د شعارونو سياست، د واک او ثروت تنده او ړوند تقليد

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

905

د شاهي نظام په وړاندي د داودخان له کودتا رانيولې د امارت تر واکمن کيدو پورې تحولاتو ثابته کړه چې د نظامونو نسکورول هېواد له فاجعو سره مخ کوي او توغلونه يې په ولس تيريږي. ځکه خو پرون هم د نظام د نسکوريدو مخالف وم او نن هم د نظام د نړولو مخالفت کوم. د تير حکومت مشرتابه ته به مو که د نظام له نسکوريدو څخه د مخنیوي لپاره او تلپاتې سولې ته د رسيدو په بدل کې د قرباني ورکولو خبره وکړه نو سملاسي به يې ورته ويل؛  “تاسو طالباني فکر لرئ”.

ډيرى اوسنيو چارواکو ته هم ځانونه سپين چرګان او واجب الاحترام مخلوق ښکاريږي. په خپلو معيوبو تګلارو باندي  د ښه نيت نيوکې او د سمون لپاره عذرونه هم د ټولنيز پرمختګ اړينه برخه نه، بلکې زموږ په فکري لومړيتوبونو کې ورته د شل کلن اشغال اغيزې ښکاريږي. زموږ په ټولنه کې بدبختانه د سترو سياسي سهوو نه ارزول او له خپلو غلطيانو څخه زده کړي نه کول، له خپلو ګناهونو څخه په سرټمبه ډول دفاع کول، د خپلو ناوړه کړنو پړه په نورو باندې اچول، ځان ته په مټکور استدلال برائت ورکول او په ټوليز ډول  د پاروونکو شعارونو او احساساتو سياست زموږ ټولنيزه ځانګړتيا ګرزيدلې ده.

راځئ چې د مصلحتونو پر اساس خوشبينه واوسو، اوسنى امنیت غنيمت وګڼو او د نظامونو  نړولو ته په ولس او هېواد باندې د ناوړه عواقبو له زاويې څخه وګورو  او تر هر څه د مخه د تير نظام ناخوالې ناپړيتې او شلېدلى حالت، هره ورځ د زورواکانو ګواښونه، د فساد ناسور، د يرغلګرو وحشتونه راياد کړو، تېر په هېر وګڼو او له نن څخه په ملي قضاياو کې د سمون راوستلو لپاره کمپاين پيل کړو. د توپک پورته کولو پرځاى خپلو اوسنيو حاکمانو ته لمن وغوړوو چې د تير نظام د نسکوريدو او واک ته د طالبانو د رسيدو عوامل او لاملونه په علمي او مسلکې توګه د بن په پريکړو کې د طالبانو له حذف او د څو غرب پلوو اشخاصو په ګډون يوې جنګي ډلې ته د واک سپارلو له ورځې څخه راپيل کړي. له تېرو تيروتنو څخه د زده کړو د دود بنسټ کيږدي، نو اوس هم زموږ روانه ملي غميزه په ښه توګه حل کيداى شي.

البته موږ هسې تش په خوله ستر ستر شعارونه ورکوو. د نړۍ د ماتولو، نظامونو د جوړولو، د اسلامي امت د راپورته کولو، د عمري عدالت قایمولو، د انسانيت د ژغورلو او نړۍ ته د درسونو ورکولو ترانې غږوو، خو که دَ عمل ډګر ته راښکته شو نو پوهيږو چې زموږ د سياستوالو مطلق اکثریت د ملي فکر کولو وړتیا هم نلري. د قوم، ژبې، قشر، جنس، سمت او ډلې په نوم د مبارزو په نوم تعصبات خپروي، امتیازات اخلى او خپل جيبونه ډکوي، په ملي امتیازاتو خپل اولادونه نازوي او توپان کې له خپل ولس سره ژوند کولو ته زړونه نه ښه کوي. متأسفانه ولسونه هم د زده کړو د ښکته کچې او اوږدو جګړو له امله تيت او پاشل شوى دى.  يوازې ړوند تقليد جګړه او د بنسټونو نړول مو زده دي، خو په سياست کې احتساب له هنر سره نابلده يو.

کله مو فکر کړى دى چې زموږ سياسي مشران ولې د تل لپاره د واک ته له رسيدو مخکې ځانونه د ملت خادمان، د عمري عدالت ممثلين، د سولې مينان، دين پتنګان او د خاورې عاشقان راپيژني، خو دَ واک له ترلاسه کولو سره سم له ځان د واک ساتلو ټولواک کيدلو مجنونان او د شهوت او ثروت غلامان شي، د چنګيز خان او هلاکو ځانګړتياوې خپلوي، د خپلو تيرو ژمنو او کړنو په تړاو د هيڅ ډول مسئولیت احساس نه کوي او عدالت ته د راکش کيدو وېره نه لري؟ ځواب يې څرګند دى چې زموږ ولسونه کور کورانه تقليد کوي، د مشرانو د کړنو څار زموږ په کلتور کې نشته. دَ سياستوالو په تيرو کړنو پسې نه ګرزو، ملي ارزښتونو ته د هغوى د عملي ژمنتیا کچه نه معلوموو، په عملي ژوند کې له ارزښتونو سره د هغوى د تړون په کچه پسې سر نه خوږوو او د هغوى شاليد ته د کتو پرځاى يوازې د هغوى په شعار او خبرو باندي دوکه کيږو. موږ موخې نه پيژنو، خو مخونه مو معبودان ګرزولي دي. موږ له مشرانو څخه د هېواد د ابادي او د ولس د سوکالي لپاره د اجندا غوښتل عيب ګڼو. موږ ته يوازې افراد اهمیت لري او ظاهري ښکلا د هغوى د واجب الاحترام او غير مسئول ګڼلو ضمانت ګڼو.

د سوسياليزم د ډونډورچيانو لخوا د کور کالي ډوډۍ په شعار وغولول شو، د عمري عدالت د پلى کولو دعوه کوونکو لخوا مو د شوروي يرغل په مقابل کې د ملت قرباني په سيند کې لاهو او بيا مو کابل کنډواله شو، د ديموکراسي د روباټانو په دعوو او چيغو او د جنګسالارانو د غصب او فساد په توپان کې مو ازادي، حريت وقار او ارزښتونه وبايلل او د سوچه اسلامي نظام پتنګان هم د انډيوالانو په پاللو او مباحاتو کې ونښتل او موخې ورڅخه پاتې دي.  له لسيزو راهيسې زموږ هېواد ته د واک د انحصار او د نورو د حذف سياست تباهي راوړې ده. په بن کې مو هم د طالبانو د نفى فارمولې زيانونه  او فاجعې مو يې له شل کاله ځاني زيانونو او سلګونه مليارده دالرو له لګښت څخه وروسته ننداره کړل.

د بن په غونډه کې د لويديځ لخوا د افغانستان د جنګسالارانو يوې برخې مشرانو او د ګوتو په شمير لويديځ پلويو  افرادو ته د واک سپارل او د اکثريت افغانانو له پامه غورځولو له امله د تېر نظام بنسټ کوږ او لړزانده کيښودل شو. جنګسالارانو د يوې سازمان شوې جرمي ډلې په توګه عمداً له لمړۍ ورځې څخه د نظام کمزورى ته ملا تړلې وه. کرزى د ولسي ملاتړ د نشتون، د امریکا او ناتو لخوا د همکاري نه کولو له امله د جنګسالارانو د مافيايي ډلې  لخوا يرغمل شوى مشر وو. افغانستان  جګړو او يرغلونو ځپلى هيواد وو او په غرب کې د روزل شوي او پاتې شوى غني، ښه استاذ وو، ښه لابي کول زده وو، د سرچينو موندل او د اقتصادې ستونځو د حل په برخه کې برلاسى وو، خو په جګړه کې د ښکېل هېواد او په ځانګړي ډول له جنګي مافیايي ډلو سره په ګډه د هيواد اداره کولو په چل نه پوهيده او غوره کاري ټيم يي نه درلوده.

لوړ پوړو چارواکو اکثريت په غصب او فساد اخته وو. جنګسالارانو له قانون څخه د معافیت کلتور رامنځته کړ، د فساد ريښې له ارګ پورې ورسيدې. امریکا په بن کې د نظام بنسټ کوږ ايښى وو، په دوحه کې يې وننګاوه، ارګ د واک حرص په سترګو ړوند په غوږو کوڼ کړ، حقائق نه ليدلاى او اوريدلاى شواى، عبدالله له ويش څخه په چور رضا وو، ځينې سياسي مشرانو د موقت حکومت د مشرتابه لپاره ميکپ کاوه، چا په راتلونکې کې د مطرح کيدو لپاره د خليلزاد ډول ته نڅا کوله، جنګسالارانو د تېښتې په منډه کې د رقابت لپاره د حامد کرزي له نړيوال ډګر چا د بلخ لاره غوره کړه، ارګ هليکوپتر ته لومړيتوب ورکړ او طالبان راغلل چيغې يې پيل کړې چې ماته مو نړئ کړه، خو په ډګر کې يوازې ملت مات ګوډ پروت وو.

له تېر دوه کلونو راهیسې ورته ګورو چې په يوازې سر لکه د پخوانیو په شان طالب هم له ډيرو مثبتو اړخونو امکاناتو او فرصتونو سره سره حکومت نشي کولاى نظام نشي جوړولاى او د ولس ملاتړ نشي ترلاسه کولاى. نظام اړين بنسټونه نه لري، ولس په خپل کور کې محرومیت احساسوي کادرونه او مسلکي افراد د نظام برخه نه ګڼل کیږي، ځوانان له مجبوريت څخه  هېواد پريږدي. تر هر څه د اندېښنې وړ خبره داده چې د انجونو په زده کړو باندي بنديز دوام لري او ملت له چيغو پرته نور هيڅ نشي کولاى.

لنډه دا چې له تيرو پنځو لسيزو راهيسې دغه هېواد او ملت د د پرديو يرغلونو، نيابتي جګړو او بيځايه لاسوهنو، د خپلو مشرانو  د ځان غوښتنې د واک او ځواک لوږې د شهوت او ثروت حرص د نورو د نفى او حذف سياستونو د کور کالي ډوډۍ، عمري عدالت د قيام، د وطن د ابادولو، د ديموکراسي د باغونو په راوړلو او د اسلامي نظام د پلى کولو تشو هوايي ژمنو او د ولس لخوا د ړوند تقليد او د مخونو په عبادت د تباهي کندې ته ورساوه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.