه، موږ باید هر څومره ژر خپلې پښې سپکې کړو.
له هغه وخت نه تر اوسه پورې پینځه کالونه کېږي؛ خو زموږ ښه ملت لا هم نه پوهېږي، چې پینځه کاله وړاندې پتېیلې شوې وه چې دغه دولت ړنګ او پر ځای یې نوی هغه واک ته ورسېږي؛
افسوس، چې باران واورېده او زموږ پلان یې شنډ کړ.
موږ اوس هم نه یو پر شا شوي؛ تصمیم مو نیولی چې بیا په کوم مناسب وخت کې انقلاب وکړو؛ خو دا ځلې به په هیڅ ډول مخکېنۍ تېروتنې نه تکرارېږي:
لومړۍ دا چې موږ به د اوړي شپو ـ ورځو کې کودتا کوو او دویمي دا چې:
عالي رتبه مقاماتو و رئیسانو ته به وړاندې له وړاندې خبر ورکوو، چې هر څومره ژر د خپلې تېښتې لپاره وسایل چمتو کاندي.
پای

**************************************

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.