غزل

عبدالباري جهاني

268
کلونه کیږي چي مي پل د یار لیدلی نه دی
نصیب مي بیا پر هغه لاره آزمېیلی نه دی
څومره بدبخته یم داچاته مي غزل ولیکل
چي د مطرب له خولې مي نوم چا پېژندلی نه دی
زاهده زما پر ژبه نه راځي توبه له میو
چي له مُغانه مي وروستی جام لا منلی نه دی
اوس به روژې د ابوجهل په نارو ماتوو
ما پر منبر د خپل بلال ږغ اورېدلی نه دی
پرون یې بیا راته په شپو پسي شپې ولیکلې
ړانده فال بین مي په تندي کي لمر کتلی نه دی
اوس به ضرور د قربانۍ د چړې سیوری وینو
چي له خلوته مو د شیخ سیوری شړلی نه دی
زه به مي څنګه کوچۍ ښکلي ته غزل ولیکم
پر سپینو لېچو چي منګی تر ګودر تللی نه دی
خدایه په زړه کي مي دا یو ارمان راپاته مه کې
چي پر پامیر مي خپل بیرغ بیا رپېدلی نه دی
جهاني ولي دي تیارې په اوښکو ستړي کړلې
چي په قسمت کی دي ازل سهار لیکلی نه دی
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۳ کال د اګست د میاشتي شلمه، ویرجینیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.