انقلاب (لنډه کیسه) ـ دویمه برخه

ژباړه: بریال حبیبي

279
یوه شپه څو کسه د جعفر د پلار کره ورغلل، د جعفر پلار یې ونیو او ورسره یو یې ووړ.
کیسه راته پخپله جعفر داسې وکړه:
ما آغاجان ته چای اچاوه، مور د ډوډۍ پېرلو لپاره وتلې وه، پلار ناست وو او اعلامیه یې لوسته.
مور ناڅاپه په دروازې راننوتله او غوښتل یې دروازه وتړي، خو ویې نه شو کولای؛ دروازه په ډېر فشار راخلاصه شوه او دری نفره چې ټوپکونه هم ورسره وو، انګړ ته راغلل.
ما پلار ته وکتل، هغه سر راپورته کړی وو؛ خو بڼه یې الوتې وه؛ پلار وویل:
عصمت، ماشوم پخلنځي ته بوزه!
خو یوه کس د مور مخه ونیوله… مور رېږدېده او تر شونډو لاندې یې دعاوې کولې؛ دغسې حالت کې به یې نو څه کړي وای؟
دوه کسه د آغاجان خوا ته ورتېر شول او قنداقونه یې ورته ونیول.
خدای خو دې یې تباه کړي، خدای دې یې… .
آغاجان یې په قنداق پر سر وواهه، ما ورمنډه کړله، یو مې تر لاس ونیو؛ خو هغه ټېله کړم او له دېوال نه یې ووهلم.
ساه مې بنده شوه او هر شی مې تر سترګو تیاره راغلل؛ آغاجان یې د کور جامو کې ویوست، همداسې یې واهه او یو یې ووړ.
مور مې ژړل، ویل یې:
رحم وکړئ، رحم وکړئ…!
خو هغوی داسې وو، لکه د مور غږ چې مې نه اوري؛ هیڅ یې نه اورېدل.
آغاجان تر آخره هیڅ ونه ویل، آخ یې هم ونه کړ؛ وروسته بېرته راغلل، په کور کې ولوېدل او هرڅه یې سره را وشیندل.
ما ژړل، مور هم ژړل او ویل یې:
رحم وکړئ، رحم وکړئ…!
زموږ لوښي یې ټوټه ټوټه کړل، زما د ښوونځي بکس یې خلاص او کتابونه یې څیري څیري کړل… .
وروسته له هغو دریو کسانو نه مې یوه مور تر وېښتو ونیوه، ویې ویل:
که دې چېرې تر خوله سپڼ راوواته، خاوند دې وژنم! او ولاړل.
زه او مور مې همداسې بې سېکه پخپلو خپلو ځایونو ولاړ وو؛ وروسته مېرمن فاطمه او ښاغلی مرتضی زموږ مرستې ته راغلل.
کله چې علي کور ته راغی، نو زړه یې غوښتل چې له جعفر نه اورېدلي شوي هر څه په هماغومره تودوښه و غم له خپل پلار سره شریک کړي؛ خو هغه ورته هیڅ وخت ورنه کړ، دی پخلنځي ته ولاړ او هر څه یې مور ته وویل.
د مور یې واڼې وتلې وې… خو وروسته واړه اتاق ته ننوته او ور یې وتاړه.
ښکاره وه، چې د علي خبرې د هغه تر پلار پورې رسوي… .
وروسته د مهدي د مور و پلار نوبت را ورسېد.
بیا هم هماغسې، ممکن تر هغه بدتر.
یوه شپه د مهدي د کور پر دېوال ورواووښتل او کوټو ته ورغلل؛
مهدي وېل:
شپږ کسه وو، هغوی زه ګدام کې واچولم او ور یې را پسې قفل کړ.
وروسته مې یوازې د مور ژړا اورېده او د پلار غوغا؛ په تیاره ګدام کې مې سر له دېواله او ور په سوک واهه او ژړل مې.
نه پوهېږم څومره وخت به تېر شوی وي، چې هرڅه چوپ شول.
غوښتل مې له ګدام نه راووځم، خو ور یې قفل کړی او دوی تللي وو.
راته معلومېدل چې باید دومره همالته پاتې شم چې له لوږې و تندې نه ومرم، نو ځکه مې چیغې و نارې بس کړلې؛ کښېنستم، ومې ژړل، ومې ژړل… .
وروسته نه پوهېږم، څومره وخت ووت چې د څو کسانو د پښو غږونه مې واورېدل؛ بیا مې د جعفر د مور ـ مېرمن عصمت غږ واورېد، ما ته یې نارې وهلې؛ ورته ومې ویل: مېرمن عصمت!
ویې پوښتل:
چېرته یې؟ مهدي جانه، چېرته یې؟
ومې ویل:
ګدام کې.
ویې ویل:
راځه دباندې، هغوی تللي دي!
ومې ویل:
ور یې قفل کړی!
مېرمن عصمت راغله، ور یې خلاص کړ؛ مېرمن عصمت وه، مېرمن مهري، د حسین مشر ورور او د محمود پلار؛ ټولو ژړل.
مېرمن مهري وویل:
مور دې یې هم یووړه.
ورته ومې ویل:
پوهېږم… .
د محمود پلار او مور، مهدي له ځان سره خپل کور ته بوت.
محمود او مهدي له پخوا نه یو له بل سره ملګري وو؛ اوس نو دواړه له یو بل سره په لوی زړه غږېدلای او لوبې یې ځله کولای شوای.
د دوی سرای انګړ هم درلود؛ خو په چا کې د خبرو و لوبو کولو زغم پاتې وو؟
رښتیا؛ د علي زړه وو، چې مهدي خپل کور ته ورسره بوزي؛ خو د علي پلار هیڅ هم ونه ویل او چې تر څو هغه کومه پرېکړه نه وای کړې، مور یې خوله نه شوای خلاصولای.
وروسته د محمود د پلار نوبت راغی او بیا د محمد د پلار او مشرانو وروڼو.
بیا یې د کوڅې له مېنځه موچي ـ رضا کاکا او د هغه مېرمن یووړله، دوی څو ورځې وړاندې واده کړی وو؛ د رضا کاکا مېرمن د خوراکي توکو پلورونکي ـ حاجي اکبر کاکا لور وه، چې هغه هم هټۍ قفل او وتښتېده.
عجیبه وه؛ هیڅوک نه پوهېدل، چې د علي دوی د کوڅې ـ هغه تنګه و لنډه کوڅه چې د مجاهدینو کوڅه بلله کېده. ـ خلکو څه کړي دي…؟
او بیا کوڅه پاتې شوه او د علي پلار یعني د کوڅې له ټولو ځوانانو و مخورو نه یوازې د علي پلار پاتې وو او همدا اوس اوس یې له دې کوڅې نه دری ښځې هم وړې وې… .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.