ظالم او دوکه مار دوه مخي مسلمان ګاونډي

235

له غيرمسلم ګاونډي سره ګوزاره کيږي، خو له ظالم او دوکه مار دوه مخي مسلمان سره نه کيږي

بېباک انوارالحق او د پنجاب نظامي بنسټ ته اوس يو تاريخي معقول، علمي، ځان راټولونه او پر ځان بساينه ځواب اړين دی. پنجاب او غلام يې هېڅکله د افغانانو د بې عزتۍ او سپکاوۍ حق نه لري

پاکستانی لنډ مهال صدراعظم يو بېباکه او لار ورکی انسان دی او له بېباکه او لارورکي ګيله په کار نه ده د ځان راټولول ترې په کار دي. دا ټولې ناخوالې د ضياء الحق د هماغه زړې تګلارې پلي کول دي چې ((افغانستان کې اوبه بايد په يوه مناسبه درجه وخوټول شي چې درد، سوخت او کړاو يې وي او رغښت يې نه))

نوټ :

ښاغلي حکمتيار او دې نورو ټولو تش په نوم جهادي ډلو ټپلو لپاره اوس دا د دوی يو اخلاقي مسووليت دی چې نور دې له دې بدنامه اردو او څارګرې ادارې او د پنجاب نظامي بنسټ Panjabi Regiment Establishment نه او همدارنګه له هغه آخواته له پلورل شويو ملايانو او ديني بنسټونو نه لاس په کار شي. که لاس په کار نه شي، نو تاريخ به يې هېڅکله ونه بښي او دوی به بيا هېڅکله په دې ټولنه کې ځای ونه لري. پنجابي بنسټ Panjabi regiment establishment ته سر تيټونه او جوړ راتلل زموږ په وينه او DNA کې هډو نشته او زغملی يې نه شي. دوی دې هسې زور نه وهي.

 

Commenting on the ferocity of Kings action (with help from Zia ul Haq) one of the founding fathers of Israel, Moshe Dayan, noted that the King killed more Palestinians in eleven days than Israel could kill in twenty years! Yasser Arafat later claimed that between 15,000 to 25,000 Palestinians were killed.

https://socialissuesindia.wordpress.com/2023/10/07/black-september-pakistans-love-for-palestine-is-a-hypocrisy/

 

***      ***      ***

‘We lay like corpses. Then the raping began’: 52 years on, Bangladesh’s rape camp survivors speak out

حکمتيار صاحب،

تاسې خو د شهادت جريدې د امتياز څښتن هم واست او له نن څخه مو درې لسيزې مخکې د شهادت په جريده کې خپله تګلاره داسې ښوولې وه :

حوت ۱۳۶۶ : [د حزب خپله ګڼه]

حکمتيار : ((اګر در هر دو کشور نظام اسلامي حاکم باشد ما تصميم ميګيريم که مرز از ميان ما برداشته شود و هر دو کشور به يک کشور بدل ګردد)).

((که چېرې په دواړو هېوادونو (افغانستان وپاکستان) کې اسلامي نظام شتون ولري، نو موږ پرېکړه کوو چې زموږ ترمينځ دا سرحد ((خيالي کرښه)) لېرې  او دواړه يوهېواد شي)).

بېباکه انوارالحقه،

[[د کاکړ نوم به نه يادوم چې کاکړ ډېر دروند قوم دی او خپه نه شي، خو تا خپل ځان او خپل موروپلار او نېکونه وشرمول. رب العالمين دې په دنيا وآخرت ذليل کړه.]]

افغانان لکه اسماني پريښتې يو نجيب او سپېڅلی قوم او جنتي ټاټوبی دی. ستا پنجابي پلورل شويو ملايانو او ټولو سياستوالو او ان هغه بوډا زناکار سياستوال او د کرکيت لوبغاړي والا ته پته ده او همدا تاسې به مو پخپل پارلمان کې چيغې وهلې چې څوک جنت ته ځي، نو افغانستان ته دې ولاړ شي. ستا د مني نطفه لا ستا د پلار نه، بلکې ستا د نېکه له شا راوتلې نه وه چې د وخت مشران مو صدر محمد ايوب خان او صدراعظم ذوالفقار علي بوټو د وخت مرحوم پاچا محمد ظاهر شاه ته د مننې په پار راغلي وو او پاچا ته يې پورته کتلی نه شو. ته حرامنمکه له خپل تاريخ هډو خبر نه يې او پنجابي واکمنانو تېر ايستلی يې او خوشې اپلتې دې ويلي دي. حرامنمکه ستا سترګې، ضمير او وجدان لا د مخه ما ته ټيټې وي او ټيټې به وي.

 

Afghanistan and Pakistan’s oft-ignored history – 1947-1978

 

Afghanistan and the Indo-Pak Wars of 1965 and 1971

When the 1965 Indo-Pak War broke out, Afghanistan officially remained “neutral,” but in essence it assisted Pakistan. First, despite the Pashtunistan and Durand Line issues and a handful of ultra-nationalist Afghans’ wanting to open a second front against Pakistan, Afghanistan assured security on Pakistan’s western border. As a result, Pakistan was able to deploy the troops that it had stationed in the NWFP and Balochistan (and along the border with Afghanistan) to fend off India’s advance inside Pakistani territory.

Second, Afghanistan didn’t discourage tribal Pashtuns from wanting to join Pakistani forces to fight against India. Afghanistan’s stance pleased, and to an extent surprised, Pakistani officials. At a meeting, during the war, between President Ayub Khan and the Afghan ambassador to Pakistan Nur Ahmad Etemadi, Ayub appreciated Afghanistan’s position.[2] On January 1, 1966, at the invitation of Zahir Shah, Ayub Khan flew to Kabul to personally extend his gratitude to the Afghan King, who in turn acknowledged Pakistan’s position on the Kashmir issue.

Dawn’s December 30, 1965 issue read as follows. “The visit of President Ayub would be a part of his tour of the Muslim countries to thank the various Governments and Heads of State for their understanding and support to Pakistan during the 17-day conflict with India. President Ayub is expected to apprise the Afghan King and the Government of the situation arising out of the events which had culminated in the Indian aggressive attack on Pakistan. Afghanistan has always supported Pakistan on Kashmir and has repeatedly reiterated her support for the right of self-determination for the people of Jammu and Kashmir.”

Similarly, during the 1971 Indo-Pak War, Afghanistan once again assured security on Pakistan’s western border. Although Afghanistan allowed Bengalis, who feared persecution in West Pakistan, to enter Afghanistan and return to Bangladesh via Iran and India, Pakistan’s border with Afghanistan was tranquil and secured.[3] Shortly after the war was over, Pakistan’s new martial law administrator, Zulfiqar Ali Bhutto, flew to Kabul to personally thank Zahir Shah. According to one account, Bhutto told Zahir Shah that he was so humbled that he couldn’t look the king in the eye.[4]

The Afghan government’s apparently “neutral,” but practically pro-Pakistan positions in both Indo-Pak wars reflected the sentiments of the Afghan nation toward their fellow Muslim Pakistani brothers and sisters. An Afghan delegation visiting the Netherlands during the 1965 War told the Pakistani ambassador Qudrat Ullah Shahab that even if the Afghan government had wanted to adopt an anti-Pakistan position, the Afghan people would not have allowed it.[5]

لار ورکی انوارالحقه،

ته څوک يې چې افغانانو ته حرامنمکه وايی؟

ته هم لکه چې د هغه بل مردار او نجس العين پنجابي نوکر کرنيل امام پر پله ولاړې که څنګه چې ويلي وو ((د افغانانو وينه مرداره ده پرېږده چې تويه شي.)) دا خو د ضياءالحق هندي الأصله مهاجر او د مظلومو فلسطينيانو د وحشي قاتل خبره ده چې اسرائيلي دفاع وزير موشي ديان خپله تعريف کړی دی. هغه د اسلامي تاريخ او د فلسطينيانو او افغانانو ګډ قاتل دی چې دغه کړنلاره يې تاسې ته پرېښې او تاسې يې لا تر اوسه پلي کوئ. حرامنمکه ستا د پلرونو او نېکونو او د مشرانو سترګې لا پخوا موږ ته ښکته وې او پورته يې نه شول کتلی.

بېباکه انوارالحقه،

هيټلر ته د شاه امان الله خان ځواب

[[زما عزيز ورور آډولف هيټلر!

ستاسې پيشنهاد مې په غور ولوست، بايد زه خپل ښاغلي ورور ته دا څرګنده کړم چې زه د هيڅ نوم او نښان او د قدرت د لاسته راوړلو له پاره په افغانستان کې د تخت او تاج غوښتونکى نه يم. په خاصه بيا هغه مهال چې دغه تاج او تخت د يو بل هيواد په مرسته را کول کيږي، که څه هغه هيواد او ولس يې زما همنژاده هم وي او که څه هم زموږ سياسي ګټې مشروع او مشترکې هم وي. زه هيڅکله و دې ته نه يم حاضر چې په افغانستان کې د سلطنت د تاج او تخت د لاسته راوړلو له پاره خپل حيثيت او د افغان ولس حيثيت پايمال کړم. زه د خپل ورور څخه هيله کوم چي زما معذرت قبول کړي. “]]

https://www.facebook.com/haqyaar333/posts/878032465888265

 

د افغانستان و امريکا د اړيکو لنډه تاريخچه

افغانستان ته انګليستان څو ځله لوړپوړي چارواکي او وروسته يې د وخت صدراعظم راواستاوه او د اعليحضرت محمد شاه سره يې وکتل.

جنرال سردار عبدالولي چې د شاه اوخی او د اکا مارشال شاه وليخان زوی دی په ارګ کې د ليدنې (۱۰۰۳) پر مهال ماراقم ته وويل.

پلاوي پاچا ته وړانديز وکړ چې د امريکا او پلوي هېوادونو هوډ کړی دی چې د شوروي اتحاد په مقابل کې د سنټو (Central treaty Organisation “Cento”)  په نامه دفاعي تړون جوړ کاندي، که تاسو پکې غړيتوب واخلئ، په بدل کې به موږ د احمد شاه بابا امپراتوري درته جوړه کړو. مګر ظاهر شاه ونه منله. وروسته د امريکا ولسمشر ايزنهاور پخپله افغانستان ته راغی او د کابل هوايي ډګر په VIP کې يې له پاچا سره وکتل او پاچا ته يې وويل :

((که ته زموږ دا هيله ونه منئ، نو موږ اړ يونوی هېواد جوړ کړو او دا کار راته ستونزمن دی. که ته راسره يوځای شې، دا پيسې به ستا په مرسته ولګوو او هم به څلور ميليونه مسلمانان په افغانستان ورګډ کړو. محمد ظاهر شاه ورسره ونه منله)).

جنرال سردار عبدالولي زياته کړه چې سردار داوود خان، زما پلار مارشال شاه ولي خان، صدراعظم ډاکټر محمد ظاهر او يو شمېر نورو لوړ رتبه منصبدارانو هڅې وکړې چې پاچا دې غوښتنې ته چمتو کړي، خو بريالي نه شول. پايله دا شوه چې د امريکا او انګليستان په همکارئ پاکستان جوړ شو.

[14 اګست 1947 ز]

لار ورکی انوارالحقه،

له تا مخکې پېړۍ وړاندې چې لا حرامي ماشوم ((پاکستان)) زېږېدلی نه وو او دا سيمه ټوله د برتانوي هند تر ولکې لاندې وه او پر افغانستان به يې وخت ناوخت تاړاکونه کول او لښکرې به يې راوستې. ته د هغه برتانويانو وپوښته چې د نېکونو سرونه يې لا تر اوسه دلته پاتې دي. د ميکانټن لمسی اوس هم شته له هغه وپوښته چې افغانان څنګه قوم دی؟ له هغه برتانوي نيول شويو مېرمنو له لمسيو هم وپوښته چې نياګانې يې افغانستان په ښه عزت له پړونو سره رخصت کړې. ته بېباکه له خپل تاريخ خبر نه يې که خبر وای، نو داسې بېباکانه خبرې به تا هېڅکله نه وای کړې.

لار ورکی انوارالحقه،

ته د هغه وحشي اردو نوکر يې چې د مظلومو بنګاليانو او د هغوی له مېرمنو سره يې څه کړي وو؟ په دې خو هم خبر يې چې هغوی بيا ستاسې له نارينه نظاميانو سره څه وکړل؟ بالمثله عمل يې ورسره وکړ او د بامونو له پاسه يې ښځو ننداره کوله او دوی يې ځانته څملولي وو چې …

بېباکه،

ته او ستا پنجابي نظامي بنسټ اوس د افغانانو بې عزتي کړې ده او دا بايد بې ځوابه پرې نه ښوول شي، خو چاره يې دا ده چې طالب ولس ته مخه کړي او کورنی مشروعيت ترې لاسه کړي چې دا د ضعف ټکی لېرې شي. هغه که د ټاکنو له ليارې وي او که د يوې سرتاسري لويې جرګې له ليارې کيږي او په ټولو شتو امکاناتو دېته اولويت ورکړ شي او بيا تا بېباکه ته يو متحد غږ دروشړي او په نړيواله کچه دا مساله له تا وپوښتي او داسې يو تاريخي درس تا ته درکړل شي چې بيا ستا نسلونه نسلونه دې خوا ته مخ راوا نه ړوي او دا اسلامپال جهادي مهادي ډلو ټپلو باندې هم بايد غږ وشي چې نور مو خپلې اړيکي له نورو پلورل شويو ملايانو راوشلوئ.

 

پاملرنه

بس کړه طالبه،

نور دې خپل ځان او دارو مدار له پاکستانه راټول کړه. داسې نه شي کېدای چې کورونه مو هلته او تاسې دلته ناست ياست. مهرباني وکړئ کورونه مو راوړئ چې ولس درباندې اعتماد وکړي. دا به بېعقلي وي چې تاسې دلته او کورونه مو هلته او له دې ځايه هسې پرړې کوئ. که رښتيا لاسپوڅي نه ياست، نو له همدا سبا د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه خلاص او مېرمنو ته د کار زمينه مساعده او په حکومت کې يې شريکې کړئ.

بله دا چې سپين بيرغ مو خپل کار دی او هغه موږ ته د پنجاب د نفوذ ښکارندويي کوي. که د ملت ملاتړ غواړئ، نو تاسې له ملي درې رنګه منل شوي بيرغ نه واخله تر ټولو ملي – اسلامي ارزښتونو باندې له سره غور وکړئ او ملت ته مخه کړئ او هغه څه ومنئ چې ملت يې له تاسې غواړي او پرې خوشاليږي. دا درته په زغرده وايم چې سپين بيرغ موږ ته د پنجاب د نفوذ په مانا دی او په هېڅ شان راته د پنجاب بالادستي د منلو وړ نه ده. کلا وحاشا چې پنجابی رياست او نفوذ يې د دې خاورې له نبض سره جوړ نه دی او يا په نورو ټکو د پنجابي رياست زغمل زموږ په DNA کې نشته. هر شی زموږ ايمان، شهامت او DNA زغملی نه شي.

طالبه،

ته چې د پنجاب دا سپين بيرغ دې ليرې کولی نه شې او تاريخي ملي- اسلامي بيرغ زغملی نه شې او نه د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې خلاصولی شې، نو خدايګو چې بيا دې په اوړو کې شګه ده او بېباکه انوارالحق به درته تل دغسې ناپړيتې له خولې ولي او بدنامي به يې موږ ته پاتې کيږي. خوښه ستا چې خپلو ملي – اسلامي اصولو ته غاړه ږدې او که د پنجابي بنسټ لېونتوب او د هوا وهوس  سورني ته؟

 

During the 1971 Bangladesh Liberation War, members of the Pakistani military and Razakar paramilitary force raped between 200,000 and 400,000 Bengali women and girls in a systematic campaign of genocidal rape. Most of the rape victims of the Pakistani Army and its allies were Hindu women.

سرخلاصې خبره :

دا چې د پنجاب چاکر او نوکر انوارالحق تا ته وايی چې زموږ د آی ايس آی والاو ورته چې په وروستي ځل د پاکستان له نورو لوړپوړو چارواکيو سره تللی وو او هلته يې ورته ويلي وو چې :

يا به تحريک طالبان پاکستان اخلئ چې په حقيقت کې تاسې ټول پنجاب د خپلو ګټو لپاره جوړ کړي وئ چې د افغانستان حکومت درنه په ارامه ساه وانخلي، نو اوس هغه بار ستاسې پر اوګو پروت دی. اوس ستاسې خوښه چې :

  • دا ملت اخلئ
  • او که پنجابي نظامي واکمنانو ته د ده په شان سر ټيټوئ؟

د پنجاب غلام خو درته ويلي دي چې يا به تحريک طالبان اخلئ او يا به پاکستان اخلئ ؟ نو اوس توپ ستاسې مخې ته پروت دی خوښه مو خپله سمېږئ او که نه؟

د سمون او رغښت لاره يې دا ده چې ملت واخلئ او پنجاب ته شا کړئ او ځان ترې بايد راټول کړو او بس. پنجابی بنسټ نه موږ زغملی شي او نه يې موږ زغملی شو. البته د پاکستان ولس ته د سر په سترګو درناوی او احترام ورته لرو. عالم ولس له نظامي او استخباراتي بنسټه جلا دی او د هغوی درنښت او ځای به يې تل له موږ سره په زړونو کې خوندي وي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

https://www.theguardian.com/world/2005/dec/05/pakistan.israel

Ex-US diplomat blames Israel for Pakistani dictator’s death

https://blogs.timesofisrael.com/pakistans-military-cooperation-with-israel/

Pakistan’s Military Cooperation with Israel

https://www.theweek.in/news/world/2021/05/14/remembering-the-pakistani-dictator-accused-of-slaughtering-palestinians.html

Remembering the Pakistani dictator accused of ‘slaughtering’ Palestinians

https://www.youtube.com/watch?v=o1Hqjf3stnM&t=928s

د افغان کډوالو په اړه د سپين بولدک له دروازې ځانګړی راپور

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.