له یرغلونو سره مقابلې: افغانانو بایللي که ګټلي دي؟

د غازي اکبر لیکنه

294

له یرغلونو سره مقابلې: افغانانو بایللي که ګټلي دي؟

آیا د نیم افغانستان له لاسه ورکولو سره بیا هم افغانان اتلان دي؟

د تېرو ۴۵ کلونو یرغلونو، جګړو او مقاومتونو په نتیجه کې د افغانستان د ځوان نسل په منځ کې د شک، بې باورۍ او اختلاف روحیه ایجاد شوې ده او زیاتره خپل ملت او ولس ملامتوي. دغه کسان له خپل قوم پرته نور قومونه او یا په ځانګړي ډول پښتانه د دې ټولو ستونزو مسؤول ګڼي.

دا لیکنه دغو ځوانانو ته لیکل شوې ده چې نوی فکر وکړي او د بدګمانۍ پر ځای د پېښو او واقعیتونو ژور علتونه او د راتلونکي بریالي ګډ ژوند لارې چارې وپلټي.  

د بشریت تاریخ د ملتونو له بریالیتوبونو او ماتو ډک دی. هغه ملتونه چې د تکامل تر ټولو لوړې درجې ته ورسېږۍ نو د دولت جوړولو وړتیا پیدا کړي. پخوا د پیاوړو ملتونو دولتونو امپراطوریو ته ارتقا کوله او نورې سیمې او هیوادونه یې هم تر خپل کنټرول لاندې راوستل.

د امپراطوریو پر مهال د واکمنو تر منځ د اړیکو اصل جنګ وو، او سوله نسبي او ضمني پدیده وه. د هیوادونو پولې او حدود ثابت نه وو، کوم لوری چې به زورو شو، له بله به یې خاوره نیوله. کله به امپراطورانو مطرحو قومونو ته تر خپل حمایت لاندې واړه سلطنتونه، امارتونه، ولایتونه یا لږ تر لږه جاګیرونه ورکول.

هغو قومونو چې خپل مستقل دولتونه (پاچهۍ او یا امپراطورۍ) یې نه درلودې یا یې درلودې خو نورو پرې یرغل کاوه او نیول یې، د خپل دولت او یا خپلواکۍ ګټلو لپاره ډول ډول ستراتیژي ګانې کارولې او کاروي یي:

جګړه او وسله وال مقاومت: له بهرني یرغل سره جګړه او په نتیجه کې خپل دولت او حکومت جوړول د ملتونو یوه ستراتیژي وه او ده. دا ډول مبارزه کله وګټل شي او کله وبایلل شي. د عربو پر خلاف د ابو مسلم پاڅون او د برمکیانو ځان پیاوړي کولو،  د هند د مغولو پر ضد د پیرروښان او اولادونو، خوشال خان، ایمل خا او دریاخان مبارزې بریالۍ نه شوې خو د صفویانو پر خلاف د میرویس نیکه پاڅون بریالی شو. دا جګړې کله کله بیخي نامساوي وي لکه د شوروي اتحاد او ناټو یرغلونو پر وړاندې د افغانانو مقاومت.

اتحادونه: هم د خپلواکۍ جګړه او هم یرغلیزه جګړه کله یوازې او کله د اتحادونو له لارې کیږي. د هند مغلي واکمنو په وروستیو کې د احمدشاه بابا په مرسته له هندي راجپوتانو او مرهټیانو ځانونه خلاصول. له هټلرڅخه نړی یو لوی اتحاد خلاصه کړه. احمدشاه بابا هم د هندوانو پر خلاف د هند د مسلمانو محلي واکمنو سره اتحادونه کول. انګریزانو د افغانانو پر خلاف له پنجاب او ایران سره اتحادونه کول او افغانان یې قوت او انسجام ته نه پریښودل.

د تاریخ په تر ټولو بریالیو اتحادونو کې د اسلام د ستر پیغمبر اتحادونه په لومړي سر کې شامل دي، چې د حدیبیې تر سولې وروسته یې له بېلابیلو قامونو سره وکړل او بې له جنګه یې د مکې فتحې ته لار اواره کړه. رسول الله تر دې مخکې او وروسته هم تر ټولو زیات تمرکز په دې سوله ایزو اتحادونو کاوه.

سوله ایزه او مدني مبارزه: د دې ډول مبارزې اساس هم د اسلام ستر پیغمبر ایښی دی و په وروستیو وختونو کې یې ګاندي، پاچاخان، مارټین لوټرکینک او نلسن مانډیلا لوی سرلاري وو. دا هم د اصلاحاتو، ازادۍ او حقوقو اخیستلو یوه مهمه او تر ټولو سخته، حوصله غوښتونکې او ژوره ستراتیژي ده چې د ګټې په صورت ېې دوام او اغیز ډېر زیات او پراخ وي.

د جګړې متخصصین وایي چې تر ټولو ښه فتحه هغه ده، چې بې له جګړې تر لاسه شي.  سوله ایزه او متمدنه مبارزه او اتحادونه له جګړې پرته د فتحې تر ټولو ښې ستراتیژۍ دي.

سازش: دا ستراتیژی د بېلابېلو ولسونو له خوا په بیلابیلو ډولونو کارول شوې ده. ځینې پر دې راضي شوي دي، چې د یرغلګر فاتح تر سیوري لاندې نسبي واک ولري. ځینې له مرګ او مطلقې تباهۍ څخه د ځان ساتلو په خاطر په لږ امتیار قانع شوي دي، ځینې پر دې له لا زیات خطر څخه خلاص شوي دي چې د بل دښمن یا حریف پر ضد له یرغلګر سره یو شوي دي. کله یې یو ځای کې یو څه ګټه کافي ګڼلې ده، بل ځای یې ورپرېښی دی.

تسلیمي: کله چې حالت مناسب نه وي، ځینې قومونه د مطلقې نابودۍ په نسبت تسلیمي مني. ځینې ظاهراً تسلیمیږي، خو فرصت ته منتظر پاتې کېږي: دا فرصت کېدای شي د نظامي اقدام، کودتا، دسیسې او سازش په ډول وي او یا دښمن ته نور اولویتونه پیدا او له دغې جغرافیې لاړ شي او ځای یې موجودو محلي قوتونو ته پاتې شي. د شوروي اتحاد د اسیايي جمهوریتونو حالت همداسې شو. د شوروي په سقوط سره واک هغو کمونستو مشرانو ته پاتې شو چې شوروي اتحاد ته وفادار وو. اوس دوی ټول په ملي مشرانو بدل شوي دي. البته لوی یرغلګر او ستر ملتونه هم کله کله تسلیمۍ ته اړ کېږي. هټلر په جګړه کې د ماتې په یوهېدو وروستی امر دا وکړ چې ټول جرمني ملت دې تباه شي، ځکه ویې نه شول کولی، خپلو ایډیالونو ته ورسیږي، خو جنرالانو یې د لومړي ځل لپاره د ده امر ونه مانه او ورته ویې ویل، په جرمني ملت کې به داسې خلک پیدا شي، چې په نوو لارو لوړتیا ته ورسیږي، او دوی د ملت د تباهۍ پر ځای متحدینو ته د تسلیمۍ بدیل غوره کړ.

پخوا دا حتمي نه وه چې واکمن دې دهماغې جغرافیې څخه راپاڅیدلې وي، چې واک پرې چلوي. د هند مغولي واکمن د منځنۍ اسیا ترکان وو، خو د صفوي او شیباني ترکانو په مقابل کې ولاړ وو. د امریکا، کاناډا، اسټرلیا او نیوزلنډ مشران د هغو انګریزانو لمسیان دي چې دغو هېوادونو ته د استعماري هدفونو لپاره تللی وو. د جغرافیې اوسېدونکي هم دایمي او ازلي نه دي. انسانان تل په مهاجرت کې دي، او دا لوی تمدنونه زیاتره مهاجرینو رامنځ ته کړي دي. د هیوادونو قومي جوړښت هم وخت پر وخت بدلیږي. دا خبره د ویستفالي له تړون او نړیوالو جګړو وروسته ومنل شوه، چې په هره جغرافیه دې د همدغې جغرافیې د اوسېدونکو په مشرۍ حکومتونه جوړ شي.

د افغانستان اوسنۍ جغرافیه چې زیاتره د اریانا د لویې سیاسي او تمدني جغرافیې مرکز پاتې شوی دی،له ۵۰۰۰ کلونو راپدې خوا پکې د حکومتونو د جوړولو او موجودیت نښې شته.

که تر اسلام مخکې د افغانستان تاریخ د اوس لپاره پریږدو او ترې راوروسته دورې ته راشو، د عربو تر واک وروسته په لوی افغانستان یا لویه ایریانا یا لوی خراسان کې (چې مرکزونه یې د افغانستان په اوسنۍ جغرافیه کې پراته وو) د طاهري او صفاري دورو حکومتونه (احتمالاً) د فارسیانو او ساماني حکومت د تاجکو په مشري رامنځ ته شول. بیا ترکتبارو غزنویانو، سلجوقیانو، خوازم شاهانو، تمیوریانو، بابریانو، صفویانو، افشاریانو (په ټوله خطه یا خاصو سیمو) واک وچلوه. (په دې منخ کې کله کله د نورو قومونو په مشرۍ هم لوی یا واړه حکومتونه جوړ شوي دي لکه د پښتنو په مشرۍ د غوریانو امپراطوري، د دري ژبو په مشرۍ د آل کرت او نورو کورنیو واړه حکومتونه او دولتونه ).

البته دا مهمه ده چې د افغانستان اوسنۍ جغرافیه د چنګیز تر تاړاک وروسته زیاتره ناارامه او د سیمه ایزو قوتونو د تقابل په مرکز کې وه او درې سوه کاله د هند د مغولي ترکانو، د شمال د ازبکو ترکانو او د فارس د صفوي ترکانو تر منځ د تجزیې او انحطاط په حالت کې وه.

تر دغې تجزیې او انحطاط وروسته میرویس نیکه او احمد شاه بابا په اوسني افغانستان کې د پښتنو په مشرۍ د دولت په جوړولو سره افغانستان په یو واحد هیواد بدل کړ. دغه مشري (د امیرحبیب الله کلکاني د نهه میاشتنۍ، د شوروي د یرغل  (۱۹۷۹ – ۱۹۸۹) د لومړیو نهه کلونو او د نوییمو کلونو په منځ کې د برهان الدین رباني په مشرۍ له دورو پرته) تر اوسه دوام لري. البته پخوا هم د پښتنو په مشرۍ حکومتونه جوړ شوي وو: (په اوسني افغانستان کې غوریان او په هند کې لودیان، خلجیان او سوریان په دولت جوړولو بریالي شوي وو. همداراز د غزني د لویکانو، کابل شاهانو، د کونړ یوسفزیانو او نورو محلي واکمنیو مشري هم پښتنو کوله).

خو په دې درې سوه کلنه سخته دوره کې د سیاسي نظام ساتنه پښتنو ته، او د ټول هیواد ساتنه ټولو افغانانو ته په ډېره لویه بیه تمام شوي دي. ځکه په دې زمانه کې همدا چې احمدشاه بابا سیمه ایز حریفان کمزوري کړل، داخلي ثبات او اتحاد یې ټینګ کړ او د اعمار، علمي پرمختګ او ثبات پر لور د کار وخت برابر شو، غرب قوي شوی وو، د باورتو، بخار، نوې ټکنالوژۍ او نظم په زور یې نوې وسلې جوړې کړې، پیاوړې اردوګانې سمبال کړې، فکري ازادي خپله کړې او د خپلې برترۍ او نوو منابعو د لټونو او حصول لپاره یې د نړۍ د نیولو پیاوړې اراده کړې او کار پیل کړی وو، او په ترتیب سره دې سیمې ته هم رانږدې شول. له بلې خوا د تیمور شاه تر مرګ وروسته د واک پر سر د شهزاده ګانو شخړې هم پیل شوې وې. ګاونډیانو هم د سیمه ایزو حریفانو په توګه د لویو قوتونو له توطیو او تیرې سره مرسته کوله او په داخل کې یې هم نفاق ته لمن وهله. (یعنې پر افغانستان داخلی نفاق، د ګاونډیانو دسیسو او د استعمار یرغل درې واړه پر یو وخت راغلل).

د غربي استعمار د دغه ډول قوي کېدو سره ورو ورو، پر ټوله نړۍ د استعمار یو بې ساری توپان راغی چې زیاتره پخوانۍ امپراطورۍ یې دړې وړې کړې او په زیاترو سیمو کې داستعمار راج پیل شو.

انګلستان، روسیې، فرانسې، بلجیم، هلند، ایټالیې، هسپانیې، پرتګال او المان د نړۍ په ګوټ کوټ کې هیوادونه اشغال او متسعمرې یې ترې جوړې کړی. دوی د اروپا له نسبتاً وړې وچې څخه تر افریقا، امریکا او اسیا راتاو شول، او هر ځای یې مقاومتونه او مزاحمتونه وټکول. انګریزان له ختیځه او جنوبه او روسان له شماله د افغانانو سرحدونو ته په داسې حال کې راورسیدل چې د (په یو ډول چین)، هند، منځنۍ اسیا، عثماني خلافت او عربو په شان لوی قامونه، لویې امپراطورۍ او حتی لوی تمدنونه یې دړې وړې کړي او وارن کړي وو.

دوی د عثماني خلافت په شان امپراطوري، د افریقا، امریکا، استرلیا په شان وچې، د هند نیمې وچې په شان پراخه سیمې ، تر سلونو میلیونه زیاتو عربو ولسونو خاورې او لویه منځنۍ اسیا ټول یا ونیول، یا یې تجزیه او کمزوري کړل او د اسلام، بودیزم، هندویزم، کنفوسیوس په شان تمدنونه یې د نړۍ له مشرۍ راوغورځول. له استعمار سره د نړۍ په زیاتو برخو کې مقاومتونه وشول خو استعماري ځواکونو ته یې ځانګړی ضرر ونه رساوه. یوازې یوه ملت ورسره په ټینګه مقاومت وکړ او دوه ځل یې د استعمار اردوګانې کاملاً تباه کړې، چې هغه افغان ملت وو.

د زیاتو معلوماتو لپاره لازمه ده ووینو چې د استعمار په موده کې کومو امپراطوریو کومې سیمې اشغال کړې وې:

د بریتانیا استعماري امپراتورۍ چې د نړۍ له تر ټولو سترو استعمارۍ ځواکونو څخه وه تر ټولو زیاتې سیمې اشغال کړې وې چې دا سیمې پکې شاملې وي: د هند نیمه وچه، د استرالیا وچه، کانادا، د آفریقا ځینې مهمې برخې (لکه نایجیریا، کینیا او جنوبی افریقا)، کارابین (جامیکا، ټرینیدا او توباگو)، زیاتره عربي سیمې، مالیزیا او هانگ‌کانگ.

د فرانسې استعماري امپراتوري چې لاندې سیمې تر خپل استعماری نفوذ لاندې راوستې وې: په افریقا کې الجزایر، سنیگال او ماداگاسکار، په جنوب شرقي آسیا کې ویتنام، کمبودیا او لاوس، په کارابین سیمه کې هایتی او مارتینیک او په جنوبي لټ سمندر سیمه نوې کالدونیا او او خینې نورې سیمې.

د اسپانیا امپراتوری چې هم یوه ستره او زړه استعماري امپراطوري ده په امریکا کې یې سترې سیمې لاندې کړې. اوسنی مکسیکو، مرکزي امریکا، په جنوبي امریکا کې پیرو، کولمبیا و آرجنټاین، او همدارنګه په جنوب شرقي آسیا کې فیلیپین په دغو نیول شوو سیمو کې شامل وو.

د پرتګال امپراتوري: پرتګال چې پخپله یو کوچنی هیواد دی، خپل استعماری حضور یې په برازیل چې په جنوبي آمریکا کې تر ټولو ستره مستعمره وه، د آفریقا ځینو برخو لکه آنگولا، موزمبیق او د آسیا ځینو برخو لکه د هند گوآ ، د چین ماکائو ، او ختیځ تیمور سیمو کې رامنځ ته کړی وو.

د هالند امپراتوري هم د جنوب ختیځې آسیا ځینې برخې لکه اندونزیا، د کارابین سیمه کې سورینام او هالندي آنتیل او د آفریقا ځینې سیمې لکه جنوبی آفریقا  نیولې وې.

د بلژیک استعماري امپراتورۍ هم په آفریقا کې مستعمرې درلودې چې تر ټولو بدترین ظلمونه یې کړي دي.

د آلمان امپراتورۍ هم په آفریقا (تانزانیا، نامیبیا او کامرون) او لټ سمندر سیمه (نوې پاپوآ گینه) کې مستعمرې درلودې.

د ایټالیا امپراطورۍ هم د افریقا په لیبیا او اریتریا او د سومالیا ځینو برخو، او د ختیځې مدیترانی په البانیا، او ډوډیکانس جزایرو کې خپل استعماري حضور ټینګ کړی وو.

د جاپان امپراتورۍ د نړیوال جنګ په ترڅ کې د حتیځې آسیا زیاتې برخې اشغال کړې چې له هغې دلې چین، او کوریا پکې شامل وو.

د تزاري روسیې د حضور سیمې هم ډېرې پراخې وې چې پر مسکو، سایبریا او سن پترزبورک برسیره یې منځنۍ اسیا (قزاقستان، ازبکستان، قرغزستان، او تاجکستان)، قفقاز (ګرجستان، ارمنستان، اذربایجان)، اکراین او پولند ته پراختیا ومیندله.

د شوروي اتحاد پر مهال روسیې د ۱۵ جمهوریتونو مشري کوله چې دا هیوادونه پکې شامل وو:  قزاقستان، ازبکستان، قرغزستان، تاجکستان،ګرجستان، ارمنستان، اذربایجان، اکراین، روسیه، بیلاروس، لتوانیا، لاتویا، استونیا، مولداویا، او ترکمنستان پکې شامل وو.

شوروي اتحاد په اروپا او نورو سیمو کې هم متحدین او د نفوذ سیمې درلودې چې دا هیوادونه پکې شامل وو:  د ختیځې اروپا هیوادونه (پولنډ، چکوسلواکیا، هنګري، بلغاریا، رومانیا او ختیځ جرمني)، کیوبا، ویتنام، شمالي کوریا، په مفکوروي ډول چین (تر یوه وخته)، انګولا، مغولستان، نیکاراګوا، یوګوسلاویا (د مارسال تیتو تر وخته) او یوه موده په افغانستان کې له شدید جنګ او مقاومت سره د مخامختیا په حال کې.

افغان ملت ته د استعمار ناتار نه جبرانېدونکې زیانونه واړول. د انګریزانو دوه یرغلونو، له افغانستان څخه نیم بدن بېل کړ، له تزاري روسیې سره د رقابت په نتیجه کې یې د لویې لوبې په محور کې راوست، چې تجرید شوی، محاصره او د علم او پرمختګ له کاروانه په قصد سره ایسار شوی یې وساته.

په شلمه پیړۍ کې د روسانو یرغل افغانانو ته تر هغه هم زیات نه جبرانیدونکي بشري، مادي او معنوي زیانونه ورواړول او په یوویشتمه پیړۍ کې د ناټو او امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف حضور او بیا غیر مسؤولانه وتلو افغانستان له داخلي مشروعیت او بهرنۍ پیزندنې له بحران او زیاتو اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مخامخ پرېښود.

البته افغانستان له نورو سره توپیر درلود. دا کوچنی، غرنی او بیوزلی خو اتل، ټنیګ او نه ماتېدونکی هیواد او د هغه مقاوم ملت تسلیم نه شول او له یرغلګرو سره یې مقاومت او مقابله وکړه او خپل کور یې ترې ازاد کړ.

د انګریزانو د وسله وال تیرې په دواړو جګړو کې یې د انګریز ټولې راغلې اردوګانې تباه کړې او په درېیمه جګړه کې یې خپله خپلواکي واخیسته.

له شوروي سره جګړه یې چې تر یو نیم میلیون تلفات، پنځه میلیونه ټپیان، د اتیا سلنه کلیو او کورونو ورانېدل، د پنځه میلیونو اوسیدونکو مهاجرت او ۸۰۰ بیلیونه ډالرو مالي زیان ورسره مل وو، پر دې منتجه شوه چې د شوروي  اتحاد لویه اردو چې هیڅکله په شا نه تلله له خپله کوره وباسي. د شوروي اتحاد سره د جګړې پر مهال د نړۍ زیاتره هېوادونو د افغانانو له مقاومت ملاتړ کاوه. د افغانانو محاسبه داوه چې شوروي به د جګړې د دوام په صورت کې اخلاقي مجوز لا پسې وبایلي او اقتصادي کمزوري به یې د دې سبب شي، چې له افغانستانه ووځي. همدغه محاسبه سمه شوه. شوروي اتحاد پر اقتصادي بحران اخته شو او نور یې د افغانستان د جګړې د دوام توان له لاسه ورکړ. شوروي مشر ګورباچوف دې جګړې ته د ناسور ټپ نوم ورکړ او د شوروي او یا لږ تر لږه د روسیې نجات ته یې ترجیح ورکړه او له افغانستان څخه ووتل.

له امریکا او ۴۸ متحدو هیوادونو او ګاونډیانو سره مقابله یې هم حیرانوونکې ده. سره له دې چې د وسلو او امکاناتو له مخې د دوی تر منځ مقایسه نه کېده. له بلې خوا د درې غیر پښتنو قامونو نظامي ـ سیاسي ډلو د یرغلګرو په قومانده له خپلو خلکو سره جګړه کوله، تر نیمایي زیاتو پښتنو هم له یوې خوا جګړه ممکنه او عملي نه ګڼله او له بلې خوا یې پکې د نورو لاسونه لیدل، نو په یو ډول د نړیوال نظامي ایتلاف ملګري وو. خو د پښتنو تقریباً نیمایي نفوس د مجبوریت له مخې د وسله وال مقاومته ملاتړ وکړ او شل کاله یې له ټولې نړۍ سره یوه نابرابره جګړه وکړه. په دې جګړه کې هغو هېوادونو هم له نړیوال ایتلاف څخه ملاتړ کاوه چې پوځونه یې افغانستان ته نه وو لېږلي او هیڅ هېواد او ډلې دا جرآت نه شو کولی چې له افغان مقاومته د ملاتړ یوازې یو غږ وکړي. ملګرو ملتونو هم نړیوال ایتلاف ته پر افغانستان د یرغل جواز ورکړی وو. دلته د افغان جنګیالیو محاسبه دا وه چې تر وروستي بریده قرباني ورکوي او له بهرنیو پوځونو سره تر هغو جنګیږي چې بهرنیان د دوی په وژلو ستړي شي او له خاورې یې ووزي. دلته بیا محاسبه سمه راوخته، ټرمپ یو ټینګ جرآت وکړ او د لا زیاتو افغانانو، امریکایانو او د دوی د متحدینو د وژلو پر ځای یې له افغانستان څخه د ځواکونو وتلو ته ترجیح ورکړه.

له افغانستانه تر وتلو وروسته امریکایي سیاسي او نظامي مشرانو دا خبره څو ځل وکړه چې موږ نور د افغانانو له وژلو ستړي شوي وو، او پوه شوو چې دا جنګ د ګټلو نه دی.ټرمپ چې د امریکا له زړورو او صریح ویونکو مشرانو څخه وو، په ډېر واضح ډول وویل چې نه غواړي د دې جنګ د ګټلو لپاره ۱۲ میلیونه خلک ووژني. د دوی محاسبه دا وه چې د پښتنو په منځ کې ۱۲ میلیونه ځوانان شته چې جګړې ته حاضریږي. د جنرال مک کرسټال محاسبه هم دا وه چې که په نورو ځایونو کې له دوه کسانو یو ووژنې، یو پاتې کیږي، خو د پښتنو په سیمه کې که له دوه کسانو یو ووژنې، پنځه پاتې کیږي، ځکه د وژل شوي افغان څلور نور ورونه هم جګړې ته رادانګي.

دا ټول د افغانانو د اتلولۍ کافي سندونه دي. که څوک یې نه مني، یا بد نیته دي، یا لیوني دي او یا نامرد دي.

انګریز، روس او امریکا دا خبره مني چې دوی ماته خوړلې ده، خو زموږ ځینې ناانصافه افغانان وایي چې نه موږ چاته ماته نه ده ورکړې.

ځینې بېوزلان خو لا دومره د کمترۍ په عقده اخته شوي دي چې افغانانو ته خاک فروش او وطن فروش وایي، دا دریځ نو د زیاتې حیرانۍ او خندا وړ دي. که افغانان په دوه پیریو کې له درې زبرځواکونو سره د جنګېدو او ترې د خپل کور د ازادولو سره سره بیا هم وطن فروش او خاک فروش وي، نو د نړۍ پر مخ وطن ګټونکي او خاوره ساتونکي څوک دي؟

که انګریز وایي چې موږ له افغانستانه ټیټې سترګې او زوړندې لکۍ مات شوي ووتو. نو د کمترۍ په ناروغۍ دغه هېوادوال ولې هغوی ته مات نه وایي.

که روسان وایي چې د افغانسان جګړه زموږ لپاره د ناسور ټپ او د یو داسې بم په شان وه، چې ټول شوروي اتحاد یې مات او د نړۍ د قواوو توازن یې بدل کړ، نو دوی څنګه وایئ چې شوروي نه دی مات شوی.

که د امریکا د وسله وال پوځ لوی درستیز وایي چې د افغانستان په جګړه کې د امریکا د ماتې عامل جنرالان دې محاکمه شي، دا ښاغلي څوک دي چې وایي، د امریکا په مشري نړیواله جنګي ټلواله نه ده ماته شوې.

امریکا، شوروي اوانګریز فاتح او لوی قامونه دي، دا اخلاقي جرآت لري چې د یو بیوزلې، بې وسلې او نسبتاً کوچني ملت څخه پر خپله ماته اعتراف وکړي، خو د کمترۍ او مریي توب په ناروغۍ اخته کسان چې هیڅ غرور او د خپلواکۍ احساس نه لري، دغه حقیقت نه شي درک کولی.

د قومي اجنداوو لرونکي ماجراجویان وایي پښتنو پیښور او ټوله کوزه پښتونخوا بایللې ده او دا نور قامونه پکې شریک نه دي. لومړی خو د استعمار په وړاندې لکه چې وویل شول، د امپراطوریو او پیاوړو دولتونو لرونکو سترو سترو هیوادونو هم یا ټول هیواد یا سترې سترې جغرافیې له لاسه ورکړي دي. دوی ټول خاوره پلورونکي او وطن پلورونکي نه دي. بلکې زور یې ونه رسېده. (ټولو) افغانانو هم د استعمار تریخ خوند څکلی دی، خو تریخ خوند یې پرې څکلی هم دی.

د بیلګې په ډول ایران چې یو وخت د نړۍ له دوه پیاوړو امپراطوريو څخه یوه وه، روسیې ته یې د ترکمانچای، ګورکان، آق چای، عالیخانه او بختیاري تړونونو کې د ایران شمالي ځمکې، خراسان، کرمان، اردبیل، سیستان، آذربایجان، تفریج او نورې پراخې سیمې ټولې یا د هغوی یوه برخه روسانو، انګلیسانو، عربو او افغانانو ته پریښودې.

ترکیه چې شپږ سوه کاله یې د اسلامي نړۍ مشرتوب کاوه، په نړیوال لومړي جنګ کې یوازې اوسنۍ ترکیې ته راټوله شوه. په پرتو، کوچوک ګیاهنه جرجیانون، ترکمنجای، یادګار، لوزان او نورو تړونونو کې کرمانچاه، د مجارستان او کرواسیا، شرقي اروپا کې مهمې سیمې لکه د صربستان او رومانیا ځینې برخې، د کریمیا په شمول د شمال سیمې او قفقاز روسیې، او پراخې عربي سیمې  انګلیسانو، او نورې سیمې اتریش او نورو هیوادونو ته ویایللې.

د منځنۍ اسیا ترک تباران چې د سلجوقیانو، خوارزم شاهیانو، تیموریانو، بابریانو، شیبانيانو او حتی عثمانیانو امپراطورۍ، سلطنتونه او پاچاهۍ یې رامنځ ته کړې وې، یو وخت یې ټولې خاورې چنګیز او بیا شوروي اتحاد ونیولې.

عربو چې یو وخت د ټولې نړۍ مشري کوله، او مصر چې د فرعونانو کور او د لرغونو تمدنونو یو مهم مرکز دی، ټولې خاورې ېې یو وخت عثماني ترکانو او بیا انګریزانو ونیولې. چین، مالیزیا، اندونیزیا، او نور هېوادونه هم داسې درواخله. جرمني چې یو پیاوړی ملت او د اروپا په جنګي چرک مشهور دی، یو وخت د متحدینو تر منځ وویشل شو. هند چې نیمه وچه او د یو لرغوني تمدن مرکز دی، بیا – بیا افغانانو، ترکانو، مغلو او په پای کې انګریزانو نیولی او سوونه کلونه حکومتونه یې پرې کړي دي.

افغانان هم له استعمار څخه متضرر شوي دي، هیواد یې د نړۍ د دوه تر ټولو سترو زبرځواکونو د لویې لوبې ‌ډکر وو، له تره قي او پرمختګ راوګرځول شو، نیمه خاوره یې یې انګریز ونیوله او بیا یې پاکستان ته په میراث پریښوده. خو افغانانو د خپل نفوس او امکاناتو په تناسب له یرغلګرو سره د نړۍ تر ټولو قومونو شدیده مقابله کړې ده، لږ تر لږه په ټوله نړۍ کې یې استعمار ته تر ټولو لوی زیانونه رسولي دي او د خپل کور مرکز یې ترې ساتلی او ازاد کړی دی.

تر ټولو بد هغه سیاسیون دي، چې پردۍ لښکرې یې خپل کور ته دعوت کړي او د خپلو خلکو پر خلاف یې د هغوی سره یو ځای جګړه کړي وي. د نړۍ په تاریخ کې د لویو پادشاهیو او امپراطوریو ډېرو شاهانو او شهزاده ګانو دغسې تاریخي ننګونه ګټلي دي او متاسفانه د افغانستان په تاریخ کې هم دغه ننګین کار درې ځلې تر سره شوی دی. شاه شجاع د انګریزانو په مرسته کابل ونیو، خو چې پوه شو، ژر پښیمان، مجاهدینو ته تسلیم، او د استعمار له ملګرتیا یې لاس واخیست. دوهم شخص ببرک کارمل وو، چې د شوروي یرغلګرو په ټانکونو سپور افغانستان ته راوستل شو او د کابل د مشرۍ واک ورکړل شو. ده تر وروستۍ شیبې د شورويانو اوامر منل، او افغانان یې وژل. که به شورویانو د افغانانو له وژنې معذرت غوښته، ده به ورته ویل چې ټول مړه کړئ، تول اشرار دي. حتی په هغه ورځ چې شوروي اتحاد ته یې تبعیداوه، د الوتکې له دروازې سر راوویست او خپلو ملګرو ته یې غږ کړ چې د افغان – شوروي دوستۍ ته وفادار پاتې شي. درېیم ځل برهان الدین رباني او د ده جنګي قوماندان مارشال فهیم د امریکا د پوځونو او ب ۵۲ الوتکو په بدرګه د کابل واک ته ورسول شول. البته رباني بیا له واکه لیرې او سمبولیکه مشري حامد کرزي ته ورکړل شوه، خو د واک ۸۰٪ برخه له هماغې شمالي ټلوالې، په ځانګړې ډول نظار شورا او جمعیت سره وه. دوی هم تر پایه د افغانانو له وژلو نه ستړي او نه پښیمان شول. دوی بهرنیانو ته رسماً لیکلې اجازه ورکړه چې د هر افغان کور ته تللی او هر ډول ظلم ورسره کولی شي، له غیر مسؤولو بهرنیانو سره یې شخصي زندانونه هم جوړ او تر وروستي بریده یې له بهرنیانو سره خپل هېوادوال وځورول.  البته مارشال فهیم په ډېر ویاړ ویل چې موږ اوس خپل حریفان د امریکا په زور په خپلو کورونو کې هم تعقیبوو، او رباني (د سولې د عالي شورا د ریس په توګه) د ناټو د مشرانو په جرګه کې وړاندیز کړی وو چې د جګړې د ګټلو اسانه لار د پښتنو عام قتل دی، چې ناټو مشرانو د ده دا ظالمانه وړاندیز نه وو منلی. البته کارمل او نظار شورا د کوم قام استازي نه بلکې د قدرت لیوني وو او تاریخ یې په باب خپل بې رحمه قضاوت کړی دی.

البته د یوې خبرې واضح کول ضرور دي: په وروستیو درې سترو جنګونو کې افغانان د کوم زبرځواک په توګه د کوم نړیوال جنګ مشرۍ یا لوبغاړي توب ته نه وو وروتلي چې کوم زبرځواک داسې مات کړي، لکه جرمني چې په نړیواله جګړه کې مات شو. افغانانو یوازې خپل کور د زبرځواکو یرغلګرو څخه په داسې نابرابره جګړو کې ازاد کړ، چې د بشریت تاریخ یې بیلګې نه لري. نو افغانان نه د چا په کور ورغلي وو، نه د کوم نړیوال جنګ پیلوونکي وو. یرغلګر یې له زور او کبر سره پر کور راغلي وو، په نه تصور کېدونکو قربانیو یې بېرته له خپل کوره وایستل، چې دا په همدې مشخص مورد کې د یرغلګرو ماته ده. البته له افغانستان څخه د انګریزانو او روسانو د ایستلو سره سم د دوی نړیوال هیبت کم او ورو ورو خپلو اصلي خاورو ته ورټول شول. د امریکا د یکه تازې مشرۍ طلسم هم کمزوری شوی او اوس نړی بېرته قطبی کېدو ته ورانه ده. چې په دې ټولو کې د افغانانو د قربانیو کلیدي رول شته.

وروستۍ پوښتنه داده چې موږ له درې زبرځواکونو سره په جګړو کې څه ګټه وکړه؟

د دې پوښتنې ځواب ډیر واضح دی. ټولنیزې ستونزې معمولاً کورني او بهرني عوامل او سببونه لري، چې ژور او مفصل بحث غواړي، خو دلته له جګړې څخه د افغانانو د ګټې په باب باید په لنډ ډول ووایو چې افغانان د مادي ګټې او ټولنیز او اقتصادي پرمختګ په نیت جګړې ته نه وو داخل شوي، او جګړې اصلاً دوی نه وې پیل کړې او نه یې غوښتلې. پر کور یې کبرجن زبرځواکونه راغلي وو، او دوی مجبور وو چې قرباني او تاوان وګالي او خپل کور ترې ازاد کړي. نو افغانانو رښتیا هم مادي تاوان وکړ، د نړۍ د تمدن او پرمختګ له کاروانه وروسته پاتې شول، خو دا یوه مجبوري او مظلومیت وو. بله چاره یې ترې نه درلوده. که له دې ټولو سره سره هم ملامتي په افغانانو اچول کیږي، دا نو د قضاوت تر ټولو ظالمانه ډول دی.

دا چې اوس نړۍ یو کلی او د نړۍ چلولو سیستم په ډېر پیچلي ډول د زبرځواکونو په لاس کې دی چې د خپلو ملي ګټو لپاره د سوله ایزو، دپلوماتیکو، استخباراتي او جګړه ایزو لارو ټول بدیلونه کاروي، د کوچنیو، کمزورو او مظلومو ملتونو خلکو او مشرانو ته د ژورو ستراتیژیو جوړول او عملي کول پکار دي، چې ځانونه د نړیوالو ټکرونو له مرکز کېدو وساتي او خپل ژوند او پرمختګ ته ورو، تدریجي او له احتیاط سره مل دوام ورکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.