پکستان پرون ویل چې په افغانستان کې سوله دوی ته یو کابوس ګرځیدلی

آزادخان افغان

330
پکستان پرون ویل چې په افغانستان کې سوله دوی ته یو کابوس ګرځیدلی، ځکه چې ټي ټي پي هلته اوسي او په دوی حملې کوي.
مګر آیا دا نامرده همسایه حتی د یوې دقیقې لپاره یې فکر کړی دی چې دا څلویښت کاله چې تاسو ګلبدین، مسعود، رباني، سیاف، ملا نبي، ملا خالص، حضرت، ګیلاني، ملا عمر، ملا منصور، ملا هیبت او ددوی په زرګونه پلویان هلته ساتلي وو او له هغه ځایه یې په افغانستان حملې کولې، افغانان یې وژل او د افغان وطن یې وراناوو، آیا په پکستان کې ددوی موجودیت افغانانو ته کابوس نه وو؟
آیا اوس پوه شوی چې له بل هیواد څخه د وسلوالو کسانو راننوتل او د هغو وسلو استعمال او د بمونو آلوزول درد لري، غم لري، تباهي او وراني لري، جنازې لري، د میندو او کونډو ژړاوې لري؟
آیا دا یې وخت ندی چې پخپل شیطاني سیاست له سره فکر وکړی او له افغانانو څخه د خپلو تیرو بدو، وحشي او نامردو اعمالو عفوه وغواړی؟
دا یاد لرئ چې؛ مهمه نده چې څومره ډلې وروزی او څومره ډلې په افغانستان کې اقتدار ته ورسوی، مګر چې کله هغه ډله یا ډلې د افغانستان حاکمان شي، ستاسې دوست نشي پاته کیدلی، ځکه چې تاسې ټول عمر د منافقت سیاست چلولی دی او منافقت بقا نلري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.