وحشي ژوی / ۴

سیدمنتظرشاه هاشمي

299

د واورین پړانګ د ژوند دوران او د نسل تولید:

واورین پړانګان په طبیعي توګه له ۱۵-۱۸ کالو عمر لري. په ژوبڼونو او پنجرو کې که منظم وساتل شي تر ۲۵ کلونو پورې ژوند کوي. ښځینه پړانګانې له دوه تر درېو کلونو او نارینه پړانګان د څلورو کلونو په موده کې جنسي بلوغ ته رسیږي چې د ېو ځای کېدو دوره یې له ۵-۸ ورځو دوام کوي او په دې موده کې هره ورځ له ۱۲-۳۶ ځلې سره ېو ځای کيږي. ېوځای کېدنه یې د ژمي په روستېو کې یانې د مرغومي او وري په میاشتو کې تر سره کیږي او د بلاربېدو موده یې له ۹۰-۱۰۰ ورځو ده.

ښځینه ژوی د پسرلي په روستېو کې دوه یا درې بچي زېږوي. کله کله یې تر اوو بچېو پورې هم رپوټ ورکړ شوی دی. بچي یې له ۳۰۰ تر ۶۰۰ ګرامه پورې وزن لري او سترګې له اوه ورځو روسته پرانیزي. ښځه پړانګه د ډبرو په منځ کې ځانته ځاله جوړوي او بچیان د خپلې سینې لاندې تاوده ساتي. پړانګه پنځه میاشتې بچي ته شېدې ورکوي خو بچی یې کولای شي چې په دوو میاشتو کې سخت خواړه وخوري. بچیان له دوه تر څلورو میاشتو خپله ځاله پرېږدي. مور ېوازې لومړی کال د بچیانو لپاره خواړه برابروي او بچیان د لومړی کال تر پایه د خپلې مور سره تېره وي چې ورزول شي او د ښکار د نیولو او خوړولو چل زده کړي. همداراز ښځه پړانګه هر دوه کاله روسته بچي زیږوي.

په هغه سیمه کې د پړانګې لنګون او د بچېو روزنه بریالۍ وي چې هلته ښځینه پړانګه په اسانۍ سره ښکار وکړای شي او خواړه برابر کړي. که چېرې خواړه نږدې نه وي نو پړانګه خپل بچي د نورو غوښې خوړونکي ژوو پټوي او هغه بیا لرې د ښکار پسې ووځي. هر څومره چې د خوړو خوندیتوب ډېر وي په هماغه اندازه د پړانګ بچي په آمن کې وي او ژوند یې ښه وي. کله چې بچي د درېو میاشتو شي نوره خپله مور تعقیبوي او له هغې د ښکار کولو مهارتونه زده کوي.

سره له دې چې واورين پړانګان يوازي ژوند کوي خو د جنسي ملګرتيا په موسم کي سره جوړه ګرځي او يو بل ته د خپل هستوګنځای او سیمې پته ورکوي خو لرې والی یې ېو له بله سره د دوو کېلومترو په واټن وي. واورين پړانګان ېو بل ته د رسېدو لپاره په فعاله توګه د ښرندکو، تشو میتازو او فضله و د تېز بوي په مرسته د تګ راتګ نښې پرېږدي چې د جوړه کېدو او جنسېي اړیکو لپاره ېو بل ومومي.  د نوموړو نښو په پرېښودو، دوي په اسانۍ سره کولای شي چې د جنیسي ېو ځای کېدنې، لنګون او نورو اړوندو چارو په اړه ېو بل خبر کړي.

ولې پړانګ له خپل ځایه لرې ځي؟‎

څېړونکی ښاغلی ګوراګین وايي؛ ” کله چې پړانګان د ځنګلونو څخه بهر په هغو سیمو کې چې انسانان ژوند کوي ولیدل شي، موږ بیا فکر کوو چې دوی بې لارې شوي دي. موږ هېروو چې دا زموږ په څېر د دوي کور هم دی. ” همداسې هغه وايي چې د طبیعت له مخې، پړانګان، په ځانګړې توګه نارینه یې، د دوو شیانو په لټه کې اوږد واټنی سفر کوي: خواړه او ملګرې. پړانګ له یوه ځنګله بل ته د تګ لپاره، طبیعي دهلیزونه کاروي چې ډیری یې سیندونه تعقیبوي او یا د کروندو له لارې تیریږي.

د پوخارا په پوهنتون کې د طبیعي زېرمو د ساتنې د مدیریت مرستیال پروفیسور، ناراین کوجو وايي: “پړانګ هڅه کوي چې د امکان تر حده د انسان سره اړیکه و نه نیسي، مګر په دې پروسه کې، دوی پخپله د ښار په سیمو کې ورننوځي. د بېلګې په توګه، چیتا د یو ځای څخه بل ځای ته د تګ لپاره ژوندي دهلیزونه (سیندونه، غرونه، غونډۍ او کروندې) کارويي، مګر دا چې دا دهلیزونه د انسانانو د استوګنې په ترڅ کې مات شوي، د پړانګ او انسان تعامل د ممکناتو په ترڅ کې منځته راځي.

کله چې د وحشي ژوي خواړه (غرنۍ هوسۍ، اوزې، غرني پسونه، غرني غوایان، سوۍ او نور) د انسانانو له خوا د هغه په اوېجه کې ښکار شي، دی وږي شي، یا یې د زېږون او نسل د تولید لپاره په زړه پورې هستوګنځای نه وي، بیا دې ته اړ شي چې له خپل هستونګنځایه و بلې سیمې ته سفر وکړي او وکوچېږي.

سره له دې چې د وحشي ژوو د لېږد په اړه معاصرې ټکنالوژۍ  ډېره مرسته کړې ده او ډېر څه یې را برسېره کړي دي خو لا هم ډېر داسې لاملونه شته دی چې موږ نه پرې پوهېږو کوم چې د وحشي ژوي د لېږد او مهاجرت سبب ګرځي. ساینس پوهان لاهم په بشپړ ډول ډاډه نه دي چې وحشي ژوي څنګه پوهیږي چې چیرې لاړ شي او کله خپل هستوګنځای پریږدي، په تېره بیا هغه ژوي چې مخکې یې کله سفر نه وي کړی. ځینې ​​څیړونکي وړاندیز کوي چې نوموړي ژوي د خوځېدو ګډوله کاروي لکه د لمر وړانګې، د ځمکې مقناطیسي ساحه، او کیمیاوي نښې، چې ورته چاره د لارې په موندلو کې هم ورسره مرسته کوي. د ژوېو لېږد او سفر کول ځانګړې بېلګې لري چې څو بېلګې یې په دې ډول دي؛

  • کله چې په سیمه کې د ژوي لپاره د اړتیا وړ خواړه پېدا نه شي له خپل هستوګنځایه وځي او بې کوره کیږي. په دې ډول کېدایشي چې وحشي ژوی بېرته خپل هستوګنځي ته را ستون نه شي.
  • ګرم او سوړ موسم یانې موسمې لېږد، داسې لېږد په موسمي ډول تر سره کېږي چې په ژمي کې له ساړه موسمه تاوده ته ځي، په پسرلي کې کله چې یې نوی نسل منځته راغی د دوبي تر رسېدو په دې موسم کې پاتې کیږي چې بچیان یې، څه ستر شوي وي د دوبي د تېرېدو لپاره بیرته سړې سیمې ته سفر کوي. موسمي لېږد کې وحشي ژوي د موسم په تېرېدو سره بېرته خپلې سیمې ته راستنېږي.
  • اقلیمي بدلونونه بل لامل دی چې وحشي ژوي د ځان لپاره د بل دایمي هستوګنځي په لټه کې خپل پخوانی ټاټوبی پرېږدي او مهاجر کیږي.
  • د وحشي ژوو د لېږد (مهاجرت) اساسي لامل د خوړو کمی او نشتون دی چې په دې ترڅ کې ژوي په ډله ییزه او د سترو رمو په توګه له خپل اصلي هستوګنځایه وځي او په سلونو کېلومترونو مزل کوي څو داسې سیمه ومومي چې دوي په کې د ځان لپاره امن احساس کړي.
  • کله کله داسې هم پېښېږي چې ېو وحشي ژوي (نارینه یا ښځینه) ته جوړه پېدا نشي. دوی د ملګرو د موندلو لپاره خپله سیمه پرېږدي او مهاجر کیږي. ېو لړ نور لاملونه لکه جګړې، ښکار، د ځنګلونو او څړځایونو له منځه وړل او دې ته ورته نور د وحشي ژوو د لېږد او بېځایه کېدو سبب ګرځي.

د پړانګ ګواښونه:

کله چې ځنګلونه، څړځایونه چې د پړانګ د اوسېدو پلرنی ټاټوبی دی او اوېجه یې خپله ده، په دې سیمه کې هوسۍ، غرني پسونه او وحشي ژوي چې د پړانګ خواړه بلل کیږي اوسېږي که چېرې دا سیمې له منځه ولاړې شي او په کرنیزو، هستوګنځایونو او نور صنعتي ودانوې بدلې شي، بیا پړانګ د ژوند د ناوړه شراېطو سره مخامخ کیږي. په عمده توګه د استوګنځای د له منځه تلنې او د ځنګل بدلول په کرنیزه زمکه او یا صنعتي سیمو ته د بدلولو له امله ګواښل کیږي. کله چې د طبیعي ژوند د خوړو د زنځیر کړۍ ماته شي نو د ښکار د کمیدو له کبله پړانګ پر اهلي ژوېو، رمو او د مجبوریت په ترڅ کې په انسانانو هم یرغل راوړي.

سره له دې چې د انسان ښکار کول د پړارنګ لپاره ډېر اسان دي خو پرانګان د انسانانو پر وړاندې له ډېرې پاملرنې کار اخلي او د انسان غوښې خوراک ته لومړیتوب نه ورکوي. ډېری داسې لیدل شوي دي چې کله پړانګ له خپلې وېرې په انسان یرغل راوړی، هغه یې داړلی، ټپي کړی دی خو خوړلی یې نه دی او بیا تښتېدلی دی.

خو کله چې پړانګ وږی شي نو بیا کېدایشي چې په انسان برید وکړي. په انسانانو ډېری بریدونه داسې پړانګان کوي چې یا زاړه، کمزوري او یا یې غاښونه لویدلي وي. له ډېرې ناهیلۍ د انسان ښکار ته زړه ښه کوي ځکه چې د نورو ژوو په پرتله انسان په اسانۍ سره ښکار کیږي. پړانګ پر انسانانو باندې د شپې له خوا او ډیری وخت کلیو ته نږدې برید کوي. داسې مستند شوي پیښې ثبت شوي چې د شپې په وخت کې د خلکو کورونو ته اوړي او د کور دننه په خوب کې پر انسانانو برید کوي. پړانګ په هغو کارکونکو هم حملي کړي چې په ژوو بن کې د پړانګ پاملرنه کوي. پړانګ داسې ژوی دی چې ډېر باور باید ورباندې و نه شي یانې ډېری هغه پړانګان چې په کورونو کې ساتل کېږي ډېر باور پرې په کار نه دی او مخکې له وخته ورته مناسب تدابیري پلان په پام کې ونیول شي.

د پړانګ له ېرغله د خلاصون لارې:

وايي؛ د جنګ کیسې خوږې خو ساعت یې تریخ دی. کله چې په سیمه کې پړانګ ولیدل شول یو لړ لارښوونې هرومرو په پام کې ونیسئ. کېدایشي لارښوونې سل سلنه ګټه ورې نه وي، بیا هم کولای شي چې د ژوو، ولسي وګړو او کوچنیانو د ژغورنۍ لامل شي؛

  • په سیمه کې د پړانګ د لیدنې سره سم باید چارواکو او کارپوه خلکو ته خبر ورکړل شي.
  • که چېرې څوک د پړانګ سره مخ شي، ورو ورو دې شاته ولاړ شي او پړانګ ته دې د اطاعت کولو حالت غوره کړي، لاسونه دې نه خوځوي، سر دې لږ ټیټ کړي او د پړانګ د سترګو سره دې سترګې نه مخامخ کوي. موخه داده چې پړانګ ته ډاډ ورکړل شي چې ګوندې تاسو زما له خوا په امن کې یاست او پړانګ درک کړي چې د خپل ځان د ساتنې اړتیا یې نشته.
  • که چېرې تاسو کور ته د ننوتلو پر مهال د پړانګ سره مخامخ شئ، وحشي ژوي له اوره وېرېږي، سګرټ یا اور ولګوئ او د پړانګ مخې ته یې ونیسئ. پړانګان له اوره ډارېږي، شاته ځي. تاسو به دروازه وتړئ. نوره نړۍ کې خلک د ژوبڼ چارواکو ته خبر ورکوي چې سیمې ته راشي او په خپل مهارت سره پړانګ ونیسي تاسو به چارواکو ته خبر ورکړئ چې راشي او پړانګ ونیسي. ښه خبره داده چې پړانګ هم تاسو سره مخامخ مقابله نه خوښه وي او کرکه ترې کوي.
  • سره له دې چې سړی وارخطا کیږي، ژوره ساه واخلئ او لاس له پښو مه خطا کوئ، چوپ اوسئ، ستاسو چوپتیا داسې ګټه کوي چې مخکې له دې چې پړانګ خبر شي تاسو مخ ته د تېښتې ېو لوی چانس لرئ. که چېرې د هغه تاسو ته پام نه وي نو چوپ پاتې شئ، انتظار وکړئ چې هغه ولاړ شي او تاسو روسته مخالفې لورې ته وخوځېږئ.
  • مخکې مو ووېل چې پړانګ په طبیعي توګه، له اور ویره لري، د انسان د سزا له کبله اور غوره بولي او تښتي.
  • که چېرې چا سره داسې ګازي ټوپک او ګولۍ وي، پړانګ په ګازي ګولۍ وولئ چې بې هوښه شي او مړ نه شي. تاسو کولای په دې ترڅ کې کارپوه او مسولو کسانو سره اړیک وکړئ چې راشي او بې هوښه پړانګ یا خپلې سیمې او یا ژوبڼ ته ولېږدوي.
  • د پړانګ د نیولو لپاره ېوه لویه کارۍ یا بکس چې د پړانګ د نیولو لپاره مناسب وي خو دومره لوی نه وي چې پړانګ ترې وتښتي. لویه کارئ یا کانټینیر په داسې ځای کې کېښېږدئ چې هلته پړانګ تګ راتګ کوي. کېدایشي د پړانګ د نیولو لپاره جال، تلک او نور وسائېل هم وکاروئ.
  • که پړانګ په پنجره او یا کارۍ کې ساتل شوی نسل وي، باور پرې مه کوئ پړانګان د عامه خوندیتوب لپاره د پام وړ ګواښ دی، باېد د پړانګ ګواښ کم و نه ګڼل شي. پړانګ کولای شي چې په د ژورې ټپي کېدنې یا مړینې لامل شي، همداراز کولای شي چې ډېرې ساري ناروغۍ ولیږدوي.

که پړانګان له منځه ولاړ شي څه به پېښ شي؟

واورین پړانګ په خپل چاپیریال کې تر ټولو غوره ښکاري ژوی دی، چې غرنۍ اوزې، هوسۍ او غرني پسونه یې خواړه دي. که چېرې له منځه ولاړ شي او سیمه پرېږدي، ایکولوژیکي توازن به ګډوډ شي. د مثال په توګه، د وښو د څارویو نفوس به زیات شي، په پایله کې به په نباتاتو کې بدلون راشي، د ېو ژوي زیاتېدل او د بل کمېدل د نورو هغو ځنګلي او وحشي ژوو ژوند بې انډوله او اغیزمن کوي چې د پړانګ په اوېجه کې اوسېږي.

همدا راز پړانګ د بېزوګانو د نفوس د ډېرېدو په کنټرول کې مهم رول لوبوي. که چېرې پړانګ له منځه ولاړ شي د بېزګانو شمېر ډېرېږي او بیا بیزوګانې کولای شي ګڼ استوګنځایونه ویجاړ او ړنګ کړي.

همداراز پړانګ د ژوند د طبیعي رنګینېو (Natural Bio Diversity) او ښکلاګانو ځانګړی ژوی دی چې سیالانیان ځانته جذبوي او د ېو هېواد د عواېدو د تولید خورا مهمه شتمني ګڼل کیږي.

پړانګ څنګه ژغورلای شو؛

لکه څنګه چې څېړنو جوته کړې ده پړانګ د نورو نباتي او حیواني ډولونو او ایکوسیستمونو په ساتنه او ملاتړ کې مهم رول لوبوي. د وحشي ژوند د ېو ښکلي او جاذب لارښود څاروي په توګه، پړانګ په خپله سیمه کې داسې یو چتر جوړوي چې د ژوو د نورو ډولونو کوربه وي او هغوي پکې خوندي او ساتل کیدی شي. له همدې امله د پړانګ د ژوند د پاېښت لپاره په کار ده چې؛

  • اړوندې ادارې لکه د ژوند د چاپېریال ساتنې او د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت د طبیعي زېرمو د ساتنې او ودې ریاست خپله پازوالي په مناسبه توګه پر ځای کړي.
  • د عامه پوهاوي کچه باید لوړه شي.
  • د پړانګ د اوسېدو د سیمې د شاوخوا اوسېدونکو روزل چې کله په خپله سیمه کې پړانګ وویني څه باېد وکړي.
  • ځنګلونه چې د پړانګ د اوسېدو لپاره غوره سیمه ده بیا له ېوې مخې پرېکول یې ودرول شي.
  • هغه غرني پسونه، اوزې، غویان، سوۍ او نور چې د پړانګ لپاره خواړه برابروي، ښکار یې منع شي.
  • د ژوند چاپېریال یې باید خوندي وي.
  • د پړانګانو ښکار بند شي.
  • د پړانګ د ژوند د ساتنې لپاره باېد مناسبې پالېسۍ جوړې شي.
  • داسې څېړنه پېل شي چې د پړانګانو د ساتنې لپاره کوم ډول سټراټيجي منځته راشي.
  • د پړانګانو څارنه او سر شمېرنه باېد ژر تر ژره وشي.

۲/وحشي ژوي

وحشي ژوی / ۳

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.