د نيپا د وژونکي ويروس علایم څه دي؟

436
۱۴۰۲ شهریور ۲۴, جمعه

د هندوستان په جنوبي کېرالا ایالت کې په روانه اونۍ کې ښوونځی او دفترونه د نیپا وژونکي ویروس د خپریدو مخنیوی په موخه تړل شوي دي. دغه ويروس چې له ۲۰۱۸م کال راهېسې په څلورم ځل خپريږي، تر اوسه یې دوه کسان وژلي دي.

دا ویروس څنګه رامینځته شوی دی؟

د نیپا دا وژنکی ویروس په لومړي ځل په ۱۹۹۸ کال کې په مالیزیا او سینګاپور کې وروسته له هغې وپیژندل سو چې د خنځيرانو يا خوګانو ساتونکو بزګرانو تر منځ خپور شوی وو.

دا ویروس کولی شي چې په مستقیم ډول له خنځیر څخه انسان ته ولیږدول شوي. ځيني داسې مستندې قضیې هم شته چې دا ويروس پکې له انسان څخه انسان ته منتقل شوی دی.

ددې ویروس علايم او درملنه؟

ددې میکروب د مخنیوي یا درملني له پاره چې د مړېنې کچه یې ۷۰ سلنه ده، هیڅ ډول واکسین شتون نه لري. يوازنۍ درملنه یې د علايمو علاج او ښه پاملرنه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا په دې ویروس اخته شوي خلک په پیل کې له تبې، په ساه اخیستو کې د ستونزې، سر دردۍ او د استفراق يا خوا ګرځولو علايمو سره مخامخ کيږي

په ځینو مواردو کې په ویروس اخته شوی کس انسفاليت يا مغزو التهاب هم پيدا کولای شي او يا بې هوښه کیږي چې دا کوما ته د تلو لامل ګرځیدلی شي.

دا ويروس د روغتيا نړيوال سازمان د څيړنې او پراختيا په نوملړ کې د داسې ناروغۍ په توګه ثبت دی چې د اپيدمي شکل خپلولو شي.  له اپيديمۍ څخه هغه وخت بحث کیږي کله چې يوه ناروغي په يوه خاصه سيمه او په يوه خاصه موده کې په استثنايي‌ ډول ډېره زياته وي.

مخکي له دې چیري خپور شوی وو؟

دې ویروس په ۱۹۹۸ کال کې په سینګاپور او مالیزیا کې ۳۰۰ کسان ککړي ول او تر سلو ډېر یې وژلي ول. له هغې وخته را په دې خوا دا ویروس تر زرونو کيلومترو پورې خپور شوی او له ککړو شويو څخه یې د ۷۲ او ۸۶ سلنه په منځ کې کسان وژلي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ارقام ښیې چې د ۱۹۹۸ څخه تر ۲۰۱۵ پورې د نیپا ویروس د ۶۰۰ څخه ډیري  قضیې راپور شوي دي.

په ۲۰۰۱ کال کې دا ویروس په هند کې او بيا دوه ځله نور په بنګه دیش کې خپور شو چې له ۹۱ اخته شويو کسانو څخه یې ۶۲ خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

دې ویروس په ۲۰۱۸ کال کې د هند په جنوبي ایالت کیرالا کې ۲۱ کسان وژلي ول. نورې څپې یې بیا په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۱ کې راغلی وې.

د رویترز خبري اژانس د مې میاشتي د راپور له مخې د نړۍ په کچه د کیرالا یوه لویه برخه ددغه ویروس له جدي ګواښ سره مخامخ ده.

دویچه ویله

 

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.