هرات ولايت کې يو ځوان هلک او د هغه کوژدنه په دار ځړول شوي دي

294

سيمه‌ييزې سرچينې وايي چې په هرات ولايت کې يو ځوان هلک او د هغه کوژدنه په دار ځړول شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، پېښه د یک‌شنبې شپه د چشت شریف ولسوالۍ په «دره‌ګګ» کلي کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې دغو دوو ځوانانو شاوخوا یوه میاشت مخکې کوژده کړې وه او هلک د شپې له خوا د خپل خسر کور ته تللی و.

د سرچينې په وینا، دا دوه کسان د نجلۍ د پلار په کور په دار ځړول شوي دي.

تر اوسه د دغو دوو ځوانانو د وژنې لامل او عاملين نه دي معلوم.

ځایي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې هم د هرات يوه اوسېدونکي خپله مېرمن له بل سړي سره د اړيکو په تور وژلې وه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.