امان الله خان

عبدالقیوم

520

امان الله خان

د۱۹۱۹م تر۱۹۲۹م پوري

  (هغه پاچا چي د مشروطیت او آزادۍ غوښتونکو دهیلو او نظریاتو څخه د الهام اخېستلو له اثره د افغانستان د بشړي آزادي اعلان وکړه). د افغانستان معاصر تاریخ په خپله لمن کي څوتنه پرخاوره، ولس مین مشران لرل. چي یو دهغو له جملې څخه خدای بخښلی (امان الله خان) وو.  ولي امان الله خان د افغانستان د معاصر تاریخ ځلانده ستورۍ سو؟

دا ځکه کله چي د امان الله خان پلار امیرحبیب الله د پنجشنبې په شپه د جمادي الاولي پر (۱۶) نیټه د(۱۳۳۷ هـ ۱۹۱۹م) د لغمان په کله ګوش ښکارګاه کي دشپې له طرفه چي په خیمه کي بیده وو یوه کس پر سر باندي د توفنګچې په مرمي ووېشت او مړ سو.

په دا سبا چي د امیر قتل علني سو، ترهر چا ډېر د امیر حبیب الله خان ورور سردار نصرالله خان  حیرت او تعجب وکړ او په دې پوه سو چي دا کار په داسي شیوه د هغه پټ ګوند له خوا شوی دئ چي دی یې مشر وو خو دا یو کال د سازمان غړو دی غافل ساتلۍ وو. ص ۱۶۸ کله چي نصر الله خان د خپل ورور( امیر حبیب الله ) مړی جلاآباد ته ورساوه، د مړي تر ښخېدو مخکي یې  هلته د خپل امارت اعلان وکړ او د بیعت په اخېستلو یې پیل وکړ. یو مکتوب یې د امان الله خان په نوم ولیکئ او شجاع الدوله په لاس یې ورکړ چي کابل ته یې ورسوي. (د غلامحمد غبار د تاریخ په حواله دغه شجاع الدوله خان د امیر حبیب الله خان قاتل وو.) هلته په کابل کي دهمدغي میاشتي پر ۲۳ تمه یعني د وي ورځي وروسته د امیرحبیب الله ترمرگ امان الله خان خبر سو، ده هم خپل ځان پاچا اعلان کړ. کابل میشتو نظامي قواو او د کابل خلګو هغه منلی وو.

امان الله خان د خپلو خبرو پر وخت يې وويل:”هغه وخت چي مي پلار په جلال اباد کي شهید کړه سو زه په کابل کي د سلطنت وکيل وم. زه هغه  څوک د پاچا په حیث نه سم منلای چي لاسونه يې زما د پلارپه وينولړلي وي. د امان الله ایشاره و خپل اکا نصرالله خان ته وو، او زیاته یې کړه دا چي اوس ستر ملت دغه شاهي تاج زما پر سرراکيښود. زه هم وعده کوم چي افغانستان د جهان د نورو هیوادو په شان، آزاد او مستقل ولرم. “

 د لوی او پراخ افغانستان له خاوري هغه کمه ټوټه خاوره  چي انگرېزي ښکیلا کګرو خپل استازي( امیرعبدالرحمن)  او بیا(امیر حبیب الله ) هلته پر واک کړي وه او دوی هم هلته خپل خر مستي پکښي کوله، امیر امان الله خان د خپلو ملګروپه  رضأ د شجاع الدوله په مستقیمه مرسته د انګرېزنو وروستی څلی و نړاوه او دغه خاوره یې د انګرېزو له منگولو څخه را خلاصه کړه. دامان الله خان په مشري افغان نومیالیانو دهغې خاوري آزادۍ اعلان کړه او له انګرېزانو سره د جګړې اعلان یې وکړ، ولسونو یې ملا وتړل. ځوان پاچا امان الله خان ( د هیواد خپلواکي، د هیواد تر قي او زده کړي) سره داسي مینه وه، چي د افغانستان په تیر تاریخ کي د بل پاچا او یا امپراتورپه شان کي د غسي مینه نه ده لېدل سوې. بلې یوشمیر واکدارو د هیواد خپلواکۍ ته اهمیت ورکاوه، ممکن بل چا به د هیواد ترقي غوښتل، ولي امان الله خان آزادي، زده کړي او ترقي درې واړه غوښتل.

امان الله خان په ساده ګۍ هم قدرت ته ونه رسېدی، ده ته قدم پر قدم حریفان او رقیبان په کمین کي وو، مخصوصاً میرزا محمد حسین مستوفي المالک د امیر حبیب الله په ژوند کي شهزاده امان الله هغه ته تور کړی وو. امان الله خان د شریک پلان په طرح  او تطبیق کي باتدبېره ماهر سړی وو، هغه مهال چي په جلال آباد کي سردار نصرالله د پټ ګوند فیصله ماته کړه او د امیر د قتل د ګروپ د غړو په امضأ یې قرآن مجید هم له ځان سره وساتۍ، یو کال امان الله خان په ډېره حوصله هم سردار نصرالله غافل وساتئ او هم یې د خپلو ملګرو په وسیله هغه د امېر د قتل پلان په دا بل کال داسي عملي کړ چي سردار نصرالله ورته په تعجب کي پاته  شو. ص ۱۷۰

    د غه او سنۍ کومه ټوټه مځکه چي د افغانستان په نوم یادېږي ددغي خاوري د آزادولو امتیاز به د امان الله خان له نوم سره غوټه وي. د دې خاوري د آزادۍ اخستل زموږ د خلگو او منطقې د ولسونو په ذهنیتو کي د بیدارۍ او آزادۍ روحیه را وپارول.

محمود طرزي  چي د امیر حبیب الله خان او بیا د امیر امان الله خان په در بار کي د نام او نښان څښتن وو، دا سړی د سردار غلام محمد خان زوی او سردار رحمدل خان لمسی وو، سردار رحمدل خان د امیر دوست محمد خان میرېزی ورور وو. امیر حبیب الله محمود طري د خپل اخبار (سراج الا اخبار) مدیر وټاکه، محمود طرزي په اخبار کي د امیر حبیب الله خان ډېر صفتونه وکړه. خیر د محمود طرزي پېژندنه جلأ بحث دئ. د سراج الااخبار نشراتو چي د ۱۹۱۱ م څخه تر۱۹۱۹م پوري يې پنځه لس ورځني نشرات لرل، چي د ناسيونالستي خط لوستو افغان ځوانانو په منځ کي يې د هغوی د ذهنیت د بدلون له پاره ډېر مثبت رول بازي کړی دی. افغانې نشنلیزم هم په دې وخت کي پر ښورسوی وو. مولا نا عبیدالله سندي که څه هم د حبیب الله خان د حکومت پر وخت د میرزا حسین سره ډېر نژدې وو، ډېر مشروطه غوښتونکي د مولانا عبیدالله سندي او میرزا حسین په شیطا نت سره ووژل سوه، خو برکت الله د ۱۹۱۵ م څخه په افغانستان کي او سېدئ. آ

   په دې وخت کي خان عبدالغفارخان او ورور يې ډاکټرخان د واړه افغانستان ته را فراروه، دوی ټول د خلافت د جنبش علاقه مندان وه. او دامان الله خان سره يې ښه تعلق وو. په د باندي کي دروس او جاپان ترمنځ جکړه، په۱۹۰۷م کي دروس او برطانيې ترمنځ کنوانسيون، په ایران کي د مشروطیت جنبش، د عثمانې ترکې امپراتوري، د ۱۹۰۶څخه تر۱۹۱۱م پوري د چين پیښي، په ۱۹۱۲څخه تر ۱۹۱۳م پوري د بالقان جنگونه، د ترکې او جرمني د هیئتونو راتگ و افغانستان ته، لمړۍ نړۍ واله جگړه، په روسيه کي ا نقلاب، دا ټول هغه څه وه چي د لراو برد ځوانانو پرافکارو یي د آزادۍ دروحې مثبت تاثیراچولۍ وو. دې ته لاره هواره سول چي د انگریز ضد د ځوانانو پټ جمعیت يې جوړ، چي یو مُهم هدف يې د بشپړ افغانستان د امو څخه تراټکه آزا دي وه. د انګرېزانو(اشغالګرو) سره د جنګ اعلان وسو، انګرېزانو هم پر هیواد باندي د تېري تیاري نیولې وه، حتا کابل او جلاآباد باندي یې هوایي بریدونه وکړه. د جنګ او جنګي جبهاتو ځېړنه یې نه کوم.

   دوی ویل د انگرېزسره جنگیږو او افغانستان آزادو دا شعار د افغانستان په هره برخه کي ورکړه سو. دښوکارونو له جملې څخه یوه خبره دا وه : چي  امان الله خان ثابته کړه( حبیب الله خان  او عبدالرحمن خان ) دواړه د انګرېزانو غلامان او افغانستان یو اشغال سوئ ملک وو.  امان الله خان دمحمد زو کورنیو اميتیازات(معاشات) لغوه اعلان کړه، د کابل او شاوخوا کي د ښوونځیو جوړول، داماني مکتب جوړونه په فرانسوي سیستم، د نجات د مکتب جوړونه د جرمنیانو په سیست د اردو مکتب جوړونه، ددولت د ناظرانو د نوم او ښتنه په وزارتونو د افغانستان ویشنه پر پنځو ایالتونو، کابل، کندهار، هرات، ترکستان او بد خشان او څلورو اعلی حکومتونو، مشرقي، جنوبې، میمنه او فراه د جرگو جوړونه، د نظام نامي جوړونه، دا نجونو د پاره د زده کړو زمینه او خارج ته د محصلینو استونه او نور ښه کارونه.

نوټ:  هغه افغانان چي امیرامان الله خان د هیواد د آزادۍ علمبردارګڼي، مګر بیاهم  امیر عبدالرحمن خان او حبیب الله خان د انګرېزانو نوکران نه بولي دا نو بیا دوه مخي ده.

   مگرد پغمان په جرگه کي معلومه سول چي دا پریکړي د جرگه والو  له ذهنیت سره پوره برابري نه وې . په اصل کي د افغان د ښمنو، تاریکو ملایانو، پیرانو، خارجي جا سوسانو، په دربارکي د ننه و امان الله خان ته نژدې سوست مذهبو محمد زو په یو خبره د انگرېزانو طرفدارو ټولو د اماني اصلاحاتو په خلاف لاسونه سره ورکړل، د امان الله خان د اصلاحاتو اول درجه  مخالفین دده کورنۍ  او دغسي ټول محمد زی قوم وه. ددې پرځاي چي د نواقصو په اصلاح کي ورسره مرسته وکړي د هغه له خالیگاوو څخه يې د حکومت ضد تحریکونه را شروع کړه.

    د امان الله خان اراده او نیت پاک وو، غوښتل یې ژر افغانستان د نړۍ د نورو هیوادو په شان پر مختګ وکړي په یوه سیال هیواد بدل کړي. اصلاحات تروخت مخکي نه وه بلکي شاته پاته بېسوادي ټولنه وه، له جهان او تمدون څخه جلا او لېري ساتل سوي وه. نوو تغیراتوته  ته په یوځل د هغوی د ذهنیتونو تیارول مشکل کاروو.

 نوټ: ((مخکي له دې چي د امان الله خان وطن او ولس ته کارونه او تېر وتني تر بحث او څېړني لاندي ونسو، پدې خبره باید لوستونکي پوهه وي، چي دامان الله خان پلار، نیکه …… د هغه د کورنۍ په ټوله تاریخه باید ځانونه خبر کړو، امان الله خان په یوه  فاسده، ظالمه، غلامه کورنۍ کي را پیدا او هلته لوی سوئ  ځوان وو، د دغو کورنیو نفقه حلاله نفقه نه وه، د ولس په وینه اخښل سوې نفقه وه. د یوې داسي کورنۍ له منځه د یوه لوی انسان پر ولس، آزادۍ او ترقۍ مین شخصیت  را وتل د افغان ولس له پاره یو نعمت وو، آفسوس چي افغانان یې په ارزښت نه پوهیدل، هغه غوښتل په هیواد کښي انساني ار زښتونه غښتلي کړي، هیواد یې په چټکۍ سره یو سیال هیواد شي.خود به یې درنې او لوی تیر وتني کړي وي، بیله محکمي وژني به یې کړي وي. مګردا ټولي تیروتني د ده لوړ شخیت نسي تر سوال لاندي را وستلای. البته دا زما شخصي نظردي)) .

بلې یو شمېر اشتباه ګاني وسوې. څوک چي کار کوي هغوی اشتباه ګاني هم کوي، اما نیت یې پاک وو. له امان الله څخه تر دغه لوړه توقع هم سمه خبره نه وه، له یوه اړخه د ده خپله کمه پوهه ، لږ تجریبه او ځواني وو، بل د کورنۍ د غړو نه مرسته که څه چي په ښکاره د ده دوستان خو په عمل کي د امان الله د اصلاحاتو مخالف وو.هیڅ دوست او همکار ورته  ونه ویل، چي دغه ځیني فرامین صادرول یا یې وخت نه دئ، یا د دولت په ګټه نه دي.  د مثال په توګه: کله چي امیر امان الله خان خپله دا خبره کول، زه به د خپل پلار قاتلان پیداکوم او تاسو به راسره مرسته کوئ، هلته یې اکا نصرالله خان په بند کي ساتلۍ وو، د نصرالله خان په باب محمد زو ډېري آوازې خپرولې او له هغه سره یې همدردي ښول. بالاخره امان الله مجبور سو په ۱۹۱۹م کال د می په میاشت کي چي ټول شهزاده ګان حاضر وه، د حبیب الله خان د مرګ قضیه تر غور لاندي ونیول. د متهمینو په باب یې نظر وغوښت، د حبیب الله د وژني په تور یې درې تنه خپل اکا نصر الله خان، عبدالاحد خان او علي رضا خان آفسر نیولي وه. د څېړني پس فیصله وسول چي علي رضا خان افسر اوله درجه مسؤل باید اعدام، نصر الله خان بندي او عبدالاحد خان تبعد شي. حال داچي ټول خلګ پوهیده چي علي رضا خان بیچاره بې ګناه اعدام سو. ددې نه پس د نصر الله په مشوره، یوه بله  تروستي ډله جوړه سول  چي مشري یې محمد اختر خان کول، یو هندوستاني ملا د عماد الدین په نوم یې ملګری وو ، څو امان الله خان د پغمان په لاره کي ترور کړي….. او نصر الله خان له بنده آزاد کړي. ص ۱۷۱

 بله اشتباه دا وه چي په کابل او پغمان کي د ټولو خلگو د پاره داروپا یانو په شان د جامو کالو اجباري اغوستنه، د خلگو په عام محضرکي باید ښځي لڅ مخ وي او که نه جریمه کیږي، د جمعي د ورځي په عوض د پنجشنبی د ورځي رخصتي دا په اصل کي بې گټي او غېري ضروري کارونه وه. بل د وخت د شوروي سره په ظاهره دوستې او باطن کي نفرت او دښمني، دوستي په داسي حال کي چي شوروي بخارا يې نیولې وه. د شوروي مشر لینن په ۱۹۱۹م کال کي د نوامبرد میاشتي پر ۱۷ تاریخ یوخط امان الله خان ته راواستاوه. چي داسي يې لیکلي وه.

” علاقه لرم د افغانستان سره دوستانه قراردا دونه امضأ کړم. په خاطر ديوې مشترکې مبارزې د مځکي پر مخ دغارت گرترین حکومت پر ضد یعني لوی برطانیه”. په هرصورت امان الله خان دروس سره نژدې سو او دده دې عمل برطانیا تحریک کړه. ديوې خواد شوروي سره دوستي، بل لوري ته :

۱: د انگرېزي ښکیلاک په وړاندی د افغانانود نفرت جذبه او احساسات چي هغه وخت بیله کم د باندني تحریک او ملاتړه څخه را پارېدلي وه، بیا ترنن ورځي پوري چا را ونه پارولای سوای، هغه عیني او ذهني شرائط چي د هیواد د بشپړي آزادۍ د پاره په ملي او بین مللي سطحه آماده سوې وه، بیا تر اوسه اما ده نه سول. که مي گناه کار ونه بولۍ د انگرېزانو سره هغه متارکه او ډزبند چي د انگریز په وړاندېز د افغانستان لخوا ومنل شوه زما په باور یوه لویه اشتباه وه، ځکه زموږ د وجود ترنیمائي  زیاته برخه د انگرېزي ښکیلاک گرو په خوله کي پرېښول سوه، کله چي نیمه بد نه په او رکي سوځي نو د هغه بل اړخ به څه ښا دي وي. ښه به نه وائې؟ چي د یوه وجود په شان یوې خواته وای؟.

 بل د وخت د شوراگانو او حکومت سره سم سیاست پر مخ یونه وړل سوو. د مثال په ډول : د۱۹۱۹ کال په اکتوبر کي دروس د حکومت  مخالف امیرسيد عالم د بخارا پاچا ته شپېته نفره نظامي او څونفره متخصیصین د اسلحې او شپږ توپونه ورکول چي د شوروي ضد جکړه کي يې استعمال کړه. د شوروي لمړی سفیرچي افغانستان ته راغلئ امیرامان الله خان پسله ډېر ځنډه ور سره ولیده. بل ډېر ژرد شوروي سفیر باوين ووژل سو. او د شوروي د حکومت د مخاليفینو سره لڅ او پټي همکارۍ د امان الله خان حکومت ددې اړخه کمزوری شوروي ته معرفي کړئ. هلته برطانيه د امان الله د سقوط لاري پلټلې. سترکار دده په حکومت کي د منورینو د بیا فعاله کیدو ته زمینه، داساسي قانون جوړونه، د ولس په گټه ډېر گټورفرمانونه، د پوهي لوري ته توجه. دا ټول هغه څه وه چي زموږ تاریخ يې ساری نه لري سره د ډېرونيمگړ تیاوو چي لرلي يې .

   په جهان کي د نوموړي د حکومتداری پر وخت هم ډېرژور بدلونونه راغلي وه. ځکه هغه وخت د جهان وضع سخته سره پيچلې وه، هرچیرې هرڅوک د ځان په ويراخته وه. لویه جهاني جگړه، د افغانستان شمال ته په روسیه کي د تزار د واکمنې نړیدنه، د شوروي اتحاد منځته راتگ، او دجهان کاریگرو سره یوسئ شعار، چي دامان الله خان دپر وخت د آزادۍ د ږغ سره يې مرسته وکړل . ولس د نوموړی ددې ږغ ترشاه ودرېدی. انگرېز دولت فکر کاوه چي ممکن د شوروي د انقلاب لمن نوره هم مخ پرغوړیدوسوه، په تاکتیکي توگه پرشاه سول د خیبرغرونه يې سپر وگرځول.

   د ښتي، سپيره غرونه او سپيره ډاگونه يې خوشي کړل . ښه شنې او آبادي مځکي يې تر خپلي قبضي لاندي وساتلې. ددې  ټولو  خبروعلاوه د سياسي پوهي او آگاهي خبري، د کورني چاپیریال خراب مناسبات، د ځوانۍ غرور، ځان خوښونه ددې باعث سول چي اشتباه گاني، او غلطۍ وسوې.

د مثبتو رفورمونو په اړخ کې د غیرضروري او حتی ځینو مضرو کارونو رواج هغه عوامل وه چي رفورم او اماني د وره يې د بن بست سره مخامخ کړه. دغه او ضاع درفورم علاقمندانو لېده، خو پاچا د چا پرخبره غوږ نه نیوۍ علت يې د پاچا پرشا وخوا دا سي ا شخاصو ځای نیولې وه چي قصد يې لاره دامان الله خان او ملت ترمنځ فاصله زیاته کړي، رشوت او فساد په حکومتي د ستگاه کي ډېر سو.

د کابل او ولایاتو اداره يې او حتی ډېر وزیران چي امان الله د خپلي مور په غوښتنه مقر کړي وه هغوی ټول د پاچا د رفورمو او اصلاتو سره مخالف خلگ وه. مثلاً علې احمد خان چي یو وچ مغزه، ناپوه او مغرورسړی وو، امان الله خان هغه راولپندۍ ته د انگرېزا نو سره د خبرو د پاره وا ستاوه، دا د پاچاه لویه اشتباه وه. کله چي يې د انگرېز په گټه د افغانستان په ضرر معاهده لاس لیک گړل، او بیرته علي احمد خان هیواد ته راغلی امان الله خان علي احمد خان د خپلو ناروا کړونو په خاطربندي کړه. مگر د امان الله خان مورخپل وراره علي احمد خان د بنده آزاد او حتی خپله لور يې ۱۹۲۱ م کي ور کړل. دا هغه سړی دی چي د سقاوو د زوی داغتشاش پر وخت يې ځان په جلال اباد کی پاچا اعلان کړی. د ۱۹۱۹م څخه تر ۱۹۲۴ م پوري بیا هم دامان الله خان کارونه نسبتاً ښه پرمخ تلل.

خو د دغه وخت وروسته چي تعینات او مقررۍ يې خپل سري سوې، د امان الله خان مور چي د شیرد لخان بارکزی لور وه. خپل بارکزیان يې بیله دې چي صداقت او لیاقت يې په نظرکي ونسي په امان الله خان باندي مقرکړل. په کابل کي اول محمودی او بیا  شا غاسي، علي احمد، په کندهار کي عبدالعزیزخان بیا محمد سرورخان ورپسي عبدالکریم خان، نایب الحکومه نیک محمد خان فرقه مشر، محمدابراهیم نایب الحکومه، او عبدالرحمن فرقه مشر، په پکتیا کي عبدالحکیم خان، په غزني کی دوست محمد خان په گرشک کی محمدامين خان، دا ټول دامان الله خان د مور سړی وه او دې مقرر کړي وه.

   نو په دې ډول دغه خلگ یو هم د رفورمونو طرفدار نه وه، ټول د امان الله خان د مور قومیان بارکزي وه، ټول رشوت خواره او خپل جیبونه يې ډکول. په همدې سبب د سالم فکر خاوندانو ته په حکومت کي ځای نه وو، یو په بل پسي یې خارج ته مخه کړل او یا پرکور کښينول سول. په ۱۳۰۳هجري کال یا ۱۹۲۸م څخه وروسته چي امان الله خان خپل انقلابي فرمانونه اعلان کړه او ځان يې ا نقلابي پاچا وبلی، دامان الله خان تر خبرو وروسته د ستوري په ماڼي کي ښاغلي عبدالها دي خان کبریت داوي ولاړسو او امان الله خان ته يې داسي وويل:

” اعليحضرت خپل ځان ا نقلابي پاچا معرفي کوئ، اُ ميد لرم چي انقلاب د دولت په د ستگاه کي هم قبول کړې. لس کاله کېږي د صدارت د نده تر سره کوې، په داسي حال کي چي انقلاب ايجابوي چي بل څوک د صدارت مقام ته وټاکي ” . څو خلگ يې د خپلو اعمالو مسؤل وگڼي، په همدغه مجلس کي د ښځو د نهضت او لڅ مخي هم اعلان سول. ټولو  د مجلس برخوالو دا خبره ومنل، مگر عبدالها دي داوي او عبدالرحمن لودېن ددې پر یکړي مخالفت وکړې او خپل د لأیل يې وویل، چي دا ښه کار دی خو اوس يې لا وخت نه دی لوی دښمن انگرېز په کمين کي نا ست دی . دا ولس د بې علمي گټه پورته کوي، ولس تحریکوي .

هغه و چي سبا امان الله خان وخپل سر منشي میرسېدقاسم خان ته آمر وکړې چي عبدالرحمن لودېن او عبدالها دي داوي ځان ته وغواړه او ددولتي مقامونو څخه تري استعفا گاني واخله، عبدالها دي داوي د سوداگري وزیراوعبدالرحمن لودېن د کمرگ رئیس وو. مېرقاسم ددوی د وو دا ستعفا گا نوسره خپله استعفا هم ملگري کړل. نوري تیر وتنې يې ما په خپل لمړي کتاب “ا ستبداد “کي څه واضح کړي دي. د لته يې ذکرلازم نه بولم.

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.