مشروع حکومت، مشروعیت او خذمتګاره اداره

پوهاند محمد بشیر دودیال

379

په دې ورځو کې د یو دولت د رسمیت پېژندنې، مشروعیت او قانونیت په اړه ډېرې خبرې کیږي. ډیرو خلکو ته نه یواځې دا چې په دې هکله ډېرې پوښتنې پیدا دي، بلکې ځینی کسان دغه مفهوم په ډول ډول ماناګانو تعبیر او تاویل کوي. د هیوادوالو؛ په تېره د ځوانانو لپاره به دا اصطلاح د عامه ادارې او حکومتولۍ له نظره، له لغوی او اصطلاحي پلوه لنډه ولیکو:

۱.دمشروعیت لغوی تشریح

د عربی ژبې مشروع یا مشروعیت، له ( legitimation) سره معادل ده. اداره او مدیریت کې ټولو هغو اجرااتو اوفعالیتونو ته ویل کیږي،چې د قانون مغایر نه وي. د حکومتولۍ په بحثونو کې د قانون مطابق ته مشروع ویلای شو. په مجموع کې مشروعیت یعنی درست، سم، پرحقه، قانونی، حلال او حقانیت لرونکی. د دې برعکس ته غاصب (usurpation ) او د مشروعیت قاتل ویل شوی دی. هر هغه نظامونه چې په زور او د عامه ارادې پرته پر ولسونو تپل شوی وي، غاصب بلل کیږي، خو هغه حاکمیت او اداره چې د قانون له مخې وي، مشروع بلل کیږي. په عامه اصطلاح کې مشروعیت هغه عقلانی توجیه ده چې یو حاکم یې د خپلو اعمالو لپاره وړاندې کوي. په عام ډول؛ روا او د قاونونی حیثیت لرونکی کار یا اقدام ته ” مشروع ” ویل کیږي.

 ۲. د مشروعیت یا(legitimistic) اصطلاحی تشریح:

نن ورځ تر هرڅه زیات دمشروعیت اصطلاح د حکومتولی او اداري چارو په هکله ډیره کارول کیږي. له دې پلوه مشروعیت؛ په یوه حکومتی نظام کې د هغو ځانګړنو مجموعه ده چې یو حاکم دهغو په مرسته خپل حاکمیت صحیح بولي. د دوی دا ادعا دې پوښتنې ته ځواب وایي چې دوی ولې اوڅنګه مشروع دي؟ همدارنګه په رسمیت پېژندل شوي حکومتونه، نظامونه، اجرات، مراجع، ادارات او اعمال مشروع بلل کیږي. مشروع حکومتونه دقوانینو دجوړولو او انفاذ صلاحیت لري. قانون د حکومتی چارو لپاره لومړنی او اساسی شرط دی. د اداری نامتو عالم، ماکس ویبر دمشروعیت لپاره لاندې درې سر چینې ښيي:

۱.سنتی مشروعیت،

۲.کاریزماتیک (‌ذاتي صفات او جذابیت لرونکی شخصیت) مشروعیت،

۳.عقلانی مشروعیت.

له دغو درېو خصوصیاتوپرته؛ یو شمیرنورو پوهانوحلورم صفت هم وراضافه کړی: دوی وایی چې یو مشروع حاکمیت باید تخصصی (vocational) هم وي. په دې توګه که پورتنۍ درې سرچینی مشروعیت ته د حقانیت دلیل برابروي. دغه څلورمه یعنی (vocation)سرچینه د توانمندی تضمین کوونکی بولي. د دې معنا داده چی حاکمه اداره بایدپوهه او تخصصی معلومات هم ولري. سنتی مشروعیت هغه دی چې یوه ټولنه د خپل عُرف، سنتو او عنعناتو له مخې یو چاته مشروعیت ورکوي، لکه پخوا به چی شهزادګان بی له کومی استثنا دحاکمیت مستحق وو. همداسې هم د یوه رهبر او حاکم ذاتي استعداد هم د ده پر مشروعیت او حاکمیت سوال نشی پیدا کولای، خو عقلانی یې بیا هغه دلایل دي چې یو حاکم باید د هغو په لرلو سره حکومت دریځ ته رسید لی وی، لکه عُمر، پوهه، تجربه، تحصیل، تجربه، صداقت، محبوبیت او نور هغه صفات چی یوه ټولنه کې معقول او عقلانی ښکاري. مشروعیت لومړی ځل په لرغونی روم کې د نامتو فیلسوف (سیسرون) له خوا مطرح شو. په عربی ژبه کی یې معنا په شرع برابروالی دی. له دې امله چې د حکومتولي او هره اداره په راس کې یو فرد (رهبر/leader) چارې رهبری کوي، نو باید رهبر هم مشروعیت ولري.

د ادارې او مدیرت دوه نامتو پوهان( پیج او وونگ) خدمتګاره اداره کې د رهبر لپاره څلور محوري – شخصیتی ابعاد ښیي:

وګړپالنه، خلکو او ولس سره مینه، دندې ته اخلاص لرل او د مسلکي/تخصصي پوهې له مخې خدمات
ترسره کول، ا و ادارې پروسه باندې پوهیدل.

تخصص، اداري پوهه، خلکو سره مینه او عامه غوښتنو ته درناوی یوه معنا داره(meaning full)ځانګړنه ده چې د عامه رضایت لامل ګرځي. اعتماد جوړول او رضایت تر لاسه کول په زوراو تشدد نه کیږي، بلکې تشدد سرچپه پایله لري.  دادارې او د مدیریت دعلم نامتو څیړونکی لوین( Liwin)په۱۹۹۹م. کال کې ثابته کړه چې خدمتگار مشران او حوصله مند حاکمیت د باور لامل کیدای شي، استبداد د حاکمیت تباهي ده . وروسته بیا گرین لیف د باور جوړلولارې وښودې.

ګرینلیف د خدمتگاري په اړه، په خپل نامتو كتاب« رهبرد خدمتگار په دریځ کې » لیکی: خدمتگاره
اداره او حاکمیت په یوه فردی طبیعي حس سره شروع کیږي؛ یعنې هغه فرد او وګړی چې په ذاتي ډول د کار اوخدمت کولو اراده لري. دا یو شعوري او آگاهانه انتخاب دی ، په دې سره ټولنه او اداره کې شوق او یوبل سره مینه او یو پربل باور زیاتیږي. کله چې باور موجودوي، دا باور له اقتدار سره مرسته کوی. له دې سره یوځای؛ مدنی ارزښتونه او متمدن والی (civilization)هم د مشروعیت اوصاف دي، چې د مقتدرصفت تکمیلوی. دغه ډول حکومتونه ټولنې ته پرمختګ او ترقي راولي.په دې ترتیب د یوښه حکومت لپاره څلور میمونه ( مشروع، مقتدر، مدنی او مترقی) ضرور دي.

دیموکراتیکې ټولنې مشروع حکومتونه لري، دا ځکه چې حکومت د خلکو په خوښه غوره شو وي. هغه حکومتونه چې د کودتا یا د قدرت دغصب له مخې په واک کې وي، نړیوال یې په رسمیت نه پیژني، ځکه دوی ورته غیر مشروع وایي، هغه حکومتونه چې نړۍ یې په رسمیت ونه بیېژنی، غیر مشروع دي، نو په دې ډول دواړه؛ (مشروعیت او په رسمیت پېژندنه، په رسمیت پېژندنه او مشروعیت) یو بل سره تړلي دي.

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.