غزل

عبدالباري جهاني

291
په تېر وصال پسي هجران وو ما یې فال کتلی
په خوب لیدلی مي توپان وو ما یې زور لیدلی
نن له سرو میو نشې تللي دي مستي ویده ده
له اوره تش خُم د مُغان دی نن خُمار کرلی
اوس د هغه محفل په شپو کي پېریانان اوسېږي
پر هر پانوس چي بوراګانو وو مقام نیولی
دلته له ورځي سره لمر لکه شېبه ځلیږي
د دې وطن یې په قسمت کي دی ماښام لیکلی
اوس یې شیخان و آینې ته پر سجده پرېوزي
چي یوه خدای ته زر کلونه پر سجده وو کلی
پرون د چا وه، نن د چا، سبا د چا په نصیب؟
تخت ورته جوړ سي، سړی کښیني لکه سیوری غلی
هیڅوک پوه نه سول جنګ د چا وو توري چا راوړي
غازي د چا وو یتیم څوک وو پلار یې چا وژلی؟
ما په غزل کي وه د حق پر جنازه ژړلي
شیخ دي نڅیږي پر منبر، منصور پر دار ختلی
اوس د شیخانو له شامته شهباز ویني ژاړي
ارمان پوره سو د مُلا، مطرب له ښاره تللی
یو جهاني یې په سنګسار له ګناه نه کی خبر
دلته چي هر خوږمن راغلی نیمه خوا وتلی.
د ۲۰۲۳ کال د سپتمبردرویشتمه، ویرجینیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.