په ډيورنډ کرښه کې د دروازو بندولو تاکتیکونه توجیه نه لري

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

854

د تورخم دروازه بندول په اغلب ګمان د پاکستان له خوا  پر افغان حکومت د سياسي او اقتصادي فشار راوړلو او یا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د ناحل شوېو جغرافيايي ستونځو د حل لپاره يوه  تګلاره ګڼلاى کيداى شي، خو په يويشتمه پيړۍ کي د اقتصادې بهير د ټکنى کولو په موخه دغه ډول تګلارې تاکتیکونه او حربې نه يوازې دا چې ګټه نه لري، بلکې د دواړو غاړو د کمزورې مشرتابه او ناکامو سياستونو نتيجه ګڼل کېږي.

 اقتصادي رقابتونه او ناندرۍ په نړيواله کچه په نورو هېوادونو کې هم شتون لري او ممکن اقتصادي موخې هم د تورخم دروازې په بندیدو کې رول ولري.  په مکرره توګه د پولې د تړلو تاکتیک په کارولو پاکستان کولی شي د د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ جریان ګډوډ او پاکستان ته فرصت ورکړي چې د سوداګرۍ لپاره د خپلو ګټو په چوکاټ کې غوره شرائط رامنځته کړي، خو دغه تګلاره ناکامه له وخته تيره، پاروونکې ده او يقيناً دواړو هېوادونو ته بدې پایلې درلودلاى شي.

په يو اړخيز ډول په ډيورنډ کرښه باندي د پرتو دروازو تړلو او سوداګرو ته د سختو زيانونو اوښتو ستونځه اوس تلپاتې حل لارې ته اړتیا لري. په متکرره توګه رامنځته کيدونکي دغه ستونځه نه يوازي داچي په اوږدمهاله توګه پاکستان ته هم اقتصادي زيانونه اړوي بلکې په افغانستان کې ولسي غبرګونونه راپاروي، ذهنيتونه خرابوي، حساسیتونه راپورته کوي او ژورې ستونځې رامنځته کوي. دَ وخت غوښتنه ده چې دَ تليفونونو او موقتي حل پرځاى د تلپاتې حل لارو لټون او د داسې ګډ ميکانيزم رامنځته کولو لپاره کار وشي چې په راتلونکې کې هيڅ لورى په يو اړخيز ډول د دروازو بندولو واک ونلري.

په نړيواله کچه په اقتصادي برخه کې ځواکمن هېوادونه د خپلو اقتصادي هژموني  د تحقق لپاره د خپلو اقتصادي رقيبانو  د مهارولو او کنترول لپاره مقابل لوري ته ستونځې رامنځته کوي او د يو بل په وړاندې خنډونه جوړوي، خو مطلقاً د تګ راتګ بندول او سوداګريزو دروازو تړل هغه هم په مکرر ډول د منځنيو پيړيو پرسوده او له وخته تيره تګلاره ده.

په يويشتمه پيړۍ کې دغه شان ستونځې رامنځته کيدل نه تصادف او نه هم په هيڅ صورت د سؤ تفاهم ترعنوان لاندې د توجيه وړ ګرزيداى شي. د پاکستان لخوا د سوداګریزو او ترانزیتي لارو تړل او يا هم د تجارت په برخه کې اداري پيچلتياوې بانه ګرزول، په ځانګړې توګه  په داسې وخت کې چې د افغانستان د تازه میوو او سبزیجاتو صادرات مخ په

زیاتیدو دي،  د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ بې باوري او واټن رامنځته کوي. ناندريو او کرکو ته لاره هواروي د اکمالاتو لړۍ ګډوډوي، د ترانسپورت لګښتونه زیاتوي،  افغان سوداګرو او بزګرانو ته مالي زیانونه اړوي.

دغه ډول پېښې نه يوازي داچي د دواړو هېوادونو د مشرتابه اهليت، ژورليد او د ښه ګاونډيتوب انساني اړخونه تر پوښتنو لاندې راوړي، بلکې د سيمې د وصل او د انرژى د ليږد د نورو سترو پروژو مديريتي او تخنیکي وړتياوې هم تر پوښتنو لاندې راوړي او د انسانيت عاطفي اړخ  دومره ښکته ځي چې له سوداګريزو زيانونو څخه ورهاخوا د کرښې يوې غاړې ته د مړو انسانانو پراته جسدونه او د ناکامو سياستونو له امله د ايسارو بيوزلو خلکو واويلا هم د اړونده حاکمانو ويده وجدانونه نشي راويښولاى.

د عامو خلکو د ذهنيت پربنسټ په تکراري دول د دروازو د تړلو او پرانستلو سياست دوام  د افغانستان د تيرو حکومتونو لاپرواهي او مديريتي نيمګړتياوې په ګوته کوي چې په تيرو دوو لسيزو کې يې په دغه تړاو د نړيوالو ځواکونو له شتون څخه هم د يوه ميکانيزم د رامنځته کولو لپاره ګټه پورته نکړاى شوه او  دغه نيمګړتيا په سوداګريزه برخه کې د افغان حکومت  په وړاندي د پاکستان لخوا د فشار په ډول کارول کېږي.

پوښتنه داده چې دغه تکراري لوبه به اخر تو کومه وخته دوام

مومي او تر کومه به د دغو دروازو بندول او بيا پرانستل د افغانانو د کمزوري نقطه وي؟   له دې سره سره چې سوداګري او ترانزيت د دواړو هېوادونو اړتیا ده او دواړه هېوادونه د ترانزيت لپاره د يو بل مرستې ته اړ دي خو پاکستان ولې د افغانستان لخوا د ممکنه متقابل غبرګون اټکل نه کوي؟ تر ټولو مهمه دا  چې افغان حکومت ولې افغان سوداګرو ته د سلګونه میلیونه افغانیو له زيان اوښتو وروسته  له پاکستاني چارواکو سره د تورخم دروازې د پرانستلو لپاره ناستې او تليفونونه پيل کړي؟ ولې د دواړو هېوادونو چارواکي تراوسه پورې نه دي توانيدلي چې ددغې ستونځې د مخنیوي لپاره په ګډه دوه اړخیز ميکانيزم رامنځته کړي؟

دغه ستونځه  تلپاتې حل لارې ته اړتیا لري او تلپاتې حل لاره داده چې موجوده افغان حکومت ددغې ستونځې په ګډون ټول اقتصادي او سوداګريز مسائل يو مسلکي او تجربه لرونکي کميسيون ته وسپاري او حکومت د همدغه کمیسیون د سپارښتنو عملي کول خپله ملي دنده وګڼي. د بديلو لارو موندلو او له نورو هېوادونو سره دوه اړخیز تجارت ته د ودې ورکولو په پايله کې په پاکستان باندې د افغانستان د تکيې اوسنى ګراف باید نور هم راښکته شي؛ د يوه دوه اړخیز تړون له مخې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې هر ډول يو اړخيزه کړنه بنده شي او همدغه راز د پاکستان په بندرونو کې دافغانستان د ترانزيت په وړاندې خنډونه له منځه لاړ شي. که احياناً دغه ډول کړنې تکرار مومي نو افغانستان ته به د ورته غبرګون ښودلو حق خوندي وي.

  1. د تل لپاره سوداګرو ته د بندو دروازو له امله د زيان رسولو تاکتیک ته د پاى ټکى د ايښودلو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ داسې هوکړه اړينه ده چې د راتلونکې لپاره د دغه ناوړه پرسوده او پاروونکي سياست مخه ونيول شي.

  1. د افغانستان او پاکستان  حکومتونه باید د متقابل درنښت او د دوو ازادو او خپلواکه هېوادونو په توګه يو بل ومني، يو بل په وړاندې د انعطاف ماده خپله کړي، د يو بل اندیښنو ته د رسیدو لپاره په دوامداره خبرو اترو او ډیپلوماسۍ کې ښکیل پاتې شي. منظمې ګډې ناستې، دوه اړخیزې خبرې اترې او د ګډ تفاهم فورمونه  کولاى شي د هر ډول ستونزو لپاره د ډیپلوماټیک حل لپاره فرصتونه رامنځته کړي.

  1. د انډوليزو، مساويانه او  رڼو سوداګریزو چوکاټونو رامنځته کول، د سوداګریزو خنډونو ختمول، د دروازو تړلو مخنيوى او اقتصادي همکارۍ ته وده ورکول کولاى شي د دواړو هېوادونو هر ډول اقتصادي اندیښنې حل او  د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا د سیمې په ثبات کې مرسته کولی شي.

  1. د ښکیلو اړخونو ترمنځ د ښه نيت څرګندولو په توګه د باور رامینځته کول خورا مهم دي.  د باور جوړونې اقدامات، کلتوري تبادلې، ښوونیز پروګرامونه او د خلکو تر منځ د  اړیکو جوړولو، (ټريک 2 دييلوماسي) کولاى شي د غلط فهمۍ په کمولو  کې مرسته وکړي.

 د دواړو هېوادونو  لپاره مهمه ده چې د تلپاتې حل لارو موندلو لپاره انعطاف، زغم ، او ژمنتیا وښيي. د ګډ تفاهم لپاره د ګډ کار کولو غوراوي تر ټولو اسانه نوښت ثابتيږي، د تفاهم لپاره له مختلفو فورمونو او جوړښتونو څخه د ګټې اخیستنې په پايله کې باور رامنځته کيداى شي او د تاوتریخوالي د رامنځته کيدو مخه ونيول شي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.