پینځۀ عادتونه چې موږ ته لۀ خپلو لومړنیو نسلونو راپاتې دي

370

زموږ مغز لۀ ټولو پېچلتیاوو سره سره، پۀ پرلپسې ډول بدلون کړی، خو لا هم داسې عادتونه لرو چې زموږ لۀ لومړنیو نیکونو راپاتې دي:
۱- زموږ مغز دا نۀ خوښوي چې لۀ هرې پرېکړې وړاندې مکث وکړي. زموږ د مغز لپاره دا اسانه ده چې لومړی عمل وکړو وروسته یې پر پایلو فکر وکړو. زموږ د لومړنیو نسلونو لپاره پۀ طبیعت کې ژوند پۀ ښکار پورې اړوند خطرونو سره تړلی وو لۀ همدې امله یې تېز غبرګون اصلي لومړیتوب وو.
۲- زموږ ذهن دا نۀ خوښوي چې بېل او خپلواک فکر وکړو، ځکه پۀ لومړنیو وختونو کې لۀ ټولنې شړل کېدل مرګ شمېرل کېدۀ، لۀ همدې امله موږ لۀ ټولنې سره پۀ همغږۍ کولو کې راحت یو.
۳- د لومړنیو انسانانو وخت کې مغز تل پۀ انرژي لرونکو خوړو (غوړ او خوږو) او لۀ سر خوږي پرته جنسي اړیکو (سکس) پسې ګرځېدۀ. لۀ زرګونو کلونو تمدني بدلونونو وروسته مو لا هم پۀ همغو لېوالتیاوو پورې زړۀ تړلی. پرته لۀ دې چې سرخوږیو او زیانونو ته یې پام وکړو.
۴- ذهن مو داسې تنظیم شوی چې د بقا لپاره ټولیزو ګټو ته د فردي ګټو پۀ پرتله لومړیتوب ورکوي. لۀ دې ټولو سره سره پرته لۀ دې چې د سر خطر یا ستړیا، قهر او اندېښنو ته پام وکړي، د ځان غوښتنې (خود خواهۍ) لار غوره کوي.
۵- زموږ مغز خپه کوونکي خبرونه نۀ خوښوي. نۀ غواړي واقعیت خبره ورته وکړئ. زموږ ذهن تل پۀ هغو مالوماتو پسې ګرځي چې د هغو شیانو تائید کوي چې باور پرې لري. لۀ مستقیم نصیحت او لارښوونې څخه تښتي. زموږ مغز لۀ موږ نه د دفاع پۀ خاطر هر ریښتیا پۀ لغته وهي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.