د افغانستان هنګامه نادره شیبه او نادر سړی(۳)

ژباړونکی : ع . رشید

364

د افغانستان هنګامه

نادره شیبه او نادر سړی

( ۳)

همدرد ۲۴  فبروری ۱۹۲۹

لیکوال محمد علی  (په اردو ژبه )

ژباړونکی : ع . رشید

اخځ :  مضامین محمد علی رح  حصه دوم ص ۳۶۲-۳۸۰ مخونه  د چا پ کال ۱۹۴۰

——————————

لیکوال نامتو مبارز محمد علي جوهر

 له سپه سالار نادر خان سره کتنه

همدرد  ۲۸ فبروری  ۱۹۲۹ ع

لکه چې ما په همدرد کې د فبروري په ۲۴ نیټه څرګنده کړه، چې د مولانا شوکت علي دا پیغام دهفتې په ورځ را ورسید چې جنرال نادرخان صاحب او د هغه دوه وروڼه په هم هغه ورځ په فرنټیرمیل کې  را روانیږي اوله ډیلی څخه د اتوار په ورځ په ماسپښن کې تیریږي، دهغه غوښتنه داوه چې زه باید له هغه سره څو تم ځایونه سفروکړم، په هم هغه ورځ مې دمولانا مفتي کفایت الله صاحب سره هغه ته وویل چې تاته هم له جنرال صاحب سره په سفرکې بدرګه کیدل اړین دي. مولانا له خپلې روغتیایي ناروعتیا سره سره زما غوښتنه ومنله، د اسمبلې غړی نواب محمد اسمعیل خان هم په هغه ورځ له ما سره یوځای شو، هغه دخپلې همسفرۍ تیاری وښود، همداسې د اسمبلې غړو مولوي محمد شفیع داودی اومولوي سید مرتضی صاحب هم دخپل تیاري وعده وکړه، داتوارپه ورځ په دوولسوبجو زه د ستیشن پرلوروخوځیدم، چې ورسیدم هلته څوافغانان اوڅومسلمانان دسپه سالارغازي راتګ ته انتظارول، خویاد مفتي صاحب تراوسه هم تشریف نه و راوړی، له دې امله چې زیات بیروباربه په تم ځای کې جوړشي او اورګاډي ته به رسیدل هم ګران وي،ما دګاډي دراتګ له وخته لس پنځلس دقیقې مخکې ټکت واخیست، داچې د غازی سپه سالارد روغتیا خیال مې ساتلی وي، دڅوتم ځایوپرځای مې ترلاهوره پورې دټکټ اخیستوپریکړه وکړه، څوپه لاره کې له هغه سره په یوه مناسبه شیبه کې زموږ سمه کتنه وشي.

جناب مفتي صاحب هم نږدې دولس نیمې بجې را ورسید، زما له وړاندیزسره سم هغه هم ځانته ترلاهوره پورې ټکټ راوغوښت، نواب محمد اسمعیل خان صاحب اومولوي محمدشفیع صاحب داودي اوسیدمرتضی صاحب هم په داسې وخت کې را ورسیدل داسې وخت چې ګاډی پنځلس دقیقې ناوخت شوی و،موږ ورته وویل چې دوی هم باید په بیړې سره خپل ټکت ترلاهورپورې بک اوله موږسره یوځای ترهغه ځایه ولاړشي.

ګاډی را ورسید، په دروازې کې نږدې سلوتنودغازي سپه سالارلیدوته دانتظارتلوسه درلوده، ماته معلومه نه شوه چې زموږداسمبلې غړو ټکتونه واخیستل که نه اویا په کوموکمرو کې سره ځای پرځای شول، خوما خپله د غازي سپه سالارکمرې ته نږدې په یوه کمره کې چې هلته دوه انګریزان مخکې له مخکې ځای پرځای شوي ول ځای ونیو، لوړمې خپل سامان کیښود اوبیا دصاحب (نادرخان) دکمرې پرلوروړاندې ولاړم، دخواشینې خبره ده چې لیدونکوسره له دې چې شمیریې دومره زیات نه و، خودهندي دستورله مخې یې دومره ټیل ماټیل جوړکړی وچې دهیچا له پاره له هغه سره دلیدو، خبروکولو، لاس ورکولواوښکلولو چانس برابرنه و، په دغه حال کې هم له هغووروڼوڅخه منندوی یم چې زما له پاره یې لاره پرانیسته څووکولای شم سپه سالارغازي پردې خبرکړم چې، زه یې په څنګ کې کمرې کې ځای پرځای شوی یم اوترلاهوره به ورسره بدرګه یم،هروخت چې موغوښتل زه حاضریم. زه چې کله دسپه سالاردکمرې څنګ ته وروسیدم، هغه زه وپيژندلم اودننه یې وروبللم. دهغه په کمره کې پرده او دوو وروڼوبرسیره آته، لس نورلیوال کسان هم ناست ول،چې زه به دځینې تعارف هم وکړم،  له هغه وروسته سپه سالارغازي داسې یولړخبرې حاضرینو ته وکړې لکه چې به بمبي کې هغه اخبارونوهم  خپرې کړې وې غازي دخپلې ناروغۍ اونفس تنګۍ له امله د زیاتوخبرونه کولوله امله بښنه وغوښته.

   ګاډی اوس د روانیدوپه حال کې و، دتم ځای ماسټرماته وویل چې لیدونکی باید له ګاډي څخه لرې شي اوکه نه ستونزه رامنځ ته کیدای شي. ما په ډیرسختۍ سره هغوی چې ګاډي ته نږدې د سپه سالارکمرې ته ورڅیرمه دننه ولاړووپردې راضي کړل چې باید له ګاډي څخه کښته شي خوهغو له نوروکړکیو راپورته شول اوځینویې ځانونه دسپه سالارکمرې ته نږدې پرګاډي باندې را ځوړندکړي ول، زه خپله په خورا زړه تنګۍ سره له بلې لارې خپلې کمرې ته راغلم چې زما له پاره داهم څه آسانه خبره نه وه، که څه هم سپه سالارغازي اووروڼویې ټینګارکاوه چې له هغوی سره هم هلته کینم.

     کله چې ګاډي حرکت وکړ،زه اومفتي کفایت الله صاحب دواړه په هم هغې کمرې کې وو،خو داسامبلې نورغړي چې راغلي ول هغوی بیرته کښته شوي ول، خوزما اټکل لاهم داوچې هغوی له موږ سره ملګري ول، په بل تم ځای کې موپرهغوپسې غږ وکړ، خوچا ځواب ونه کړ، کله چې په روهتک کې کښته اودیوې بلې کمرې په لټه شوو، هغوی موهم ولټول خوومونه موندل اوفکرمووکړچې هغوی حضرات په ډیلي کې پاتې شول اوټکت یی ونه موند. خووروسته معلومه شوه چې هغوپرڅولامله په آخروخت کې خپله اراده بدله کړې وه اوله ډیلي څخه نه ول را روان شوي.

ما دډیلی کش مکش ځکه په تفصیل سره یاد کړچې پرسپه سالارغازي اودهغه پر وروڼوباندې دهغه څه اثراواغیزونه انګیرل شي هغه چې د لیدونکواولیوالوکسانودکړنواو وینوپه ترڅ کې په ډیلي کې ولیدل شو، ، بلکې باید داسې یواحساس ورسره پیداشي چې ګواکي دهندوستان خلک دهغه دلیدنې او وینا اوریدوته له حده زیات لیوال اوعلاقمند ول،معنا داچې زه دانه شم ویلای چې ده به  په دغه حال کې دهرکلې اودرناوی دغه رمزدرک کړي وي اوکه نه، ځکه هغه دهندوستان اخبارونه په پرله پسې توګه لولي اودهغه دخپرونو دسم اوناسم ښه اندازه لګولای شي،هغه داهم ویلي ووچې هندوستانیان داسې دي چې یوه ورځ پربانس باندې سپریږي اوالوتنه کوي، اوبله ورځ بیا دتحت الثرې اوژورو پرلورهڅه کوي، په دغه اړه دده دخولې خبره ده چې فرمایلي یې دي، افسوس چې زموږخلکوپه منځ کې د نظم دومره لږوالی دی چې نه شوکولای یوذره هم یونظام پرپښو ودروو، موږټول عمرخپل وخت په خپلې بې صبرۍ اوخپل جوش اوخروش پربې نظمۍ باندې ضایع کوو، ملکي اوملي کارونه دخپل منځي شخړواوکړکیچوپرلامل خپله خرابوو. دډیلي دکش مکش له نظارې وروسته، دمحترمووروڼو، نوروکاري کسانواوزما سوچ  اواندیښنه داوه چې په لاهورکې به دهرکلي په شور اوځوږکې چې زیاتره به دشاه امان الله خان په ملاتړاوتایید اود (قندهارچلو، قندهارچلو) کندهارته ځه، کندهارته ځه ترشعارونولاندې وي دا به ددوی پرزړونواوفکرونوڅرنګه اوڅه ډول اغیزوکړي؟

مولانا کفایت الله صاحب خویوتم ځای مخکې له محترمووروڼوسره خدای پامانی وکړ، ځکه هغه وویل چې د لاهوردکش مکش زغم نه لري، ځکه یې خپل معذرت وغوښت، خوزه په دغه وخت کې دهغه ترکمرې پورې ورونه رسیدم، ما قکرکاوه زه د قصورد ستشن پرځای د رای ونډ تم ځای ته رسیدلی یم ځکه خو زه ناچارترلاهورپورې په هم هغې کمرې کې پاتې شواومفتي لاهم په پخوانۍ کمره کې و.

دګاډي تردریدو دمخه ماهم د دوی (سپه سالاردوی) لاسونه مچي کړل اوخدای پامانی مې ورسره وکړ، پرپلیټ فارم له سخت خواشیني حالت سره مخامخ شوم، له بلې لارې مې د وتلوکوشش وکړ، څوچې دشاه له خوا له یوې دروازې را ووتم، ما له راوتوسره ولیدل چې دوه دری کسه دسپه سالارد کړکۍ خواته نږدې داسې ورننوتل لکه چې کوم غل کوم کورته د کیندل لغم له لارې ورننوزي. زه باورلرم چې دغه حالت به دوی ته که له یوې خوا دخوشالۍ لامل کیده، خود ډیلي بیروبارغوندې دلته هم د دوی له پاره له شکه پرته دنارامۍ سبب و.

کله چې زه له شا څخه بیرته دخپلې کمرې پرلورورغلم، مفتي صاحب زما سامان را ایستلی واوماته انتظارو،الحمدالله کومې کمرې ته چې موږ په روهتک کې ولیږدول شو، هغه دسپه سالارله کمرې څخه لرې وه، زموږاوس هغه کمره نه وه ، هغه چې په ډیلي کې موږته راکړه شوې اودسپه سالارکمرې ته نږدې وه، ځکه خودلته ډیربیروبارنه و، موږ خپل سامان راواخیست اوله دروازې راووتو، له ګاډي را لرې شو، دمهراوسالک صاحب پوښتنه مووکړه، چې یا له هغه سره د(انقلاب) د دفترنابللي میلمانه شواو یا باید ډاکتراقبال ته ورشو، ګاډی له خپل ټاکلي وخته څوساعته وروسته رسیدلی و، خوښه خبره داوه چې تراوسه سپه سالاراودهغه وروڼوخپله ډوډۍ هم نه وه خوړلې، ما دجاکهل ستیشن ته له تلوڅخه انکاروکړ،اوهوټل والا ته مې دروژه ماتي په خاطردبیهنډیوفرمایش ورکړاوهغه مې راوغوښتلې، په همدغه وخت کې مفتي صاحب هم د چپاټیواو قلي فرمایش ورکړی و، دنورملګروپه خاطرهم یولوی میزجوړشوی و،خوستیشن ته د سیدحبیب شاه (دسیاست مدیر) ورورهم په پوښتنه ځان دسپه سالارغازي ترکمرې پورې رسولی و،کله چې موږپه فیروزپورکې د ډوډۍ خوړلوپه موخه راکښته شوو، څرګنده شوه چې هغه سپه سالاراودهغه وروڼه دعوت کړي ول اود لاهورستیشن ته ډوډۍ را روانه وه.

   له یوولسوبجو یوڅه تیرې وې چې ګاډي له لاهورڅخه حرکت وکړاوسپه سالارغازي اودده وروڼو تردغه وخته لاډوډۍ نه وه خوړلې،کله چې ګاډي حرکت کاوه څوتنه دسپه سالارپه کمره کې وو اوان چې له حرکته وروسته هم هغوی لاهلته ول، په دغه وخت کې موږدهغه ناروغي اونارام حالت په خپلوسترګولیده، دډوډۍ خوړلواوآرام کولو له پاره هم وخت ورته نه و، زما قیاس و چې دسپه سالارنادرخان له پاره ترپیښورپورې رسیدل هم ستونزمن کارو، خو دلارې په اوږدو کې دده ښې رویې اوحسن اخلاقو، دده ښه تدبیراوزغم زموږپرزړونوباندې خپل ژوراغیزپریښود اومعلومه شوه چې نادرخان یوازې یوغازي سپه سالارنه دی بلکي یوزبردست مدبرڅوک هم دی، که دهغه له پاره دهغه حسن تدبیر، همت، اوزړورتیا یوه نادره شیبه اوفرصت دی، همداسې دی  دافغانستان په یوې نادرې موقع کې یونادرڅوک هم دی.

زه دلاهوردکش مکش په برخه کې ډیرڅه لیکل نه غواړم خودلاهوریوه اخبارد فبروری د ۲۷ نیټې په اړه په خپله یوه ګڼه کې« دعلي برادران اسلام دښمنۍ» ترسرلیک لاندې  دیواوږده اوسراسردرواغ اوله تورونوډک مضمون په پای کې دایادونه هم کړې چې پرما باندې دلاهورپه ستیشن دکوم چاله خواغږوشو چې ګواکي زما (هم خیاله) نوي ځوانان راسره په بدقسمتۍ سرشول، په دغه اړه زه دومره ویل غواړم چې نه زه له هغه چا سره هم خیال یم اونه هغه زما هم خیال دی، څوک چې د لاهورپه ستیشن یې پګړۍ د ( پنجابي ټولي) څوبدماشواولفنګوهم خیالوپه هواکړه، دغه ډله پرموږهم د پوره تورونوټاپې لګولوهڅې کوي، همداسې یې زموږد کلکتې دخلافت کمیټې په ترڅ کې هم کټ مټ توراوالزام ولګاوه، په داسې حال کې چې دا هرڅه غلط اودستوري تورلګونه ده، که چیرې څوک دهغواودهغوی دکارفرمایانوحضراتو پراوږده بیان چې دکلکتې ټولواخبارونوته یې د سامبرپه وروستیوکې لیږلی و، که هغه ټکي پرټکي ولوستل شي، نوبیا به یې باوروشي چې په رښتیاهم ددغه مضمون پایله لوستل په خپل ذات کې دوخت ضایع کول دي.دغه ډله پرهمداسې تورونواوچټیانوباندې عادت شوې ده، دوی ته دانه وه معلومه چې هغو تورمارو(تورلګونکو)  دځوانانوملاتړپه سترګولیده خوبیا یې هم داخباروالا پګړۍ له سره غورځوله، دوی همداسې زما دټکسی دتم ځای ترڅنګ هم «دکومی خاین» « محمدعلی کومی غدار» شعارونه ورکول، په دویمه ورځ د روژه ماتي پرمهال په مجمع کې هم یوه صاحب وویل چې په اخبارکې « دنومیالي ښاغلي» سپه سالارغازي دګاډي ترراتلودمخه پرستشن باندې دډهلی د وینا ترسرلیک لاندې یوڅه لوستلي ول چې هغه یې زما دجامع جومات وینا بلله، اوپه ناقصه توګه چې ګواکي داټوله زما وینا خلاصه وه هلته لوسته. کاشکی چې هغه صاحب ته الله پاک داتوفیق هم ورپه برخه کړی وای چې پردې یې هم ځان خبرکړی وای چې پرجامع جومات کې زما له وینا سره ټول حاضرکسان پریوه نظرول. ما دافغانستان داوسنیوحالاتوټول اړخونه دوی ته تشریح کړل اودهرې ډلې رایې اوغوښتنې مې د دوی په مخ کې پرته له هرډول زیاتي اوکمي سره  تشریح اوکیښودې او ټول حاضرین مې دخپلې رایې ملاتړي مې کړل ….

 په هرډول، دامضمون ډیراوږد شو،زه له سپه سالارغازی سره زما اومفتی کفایت الله صاحب د دووساعتو کتنې په باره کې اوس ډیرڅه نه شم ویلای،هغه د ډیلي پرتم ځای باندې دهندوستاني اوسیدونکودنظم اونسق نشته والي وژړاوه، په دغه اړه زه بیاهم غواړم دومره ووایم چې زموږاخبارونوټولوهم هغه خپلې ساندې ویلې چې د تګ خبره پیښورته ورسیده، په دغهه اړه زه دومره ویلای شم چې که سپه سالاردهندله خلکوپه تیره بیا له مسلمانانو څخه که خواشینی نه و،لیکن شکمن خوښه و، زه به ددغې کتنې یادونه انشاالله په «همدرد» کې وکړم ، خونن به دومره ووایم چې دغه ټولې خبرې اترې اویادونه به تکراري نه وي.

  سپه سالاراودهغه وروڼه زموږ په معامله اوچلند باندې د زړه له کومي باورمن ول، هغه پاکې اوصافې خبرې کولې اوویل یې چې موږباید تردې اوس هم نورډیرڅه ترسره کړو، چې دا خبرې به بیا په (الجمعیه) یا (همدرد) کې خپرې او څوګڼې اوبرخې به ونیسي. په دغوکې به دوې مهمې پریکړې ددې وړوي چې پرهغوباندې نن باید خبرې وشي، یوه داچې ده (نادرخان)  له هغه چلند سره سره چې له ده سره شوی و، هغه په هیڅ ډول داعلیحضرت شاه امان الله خان پرخلاف نه دی، خوهغه به لومړی داسلام بیاد افغانستان اودهغه د آزادۍ په خاطرد پاڅون اوقیام په خاطرخپلې هڅې جاري ساتي، دهیچا نوم نه اخلي چې هغه باید دافغانستان د واکمن په توګه واک ته ورسیږي. دویمه مهمه پریکړه داده چې هرڅوک دافغانستان واکمن کیږي هغه به نه نادرخان اونه هم دهغه وروڼه وي، پردغه خبره هغه زما په مخ کې په دومره ځوښ اوځوږ سره خپله رایه څرګنده کړه چې زما له سترګوزما اوښکې را روانې شوې، ما یې لاس په سترګو ونیواوښکل مې کړ اوعرض مې ورته کړچې ماکله تیرجمعه دهغه اوصاف اوکړه وړه دحاضرینوپه وړاندې اورول، دهغو له منځه یوه صاحب د اخبارونوپه تقلید وویل چې هغه ولې د افغانستان دپاچا په توګه نه دریږي، خو ما ورته وویل چې ما دهغه مه بدخوا کوه،ته شاید هغه د افغانانود پاچا په توګه دهغود خيرغوښتې په خاطرغواړې، خوزه بیا داسې نه شم ویلای، زه ملوکیت داسلام خلاف اودمسلمانانود زوال ترټولولوی لامل ګڼم ، ځکه چې یوازې خدای ملک الحق، ملک القدوس اوملک الناس بولم، اوپرالحکم الاالله باندې ایمان هم لرم، نوزه بیا ولې نادرخان صاحب پردغه ګناه باندې ګنګاروم .

ما داعلیحضرت شاه امان الله خان صاحب ستاینه د ۱۹۲۷ کال په دسامبرکې له یوه انګریزي اخبارسره په مرکه کې پرهغه مهال چې دی د یورپ پرسفر بمبي ته را ورسید کړې وه اوپه هغې کې مې ویلي ول چې که هغه خپله واکمني دخپل پلاراواجداد ترکه او وارثت ونه بولي، له هغې تیرشي اوجمهوریت اعلان کړي، زما باوردی چې دهغه رعیت به هغه دخپل جمهوریت ټاکلی اومنتخب صدروټاکي، خوافسوس چې نن هم هغه لوی انسان په افغانستان کې په هغه کچه پرخلکوګران او منل شوی نه دی لکه چې ترسمونو(اصلاحاتو) دمخه دخوست له بغاوت سره سره و. زما اوس هم دهغه له پاره دادعا ده چې هغه اودافغانستان خلک بیرته سره شیروشکرشي، په افغانستان کې دهغه حکومت بیرته ټینګ شي اوهلته داسلام او خپلواکۍ جنډه یوځل بیا اوچته ورپیږي.

له ګرانولوستونکوڅخه هیله کیږي چې دسباترمفصل مضمون پورې انتظاروباسئ اودنن له پاره پرهمدغه بسنه وکړئ، ځکه چې پرموږباندې دسپه سالارغازي تدبیراودرک له حده زیات اغیزاواثرکړی دی، زموږ بشپړباوردی چې هغه به په ایزدي تایید سره دافغانستان اوسني فتنې ته دپای ټکی کیږدي،اوزموږ له پاره به هم ددې خبرې چې کابل چلویا کندهارچلو اړتیا نوره پرینږدي. زه غواړم داهم ووایم چې هغه په ډاګه اوصافه توګه داخبره وکړه چې داغلیحضرت شاه امان الله خان دمنښت اوتایید په اړه چې زموږاخبارو دعوامو په تقلید کوم ړوند دریځ غوره کړی دی،هغه به داعلیحضرت له پاره ډیرسخت خطرناک ثابت شي اولوی الله دې اعلیحضرت له هغه څخه وژغوري.

  کاشکي دغه اخبارونه د دنیا اصولي تګلاره په خپلونشریاتوکې په پام کې ونیسي، ځکه چې سپه سالارغازي دچټیاتوتراغیزلاندې نه راځي اونه هم دهرقلم والا مداح اوستایوال کیدای شي، په تیره دهغوی چې قول اوعمل یې یوشان نه وي. ځکه هغه که له یوې خواخپله دقلم اهل دی نوله بلې خواد تورې خاوندهم دی،هغه دنظم اوثبات ټینګولودرس اوتجربې هم لوستې دي، هغه له حالاتوناخبره داسې څوک نه دی چې یوازې درسالواوخپرونو پرحال خبروي، هغه دافغانانو پرخوی اوبوی اوکړو وړو باندې د زړه له کومي بلد دی، هغه د افغانستان پراوسنۍ اورلګیدنه باندې دتیلوپاشلوپرځای د ژغورنې په لټه کې دی،هغه پاک نفسي اووطن دوستي ته زیات وفادار دی،ځینی خلک له هغه څخه په ګرانۍ سره دا توقع لري چې دهغه پاک نفسی، بې غرضي اوبې تمۍ څخه به څه دده دامیدهیلې به پوره شي .

خدای دې پرهغه ، پرموږاوافغانستان اوعالم اسلام باندې رحم وکړي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.