د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/۴۱مه‌ برخه

آصف بهاند

229

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۶۱مه برخه

 

د افغان هیلې نه غوړېـږي

د افغان هیلې بیا ږلۍ وهلې دینه

 

وهل دې پرېـږده پنجابیه

د مسافرو کډې باردي درنه‌ځینه

 

رنگ ته مې گوره چې تور شوی

هجرت کې اور د ایراني سېځلی یمه

 

حالاتو وسوو، جنگ ایرې کړو

اوس گاونډیان مو له غلبیل نه تېروینه

د لنډیو د دې برخې له‌پاره دا لنډۍ غوره شوې دي:

د افغان کـډې بېرته بار شوې

تر بار درندې ستونزې به چېرته چلوینه

 

د کار د سولې باران وشه

چې پروطن باندې مې راشي بهارونه

 

د افغان هیلې نه غوړېـږي

د افغان هیلې بیا ږلۍ وهلې دینه

 

وهل دې پرېـږده پنجابیه

د مسافرو کډې باردي درنه‌ځینه

 

پرما دې وکړل ایرانیه

پر تا دې بل شي له هرخوا نه سره اورونه

 

وخودې‌کړل، چې هېر دې نه‌شي

پنجابه حد نه دې وتلي دي ظلمونه

 

بیلتون ریښتیا هم زورور دی

چې افغانان یې په مُلکو ویشلي دینه

 

زړه مې سوری، وینې ترې څاڅي

پنجاب له قهره پرزړگي ویشتلی یمه

 

رنگ ته مې گوره چې تور شوی

هجرت کې اور د ایراني سېځلی یمه

 

خلک ژوندي په اور کې سېځي

د ایــراني لـه اسـلام ځـان لـرې کـومـه

 

یارانو ځئ چې کډه بار کړو

ایران شله دی موږ په زور له مُلک شړینه

 

هجرت دې قدر رامالوم کړ

چې بېـرته درشمه سجدې به درته کړمه

 

ایرانه هرڅه دې تباه شه

پرموږ دې وکړل د یزید پلید چمونه

 

حالاتو وسوو، جنگ ایرې کړو

اوس گاونډیان مو له غلبیل نه تېروینه

 

پاکستان کلک یم راگیر کړی

اوس چې هرڅه ځان خلاصوم نه مې پرېـږدینه

 

جگړې د خلکو د خندا کړم

چې هرخوا مخه‌کړم، څوک ځای نه‌راکوینه

 

د گاونډ زړه کلک دی تر تیگې

پر افغانانو لکه تل کوي ظلمونه

 

پردیو داسې ځواب راکړ

لکه پرمړي چې څوک خاورې اړوینه

 

د بربادۍ پلان جوړېـږي

له بې‌عقلۍ نه ورته خام مواد راوړمه

 

چې پالیسي یې شوه د ظلم

پاکستان پاتې شو له موږه ځئ چې ځونه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.