رویباري

اسدالله بلهارجلالزی

341

سړي په لاس کې لکړه د دروازې په لوري ونیوه او په ټیټ غږ يي خپلې ښځې ته وویل: انارو دا کور یی دی.
ښځي په مخ را خورپوړنی لږ پورته کړ، هغې هم ولیدل چې د بنیادم د قد په اندازه د دروازې چوله باندې تیاره پرته ده. خو شیبه وروسته هغه تیاره ورکه شوه.

سړي خپلې خبرې پسې اوږدې کړې زه جومات ته ځمه اودس اولمونځ به وکړم، نور بیا ډیره مه ناوخته کیږه!                                                                    – نه ناوخته کیږم، سپی خو به نه لري؟
ـ څه خبریم، پام کوه دروازه ور وټکوه!
ښځه پښه نیولې غوندې شوه ، په ټیټ غږ يي سړي ته وویل: که دروازه ورټکوم، او څوک را ووتل نو څه به ورته وایم؟
– ته دروازه وټکوه، که يي سپی درلود غاپي، نو بیا ترڅو چې څوک نه وي درته راغلي مه ورننوزه او که د سپي غپا دي وانه وریده نوبیا يي هم ورټکوه او بس یاتې ورننوزه.

 په دروازه پورې ځنځیر وشرنګیده. یوه شیبه تم شوه، په لاره تیریدونکي شاوخوا لس کلن هلک ورته وویل: توړۍ ورځه ورځه سپی نه لري. دې دروازې غنګاه یې په غوږو بده لګیده، نازکې تیزه منډه واخیسته، مخامخ په دالان ننوته، هغه د ښځې په مقصد وپوهیده، وارخطا شوه وریږیده. خپلې مور ته يي په شرمیدونکي انداز سره چې له سترګو يي اوښکو څیڅدې وویل: ادې یوه خبره وکړم. زه هغه وخت له دې سره ستړې مه شې کوم او چای در وړم چې بیا ته هم د دوئ کره ورسي. که دا ما ګوري نو بیا خو موږ هم دا حق لرو چې د دوئ کور وګورو او هلک هم وګوري. زه به سبا په یوه نابلده کورکې څنګه ژوند کوم.
– لورې ته خو سمه خبره کوي. دا خبره به زه د تا په مخ کې ورته وکړمه، ته اوس چای راوړه!
هغه وخت چې د نجلۍ مور له کوټې د باندې ووته، انارو په کوټه کې هرڅه ترسترګو تیر کړل، آن چې د دیوال خوا د ویړټغرپیڅکه یې هم را واړوله، هسي نه چې د کوټې برسیرن پاکوالي يې وغولوی، نو ښه به وي چې لاندیزن پاکوالي يي هم ترسترګو تیرشي، د ټغره د پیڅکې له را اوښتو سره خوشحاله شوه. ژر يي له ډیرکتلو لاس واخیست، بالښته ته يي ډډه ووهله، په دغې شیبه کې مور او لور دواړه د چای له پتنوس سره را ورسیدې. انارو په ځیر، ځیر نجلۍ ته وکتل، ګرده ښایسته د مخ کاسه، تورې سترګې ورټوله څه لوړه پوزه په تندې د پاسه شین وړوکی خال، میانه ونه او هرڅه يي هم لا د سترګوپه کامره کې عکاسی کړل. د نجلۍ څیره او ظاهري کردار يي خوښ شول. کله چې روانیده په ځړیدلو شونډو يي د نازکې مور ته وویل: دا رواج خو نو تاسې را پیدا کړ چې هلک وګورئ، تر اوسه پورې هم چا هلک کتلی او که تاسې داسې کوئ.؟
هغې څه ونه ویل، انارو بیا وویل: خدای مني؛  دغه رواج  خو مو لکه هغه د چا… دغسې ده. بیا دواړو په زوره زوره وخندل، د لويي دروازې غنګیدای بیا واوریدله شوه او انارو ووته…

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.