رنګونه او باورونه

باري زهیر 

435
معاصر انسانان لاهم په خپله خټه کې په لاشعوري توګه د اسطوري د زمانې عادتونه لري او اسطوره يي اندونه يې لاهم په عقیده، امید او باور حاکم دي.
انسان د مدنیت په پیل کې له عقل اوچتو شیانو ته د خیال رنګ ورکړ او اسطوره يې د خیال هغه زېږنده تجربه ده چې دی ځان ته پکې مصنوعي ډاډ ورکوي.
رنګونو ته په مختلفو انساني ټولنو کې مختلف عقیدتونه، انګېرنې او باورونه منسوب دي. استاد اسدالله غضنفر په یوه مجلس کې ویل: ” چې اریایان ژېړ رنګ ته په مذهبي تقدس قایل ول او دغه رنګ يې په نیک پال نیوه”.
اوس هم په هندوستان کې د هندوییزم مذهب پیروان خپلو خدایانو (بوتانو) ته ژېړ امیلونه په غاړه ځړوي، مذهبي راهبان ( پنډتان) يې هم ژېړ رنګ لباس اغوندي، په ټولنیز ژوندانه کې يې هم دې رنګ ته د احترام له وجې د خپلو اجتماعي اتلانو په غاړه کې د خوښۍ نماځلو په پار ور اچوي، د واده په مراسمو کې هم ژیړ طبیعي ګلان په زوم او ناوې باندې شیندي؛ خلاصه دا چې هندوان ژېړ رنګ د امید د سمبول په توګه کاروي.
د اریانا د مدنیت نه یو بل راپاتې قوم پښتانه دي؛ دوی هم د خپل تېر ژوند په حافظه کې ځینې رنګونه د انګېرنو، عقیدتي سمبولونو او کلتوري ارزښتونو په توګه منلي دي، زموږ په ټولنه کې اوس هم ځینې کسان قیمتي تعویذ د زعفرانو په اوبو لیکي، زعفران هم ژېړ رنګ لري او مونږ ته دا راښیي، چې ښايي په افغاني ټولنه کې دغه ګروهه د دوی په وجود کې د اسطورې ریښه وي.
پښتانه د خدای پاماني پر وخت دا جمله کاروي (( په مخه دې ژيړي ګلونه)) او دا هم د دوی په وجود کې د زاړه اریایايي فکر ښه بېلګه ده، چې ژېړ رنګ به ېې د امید سمبول ګاڼه؛ مګر ژېړ رنګ په عامه توګه معاصرو پښتنو کې د جدايي یا بدمرغیو د سمبول په توګه انګېرل کېږي چې ښايي دا په دوی د نورو قومونو د فرهنګونو تاثیر وي.
 اوس به راشو دې ته چې انسان له رنګ کومې انګېرنې لري: ځینې پښتني قبیلې په یوویشتمه پېړۍ کې لاهم په دې فکر دي چې له ژېړې ژرغونې چې په دري ادب کې يې “کمان رستم” بولي، که چا پښه واړوله  هغه به نرښځی یا باچا کېږي.
زاړه فارسیان او اوسني ایرانیان اوس هم د غم پر وخت تور لباس اغوندي او د دوی دغه دود زما په نظر د اولني انسان د سیکالوژيکي لاشعوریت نمایندګي کوي؛ ځکه انسان په تیارو کې ډار شوی، نو ایرانیان ځکه د غم پر وخت تورې جامې اغوندي.  
که راشو دې ته چې پښتانه په عام یا ورځني ژوند کې رنګ ته په کوم باور قایل دي، نو د دوی په ورځنیو او کلتوري عملونو او ارزښتونو کې يې بېلګې موندلی شو.
دوی سپین رنګ ته تر ډېره په سپېڅلې ګروهه باورمن دي؛ دوی زوم او ناوې ته له سپین ټوکره جامې ګنډي، مذهبي امامان هم سپین کالي اغوندي، سپینه کوتره د سولې او امن سمبول ګڼي او مړي په سپین کفن کې خښوي، نو ویلی شو چې دوی سپین رنګ د ارام او سکون سمبول ګڼي.
بل خوا دې ته فکر په کار دی چې انسان د رنګ په انتخاب کې د خپل چاپېر چل تر اغېزې لاندې دی او اقلیمي شرایطو د ده د رنګ په انتخاب ژور تاثیر کړی دی. په پښتون مېشتو سیمو کې د وچ صحرايي اقلیم د اغېزې له کبله دوی تېز رنګونه زیات خوښوي دا ځکه چې دوی غواړي ژر د توجه وړ وګرځي، ښې بېلګې يې د دوی کلتوري لباسونه دي، چرمه دار واسکټونه او ژېړې لونګۍ تر اوسه د مشرتوب او ځوانۍ د مستۍ او شرنګ ښکارندويي کوي؛ بره توکي که د نسبتاً لږ پخواني انسان د رنګ ذوق و، نو په دغه ټبر کې لږ څه پرمختللي او ښاري وګړي هم په خپل روزمره ژوند کې کورونو ته شوخ رنګ ورکوي او د کور په مخ کې به يې تر ډېره سور رنګي موټر لیدل کېږي، پېغلې او زلمي د مینې په لومړي پړاو کې سور ګلاب یو بل ته د خپلو جذباتو د هیجان ښکارولو لپاره ډالۍ کوي.
د اقلیمي شرایطو د تاثیر بله ښه بېلګه د هجرت پر مهال تر سترګو کېږي؛ هغه ځوانان چې د ایبټ اباد او هزاره ضلعې په سیمه کې را ستر شوي دي او د تور بېلې له ډېم څخه يې اروايي سکون موندلی دی، نو اکثریت يې اوس آبي رنګې جامې ډېرې اغوندي او خوښوي.
په عربي نړۍ کې د ډېرې تودوخې له کبله عرب وګړي سپین ټوکر اغوندي او په سپین رنګ کې د (نوري فزیک) خاصیت دا دی چې وړانګې دفعه کوونکی دی، نه جذبوونکی، نو د اقلیمي شرایطو د اغېز په سبب په عربانو کې ځکه تودوخه دفعه کوونکی رنګ په کلتوري ارزښت بدل شوی دی.
په اخر کې دغې پایلې ته رسېږو چې د انساني ذوق سره تړلي توکي د ذوق زېږنده دي او له ذوق سره تړلې پدیدې د هرې ټولنې د مذهبي، اقلیمي، سیاسي او انساني انګېرنو تر تاثیر لاندې تعریف شوې دي، د رنګ پورته تاثیر په انسان د طبیعت تاثیر دی او انسان د تېر تاریخ په اوږدو کې طبیعت ډېر بدل کړی دی، نو رنګونه به د انساني ژوند په بدلېدو سره بیا هم مختلفې انګېرنې، عقیدې او باورونه لېږدوي.
پای

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.