!د واک په قصرونو کې ناستو مشرانو ته

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

1,267

درنو سياسي مشرانو!

شخصيت او حيثيت ته مو د  درنښت وړاندې کولو ترڅنګ ډاډ درکوو چې دښمنان مو نه ګڼو، بديل مو نه وينو او د حکومت د کمزوري کيدو مخالفت مو کوو.  وړتیاوې او مثبت اړخونه مو ستايو، خو  نيمګړتياوې مو د خورا سترو فاجعو او زيانونو د رامنځته کيدو لامل ګرزي. ستاسو ځينو کړنلارو ته زموږ غبرګون له تاسو سره د دښمني له امله نه، بلکې له هېواد سره د مينې څرګندوى دى. پام کوئ چې نن سبا ستاسو هره کړنه او هر ډول چلن د افغانستان د ښېرازي او يا هم خداى مه کړه د هېواد د بدنامي او تباهي پيلامه درلودلى شي. د وړو مسائلو پرځاى په اصولو باندي تمرکز وکړئ. اړينه چې د خپل کلي دود په ښارونو کې پلى کړئ. ښه فرصتونه او خطرناکې ننګونې مو مخته پرتې دي. د وخت حساسیت په پام کې ونيسئ. له فرصتونو څخه د ګټې اخيستو او ننګونې په فرصتونو باندي د بدلولو هنر وکاروئ. د هېواد د جوړيدو او اسلامي نظام د پلى کيدو لپاره تر هروخت ښه فرصتونه رامنځته شوي دي، خو متاسفانه د تيرو دوو کلونو تجربه ښئي چې له فرصتونو په مسلسل ډول ضايع کيږي.

په رويو او چلن کې بدلون د وخت اړتيا او د شرائطو تقاضا ده.  له پېړيو راهيسې په افغانستان کې ديني علماو نور افغانان د رعيت په شکل نه، بلکې د مقتديانو او د خطبې د اوريدونکو په توګه چوپ چاپ ليدلي وو او ولس هم ديني علما د حاکم په توګه نه، بلکې د مسجد د امام او په منبر باندې د ناست خطيب په ډول د سپيڅلو انسانانو په څېر پيژندل، خو اوس د دواړو خواوو موقفونه، ادرسونه، حقونه او حيثيتونه بل ډول دي. علما حاکمان او ولس رعيت دى. دواړه اړخونه باید له يو بل څخه په خپلو هيلو غوښتنو، قضاوتونو او د يو بل په وړاندې د مسئولیتونو په تړاو په خپل چلن کې بدلون راوړي.

افغاني علما اوس د يوه هيواد د جغرافيايي پولو ساتلو، سالم مديريت، د يو ملت د هوساينې، امنيت، روغتیا، زده کړو او د کاري فرصتونو برابرولو دروند مسئوليت په اوږو لري. د معاصر وخت حکومتولي په سخته خبره کولو، امرانه لهجه کارولو او استبداديت په چلولو نه کيږي، بلکې پراخ بصيرت، تدبير او سياسي ځيرکتيا ته اړينه ده.  ايماني فراست، سياسي نبوغ او ښه مديريت  اړين ده. موږ په خورا بد او ځوروونکي حالت کې قرار لرو. وږى ولس، مجبور هيواد، سياسي انزوا، ناهيلى او له حقونو څخه محروم ملت مو د ضعف نقاط دي. د دغه بيچاره او مظلوم ملت د بچيانو په مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې تړل ځوروونکى عمل او ځينې نور بنديزونه ناوړه پايلې او خطرناک عواقب لري .

کله مو تصور کړې دى چې په معيارونو برابر اساسي قانون، په اسلامي پرنسیپونو او ملي مشارکت ولاړ نظام، هر اړخيزو او انډوليزو کورنیو او بهرنیو تګلارو د نشتون له امله پانګوال پانګونې ته زړه نه ښه کوي، ولس اندېښمن دى، نړيواله ټولنه زموږ په وړتیاو باور نه لري، کورنۍ او بهرنۍ ستونځې ورځ تر بلې زور نيسي او تر ټولو مهمه دا چې پردي په نړيواله کچه د د افغانستان داسې انځور وړاندې کوي چې؛ افغانستان په مطلق نړۍ ته ګواښ رامنځ ته کړى دى،  مشران يې مطلقاً بې معياره او ناپوهان وروپيژني او د خپلو ګټو لپاره يو ځل بيا په افغانستان کې د نړيوال تقابل او تصادم د فضا رامنځته کولو لپاره لابي وکړي. دا هغه څه دي چې موږ ته به يقيناً بوږنوونکې پايلې ولري.

افغانان او افغانستان د اوسنيو مشرانو د مټکورو تګلارو او په دريزونو کې د انډول د نشتون له امله  له سخت ناورين سره مخ دي او  دغه محکوم ولس په ژمنو باندي د هغوى لخوا د عمل نه کولو خورا لوړه بيه ورکوي؟  متأسفانه د دغه ملت او راتلونکى نسل لخوا به د اسلامي نظام د اوسنيو نيمګړتياو پربنسټ منفي غبرګونونه رامنځته کيږي. په يقين سره ويلاى شم چې په افغانستان باندي د امارت له تسلط وروسته  د ديني عالمانو درنښت عزت او ولسي باور ته سخت زيانونه واوښتل. هيله مو داده چې له ولس او نړيوالې ټولنې سره  له ښکر په ښکر حالت څخه دغه هېواد راوباسئ.  اوسنى ترينګلى وضعیت مو له امریکا سره په بله بڼه جګړه کې د ماتې خوړلو او د امریکا د سترې بريا ننداره وړاندې کوي.

که څه هم له واقعي اسلامي نظام څخه د لويديځ کرکه، دښمني او ويره د علم ساينس او تخنيک په برخه کې د مسلمانانو ځلانده ماضي ته په کتو تاريخي شاليد لري، خو اوس مسلمانان په علم ساينس او ټيکنالوژي کې د وروسته پاتې والي، د مشرانو د استبدادي تګلارو او د خپلمنځي اختلافاتو له امله هغه پخوانى برم او عزت نلري. که څه هم د نړيوالې ټولنې لخوا د افغانستان اوسنى انزوائي حالت، بنديزونه او په طالبانو باندي د فشار اوسنئ  تګلاره هم ناکامه ښکاري، خو موږ د يوه محتاج هېواد په توګه نورو هېوادونو ته د تګلارو د سمون د توصيې پرځاى، به ښه دا وي چې خپلو تګلارو ته متمائل شکل او متوازن چوکاټ جوړ کړو او خپلو نيمګړتياو، لکه د اساسي قانون او مشروعيت د نشتون، له خپل ولس او له نړۍ سره د تعهداتو د ماتولو په برخه کې سمون او بدلون ته متوجه شو.

دنياوال له جګړو کرکه کوي او تاوتریخوالي د خپل پرمختګ په وړاندې خنډ ګڼي، خو جګړه په بل ډول او نورو ډګرونو کې دوام لري. اوسنۍ جګړې  باروتو ته په اور ورکولو د توپک په ماشه د الوتکو په درزا او د ټانکونو غوړمبا نه بلکې د اقتصاد په پياوړتيا د علم په برخه د هسکوالي د ساينس او ټيکنالوژي په ترلاسه کولو او استخباراتي کړنو ګټل کېږي.

متأسفانه موږ د اوسنيو معاصرو جګړو او موډرنو رقابتونو په ډګر کې د وروسته پاتې والي له امله لا دمخه ناکام شوي يو او خپلواکي مو له منځه تللې ده، د زده کړو کچه مو ښکته او د

ټيکنالوژي په برخه کې له نړيوالو سره د رقابت کولو له کاروان څخه پاتې يو. اوس مو له علم او ټيکنالوژي سره د واټن خليج دومره پراخ شوي دى چې د هېواد د پنځوس سلنه نفوس په زده کړو مو بنديز ولګاوه او د بيکاري ګراف مو هيولايي شکل غوره کړى دى. فرض علم مباح ګڼو،  له هيواد څخه د مسلکي او علمي کادرونو وتلو ټوپان رامنځته کړى دى، کار موندل پل صراط ګرزېدل دى، په دندو باندي د ګمارلو لپاره د اهليت لپاره ناوړه شرطونه رامنځته شوي دي او په يقين سره وايم چې څو کاله وروسته به د ملي ناورين شاهدان واوسو، خو موږ لاهم هيڅ ډول ټکان نه خورو.

لنډه دا چې که يوازې په زده کړو باندي د اوسني حکومت ناوړه او ناروا بنديز هر اړخيزه څېړنه وکړو او ناوړه پايلې يې وسنجوو، نورې ټولې نيمګړتياوې له پامه وغورځوو او هر څه سم وګڼو نو بيا به هم همدغه ستره تشه د حکومت د سکوټې ناکامي لپاره بسنه وکړي، د علماو د بدنامي لامل ګرزي، په راتلونکي کې د علماو د ټولنيز رول او اسلامي نظام په تړاو د خورا جدي پوښتنو او منفي غبرګونونو د راپورته کيدو لپاره به لاره هواره کړي.

د حيرانتيا خبره ده چې په يويشتمه پيړۍ کي د افغانانو بچيانې د نانوايانو مخته کيناستى او خيراتي ډوډۍ ترلاسه کولاى شي، په ښار کې ګداګري کولاى شي، په لاس کې نيولي قلمونه پلورلاى شي، په واټونو کې ګرزيدلاى شي، له مارکيټونو څخه کورته سودا راوړلای شي. په ښار کې هرې خوا ته چکر

لګولاى شي، خو يوازې په فرض/مباح زده کړو باندي يې بنديز دى، د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې يې په مخ تړل شوې دي، خو موږ لاهم د شهامت شجاعت او ويښتوب دعوه کوو. همدغه شان د نړۍ د فتحه کولو او د زبرځواکونو د ماتولو شعارونه زمزمه کوو.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.