افغانان هیڅکله «بدوي» نه وو

عبدالغفور لیوال

444

افغانان د ټول تاریخ په اوږدو کې بدوي انسانان نه وو. دوی «الحضارة» = مدني یا «القرویین» = کلیوال خلک وو او دي.
اول به وګورو، چې «بدوي» څه ته وايي؟
د عربي ژبې تر ټولو دود سیند المنجد لیکي:

بَدَاْ-ُ بَدَاوَة و بِدَاوَةً و تبدَّی: خرجٍ الی البادیة؛ اقام فی البادیة فصار بَدَویاًّ. تَبَادَی. الَبدْو: سکان البادیة من القبائل العربیة الرُحّل وهم ینقسمون الی عدّة قبائیل. و النسبة الی الَبدْو «بَدْوِيّ» والانثی بدویّة ج .
بَدَاوي. البادِیة و البدَواَة ج بَادِیات و بَوَادٍ: الصحراء؛ خلاف الحضارة

المنجد في اللغة [المطبعة بیروت]، لومړی ټوک؛ ۲۹-۳۰ مخونه

ژباړه: بیدیامیشتي، بیدیا او بادیه: بیدیا ته وتل؛ په بیدیا کې هستوګنه او بیديايي کېدل. اغراق و مبالغه،
بیدیامیشتي: د بیدیا عرب کوچیان دي، چې په څو قبیلو ویشل شوي دي. او له بیدیا سره تړاو لري، بیديايي ښځه او بیدیایان.
بیديایان، بیدیامېشتي، دښتې و بیدیاوې، بیدیا : د ښاري = تمدن پرعکس.

د ورته ماناوو لپاره کتلای شئ: منتهی‌الارب، تاج‌العروس، الانساب سمعانی، آنندراج، بحرالجواهر، غیاث‌اللغات، دهخدا او…

حجاز او په لوی سر کې جزیرة العرب او د افریقا شمال (له نیل وادي پرته) د لویو دښتو (صحراګانو) جغرافیا ده. په حجاز کې تر اسلام وړاندې هېڅ مهم او لوی تمدن تېرشوی نه دی، دوی په علمي مانا ښارونه هم نه لرل. حجازي کلیوال د سوداګري لپاره ګاونډيو مدني حوزو؛ شام، روم، بابل (بین النهرین)، پارس او مصر ته ورتلل. په لوی سر کې ټول حجازیان او په ځانګړې توګه د دښتو او بیدیاوو هستوګن کوچیان یې د دغو تمدني حوزو په پرتله بیدیایان (بدویان) ګڼل کېدل.
بلخوا افغانستان، چې د لرغونیو تمدنونو زانګو وه، درې ډوله هستوګن یې لرل: ښاریان، کلیوال (القرویین) او کوچیان. له ډېرو لروغونیو مدنیتونو به يې ورتېر شو، د ګندهارا، باختر او ساکي (ساکستاني = سیستاني) مدنیتونو پرېمانه میراثونه راپاتې دي، چې د افغانستان اوسنۍ جغرافیا يې په خپل پلو کې رانغاړي. لرغوني مدنیتونه د روانو اوبو (لویو سیندونو) پرغاړو جوړېدل. ګندهارا مدنیت د اباسین، باختر د آمو او ساکي هغه د هیلمند پرغاړو جوړ مدنیتونه دي. له کوشاني ټولواکمنیو رانیولې تر غزنوي و دُرّاني (احمدشاهي) هغو پورې د نړۍ په تاریخ کې د مدني ژوند لویې دورې دي.
«بدویت» د اقلیم زېږنده ده، د لویو دښتو په منځ کې د چینو یا ولاړو ډنډونو په څنډو (واحة) کې پرتې قبیلې داسې وې، چې نسلونه نسلونه به یې له نورې نړۍ خبر نه وو. دوی دا ګڼله، چې ټوله نړۍ همدا د دوی «واحة» ده.
بدوي انسانانو ته نږدې سیندونه نه وو، چې تمدن رامنځته کړي. افغانستان د سیندونو او غرونو هېواد چې له تاریخي پلوه یې دښتې نه لرلې، بدوي هېواد ګڼل کېدلای نه شي. د افغانستان د سهیل او سهیل لویدیځ اوسنۍ دښتې هم د شنه سیستان پر کنډوالو جوړې دي، چې یو مهال د اسیا باغ ګڼل کېده او تر طبیعي پېښو/ همدا راز تیموري یرغل روسته پر هیلمند سیند جوړ بند و نړید، هیلمند یاغي شو او شین سیستان په شګلنو دښتو واوښت.
د افغانستان کوچیان هم «بدویان» نه دي، دوی له خورا لرغونې زمانې څخه د خپل کوچ پرمهال شنو سیمو ته تلل او له ودانو ښارونو به تېرېدل، دوی هم ښاري ژوند پېژاند.
له فرهنګي پلوه یې «بدویان» هغو وګړیو ته ویل، چې له ښاري ژوند، زدکړو او ګډبشري فرهنګ څخه ناخبره او لرې پراته وو، حال دا چې افغانانو له خورا لرغونې زمانې څخه ګډ بشري فرهنګ ته دومره څه وربښلي او یا یې ورڅخه رااخیستي دي، چې ډېرو کمو نورو ملتونو به دومره فرهنګي راکړه ورکړه لرلې وي.
په بودايي -زردښتي زمانه کې د سیکاراما، بامیان، بګرام او سګاوند «سجاوند» پوهنتونونه دومره مشهور وو، چې له کوریا، چین، تبت او منځنۍ اسیا څخه ورته زده‌کوونکي راتلل.
تر اسلام راخپرېدو روسته د غزني، بلخ ، سیستان او هرات علمي – فرهنګي حوزې ټول پېژنو.
ښځینه‌و او بیا لوستیو ښځینه‌و په دې ټولو مدني دورو کې فعاله ونډه لرلې ده، زه هغه خوستي یا پکتیاوال پلار ته، چې خپلې دوه لورګانې پر بایسکل دولس کیلومتره لرې ښوونځي ته بیولې « بدوي» او د پوهنې ضد ویل لوی ظلم یا ناپوهي ګڼم.
په ۲۱ مه پېړۍ کې یو پوهنپال پرمختګپال ملت ته «بدوي» ویل خپل ملي هویت ته لوی سپکاوی دی.

.
عکس:
د لوگر په سګاوند/ سجاوند کې لرغونی پوهنتون، چې کنډوالې يې اوس هم شته او د یوه لوی پوهنیز بنسټ نښې یې لا ساتلي دي.
.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.