ولې ځینې ځوان ورزشکاران دقلبی امراضو له جدی خطرسره مواجې دي

383

ولې ځینې ځوان ورزشکاران دقلبی امراضو له جدی خطرسره مواجې دی اوخپل ژوند بایلي؟
لومړی به دومره واضح کړو هغه اشخاص چی دښه صحت دساتلو اودقلبی امراضو دخوندیتوب لپاره ورزش کوی له ساده پلی تګ ، ځغاسته ، او لامبو وهلو اویا بایسکل چلولو څخه پرته نور دروند اوًقوی ورزش د زړه او دسیستم د رګونو لپارهٔ مفید نه بلکی دجدی ګواښ دی .
۱: دکلپ یاجیم دوامداره هغه حرکات چی دوجود عضلاتو ته زیاته استرخا یا کشوالی رامنځته کوی هیڅ مفید اوګټور ندی .
۲: یاد اشخاص ددی پرزای چی سالم اومفید خورا وکړی زیاته نشایسته او سپایسی پوډ استفاده کوی چی د زړه دامراضو لپاره خطر پيښوی.
۳: یاد اشخاص له خارجی دپروتین په نوم دمختلفو کیمیاوی پوډرو څخه دنمایش جوړولو لپاره بی دریغه استفاده کوی چی دزړه درګونو دتنګوالی باعث ګرزی.
۴: یاد اشخاص د داسی هرمونی دواګانو څخه استفاده کوی چی د ګروت یانمو هرمونونه دی دبدن دښکلا او بی وخته او بی ځایه کاذب خوځښت رامنځته کوی چی دزړه پرعضلاتو بی دریغه منفی اثرات لری.
#پورته ټول حالت پنځه خطری مرحلی رامنځته کوی
۱: د زړه د اهمی عضلی پراخوالی په قتلوی شکل
۲: دزړه درګونو یاشریانونو د وخت څخه مخکې د سختیدو او د شریان پلاک جوړیدو ډیر خطرات
۳: ډیهایډریشن
ډیهایډریشن وینه ګنده کوي، د وینې د ټوټې کیدو خطر زیاتوي
۴:زیاته کالوری لرونکی خواړه اوپروټينونه
۵: د طبي څارنې نشتوالی
نوټ : یاد و اشخاصو کی د زړه دناڅاپي مړنی خطر ، دزړه دتولید زیاتوالی ، دزړه دمهمو عضلاتو کتلوی پراخوالی ، د زړه درګونوًشليدل ياپريکیدنه یاد ټول حالت دآنی او تدریجی مړینی لپاره متوجه دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.