وحشي ژوي

سیدمنتظرشاه هاشمي

211

یادښت:

د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ د میاشتې په درېمه نېټه د پکتیا ولاېت د ډنډې پټان ولسوالۍ د زندو په کلي ېو واورین پړانګ په داسې حال کې ووژل شو چې دوه کوچنیان یې هم داړلي وو. دا خبر په دواړو برخو کې خواشینونکی وو، د کمکیانو داړنه، زبېښل او ګواښونه د زغم وړ نه ده. له بله پلوه د مسلکي او کارپوه خلکو نشت، بله ستونزه ده چې موږ ډېرې نایابه او نادرې زېرمې له لاسه ورکوو. واورين پړانګ په ژوو کې ېو ارزښتاناک مخلوق دی، چې د نه پوهاوي له کبله یې وژنو او له منځه یې وړو. له همدې امله د وحشي ژوو د ځانګړنو د پېژندنې، ارزښت، ساتنې او پوهاوي لپاره په کار ده چې د ژوند د چاپېریال ساتنې اداره (NEPA) او د کرنې مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت (MAIL) خپل رسالت پر ځای کړي چې له ېوې خوا ملت د ورته پېښو وژغوري او له بلې خوا طبیعي ژوندۍ رنګینۍ  (Natural Bio Diversity) چې د ژوند د تداوم زېرمه ده، وساتي.

 

د تېر پسې …

2 برخه …

وحشي ژوي:

که چېرې د ژوند رنګینېو (Natural Bio Diversity) ته ېو پېژاند ورکړو نو وېلای شو چې؛ د ژوند رنګیني، بیولوژیکي رنګیني ده او د ټولو ژوندیو موجوداتو ګډ تعامل دی چې په پرله پسې ډول له منځه ځي او بدلون مومي چې په ترڅ کې یې نوي نسلونه منځته راځي او وده کوي. ساینس پوهان ډیری وختونه د ژوند د رنګینېو پر دریو برخو کې خپل نظریات سره شریک کړي دی: د رنګینۍ برخه، جینيټیکي برخه او د ایکوسیستم رنګینۍ چې درېواړه یې د ګډ ژوند لپاره بېلابېل ارزښتونه لري.

د ژوند رنګیني زموږ په شاوخوا کې طبیعي نړۍ ده، او د ټولو مختلفو ژوندېو موجوداتو نباتاتو، حیواناتو، حشراتو او مایکرو ارګانیزمونو ټولګه ده، چې زموږ په سیاره کې ژوند کوي. دا هر یو ژوندی زیار باسي، ېو د بل سره کار کوي چې په ترڅ کې ایکوسیستم ته دوام ورکړي، زمکه وژغوري او په متداومه توګه طبیعي توازون منځ ته راوري.

لکه څنګه چې وحشي ژوي د ېو هېواد د ژوند د جلا جلا رنګینه ښکلاوو (Natural Bio Diversity) ېوه برخه جوړوي نو که چېرې ښه مدیریت شي، د ملي لوړ عاېد بنسټ ګڼل کیږي. که په غور سره یې پالنه وشي، د ژوند د اساساتو خورا غوره برخه ده او لرې نه ده چې لاندینۍ درې ډوې (پايې) چې د ژوندېو موجوداتو توازن ساتي پیاوړې کړي؛

  1. وحشي ژوي د زنځیري خوړو د خوندیتوب بنسټ دی.
  2. جېنېټيکي (ارثي) زېرمې دي.
  3. وحشي ژوي د ژوند د چاپېریال د رنګینۍ او ښکلا ېوه اساسي ډوه (پایه) ده.

ورته چارې هغه مهال ډېرې ښې تنظیمیږي چې د وحشي ژوي د ژوند لپاره ېو ډاډ موجود وي. کله چې د ژوند چاپېریال وایو، موخه مو هغه چاپېریال دی چې هلته د ژوندي موجود، په تېره بیا د وحشي ژوي لپاره د هغه ژوند ته ګواښ نه وي او په امن کې وي. یا په بله مانا د وحشي ژوو لپاره د اړتیا وړ خواړه، اوبه، د نسل د تولید او پاېښت لپاره مناسب چاپېریال او طبیعي هوساېنه هغه چلن دی چې د وحشي ژوي لپاره امن ګڼل کیږي.

مخکې مو د لېوه په اړه د عامه پوهاوې لپاره لنډ معلومات خپاره کړي وو. لامل یې دا و چې په دې روستېو وختونو کې وحشي ژوي خپل استوګنځاېونه پرېږدي او کوچېږي، چې د کوچ په بهیر کې د بېلابېلو ستونزو سره مخامخ کیږي. له بله پلوه د وحشي ژوو په اړه د اړوندو ادارو او چارواکو له خوا په مرتبه توګه عامه پوهاوی له پامه غورځول شوی دی. هسې هم په هېواد کې د وحشي حیواناتو او نباتاتو ژوند ته په ښه سترګه نه کتل کیږي. د نورو ولاېتونو تر څنګ د پکتیا په ولاېت کې د وحشي ژوو ژوند سخت د ګواښ سره مخ دی. له همدې کبله وپتېل شوه چې دا ځل د پړانګ په اړه لنډو اړینو سکالوګانو باندې رڼا واچول شي.

پړانګ:

پړانګان چې غټې پیشوګانې هم بللی شي، جینس یې پنتېرا (Panthera) نومیږي او د پنتیراېني کوچنۍ کورنۍ (Pantherinae) غړي دي. دا کوشنۍ کورنۍ بیا د پیشوګانو د سترې کورنۍ فیلېدی (Felidae) پورې اړه لري. جلا جلا ډولونه لري چې نومور یې نهه کوچني ډولونه یانې سب سپېشز (subspecies) افریقايي، هندي، جوان، عربي، امور، شمال چین، کاکزین، هندوچین او سریلانکايي دي. په ټوله کې پړانګان د وحشي ژوو د هغه پښت پر لیکه ولاړ دی چې د ۱۹۷۲ زېږد کال را په دېخوا د ورکېدو (Extinction) په حال کې دي.

د پورتنېو ډولونو له ډلې چې ېو له هغو یې واورین پړانګ دی، علمي نوم یې پنتېرا انشیا (Panthera uncia) دی. واورین پړانګان د مرکزي او جنوبي اسیا د غرونو په لوړو کې ژوند کوي، که چېرې ژوند یې خوندي وي خپله سیمه په اسانۍ سره نه پرېږدي. څو کاله وړاندې ګمان کېده چې نوموړي پړانګان د نړۍ په کچه نږدې ۱۰۰۰۰سره  یې ژوندي پاتې دي او نور یې د ښکار او هستونګنځای د نلرلو له کبله د کمښت سره مخامخ شوي دي. پخوا پوهانو واورین پړانګ د انشیا په ډله کې شمېره خو د نوو فیلوجینېټیکي مطالعې پر بنسټ په پړانګ ډوله لیکه کې وشمېرل شو.

واورين پړانګ

 

د واورين پړانګ ځانګړنې:

واورین پړانګان د نورو پړانګ ډوله پړانګانو په پرتله واړه دي، څرمن یې سپینه، ژېړه او یا اېرې رنګه ته ورته ده چې د سر او ورمېږ په برخه کې پر پوستکي تېز واړه واړه تور او یا نصواري ټکي (داغونه) دي، چې بیا همدا ټکي (داغونه) یې پر شا او د بدن پر دواړو خواوو څه نا څه غټ دي. ګېډه یې سپینه ده، سترګې یې لږې زرغونې اېرې رنګه دي. د بدن ویښته یې ډبل، ګڼ او ویښته یې د بدن په بېلابېلو برخو کې له ۵-۱۰ سانتي مترو پورې اوږدوالی لري.

د ژورو څېړنو له مخې د واورین پړانګ د بدن اوږدوالی له سر تر لکۍ له ۷۵ تر ۱۵۰ سانتي متره پورې دی او د لکۍ اوږدوالی یې له ۸۰-۱۰۵ سانتي متره رسیږي. نیش داره غاښونه یې ۲۸ ملي متره اوږده دي او د بدن وزن یې له ۲۵ تر ۵۵ کېلوګرامه دی.

د واورین پړانګ ځانګړنې د ډبرو لرونکو غرونو د لوړو ژورو سره مناسبې دي. لکه مخکینۍ پښې یې لنډې او شاتنۍ پښې یې اوږدې دي چې په لوړو او ځوړو کې ورسره مرسته کوي، غټې منګولې یې په واورو کې د خوځ لپاره برابرې دي. لکۍ ډېره جګه ده چې هم یې موازنه ساتي او هم یې په ژمي کې له بدنه راګرځوي او کړۍ کوي یې. دماغ یې لوی او د سینې پنجره یې ستره ده چې د ژمني نرمې او سړې هوا د سا اخېستو لپاره مناسبه ده، ګڼ او جګ ویښته یې د ډبلې او وړینې څرمنې په لرلو سره د بدن تودوخه ساتي. نارینه یې له ښځينه پړانګانو په پرتله غټ وي.

زموږ په هېواد کې واورین پړانګ د هېواد شمال ختیځو، د هندوکش په سوېل لویدیځ او د پکتیا او نورو ځنګل لرونکو سیمو کې موندل کېږي. البته د هېواد کارپوهانو یې د بدن اوږدوالی ۱۶۰ او کله کله ۱۸۰ سانتي متره او د لکۍ اوږدوالی یې ۱۱۰ سانتي متره ښودلی دی. دوي وايي چې د دې پړانګ وزن ۹۰ کېلوګرامه او لوړوالی یې تر اوږو پورې ۷۵ سانتي متره ته رسېږي. د دې پړانګ زیات شمېر د هندوکش په دره صوف، د پنجشېر، سالنګ او په ژمي کې د شیبر په کوتل کې ډېر ټيټ لیدل شوي دي. ېو یا دوه پړانګان په هر ۱۰۰ کېلومتره مربع ساحه کې شپنو لیدلي دي. اوس، اوس نوموړي پړانګان د ځاځی اریوب په ځنګلونو کې هم لیدل شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.