د نړیوالو بشري مرستو کمېدل او د خوارو خلکو کړېدل

آصف بهاند

271

د نړیوالو بشري مرستو کمېدل

او د خوارو خلکو کړېدل

د لوږې څونامي

شپـږدېـرشمه برخه

په افغانستان کې د بې‌کارۍ،‌ بې وزلۍ او فقر کچه لوړه شوې ده ، چې لوږه د همدې حالتونو زېـږنده ده.

د لوږې په برخه کې د ټولو شته ستونزو په توره تاریکه کې کله ملگري ملتونه د مرستې وعدې کوي او وايي چې: له اړو افغانانو سره یې د ژمنیو مرستو پلان چمتو کړی. نور حال په دې رپوټ کې:

«په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا په یوه رپوټ کې ویلي د دوی څېړنډلو هغه سیمې په ګوته کړي چې خلک په کې د نورو پرتله ډېر زیانمنوونکي دي او د ارزونو له مخې یې ۱۳۷ ولسوالیو ته لومړیتوب ورکړي چې له اکتوبر نه تر ډسمبر میاشت پورې به په کې بشري مرستې پر خلکو ویشل شي.

تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې په دې ولسوالیو کې کومې شاملې دي، خو یوازې دومره یادونه شوې چې هغه ولسوالۍ په کې شاملې دي چې په ژمي کې د واورو له امله ورته غځېدلې لارې بندېږي.

رپوټ زیاتوي چې دغه لومړیتوب د تېرو کلونو تجربو او په دغو ولسوالیو کې د شته خطرونو په پام کې نیولو سره ورکړل شوی دی. دغه راز ویل شوي چې له دې ولسوالیو وروسته ۲۶۴ نورې ولسوالۍ دي چې بشري مرستو ته د خلکو اړتیا په کې د مینځنۍ کچې ده.

اوچا ویلي په پام کې لري چې د ژمي له رارسېدو مخکې اړو خلکو ته تودې جامې، کمبلې، خوراکي توکي، روغتیايي کڅوړې او نور ورسوي.

د ملګرو ملتونو په وینا په افغانستان کې میلیونونه وګړي بشري مرستو ته په داسې حال کې اړ دي چې طبيعي پېښو لکه سیلابونو او وچکالۍ په څېر حالت هم ځپلي او ترڅنګ یې ښځې له کار کولو منع کړای شوي دي. ډېر ځله له بي بي سي په خبرو کې هم ګڼ شمېر افغانان له بې روزګارۍ، لوږې او ګڼو نورو ستونزو سرټکوي…

د اوچا په وینا په افغانستان کې ټول ۲۹ اعشاره دوه میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري خو دوی د خپل پلان له مخې غواړي چې ۲۱ اعشاریه درې میلیونه وګړو ته بشري مرستې ورسوي او د دې لپاره په ټوله کې ۳ اعشاریه ۲۳ ملیاردو ډالرو ته اړتیا لري.»

او کله بیا داسې حالت هم راځي چې د لوږې څونامي په مخنیوي کې نړیوال نه یوازې نوې مرستې نه کوي، بلکې خپلې کړې ژمنې هم نه ترسره کوي، هره ورځ بد خبرونه او د مرستو بندېدل. دې څو سرلیکونو ته پاملرنه وکړئ:

بي‌بي‌سي پښتو:

«د خوړو نړیواله اداره افغانستان کې ۲ میلیونو نورو اړمنو خلکو سره خوراکي مرستې بندوي.»

بي‌بي‌سي پښتو:

«د خوړو نړيوال پروګرام: ښايي افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر نور هم زيات شي.»

تاند:

«د خوړو نړیوال سازمان: افغان ماشومان په نهرو ګېډو ښوونځیو ته ځي.»

بي‌بي‌سي پښتو:

«سېف دې چلډرن: له هرو څلورو درې افغان ماشومان د تېر کال پرتله لږ خواړه لري.»

تاند:

«۱۵ میلیونه افغان اړمن د مرستو درېدو خطر سره مخ دي.»

تاند:

«قزاقستان: افغانستان کې لوږه او اقتصادي ناورین د سیمې ثبات ګواښي.»

تاند:

«د جاپان سفیر: د افغانانو ژوند عادي حالت ته ستون شوی، خو ټول په ډوډۍ پسې سرګردانه دي.»

بي‌بي‌سي پښتو:

«بریتانیا خپله بهرنۍ مرسته کموي؛ پر افغانستان ۷۶ سلنه کمېږي.»

تاند:

«سویډن کمېټه: د قرآن سپکاوی غندو، کاربندول مو افغان بېوزلان اغېزمنوي.»

تاند:

«سره صلیب: ډېرې افغان کورنۍ خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای.»

بي‌بي‌سي پښتو:

«یونېسف: افغانستان کې ۲۸ میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري؛ نړیوال بانک وايي د ‘توکو بیې ښې شوې.»

 

تاند:

«د خوړو نړیوال سازمان: ۱۵ میلیونه افغانان خوندي خوړو ته لاسرسی نه لري.»

د بي‌بي‌سي په یوه تازه راپور کې ویل شوي دي چې: «د خوړو نړیوال سازمان وايي، د بودیجې د سخت کمښت له امله به روانه میاشت په افغانستان کې ۲ میلیونو نورو اړمنو کسانو سره خوراکي مرستې بندې کړي»

د دې خبر په اورېدو سره خلک سخت اندېښمن شوي دي چې هیلې یې د خوړونړیوال‌سازمان په مرستو پورې تړلې دي. د بي‌بي‌سي په یاد رپوټ کې د خلکو اندېښنو ته داسې اشاره شوې ده:

«له دې سره د هغو اړمنو کسانو شمېر چې دغه نړیوال خیریه بنسټ پرې خوراکي مرستې بندې کړي، لس میلیونو کسانو ته ورسېد.

په افغانستان کې د طالبانو له بیاځل واکمنۍ راهیسې په دغه هېواد کې د بې وزلې کچه لوړه شوې چې له امله یې ډېرو اړمنو نړیوالو بشري مرستو پورې د ژوند هیلې غوټه کړې دي.

د کابل ښار اوسېدونکی بابا کریم له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، که د خوړو نړیوال سازمان یې د خوراکي توکو په برخه کې لاسنیوی ونه کړي، کورنۍ یې به یې له کړاو سره مخامخ شي:

“هغوی یوازې دوه ځلي له ما سره مرسته کړې ده. هر ځل یې ۳۵۰۰ افغانۍ نغدې راکړې دي. پیسې ډېرې نه وې، خو په کافي اندازه منصفانه وې. له دویم ځل پیسو اخیستلو وروسته یې را ته وویل چې مرسته نوره بنده شوه.

زه ډېر اندېښمن چې څه به کوو؟ له کومه وخته چې د خوړو نړیوال سازمان مرستې بندې شوي، ټوله شپه ويښ یم او د خپلو بچیانو راتلونکي ته اندېښمن یم.”»

اوس که نړیواله ټولنه، په تېره خیریه مؤسسې په ریښتیا خپلې مرستې ودروي، نو د هغو میلینونو افغانانو د ژوند مسأله به څنگه شي چې همدا اوس نه کار لري، نه زیرمه لري او…

ایا د نړیوالو له خوا د دې مرستو درول به په افغانستان کې د بشري ناورین لمن پراخه نه کړي؟

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.