چي د جام او شونډو جنګ سو

رحیم خان

312

د مولانا چراغ حسن حسرت او منټو تر منځ به هر کله د رقابت اور بل وو، مولانا هر ماښام خپل خیرن بدن ته د میو غسل ورکوئ او بیا به تر سحار پوري په قحبه خانه کي د یو چا په توره یا سپینه غېږ کي پروت وو.
، مولانا یو نابغه، هوښیار او خپل د وخت قابل لیکوال او شاعر وو منټو له ښځو بېزار څوک وو او د دنیا هر هنر یې په بوتل کي موندلى.

پرون په سنګاپور کي ما هم زما مولانا زما زوړ یار ویلوین پیدا کړ راته ویل یې ستا راتګ ته دومره خوشحاله وم چي دا دى نَن مي د شلو (۲۰) ورځو بعد غسل وکړ، ما ورته ویل هم دا دي تر ټولو غلط کار کړى دئ، باید چي موږ بدبویه بدنونه او فکرونه هم وستایو.

ویلوین ویل راځه نٙن غم غلط کړو نیم ساعت بعد موږ دواړه یو داسي ځای ولاړ وو چي هلته د غم عدت نور هم پر زیاتیدو وو، څه وخت چي ویلوین د یو چا پر سپینو لیچو خوند اخیستى وو نو ماته د یو چا تور نوراني مخ په یاد راغلى، تر سحاره پوري زما پر سر درد وو البته ویلوین باندي یو بل غسل هم اوښتى وو!

ناقدین دا هم وایي چي سقراط له دې وجي هم زهر و خواړه چي ښځه یې بد زبانه او بد ذوقه وه. ناقدین هم کله نا کله د ظلم انتها کوي….، هم له ښځو سره، هم له سقراط سره او هم له زهرو سره !

د سحار پر ناشته زما د یو پارسا تربور میسیج راغلى وو چي هیله لرم دا کال به حج خامخا کوې، ما په جواب کي ورته ولیکل چي هیله کوم دا کال به ته د خلکو حقونه داسي په لږ کم حساب خورې !

ویلوین په فخر راته ویل چي دلته حکومت له موږ سره ډیر ښه کوي هر وګړى دلته هغه حق لري کوم حق چي یې روسا او امرا هم لري.…
ده ویل دلته اوس پر موږ مځکه تنګه سوې ده نو د اسمان خوا ته (Vertical growth) د ترقي پر لور روان یو.

ما ورته ویل ” حکومت له موږ سره هم وقتاََ فوقتاََ سیکس کوي موږ هم ډیر ترقي کړې ده، هر شتمن کس څلور ودونه لري او له هر واده څخه څلور څلور بچیان هم لري، هر ماښام د ده څلور میرمني پر ده سپرې وي او هر ماښام یوه نوې نطفه د وجودیت پر تار تړل کیږي زما تربور هم د داسي پراسَس یوه نتیجه ده ”……!

ویلوین ویل زه بل غسل دا وار ۵۰ ورځي بعد کوم !
“رحيم خان”

( د مئ ۲۰۱۷ د میاشتي دویمه هفته – سنګاپور)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.