په اسلام کې د ښځو مقام ته د شیخانو پام راګرځول

لیکونکئ: رڼاګل اریوبزی

317

د طالبي شیخانو د لوړوزده کړو وزیرښاغلي شیخ ندیم د خپل کار په دوران کي ثابته کړه چې دی د ښځو، پوهې اوعقل ضد « مقدس جهاد » کې یو وتلی پهلوان دی، په دې لارکې د خنډونو او کړنګونو پروا نه لري، هرډول زیارونه او زحمتونه ګالي، په ځای نه دریږي اوپه شا تګ له سره نه پیژني، دعقل اوپوهې ډیوې وژني، د ظلمت په لورروان دی او په دې ګڼه، اوږده اوتوره ږیره ددې چاروقهرمان دی. ندیم په دې جهاد کې ګوښی نه دي، دطالبانو په منځ کې ځواکمن انډیوالان هم لري چې نن سبا په افغانستان کې د پوهې اوښځینه جنس په برخلیک بې مسؤلیته لوبې کوي. په دې لیکنه کې ددې شیخان په نوروکړووړوغرض نه لرم، دجګړو شعارونه هم نه پورته کوم. دجګړوخوندونه او د جنګسالارانو لوټمارې او وحشتونه مولیدلي دي، ډیره بده سوله هم ترډیرې په اصطلاح ښې جګړې د ولس په ګټه بولم. خو د ښځینه جنس او د هغو د کاراو زده کړوپه وړاندې د شیخانوڅرګندونواوعملي کړنوته لاس په زنه هم نه شم کیناستلی.

دا سیاست چې ملت د ظلمت په لور بیايي، نه یوازې د ملي ګټو ضد سیاست دي بلکې دعقل اوپوهې نه له سره بې برخې سیاست دی چې پکې دانساني اواسلامي ترحم نښې اونښانې نه لیدل کیږي. ددې سیاست نه په دفاع کې د شیخ ندیم ویناګانې د سپکو سپورو نه ډکي دي او سپکې سپورې خود اسلام دین سره نه جوړیږي. د ځینورسنیو په قول ده دخپلو تبلیغاتو په لړ کې بغلان ته دیوه سفر په وخت  وویل چې:« خدای تعالی نارینه او ښځینه سره برابر نه دي پیدا کړي……. د دوی پیدایښت داسې شوی، چې نارینه به حاکم وي او ښځې به ورڅخه اطاعت کوي.» دشیخ صاحب په وینادلوی پروردګارپه دربارکې نارینه له ازله تر ابده ترښځې لوړمقام لري، نارینه يې حاکم اوښځه يې محکومه پیدا کړې ده. حاکم به حکم کوي اومحکومه به يي بیله کوم قید اوشرطه مني. په دې صورت کې که نارینه ښځې ته حکم وکړي چې لمونځ اداکړه، نواداکوي به يې اوکه ورته ووايي چې مه يې اداکوه، نوبیا به يې نه اداکوي. په دې ځای کې زموږ شیخ صاحب دیوه نارینه په توګه په خپل حاکم مقام دومره مغروریږي چې دپاک خدای ( ج ) حکم يې هیریږي.

الله تعالی خولمونځ، روژه، علم اوداسې نور په نراوښځې یوشان فرض کړي دي اود فرضودادا کولوله پاره ښځه دنارینه حکم اونارینه دښځې حکم ته هیڅ اړتیا نه لري، دواړه ( نارینه اوښځه ) یوشان یوازې اویوازې دپاک خدای دحکم تابع دي. په همدې ډول دواړه بیله کوم توپیره دخپلوعبادتونواوکړو وړودکیفیت اوکمیت پرتله مکافات یا مجازات تر لاسه کوي. په دې برخه کې په ښځه باندې دنارینه حاکمیت اولوړتیا ته له سره ځای نشته. دکائیناتوخالق په قرآن کریم کې فرماېې چې.«إِنَّ الْمُسْلِمِینَ وَ الْمُسْلِماتِ وَ الْمُوءْمِنِینَ وَ الْمُوءْمِناتِ وَ الْقانِتِینَ وَ الْقانِتاتِ وَ الصّادِقِینَ وَ الصّادِقاتِ وَ الصّابِرِینَ وَ الصّابِراتِ وَ الْخاشِعِینَ وَ الْخاشِعاتِ وَ الْمُتَصَدِّقِینَ وَ الْمُتَصَدِّقاتِ وَ الصّائِمِینَ وَ الصّائِماتِ وَ الْحافِظِینَ فُرُوجَهُمْ وَ الْحافِظاتِ وَ الذّاکِرِینَ اللّه َ کَثِیراً وَ الذّاکِراتِ أَعَدَّ اللّه ُ لَهُمْ مَغْفِرَةً وَ أَجْراً عَظِیماً» ( په رښتیا چې لوی پروردګارمسلمان سړي اومسلمانې ښځې، ایمان لرونکې سړي اوایمان لرونکې ښځې، دخدای فرمان منونکي سړي اودخدای فرمان منونکې ښځې، رښتیا ویونکي سړي اورښتیاویونکې ښځې، صبرکوونکې سړي اوصبرکوونکې ښځې، متوضع سړي اومتوضع ښځې، سخي سړي اوسخي ښځې، روژه نیوونکي سړي اوروژه نیوونکې ښځې، پاک لمنه سړي او پاک لمنې ښځې او هغه سړي اوښځې چې خدای يې په یادوي، بخښي او ورته لوی اجر ورکوي.) نه پوهیږم دا طالبي شیخان داسلام مبین دین په دې اساسي احکامو له سره نه پوهیږي اوکه په هغوی سترګې پټوي. دا مبارک آیت په وضاحت راښيي چې داسلام مبارک دین دانسانانو ترمنځ جنسي توپیر له سره نه پیژني اوبیله کوم توپیره دهرانسان مقام دهغه په عقیده، عمل اوکړووړوپورې تړي. داچې د ندیم په شان شیخان يې منی اوکه نه مني، خوحقیقت دادی چې عادل او مهربان خدای هرانسان ته دهغه دجنس له مخې نه بلکې دهغه دعقیدې اوعمل له مخې، مکافات اومجازات ورکوي. دا عمل دی چې په دنیااواخرت کې دمسلمان برخلیک ټاکي. که د شیخ ندیم په شان شیخان دا مني چې ښځه هم دنارینه په شان انسان دی، نو به دا هم مني  چې انسان داسلام په مبارک دین کې تر پریښتولوړمقام لري اودې مقام ته به درناوی کوي. لوی خدای ( ج ) په قرآن کریم کې فرمايي چې:« وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِکَهِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِیسَ أَبَى وَاسْتَکْبَرَ وَکَانَ مِنَ الْکَافِرِینَ.» ( کله مو چې فرښتو ته وویل چې آدم ته سجده وکړي، ټولو ورته سجده وکړه، یوازې ابلیس په تکبر لاس پورې کړاوهغه دکافرانو له ډلې څخه و.) فرښتې چې دخیراوښیګڼوسمبول اوسرچینه ګڼل کیږي، دلوی خدای (ج ) په دربارکې یې دانسان دوچت مقام درناوی وکړاوشیطان چې دشراوبدیوسمبول او سرچينه دی، د انسان کرامت ته سپکاوی وکړاودایمي لعنت يې په برخه شو. شیخ ندیم اودهغه فکري انډیوالان چې هرنارینه ترهرې ښځې لوړګڼي په حقیقت کې دښځې انساني کرامت اوانساني  حقوقوته سپکاوی کوي او په دې توګه دفرښتولارپریږدي اودشیطان په منډه ځي. یوازې نارینه نه بلکې ښځه هم انسان دی نوځکه ناریته توب نه بلکې انسانیت دانساني کرامت سند دی. داچې یوانسان دنارینه یاښځینه جنس په ټوګه دنیا ته راځې ددوی په عمل او ارا دې پورې هیڅ اړه نه لري، دا د لوی خدای ( ج ) اراده ده اوپروردګارد خپل عظمت اوعدالت له مخې دخپلې ارادې جزا انسان ته نه ورکوې اومکافات اومجازات یوازې اویوازې دهغو په کړو وړوپورې تړي. لوی ذات په قرآن کریم کې فرمايي چې:

 « الناس انا خلقناکم من ذکر وانثی وجعلناکم شعوبا وقبائل لتعارفوا ان اکرمکم عند الله اتقاکم.» ( ای خلکو! ماتاسې له یوه سړي او له یوې ښځې پیداکړی اوله تاسې مو قومونه اوقبیلې جوړې کړې ترڅو یوبل وپیزنی. له تاسې څخه په خدای هغه څوک ډیر ګران او ورته نژدې دی چې ترټولوزیات پرهیزګاروي.) جنس، نژاد، دپوست رنګ، قوم یا قبیله، شتمني یاغریبي نه، بلکې نیک عمل اوپرهیزګاري دالله تعلی ددوستې اومحبوبیت لارده. داسلام په پاک دین کې د هرانسان – دنارینه او ښځینه، د عرب اوعجم، دغریب اوشتمن – دیني اودنیاوي برلیک دهغه په عمل پورې تړل شوی دی. داسې ښکارې چې په طالبانوکې دشیخ ندیم په شان شیخانوباندې دجنسي غریزې زوردهغوی عقل، فکراووجدان ته زیات زیان رسولی دی، نوځکه نه شي کولی چې دښځينه جنس انساني مقام اوکرامت، په ټولنه کې دلور، خور، ماندینې اومورپه توګه دهغې رول او ورسره سم دهغې علم اوعمل ته پام وکړي. دا جنسي غریزولیوني کړي شیخان د خپلې دندې په هکله هم نه کومه مسلکي موضوع لري اونه په خبردي، یوازنۍ سیاسي او مسلکي موضوع يې دښځې ښځينه جنسیت دی اولویه قهرماني يې داده چې داجنس باید دحلال کاراوکسب اوپوهې اومعرفت نه په داسې حال کې لرې وساتي چې پاک خدای ( ج ) حلال کار، کسب او د علم زده کړه، په هرمسلمان – نارینه اوښځینه – فرض کړي دي. له ورځې تربله ښکاره کیږي چې په طالبانو کې دندیم په شان شیخان دخپل سیاست په دې برخه کې دخدای تعلی په لار نه بلکې دشیخ هبت اله په لارروان دي، د خدای ( ج ) اودرسول ( ص ) حکمونه تر پښولاندې کوي اودهبت اله امرونه عملي کوي. که چیرې شیخ صاحبان قرآن عظیم الشان یوڅه په غورولولي نوبه پوه شي چې فرعون – یونارینه – دموسی ( ع ) دوژلو په لټه کې واومیرمنې يې چې، آسیه نومیده، ټول خطرونه په ځان ومنل اوموسي ( ک ) يې له مرګه وژغوره. له دې امله په قرآن شریف کې د « آسیه » نوم په نیکۍ اودفرعون نوم په بدۍ یاد شوي دی. په دې توګه فرعون د« آسیه » دپښو خاوروته هم نه شي رسیدلی، ځکه چې په دې مبارک دین کې دانسان مقام، نیکي اوبدي په جنس پورې نه، بلکې په نیت اوعمل پورې اړه لري. داهم بایدهیرنه شي چې بې بې مریم یوه ښځه وه او دا ښځه دقرآن کریم له مخۍ دلوی خدای په دربارکې هغه لوړمقام لري چې نمرودان اوفرعونیان ورڅخه له سره بې برخې دي. داسلام دتاریخ په لومړي سرکې وینوچې ابوسفیای اویزید دواړه نارینه و. ابوسفیان په خپل ټول ځواک داسلام اومسلمانانوپه ضد جنګیده اوداسلام پیغمبردشهیدکولو په لټه کې واویزید دکربلا دتاریخي فاجعې مسؤل دی. له بلې خوابې بې خدیخه، بې بې عایشه اوفاطمه درې واړه ښځې وې، درې واړه دتقوااوپرهیزګارۍ، دصداقت اووفادارۍ، دپاکۍ اوایماندارۍ وتلې نمونې وې. اوس دې شیخ صاحبان ووايي چې داسلام په مبین دین کې دا یاد شوي نارینه لوړمقام لري اوکه دایادې شوې ښځینه؟ لوی ذات ته دا ښځینه ورنږدي دي اوکه دا نارینه؟ طالباني شیخان دې په خپل نارینه توب باندې غروردجنون حد ته نه رسوې اوباید هیرنه کړي چې په اسلام کې دحق ټکی تربل هرڅه وچت مقام لري. هغه ښځینه چې ټول عمريې دحق پیروي کړي وي اوکوي يې ترهغو نارنه وو ډیرفضیلت لرې چې دیزید په شان دحق په ضد جنګیدلي وي اوجنګیږي اودشراواستبداد څلي يې جوړ کړي وي اوجوړوي يې. ښايي چې دنارینه توب په نیشه کې ډوب طالبي شیخانو دې ته هم پام نه دي چې ښځه موراوښځې میندې دي. په اسلام کې دمیندودمقام اوفضیلت په هکله داسلام پیغمبر( ص ) فرمایلي دي چې:

« الجنّةُ تحتَ اقدامِ الامّهات.»( جنت دمیندو تر پښولاندې دی ) اوس نو که څوک دحضرت محمد مصطفی ( ص ) په قول عقیده لرې، دا به مني چې جنت د « نارینه وو» ترمبارکو ږیرولاندې نه بلکه دمیندو ترپښولاندې دي. هو! اجراوفضیلت، جزا اوذلت په جنس پورې اړه نه لري، بلکې خپل عمل دلارې منل دی اوشیخ صاحب، څّه چې کرې هغه به ریبې. داښځې دي چې دمور په ټوکه يې دپیغمبرانو په شمول ټول نارینه په نس کې ګرځولي دي اوترزیږیدو وروسته يې دهغوی په جسمي اومعنوي روزنه اوپالنه کې هرډول زیارونه اوزحمتونه په ځان منلی دي. دخپل اولاد په مینه کې یې بېخوبي، ستړیا اوستوماني له سره هیرکړي دي او هرڅه چې يې تر لاسه کیدل دخپل ماشوم د نیکمرغۍ له پاره يې ترسره کړي دي. لوی خدای ( ج ) په خپل رحم اوعدالت دمورددې، له مینې اواخلاص نه ډکوقربانیوپه بدل کې، مورته دامقام اوفضیلت ور بخښلی دی چې جنت يې دهغې تر پښو لاندې کړی دی. ټولې ښځې میندې وې، میندې دي اویا به میندې کیږي، نوځکه ښځینه جنس ته ترنارینه په ټیټه سترګه کتل او دهغوی په انساني حق تیری کول دمورمقام ته سپکاوی دی چې داسلامي لارښوونوسره په هیڅ ډول نه جوړیږي. دښاغلي شیخ ندیم په شان طالبي شیخان نن سبا افغانې میرمنوته نه یوازي دخپلووینځوپه سترګه کوري، بلکې په عمل کې هم ورسره دهغوی دبادارپه توګه چلند کوي. دبیلګي په ډول حلال کاراوکسب اودعلم زده کړه دنارینه په شان دښځې حق هم دی او په اسلام کې دنارینه په شان په ښځې هم فرض دي، خودوی دا حق اوفرض لغوکوي او په ځای يې په افغاني جونو او میرمنو خپله اراده تحمیلوي، دحلال کار، کسب اوزده کړويې بې برخې کوي. شیخانو دې ته پام نه دی چې په خپل کمزوري اوجامدفکرکې ښځینه جنس ته په ټیټه اوسپکه سترګه کتل په حقیقت کې دخپلې اوبلې موردمورولۍ پاک مقام اوفضیلت ته په ټیټه اوسپکه سترګه کتل دي. په دې صورت کې مې دې شیخانو ته مشوره داده چې که درني اوپاکلمنې میندې يې ژوندۍ وي، نو وردي شي، دهغوی دپښوخاورې دي ښکل کړي، دټولومیندوپه نماینده ګۍ دخپلومیندونه دښځینه جنس په وړاندې دخپل فکراوعملي سیاست بخښنه وغواړي اوژمنه دي وکړی چې په راتلونکې کې به يې نه تکراروي اوکه له فاني دنیا تللې او په حق رسیدلې وي، نوزیارت ته دي ورشي، دهغوی دقبرخواورې دي ښکل کړي اوهلته دې هم همدا مراسم ترسره کړي او په پای کې دې دخوشال خټک دیوه شعردا لاندې پړوک واوروي:

چــې زمـا د مـو ر قـــد م  دی       هــغه مــلــک پــه  ما ارم دی

کـه د پښــو تلې  يې ښـکل کړم       درګــوهـرپـرې بانـدې تل کړم

تن مې خاورې په دې لارشوای       چې ددې باندې رفتارشوای

د  ر یــغــه د ریغ زما مورې       آ  و  ا  ره  خبــری نــوـرې

پــای

وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِکَهِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِیسَ أَبَى وَاسْتَکْبَرَ وَکَانَ مِنَ الْکَافِرِینَ؛ کله مو چې پریښتو ته وویل چې آدم ته سجده وکړي،ټولو ورته سجده وکړه، یوازې ابلیس په تکبر لاس پورې کړاوهغه دکافران له ډلې څخه و.

 « الناس انا خلقناکم من ذکر وانثی وجعلناکم شعوبا وقبائل لتعارفوا ان اکرمکم عند الله اتقاکم » ای خلکو! ماتاسې له یوه سړي او له یوې ښځې پیداکړی اوله تاسې مو قومونه اوقبیلې جوړې کړې ترڅو یوبل وپیزنی. له تاسې حخه په خدای هغه څوک ډیر ګران اوورته نژدې دی چې ترټولوزیات پرهیزګاروي.

«إِنَّ الْمُسْلِمِینَ وَ الْمُسْلِماتِ وَ الْمُوءْمِنِینَ وَ الْمُوءْمِناتِ وَ الْقانِتِینَ وَ الْقانِتاتِ وَ الصّادِقِینَ وَ الصّادِقاتِ وَ الصّابِرِینَ وَ الصّابِراتِ وَ الْخاشِعِینَ وَ الْخاشِعاتِ وَ الْمُتَصَدِّقِینَ وَ الْمُتَصَدِّقاتِ وَ الصّائِمِینَ وَ الصّائِماتِ وَ الْحافِظِینَ فُرُوجَهُمْ وَ الْحافِظاتِ وَ الذّاکِرِینَ اللّه َ کَثِیراً وَ الذّاکِراتِ أَعَدَّ اللّه ُ لَهُمْ مَغْفِرَةً وَ أَجْراً عَظِیماً» په رښتیا چې لوی پروردګارمسلمان سړي اومسلمانې ښځې، ایمان لرونکې سړي اوښځې، دخدای فرمان منونکي سړي اوښځې، رښتیا ویونکي سړي اوښځې، صبرکوونکې سړي اوښځې، متوضع سړي اوښځې، سخي سړي اوښځې،روژه نیوونکي سړي اوښځې، پاک لمني سړي او پاک لمنې ښځې او هغه سړي اوښځې چې خدای يې په یادوي، بخښي او ورته لوی اجر ورکوي.»

د اسلام پیغامبر حضرت محمد مصطفی ( ص ) فرمیلي دي چې: « الجنّةُ تحتَ اقدامِ الامّهات.»

پیامبر اکرم (صلی الله علیه و آله) در تبیین مقام مادر می فرماید: الجنّةُ تحتَ اقدامِ الامّهات؛ بهشت زیر پاهای مادران است.» این حدیث حاکی از این است که بدون رضایت مادر نمی توان به بهشت و نعمت های بهشتی دست یافت. اگر کسی بخواهد به درجات عالیه جنّت و رضوان نایل گردد، باید به مادر احترام بگذارد و به او خدمت کند. این همه ارج نهادن به مقام مادر شاید به خاطر زحماتی است که مادر متحمل می شود. تحمل رنج و زحمت دوره بارداری و کودکی و تأمین نیازهای جسمی و روحی فرزند از مشکلات طاقت فرسایی است که مادر می تواند بپذیرد. طبیعی است که خداوند در قبال صبر و بردباری مادر، اجر و مزد بی پایان به او عنایت می کند. قرآن کریم به رنج و زحمت مادر اشاره کرده می فرماید: «حملته امّه کرها و وضعته کرها و حمله و فصاله ثلایون شهرا»؛ «مادرش او را با ناراحتی حمل می کند و با ناراحتی بر زمین می گذارد و مدت حمل و از شیر باز گرفتنش سی روز است.» به قول معروف هر که بامش بیش، برفش بیش تر. مادر نسبت به تربیت فرزند مشکلات زیادی را متحمل می شود و طبعا پاداش زیادتری را نیز مستحق می گردد.

  1. زن در اسلام به عنوان شریک مساوی و کامل مرد در تولید نسل بشر به رسمیت شناخته می‌شود. مرد، پدر و زن، مادر است و هر دو برای زندگی ضروری و لازم هستند. نقش زن کمتر از مرد حیاتی نیست. با این شراکت او در هر جنبه‌ای دارای سهم مساوی است. او دارای حقوق مساوی است، مسؤلیتهای برابری را بر عهده می‌گیرد و در درون او همانقدر توانایی و انسانیت است که در شریک او‌. در رابطه با این اشتراک برابر در تولید نسل انسان خداوند می‌فرماید:
    «ای مردم، ما همه شما را نخست از مرد و زنی آفریدیم و آنگاه شعبه‌های بسیار و قبایل مختلف گردانیدیم تا یکدیگر را بشناسید‌…»(49:13 و 4:1)


تصویری خیالی از خدیجه همسر محمد، که به سال ۱۵۵۳ رسم شده‌است.

در روایاتی از محمد، زنانی به عنوان الگو و شخصیت‌های برتر نام برده شده‌اند. این زنان تاریخ‌ساز، عبارند از فاطمه، آسیه، مریم.[۶۶] همچنین در روایات دیگری از چهار همسر بهشتی یاد شده‌است که به‌طور برجسته از آنها تمجید شده‌است. این افراد عبارتند از آسیه، مریم، خدیجه و فاطمه. این زنان، از جهت‌های مختلفی چون تعهد و وفاداری‌شان نسبت به خدا و اطاعت از فرمان‌های او، نماد فضیلت در میان زنان هستند. در منابع شیعی، فاطمه نسبت به مریم که در آیاتی از قران به برترین زنان عالم توصیف شده‌است، برتری داده شده‌است. بر اساس روایات اسلامی، مریم و فاطمه هر دو در هنگام زایمان مورد عیادت فرشتگان قرار گرفته‌اند. حتی در روایاتی از فاطمه با عنوان «مریم الکبری» یاد شده‌است.[۶۷] به‌طور کلی، دو گروه از زنان در تاریخ اسلام مورد توجه منابع قرار گرفته‌اند؛ گروه او زنانی که در صدر اسلام زندگانی می‌کردند عموماً اهل مکه و مدینه بودند. دسته دوم زنانی بودند که در قرون وسطی در مصر، عربستان و شام زندگانی می‌کردند. دسته دوم شامل حاکمان، زنان دارای مناصب و عالمان هستند.[۶۸]

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.