ځانځانۍ لاره کې ورک شو د عظمت برم

شاجان هاجره حرکت

262

ځانځانۍ لاره کې ورک شو
د عظمت برم

د مـاښـام او مازديګـر تر منځ وه مـنـډه
دي نـازکـو هـيـلو زړونو ته ټـوپک شـو

څـه حسـين نــظـر کاتـه شــو لـه نـظــره
د سپوږمۍ له ښکلې غاړې اميل ورک شو

و روښــانـه مـسـتقـبـل هـڅـې ځـلانـدې
د سپين لمر پيغام اورونو کې به زوګ شو

تړيسـمارو تورو وريځو غــدۍ راغــله
تندريز ښامار له هرې خوا لک څک شو

له خيالونو  د زرين مارغـه  يې ويـوړل
د خوښۍ بازار په سوراور کې اورپک شو

کـوه قـاف شهـپال لـه دره بـې نـوا شــو
د بدرۍ ملوک په مينه کې هک پک شو

د هوا څـپـو تـه پورتـه تور ديوان شـو
د دې خاورې ميړني پرې لادرک شـو

په ژوندي زړه کې هر حس يې تل ول کړ
بې حسۍ او ځـانځـانۍ لار کې په شک شـو

هر شاندار او لوړ ارمان يې تار او مار کړ
د عظمت هماغه بـرم یې لاړو ورک شو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.