طالبان؛ تېر دوه کاله او راتلونکی

لیکوال: شاه محمود میاخېل

318

په افغانستان کې له شل کلنې جګړې څخه وروسته؛ د ۲۰۲۱ز کال د اګست په پنځلسمه نېټه د طالبانو ډله یو ځل بیا په افغانستان کې حاکمه شوه. په دغه ورځ د افغانستان د جمهوري نظام سیاسي، اقتصادي او پوځي بڼسټونه ونړېدل او د افغانستان په تاریخ کې یوه بله توره ورځ ثبت شوه. د میلونونو افغانانو امیدونه ورژېدل او افغانستان یو ځل بیا لسګونه کاله شاته تګ وکړ. دا لومړۍ ځل نه دی چې افغانستان د داسې تاریخي چلنجونو سره مخامخ کیږي. د افغانستان په  تاریخ کې دا پېښې څو – څو ځلې تکرار شوي او افغانستان چې هر ځل یو څو قدمه پرمختګ کړې بیا د نړیوالو او سیمه ییزو مداخلو او د افغانانو د خپل منځي اختلافونو له امله لسګونو قدمونه شاته تللې دی. د افغانستان په معاصر تاریخ کې؛ د غازي امان خان د دورې پرمختګ او ریفورمونه، همدا شان د سردار داود خان او پرله پسې حکومتونو او نظامونو ړنګېدل یې ښې بېلګې دي.

طالبان او طالب پلوه کسان دا ورځ د امریکا او د ناټو د شکست د ورځ په نوم یادوي او وایي چې دوی دنیا ته شکست ورکړی دی. حقیقت داسې نه دی؛ بلکې د طالبانو تر شا د سیمې استخباراتي حلقې وې او د دوی حمایت یې کاوه. دوی ته ځای او ټرینګونه ورکول او د دوی په استازیتوب یې د امریکا او نورو هېوادونو سره خبرې کولې او د دوی لپاره یې ستراتیژیک کمپینونه کول. د دوحې کرغیړنه هوکړه لیک بل ثبوت دی چې د طالبانو د راتګ لپاره یې زمینه مساعده کړه.

        که امریکا لاړه خو د امریکا نفوذ لا ختم نه دی او په عوض د پاکستان او ایران نفوذ په افغانستان کې زیات شوی دی. د طالبانو د خارجه وزارت مرستیال عباس ستانکزی وایي چې اوس هم د افغانستان په فضا د نورو هېوادونو (امریکا او پاکستان) بې پېلوټه الوتکې ګرځي، یعنې د افغانستان فضا اوس هم اشغال ده. د کابل په زړه کې د القاعده مشر ایمن الظواهري د ډرون په حمله کې ووژل شو او د پکتیکا، کونړ او زابل په ولایتونو کې د پاکستان او امریکې د الوتکو او ډرونونو حملې د خلکو له نظره پټې نه دي.

د طالبانو استخباراتي اداره؛ د امریکا او پاکستان د استخباراتي ادارو سره یو ځای کار کوي او طالبان د دغه همکارۍ په بدل کې هره اونۍ د بشري‌ مرستو په نوم څلوېښت میلونه ډالره او هم د با اعتباره منابعو په قول د بشري‌ مرستو په اندازه پټ میلونونو ډالره تر لاسه کوي. د جمهوریت په وخت کې د امریکا او ناټو موجودیت د ملګرو ملتونو د پرېکړې په اساس و او کړنې یې معلومې وې. افغانستان د ملګرو ملتونو فعال غړی و، په نړۍ کې د افغانستان سفارتونه فعال وو، خو طالبانو جمهوریت ته  اشغال وایه او په دې پلمه یې د افغانستان د نظام او د خپل هېواد د ورانولو پردۍ پروژې تطبیقولې او اوس هم د نورو پروژې تطبیقوي. په حقیقت کې اشغال ختم نه دی خو د اشغال رنګ په تور او سپين اشغال بدل شوی دی.

سره له دې چې طالبان د ګاونډیانو؛ امریکا او د نړۍ د نورو هېوادونو په حمایت قدرت تر لاسه کړ، خو طالبان د یوه هېواد لخوا هم په تېرو دوو کلونو کې په رسمیت و نه پېژندل شول. افغانستان د نړۍ په سطحه د انزوا په حالت کې دی او د ملګرو ملتونو په اداره کې لا د افغانستان چوکۍ طالبانو ته نه ده سپارل شوې. بهر کې د افغانستان سفارتونه طالبانو ته نه دي سپارل شوي او اکثره سفارتونه د جمهوریت پلوه دیپلوماتانو په لاس کې دي. په ځینو هېوادونو کې چې د طالبانو استازو ته په سفارتونو کې ځای ورکړل شوی، هغوی د ډېپلوماتیک مصونیت نه برخورداره نه دي؛ ځکه هغه هېوادونو د طالبانو حاکمه ډله د افغانستان د مشروع حکومت په حیث په رسمیت نه ده پېژندلې.

د طالبانو دویم ځل د راتګ لپاره د افغانستان ګاونډي هېوادونو لکه پاکستان او ایران د سیمې نورو هېوادونو لکه روسیې، چین، قطر او همداشان امریکا او د ناټو ځینو هېوادونو د مادي او پوځي حمایت نه سربېره دومره تبلیغاتي کمپين کړی و، چې له طالبانو یې سپين بازان جوړ کړي وو. هر یو به دا ویل چې طالبان اصلاح شوي دي او دا ځل به د تېر په څېر کړنې چې د نجونو ښوونځي بند کړي، بشري حقونه د پښو لاندې کړي او د افغانستان د پرمختګ او ابادې مخه ونیسي؛ نه کوي. موجوده جمهوري نظام کې به لږ اصلاحات رامنځته کیږي او طالبان به  په اهلي توګه د نظام برخه کیږي.

د طالبانو د خبرو مرکچي پلاوي غړو هم په قطر کې په کراتو- کراتو مرکې وکړې او ویې ویل چې دوی د ښځو د تعلیم او د افغانستان د بڼسټونو د نړولو په خلاف نه دي. دا ډول تبلیغاتو افغاني سیاسیونو او د حکومت ځینو لوړ پوړو چارواکو او همداشان په  قطر کې د افغانستان مذاکراتي ټیم ته کاذبه خوش بیني ورکړه، چې طالبان اصلاح شوي او د سولې خبرې نتیجه ورکوي. هر چا کوښښ کاوه چې مخکې له مخکې له طالبانو سره اړیکې جوړې کړي؛ تر څو د موقت حکومت په حلقه او یا راتلونکي حکومت کې خپل موقف، ځای او ګټې خوندي وساتي. دوی مسکو، اسلام اباد،‌ دوحې، دوبې، تهران، بېجینګ او نور هېوادونو کې له طالبانو سره پټې او ښکاره کتنې او لیدنې درلودې. دوی به یو بل ته د شریکې همکارې اطمینان ورکاوه او ټولو سیاسیونو، ځینې عالي رتبه دولتي کسانو او طالبانو ټولو کوښښ کاوه، چې جمهور رییس محمد اشرف غني له مخه لېرې او زمینه د طالبانو په ګټه د یو نوي حکومت جوړېدو ته برابره کړي. امریکا او په خاصه توګه د امریکا خاص استازي، زلمي خلیلزاد دا غوره وګڼله چې د جمهوریت په عوض د طالبانو سره شرمناکه تفاهمنامه په دوحه کې امضاء کړه او په جمهور رییس محمد اشرف غني باندې سیاسي، اقتصادي او نظامي فشارونه زیات شول. دوی غوښتل چې جمهور رییس محمد اشرف غني استعفاء ته اړ شي او د طالبانو په خوښه حکومت یو چاته وسپاري.

دا چې د جمهوریت سقوط داخلي، سیمه ییزه او نړیوال ډېر پيچلې ابعاد درلودل، په دې هکله به ډیرې لیکنې او تحلیلونه په راتلونکې کې وشي او تاریخ ټولې پېښې ثبت کړي دي، چې چا څه کړي او څنګه ټولو د خپلو پټو معاملو ښکار شول؟

        د جمهوریت سقوط د سمه ییزو هېوادونو لپاره او همدا شان د امریکا، چین، روسیې، قطر، د افغانستان سیاسیونو، جمهور ریيس محمد اشرف غني او د افغانستان د ولس لپاره یو لوی سیاسي شکست و. په ۲۰۱۶م کال کې ما په خپله یوه مقاله کې چې د پژواک خبري اژانس لخوا نشر شوې وه، د افغانستان سیاسیونو ته لیکلي وو، چې دا به ښه وي چې ټول د جمهوریت د تقویه لپاره کار وکړي او که جمهوریت سقوط کوي، د جمهوریت بدیل د افغانستان سیاسیون نه بلکې طالبان دي. دوی باید فکر وکړي چې ایا له طالبانو سره کار او ژوند کولی شي او که نه؟

د جمهوریت سقوط د طالبانو لپاره هم یو لوی سیاسي شکست و؛ ځکه طالبانو په غېر مشروع ډول قدرت ونیوه او د دوه کلونو په تېرېدو سره لا تر اوسه نه پوهیږي چې څنګه ملي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي. په لاندې څو برخو کې د طالبانو د دوه کلنې حکومتولې ارزونه په مختصره توګه اړینه بولم.

د مشروعیت لاسته راوړل:

د ۲۰۲۱ز کال د اکتوبر په میاشت کې ما په خپله یوه مقاله کې چې د متحده ایالاتو د سولې د انستیتوت له خوا نشر شوې وه، لیکلي وو، چې د طالبانو لپاره له جنګ څخه حکومتولي زیاته ستونزمنه ده او طالبان نه شي کولی چې په اسانه ولسي‌ او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي. دا چې یوه حاکمه ډله ولسي او نړیوال مشروعیت ونه لري نه شي‌ کولای چې په هېواد کې حکومتولي ښه کړي او هم د افغانستان امنیتي، اقتصادي او بشري ستونزو لپاره  مناسبې د حل لارې چارې پېدا کړي. هغه مقاله په دې لینک کې لوستلې شئ[1]. د یو نظام او یا حکومت اساس ولسي ‌او نړیوال مشروعیت تعینوي. کوم نظامونه چې ولسي ‌او نړیوال مشروعیت ونه لري، نه شي‌ کولای چې د خپلو خلکو لپاره فزیکي، بشري او رواني امنیت تامین کړي. په دې توګه د طالبانو تر ټولو لویه ناکامي همدا وه، چې دوی ونه شو کړي چې په تېرو دوو کلونو کې ولسي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي.

اوس حتا د طالبانو زیات بهرني او داخلي‌ پلویان د طالبانو په کړنو نیوکې کوي. هغه لیوالتیا او خوشبیني چې طالبانو ته پخوا د سیمې هېوادونو او نړیوالو درلودله، اوس یې نه لري. هر هېواد یوازې د خپلو ګټو په خاطر د طالبانو سره تعامل او یا استخباراتي اړیکې ساتې. نړۍ او نور سیمه ییز قوتونه هم د طالبانو له اقتدار څخه تشویش لري. چین او روسیه ویره لري چې امریکا طالبان د دوی په ضد استعمال نه کړي. همداشان امریکا هم ویره لري چې چین او روسیه او همداشان ایران طالبان په خپل لاس کې ونه نیسي.  د افغانستان ګاونډیان او هم د نړې نورو هېوادونه ویره لري هغه افراطي ډلې چې د دوی د هېوادونو پر ضد افغانستان کې دي، قوي نه شي او له طالبانو نه غواړي چې هغه ډلې وټکوي او د هغوي فعالیتونه مهار کړي. په دې توګه؛ ګاونډیان او نړۍ نه غواړي چې طالبان د خپلو افراطي کړنو په دوام سره تقویه شي او هم یې نه غواړي چې طالبان له منځه یوسي ځکه د طالبانو په عوض ښه بدیل لا نشته. د طالبانو په سقوط کې د ګاونډي هیوادونو خیر نشته او نه غواړي چې  د طالبانو د سقوط  نه روسته نورو ستونزو سره مخامخ شي خو په عینې حال کې د افغانستان ګاونډیان هم نه غواړي چې یو مقتدر او قوي حکومت په افغانستان کې حاکم وي. د طالبانو لپاره به هم دا ډېره ګرانه وي چې د سیمې او نړۍ د ټولو هېوادونو غوښتنې عملي کړي او هم د افراطي ډلو په وړاندې جدي اقدام وکړي. دغه نیم بسمل حالت د افغانانو په خیر نه دی او که دا حالت همداسې دوام کوي، افغانستان به سیمې او نړۍ ته لوی تهدید وي. افغانستان به یو ځل بیا د نیابتي جګړو ډګر وي او د نړۍ ټولې افراطي ډلې همدا حالت غواړي چې افغانستان کې مشروع او قانونمند حکومت نه وي؛ ځکه په هغه صورت کې د دوی لپاره پرته له افغانستان څخه بل د اوسېدو او فعالیت ښه ځای په سیمه کې نه شته دی.

حکومتولي:

لکه چې مخکې مې یادونه وکړه، د طالبانو حاکمې ډلې لپاره جنګ اسانه او حکومتولي مشکله ده؛ ځکه حکومتولۍ کې حکومت او دولتي چارواکي باید ولس او د نړیوالو قوانینو په رڼا کې دنیا ته مسوول وي. په ښه حکومتولۍ کې کار اهل کار ته باید وسپارل شي، چې طالبانو تر اوسه دا کار نه دی کړی؛ بلکې له پياده نیولې تر سره پورې ټول ملا او حتا ډېری بېسواده  په دندوګمارل شوي دي. صرف د ملا نوم او ټاپه پرې لګېدلې ده. د دوی د لوړو زده کړو وزیر وایي؛ چا چې ډېر بمونه پټاو (چولې او ایښودلې وي) کړي وي،‌ هغوي ته باید لوړې رتبې او چوکې ورکړل شي. د طالبانو تر منځ تقرر په انډیوالۍ او خپلوۍ دی.

د نجونو په وړاندې د ثانوي او عالي زده کړو دروازې تړل شوي دي. په زرهاو او لکونو کادرونه له هېواده ووتل او هره ورځ په زرګونو نور هم وځي. د یو عادي پاسپورت اخستلو لپاره رشوت  تر دوه – درې زره ډالرو پورې رسېدلې دی. د تعلیمي ادارو کیفیت او کمیت بیخې راټیت شوی او په عوض یې مدرسې په ولایتونو او ولسوالیو کې د جوړېدو په حال کې دي؛ تر څو د افراطي ځوانانو یو بل نسل وروزي. د ولس نه د ټکس په نوم څو قسمه باج اخستل کیږي خو مقابل کې خدمات هېڅ نه شته.

په ښه حکومتولې کې د حکومت مشران باید له ولس سره په رابطه کې وي او ولس ته وخت په وخت ښه معلومات ورکړي. د دوی مشر ملا هیبت الله د خلکو او هم د خپلې کابینې او حکومت د زیاتو غړو نه پټ اوسیږي. همدا علت دی چې د هغه په شتون او نشتون تبصرې کیږي. په کابل کې د کابینې او موقتې ادارې مشر، ملا حسن اخوند هم درک نه شته. یوازې دوه درې ځلې خلکو په خبرو لیدلی چې هغه هم ډېرې مایوسه کوونکې خبرې وې. خلکو ته یې په خپلو خبرو کې وویل، چې مونږ د خلکو سره د خدمت او کار وعده نه ده کړې او که هر څه غواړئ نو خدای تعالی ته بغارې ووهئ. هرطالب هم قاضي، هم څارنوال او هم د فیصلو تطبیق کوونکې دی؛ ځکه اساسي قانون او نور فرعي قوانین نه شته او هر طالب قانون او اسلام په خپله خوښه تفسیر او تعبیروي.

د طالبانو دویمه دوره د لومړۍ دورې په پرتله یوه بله بدترې هم لري؛ ځکه په لومړۍ دوره کې د ملا محمد عمر امر ښکته طالبانو ډیر ښه مانه. په دې دوره کې د ملاهیبت الله امر ښکته طالبان په ښه توګه نه مني او حتا د دوی لوړ پوړي چارواکي د ملا هیبت الله د کړنو په ضد بیانونه ورکوي. ملا هیبت الله او د هغه نېږدې ګروپ وايي، چې علم مباح دی خو بیا کابل کې د طالبانو لوړ پوړي چارواکي وایي؛ چې علم فرض دی. په کابل کې د طالبانو زیات مشران د نجونو د ښوونځیو په بندېدلو خفه دي او نړیوالو ته ډاډ ورکوي؛ حال دا چې په کندهار کې ملا هیبت الله او د هغه ملګري د نجونو د ښوونځو په بندېدو خوشحاله دي. په دې توګه د حکومتولې په برخه کې، طالبان په خپلو منځو کې له دنیا سره او هم د افغانستان د ولس سره په مخالف جهت روان دي او اختلاف د نظریاتو نهایت زیات دی.

بشري امینت:

د طالبانو د دوه کلن حاکمیت نه روسته ګورو، چې د افغانستان اقتصادي انجن په ټپه ولاړ دی. بانکي سیستم فلج دی. د حساب ټولونې او حساب ورکولو محاسبه نه شته. د افغانانو اقتصادي وضعیت د تشویش وړ دی. فقر او لوږه ورځ تر بلې زیاتیږي. هره ورځ په زرګونو افغانان کوښښ کوي، چې له هېواده د ویرې او بیکارې له وجهې ووځي. د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د عالي کمشنرۍ د اخرې ارقامو په بنیاد، ۱.۶ میلونه افغانان د ۲۰۲۱ز کال د اګست د پنځلسمې نېټې وروسته ایران او پاکستان ته مهاجر شوي دي، چې دې سره د افغانانو شمېر یوازې په ایران او پاکستان کې تر ۸.۲ میلیونو کسانو پورې رسیږي[2].

        طالبان که څه هم دا ځل په ډک کور ننوتي‌ او ډېر امکانات د جمهوري نظام ورته پاتې وو؛ خو د هغوي پالنه او ساتنه اسانه نه ده او تقریبا زیاته برخه یې لوټ شوې. روغتونو کې لازم درمل او ډاکتران نه شته  او د ماشومانو د مرګ کچه بیا په زیاتېدو ده. د ملګرو ملتونو او هم د نړیوال بانک ادارې په وار – وار یادونه کړې ده، چې افغانستان د شدیدو بشري مرستو له بحران سره مخامخ دی او د نړیوالو د مرستو کچه تقریبا دوه میلیارده ډالره یوازې په ۲۰۲۳ز کال کې کمه شوې ده. د دې توقع شته چې دا مرستې به نورې هم کمیږي؛ ځکه د دنیا په ډېرو نورو هېوادونو کې نړیوالو مرستو ته اړتیا ده.

د افغانستان ۲۸.۳ میلیونه نفوس چې د هېواد د نفوس دوه پر درېیمه برخه تشکیلوي، عاجلو مرسته ته اړتیا لري[3]. د پورته ارقامو او هم د داخل افغانستان څخه د خلکو سره د تماسونو په نتیجه کې دا جوته کیږي، چې د افغانستان بشري بحران ورځ تر بلې زیاتیږي او طالبان په دغه ډول حکومتولې نه شي کولای چې د خلکو غوښتنو ته ځواب ووایي.

رواني امنیت:

د رواني امنیت په ساحه کې د ملګرو ملتونو اداره وایي، چې د افغانستان د نیمایي نفوس، یعنې ښځو لپاره افغانستان د دنیا له ټولو نه بد ترین هېواد دی[4]. د یو هېواد نیمایي نفوس چې د تعلیم او کار حق ونه لري او مصؤنه نه وي، نو مونږ هېڅکله نه شو ویلې چې په افغانستان کې رواني امنیت تامین دی.

کله چې مونږ د امنیت بحث کوو؛ د یو هېواد ټولو اتباعو لپاره باید د کار،‌ تعلیم، د بیان او سیاست ازادي موجوده وي. متاسفانه د افغانستان نیمایي‌ نفوس له دغې ازادۍ په مستقیمه توګه محروم دي او همدا شان په غېر مستقیمه توګه د هېواد نور وګړي د دغه ټولو ازادیو نه محروم شوي دي. نو ویلی شو چې ‌افغانستان د ټولو افغانانو لپاره مصؤنه هېواد نه دی.

فزیکي امنیت:

د فزیکي امنیت په برخه کې ګورو، چې  انتحار، انفجار، هدفي او صحرایي وژنې او جنایي پېښې اوس هم په افغانستان کې روانې دي. د طالبانو په صفونو کې اخلاقي فساد اوج ته رسیدلی او د نورو په کورونو او ناموسونو د تجاوز قضیې او ویډګانې هره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي. د نورو لپاره د چپلکو په غلا چې هغه به هم له مجبوریته وي، سخته سزا ورکول کیږي خو طالب چارواکو ته بیا هر ډول جرم او تېری معاف دی.

        د سعید خوستي، د عبدالله حقاني د ورور او د حقبین قضیو باندې ډېرې تبصرې په ټولنیزو رسنیو کې شوي او همداسې نورې په لسګونو پېښو په هکله راپورنه نشر شوي، چې طالب چارواکي په زوره د خلکو په کورونو ورغلي، جنسې تیرې یې کړي او په زوره حتا د کم سنه ماشومو نجونو سره ودونه کړي دي. د فیسبوک پر یوه پوست ډېری کسان تهدید، شکنجه او وژل شوي دي. اختناق حاکم دی او د زیات تفصیل او ارقامو لپاره  د طالبانو خپله شميره ښیي چې په یو نیم کال کې دوی دولس زره او پنځه سوه کسان د جنایي جرمونو په تور بندیان کړي دي[5]. یو شمېر د دغه پېښو څخه نړیوالو او محلي‌ ادارو ثبت کړي دي چې زیات تفصیل په دې لینک کې لوستلی شئ[6].

افراطي ډلې اوس هم په افغانستان کې شتون لري او د افغانستان ګاونډیان ټول د افغانستان د بې ثباتې سره تشویش لري او دا ویره موجود ده چې امنیتي وضعیت به نور هم په افغانستان کې خرابیږي او افغانستان به سیمې او نړۍ لپاره یو لوی تهدید وي. طالبان نه شي کولای چې د افراطي او جنایي ډلو  څخه خپل صفونه تصفیه  کړي؛ ځکه دوی شل کاله د جمهوریت په وړاندې د نامشروع جګړې انډیوالان وو. دوی د یو بل په رګونو ننوتي دي او همدا شان د سیمې او نړۍ استخباراتي حلقې د دوی په صفونو کې کافي نفوذ لري او په ډېره اسانې کولای شي چې د طالبانو رژیم له منځه یوسي.

خلاصه د طالبانو له راتګ سره افغانان، عرب او عجم ټول په دې نظر دي، چې د افغانستان اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی او تر اوسه د بحران نه د وتلو معقوله لار هم نه ده مطرح شوې؛ ځکه طالبان د افغانستان سیاسیونو، د سیمې هېوادونو او نړۍ د افغانستان د وضعیت د مدیریت لپاره سره توافق نه لري.

افغانستان پر کومه خوا روان دی؟

طالبان وایي چې دوی په زور قدرت نیولې دی. دوی د نفې او قدرت د انحصار سیاست مخې ته وړي او د ښې حکومتولۍ په اساساتو او ولسواکۍ عقیده نه لري. هېچا ته په حکومت او نظام کې برخه نه ورکوي او ټول باید د دوی د حکم لاندې بې له استدلاله؛ لکه په زندان کې شپې او ورځې تېرې کړي. دوی په فردي ازادۍ باور نه لري او د اسلام په چوکاټ کې هم دوی ولس ته ځان ځوابده او مسووله نه ګڼې؛ بلکې ولس او افغانستان خپل مال او غنیمت ګڼي. دوی د نړیوالو سره د تعامل لېواله دي خو د خپلو افغانانو سره د هېڅ ډول جوړ جاړي پلویان نه دي.

د افغانستان پخوانيو سیاسیونو هم له تاریخه څه نه دي زده کړي. په تېرو دوه کلونو کې دوی ونه شو کړی، چې په یو ملي اجنډا باندې توافق وکړي؛ تر څو ولسي‌ او نړیوال حمایت او اعتبار تر لاسه کړي. د طالبانو په ضد جنګي مقاومت هم قابل د احساس او حساب نه دی. د افغانستان پخواني سیاسیون هم طالبانو څخه زیات د هویت د اعتبار د نه شتون سره مخامخ دي؛ ځکه په دوی ولس، سیمه ییزه او نړیوال هېوادونه بې باوره دي او اکثره یې د ډېرو هېوادونو په تور لست کې ځای لري.

په پراګنده ډول بېلابېل سیاسي خوځښتونه موجود دي خو تر اوسه یې لازم ولسي او نړیوال اعتبار خپل کړې نه دی. ټولنیزو رسنیو د افغانانو د انسجام لپاره فضاء ډېره خړه پړه کړې ده او افغانانو تر منځ مذهبي، قومي، ژبني او سمتي اختلافات د پخوا پر تله نور هم زیات شوي دي.

د افغانستان ګاونډیان او هم نړیوال په افغانستان کې متفاوت اهداف لري او دوی هم نه شي کولای چې په یوه خاصه تګلاره توافق وکړي. په قطر کې د افغانستان په هکله د روان کال د مې د میاشتې په غونډه کې چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو استازي وربلل شوي وو، وښودله چې د دوی تر منځ واحد دریځ نه شته؛ خو دا چې د طالبانو پر وړاندې با اعتباره بدیل نه شته نو له طالبانو سره د نیمچه تعامل پرېکړه وکړه او د طالبانو په رسمیت پېژندل یې د یو شمېر غوښتنو پورې وتړل چې هغه غوښتنو ته طالبان تر اوسه چمتو نه دي.

د افغانستان راتلونکی بدې خواته روان دی او که حالات همداسې دوام وکړي، افغانستان به د افغانانو لپاره او هم د سیمې د نورو هېوادونو لپاره لویه ستونزه وي. کېدې شي ځینې هېوادونه؛ لکه امریکا په همدغه حالت خوشحاله وي، ځکه خپل ستراتیژیک اهداف د بېلابېلو لارو تر سره کولی شي. دا واضحه ده، چې په امریکا کې د بایډن اداره نه غواړي چې افغانستان ته په سیاسي او نظامي توګه زیاته توجو وکړي؛ ځکه د بايډن ادارې ټوله پاملرنه اوکراین او لرې ختیځې سیمې ته ده. د امریکا د یو لوړ پوړي چارواکي په قول چې په یو ګردي میز کې وویل؛  که باالفرض کومه لویه پېښه د امریکا د اهدافو په ضد چېرته وشي، د امریکا ځواب به د سپټمبر یولسمې نېټې په شکل نه وي؛ بلکې د نورو پوځي او چټکو حملو نه به کار واخلي خو افغانستان ته د پوځونو بیا لېږل د دوی په اجنډا کې نه شته دی.

په داسې حالت کې څه پکار دي؟

په سیاسي معادلاتو کې اپشنونه یا انتخاب څه چې په اختیار کې لرې ډېر زیات مهم دي. کوم اپشن امکان لري چې عملي شي او کوم اپشن امکان نه لري؟ متاسفانه د افغانانو په لاس کې ښه اپشنونه نه شته؛ خو د بد او بدتر تر منځ انتخاب لري. څو لاندې اپشنونو ته اشاره کوم:

  • د دې لپاره چې افغانستان د ګاونډیانو د شر نه یو څه مصؤنه وي، د افغانستان د بحران نړیوال کېدل مهم دي، خو لکه څنګه چې د افغانستان نه د پخواني شوروي اتحاد د قواو د وتلو او د ډاکتر نجیب الله حکومت د سقوط نه وروسته، افغانستان د نړیوالو له پامه غورځېدلی و، یو ځل بیا افغانستان په نړیوال سیاست کې له نظره غورځېدلی دی. په غربي رسنیو کې په ډېره نادره توګه د افغانستان په بحران بحث کېږي. کېدې شي ډېری افغانان اوس هم په دې عقیده وي چې افغانستان د نړۍ د سیاست د ثقل مرکز دی او فکر کوي چې نړیوال به د دوی بحران حل کړي، خو داسې نه ده. لکه څنګه چې اکثریت افغانانو له افغانستان څخه د امریکا او ناتو د قواو وتل نه منل، دا هم نه مني چې افغانستان په نړیوال سیاست کې چندان مطرح نه دی. که د ځینو هېوادونو لپاره لکه د امریکا متحده ایالات، افغانستان مهم هم وي، هغوي کولی شي چې خپل مشخص اهداف له بېلا بېلو لارو تر لاسه کړي او زیاتې پانګونې ته اړتیا نه لري. د دنیا په امید کیناستل هم ښه اپشن نه دی چې د افغانستان بحران لپاره په نېږدې کلونو کې د حل لاره پېدا کړي.
  • که څه هم د افغانستان بحران اوس د سیمې بحران دی، خو زما په اند، د سیمې هیوادونه د دې ظرفیت نه لري چې لومړی په خپلو منځو کې د افغانستان د مسلې په هکله اجماع رامنځته کړي او بیا د هغه اجماع حمایت په سیاسي او مادي لحاظ وکړي. د سیمې په طمعه کیناستل چې د افغانستان بحران به حل کړي، هم په اوس وخت کې ناممکن ښکاري.
  • طالبان هم نه شي‌ کولې، چې لس هندواڼې په یوه لاس کې ونیسي چې هم د ګاونډیانو،‌ هم د نړیوالو او هم د افغانانو ګټې اوغوښتنې تامین کړي. په دې توګه د طالبانو دا وړۍ نه شړی کیږي او ورځ تر بلې به د زیاتو کورني او بهرني فشارونو لاندې راځي او په اخره کې به ورخ ترې خامخا اوبه وړي.
  • د افغانستان سیاسیون او ځینې فعاله خوځښتونه هم په ملي اجندا توافق نه لري. دوی هم په ملي او نړیواله سطحه زیات مطرح نه دي او ډېر څه نه شي کولاې.
  • جنګ هم د افغانستان د بحران د حل لار نه ده او نه د جنګ لپاره سیاسي او پوځي ظروف وجود لري.
  • د خود جوشه ولسي قیام اپشن هم په اوسنې وخت کې ژر عملی کېدونکې نه دی؛ ځکه ولسي قیام په تدریجي توګه رامنځته کېږي او زیات وخت ته اړتیا لري؛ تر څو د یوې دیکتاتورې حاکمه ډلې پر وړاندې د راپاڅېدو شرایط برابر شي.
  • پورته اپشنونو ته په کتو، یو بل اپشن چې زیات عملي‌ ښکاري، هغه د بد نه بدتر حالت دی، چې افغانستان امنیتي او اقتصادي وضعیت نور هم خراب شي.
  • اخرې اپشن د بین الافغاني ډیالوګ لپاره زمینه برابرول دي.

که پورته اپشنونو ته وګورو، طالبان او هم د طالبانو مخالف سیاسي او جنګي ډلې او فعاله سیاسي خوځوښتونه او په کل کې افغانان ډېر څه په لاس کې نه لري. که څه هم د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان حکومتونو، سیاسیونو او ولس همېشه فرصتونه په بحران بدل کړې دي؛ خو که طالبان او ټول افغانان د پورته واقعیتونو په رڼا کې له بصیرت نه کار واخلي، کولی شي چې موجوده بحران په فرصت بدل کړي او اخري اپشن ته چې بین الافغاني ډیالوګ دی، زمینه برابره کړي.

کلیوالي خبره ده، چې نور دې د مړي غم نه کوي نو ته د خپل مړي غم باید پخپله وکړې. طالبان باید پوه شي چې دوی په دې شکل دوام نه شي‌ کولای. که د تېرو نیمګړتیاو مسوولیت د جمهوریت د چارواکو په غاړه و، د اوسني او راتلونکي بد حالت مسوولیت د دوی په غاړه دی. که نیابتي جنګونه رامنځته کیږي،‌ که افغانستان د فقر او انزوا سره مخامخ دی او یا ګاونډیان او نړۍ په بېلا بېلو شکلونو په افغانستان کې مداخله کوي، د دې ټولو مسوولیت د طالبانو پر غاړه دی. دوی باید د افغانستان او نړۍ واقعیتونه په نظر کې ونیسي او له تاریخ څخه زده کړه وکړي؛ چې د نفې او د قدرت انحصار سیاست کار نه ورکوي. د دې په عوض چې اسلام اباد او دوحې ته د بهرنیانو سره د مجالسو لپاره منډې او ترړې وهي، ښه به دا وي چې ولسي مشروعیت لپاره تګلاره واضحه او خپل ولس ته په سپکه سترګه ونه ګوري. هغه حکومتونه چې د خپل ولس په منځ کې ځای ونه لري هېڅکله دوام نه شي‌ کولاې، نو پس ویلی شو چې لومړنې مسوولیت د طالبانو دی، چې د ملي ارزښتونو په رڼا کې د حکومتولۍ په اساساتو باندې ولاړ شي. دې کې به هم د افغانستان د ولس او هم د دوی خیر وي. دا خبره طالبانو ته او هم د ځینو افراطي نظریاتو خاوندانو ته شاید ډېره بابیزه ښکاره شي؛ خو دا مهمه ده. د اساسي قانون درلودل، د بیان ازادي، د ښځو او نرانو لپاره د تعلیم او کار حق او ولسواکي د اسلام سره په ټکر کې نه ده او هسې دې افغانان او اسلام په دنیا کې نور نه سپکوي. پښتو کې متل دی وایي؛ هغه غوټه چې په لاس خلاصیږي، حاجت نشته چې په خوله یې څوک خلاصه کړي. دا د طالبانو لپاره مهمه ده چې یو معنا داره بین الافغاني ډیالوګ لپاره زمینه مساعده کړي.

د دې لپاره چې د افغانستان بحران لپاره یوه معقوله لار پېدا شي، د افغانستان ټول سیاسیون او نور فعاله خوځښتونه هم باید د خیالي او پروژوي پروګرامونو او ارماني فکرونو څخه تېر شي او د ملي ارزښتونو په رڼاکې په یوې ملي اجنډا باندې توافق وکړي؛ تر څو وکړی شي ملي‌ او نړیوال اعتبار تر لاسه کړي. جنګ د مسایلو د حل لار نه ده او بالاخره باید د طالبانو په شمول یو معنا داره بین الافغاني ډیالوګ لپاره لاره هواره شي. د همه شموله حکومت په عوض باید یوې همه شمولې پروسې لپاره ټول کار وکړي. که ټولې خواوې شخصي، قومي، سمتي، ژبني او مذهبي اجنداوې شاته پرېږدي؛ نو د دې امکان شته چې له طالبانو سره د یو معنا داره بین الافغاني ډیالوګ لپاره زمنیه مساعده شي. طالبان او هم نور افغانان باید د ماضي نه یو څه زده کړي، نه دا چې ټول په ماضی کې ژوند وکړي او یا ماضي حالت د دې باعث شي چې د اوس او راتلونکې حالت د ښه کېدو مخه پرې ونیول شي.

لنډه دا چې؛ د دې لپاره چې موجوده بحران نه د فرصت ګټه واخستل شي،  دا مهمه ده چې طالبان او افغانان پخپله د معنا داره بین الافغاني ډیالوګ لپاره زمینه مساعده کړي ځکه په موجوده شرایطو کې د نړۍ هېوادونه دې ته حاضر نه دي، چې د افغانستان په بحران او مسایلو باندې زیاته پانګونه وکړي. که طالبان او نور سیاسیون او فعاله خوځښتونه سیاسي اراده او نیت د افغانستان د جوړېدو ولري، په ډېره اسانۍ سره د بهرنیانو د حمایت او مداخلې نه پرته د بین الاافغاني ډیالوګ لپاره زمینه برابرېدلی شي. که افغانان خپلو ستونزو ته پخپله د حل لاره پېدا نه کړي، بهرنیان او ګاوڼډیان که ښه نیت او اراده هم ولري، هېڅکله نه شي کولای چې د افغانستان ستونزې حل کړي. دا چې په موجود حالت کې د بهرنیانو او ګاونډیانو په نیتونو باندې هم شک دی؛ نو د هغوي نه دا توقع کول هم سمه نه ده. الله تعالی هم د هغه قوم حالت ته تغیر نه ورکوي چې خپل حالت پخپله تغیر نه کړي. دا اوس د افغانانو پورې اړه لري چې کومه لار انتخابوي. غواړي چې د بد څخه بدتر حالت ته لاړ شي او که له بدتر څخه د ښه حالت پر وړاندې ګام پورته کړي.

[1] https://www.usip.org/sites/default/files/Afghan-Issues-Paper_For-Taliban-Governing-Will-Be-Hard-Part.pdf

[2] https://www.unrefugees.org/news/afghanistan-refugee-crisis-explained/

[3] https://reliefweb.int/report/afghanistan/afghanistan-humanitarian-needs-overview-2023-january-2023

[4] https://press.un.org/en/2023/sc15222.doc.htm

[5] https://www.bbc.com/pashto/articles/c0d89em99gwo

[6] https://www.amnesty.org/en/location/asia-and-the-pacific/south-asia/afghanistan/report-afghanistan/ د زیاتو ارقامو او معلوماتو لپاره د نړیوالې د عفوې ادارې دا راپور لوستلې شئ.

لیکوال شاه محمود میاخېل؛ د افغانستان د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال او سرپرست او همدا شان د ننګرهار پخوانې والي و. اوس د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو مسوول او ویاند اوهم د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت دوراني مشر دی.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.