د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي، د افغانستان، پاکستان او اوزبکستان ترمنځ د افغان ترانس اوسپنې پټلۍ مسیر معلومولو په تړاو د هوکړې لاسلیک ترڅنګ دې برخه کې پر یوه درې کلن پلان هم هوکړه شوې ده.
دغه اداره له هغو هېوادونو چې دې پروژه کې ښکېل دي غواړي چې د یادې پروژې د عملي کار پیل لپاره اقدام وکړي.
د اوسپنې پټلۍ ادارې ویاند عبدالسمېع دراني وویل، د دغې پروژې په پليکېدو سره به هېواد کې کاري فرصتونو او اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.
د نوموړي په وینا، افغانستان به له دې لارې ښه عواید ترلاسه کړي. نوموړي وویل: «د دې پروژې په پليکېدو سره به ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي، د سیمې اتصال شونتیا رامنځته شوې او ټوله کې د اوسپنې پټلۍ به پراخه شي.»
افغانستان، پاکستان او اوزبکستان داسې مهال د افغان ترانس اوسپنې پټلۍ مسیر په اړه هوکړه کړې چې د ټاپي او کاسا زر پروژې په څېر یوشمېر نورو هېوادونو سره د افغانستان پر ګډو پرمختیايي پروژو هم هوکړه شوې، خو تراوسه یې چارې په رسمي توګه نه دي پیل شوي.
د اقتصادي چارو شنونکي د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ نهشتون، یو بل سره د سیمې د هېوادونو سیاسي ستونزې، افغانستان کې روان سیاسي وضعیت، د بودیجې کمښت او د دغو پروژو د تطبیق لاره کې د املاک ستونزې، د یادو پروژو د عملي چارو پیل پر وړاندې مهمې ننګونې بولي.
د اقتصادي چارو شنونکي لعل ځاځي وویل: «دا چې د ټاپي په څېر پروژو کار نه پیلېږي، د هند او پاکستان هېوادونو او نورو هېوادونو ترمنځ سیاسي ستونزې دي او د اوسپنې پټل پروژې برخه کې مالي او د ځمکو ستونزې لامل شوي چې پیل نهشي. پخوا امنیتي ستونزې هم وې چې اوس حل شوي.»
د افغان ـ ترانس د اوسپنې پټلۍ مسیر له اوزبکستان څخه تر بلخ او تر هغې وروسته د پکتیا له خرلڅو سیمې څخه پاکستان سره نښلول کېږي.
د چارو کارپوهان د ترانزیتي پروژو په ځانګړې توګه د اوسپنې پټلۍ تطبیق د هېواد اقتصادي وده کې مهم بولي. د اقتصادي شنونکي عبدالنصیر رښتیا وویل چې د اوسپنې پټلۍ نشتون او د معیاري لارو کمښت له افغانستان ازادو اوبو ته د رسېدو فرصتونه له لاسه اخیستې دي.
نوموړي وویل: «اوس چې سوېلي او مرکزي اسیا د اوسپنې پټلۍ له لارې نښول کېږي، دلته د افغانستان ونډه مهمه ده او حکومت باید د ورته پروژو پليکېدو برخه کې جدي اقدامات وکړي.
د هرات ـ خواف اوسپنې پټلۍ له لارې په رسمي توګه د سوداګریزو توکو د لېږد پیل سره هممهاله، د دغې پټلۍ د څلورمې برخې جوړولو چارې د روانې سرطان میاشتې په ۲۰مه پیل شوې.
د اسلامي امارت مسوولان وايي، د هرات ـ خواب د اوسپنې پټلۍ څلورمه برخه د دغه ولایت تر صنعتي ښارګوټي پورې دوام پیدا کوي.
سلام وطندار
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.