دُعا

سلطان جان کلیوال

407

خدایه ! ملا می د محراب په عظمت پوه کړی

خدایه ! په درد یی د وطن او د ملت پوه کړی

خدایه ! خبر یی په مفهوم کړی د قرآن د ژبې

خدایه ! په ځای یی د نفرت په محبت پوه کړی

خدایه ! اګاه یی کـړی د ظلـم په انجـام  بانـدی

خدایه ! له هرڅه یی اول په انسانیت پوه کړی

خدایه ! په برخه یی کړی پوهه دانصاف د قانون

خدایه ! قاضي د مُـحکمې په عـدالـت پوه کړی

خدایه ! د وینـو تـویـولـو قــدرت واخـلی  ورنه

خدایه ! په لار یی د دوزخ او د جـنـت پوه کړی

خدایه ! د کلـی  کلیــوالـو  ته بـلا یی  نه کـړی

خدایه ! یو څه یی د سواد په برکت پوه کړی.

هیله:
یارانو پـورته کړئ لاسـونه او آمین ووایی

که دا دعا می سمه نه وی راته سپین ووایی.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.