جګړه نشته، خو په هېواد کې ژوند تيرول سخت شوي دي

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

1,198

سمه ده چې اوس په افغانستان کې لله الحمد جګړه نشته، زورواکان نشته،  د واک جزائر نشته, دوه سرى حکومت نشته، نظام وېشلى او پاشلى نه دى، د فساد کچه کمه ده. د توپک ډزا, د بمونو غړزا, د الوتکو کړنګا او د ټانکونو غوړمبا نشته، اوس د جګړو له امله د افغانانو په کورونو د ساندو ترنم او د سلګيو غږ نه اوريدل کيږي، اوس د سحر باد د ماشومانو د وينو پيغام نه راوړي او يقيناً ورباندې خوشحاله يو، خو د افغان په ښځينه بچيانو باندي د زده کړو دروازې بندې پرتې دي، بيکاري د ولس ژوند ننګوي، لوږه  توپان جوړوي، بېوزلي ناورين رامنځته کوي، اندېښنې شته، ځوانان مو د بيکاري له امله اروپا ته د رسيدو په هيله د ايران او ترکیې په پولو او د اروپا په اوبو کې ژوند له لاسه ورکوي.

هېواد مو په نړيواله کچه منزوي دى، نظام کورنى او بهرنى مشروعیت نه لري،  په ځينو مواردو کې يې له ولس سره چلن استبدادي دى. د ولسي مشارکت عنصر پکې شتون نه لري. د دولت  لپاره اړين خپلواک عدليه مقننه او اجرائیه اورګانونه نشته. د دوحې په تړون کې په ليکلې بڼه د بين الافغاني مذاکراتو په نتیجه کې د اسلامي حکومت جوړولو ژمنه هم نه ده عملي شوې. په ګمارنو کې يوازې جنګي انډيوالي معيار کارول شوى دى، ځينې پخواني کادرونه په خپله خوښه وتښتېدل، څه په کورونو کې ناست دي او څه هم مجبور شول چې هېواد پريږدي. له معاصرو علومو سره سليقوي چلن کيږي او د ښځينه افغانانو په زده کړو باندي ظالمانه او ناروا بنديز دوام لري او په دغه شان حالت کې ژوند کول د او سپينې نينې چيچل دي، خو بيا هم موږ د حالاتو مقابله کوو او په هېواد کې اوسيدو ته لومړيتوب ورکوو.

متأسفانه تر اوسه داسې نښې نښانې قطعاً شتون نه لري چې طالب مشران به په خپلو تګلارو باندې له سره غور وکړي، د ملي مشروعیت ترلاسه کولو ته دې د دوه اړخيز تعامل لپاره لېوالتیا وښئي او په نظام کې د اصلاحاتو رامنځته کولو ته  اړتیا احساس کړې. که څوک فکر کوي چې طالب مشران به د اصلاحاتو رامنځته کولو لپاره له سياستوالو سره د مشورو لړئ پيل کړي، يا يې هم پيل کړې ده، نو په بشپړ يقين سره  وایم چې اشتباه او يا هم مبالغه کوي. عيني واقعيتونه دادي چې طالب مشران خپل نظام ټول ګډونه او مشروع ګڼي او له ولس سره د مشورو له پيلولو پورې لاهم اوږد او ازغن واټن په مخکې لري.

که له حاکم مشرتابه څخه يوه وړوکې ډله په يويشتمه پيړۍ کي د څلوېښت مليونه وګړو په هېواد کې د انجونو په زده کړو باندي بنديز ته له دوه کاله راهیسې دوام ورکولاى شي، نو له هغوى څخه به د ټول ګډونه حکومت جوړولو تمه خورا لرې خبره وي. د وزيرانو په کچه افراد يې داسې استدلال کوي چې حکومت يې د مټو په زور نيولى دى او په افغانستان کې که چا هم حکومت په خپل زور يا هم د بل چا په اوږو باندې د کيناستلو په پايله کې نيولى وي، مخالف اړخ ته د امتيازاتو ورکولو بيلګي نه لرى. هغوى بشپړ باور لري چې نړيواله ټولنه به هم طوعاً وکرهاً بالاخره له طالب حکومت سره تعامل ته مجبوريږي.

د پخواني نظام افراد ورته له سزا څخه بښل شوي جنايتکاران او عام ولس د امريکا له شل کلن شتون څخه اغيزمن شوي خلک ښکاريږي. که له ځينو چارواکو سره ستونځې تربحث لاندي نيسو نو په خبرو کې يوازې غوږ نيسي نور هيڅ نه وايي. دا سمه ده چې ډيرى مشران د اصلاحاتو پلويان دي خو په زغرده د خپلې هوکړې څرګندولو جرئت نه کوي.

که له داودخان څخه رانيولې تر ننني طالب مشرتابه پورې ټولو ډلو د نظامونو د نړولو او نسکوريدو سهوې غلطيانې او اشتباهات نه واى کړي، د يکه تازي او د واک لپاره يې د نورو د نفى کولو حرص نه واى کړى، د خبرو او عمل ترمنځ يې انډول رامنځته کړى واى، نن به مو يقيناً حالت د اوس په شان خراب نه وو. که له تيرو ترخو تجربو وروسته اوس هم څوک د توپک په زور د نظامونو د نړولو او نسکوريدو هڅو ته دوام ورکوي، نو د افغانستان په خير يې نه ګڼو، ورسره ملګرتیا نه کوو او پايله به يې يقيناً ناکامي وي.  تعجب دى چې اوس هم ډيرى دوستان د اوسني معيوب نيمګړى مات ګوډ نظام د نړولو او له بهر څخه د زور کارولو لپاره د مرستو په غوښتنو باندې تمرکز کوي، خو داچې له ددغه مات ګوډ نظام له نسکورېدو وروسته به څه ډول حالت رامنځته کيږي هيڅوک هم وړاندوينه نشي کولاى.

باید ووایم چې کله کله د خطرناک رنځ د درملنې لپاره د زهرو خوړل اړتیا وي او نن موږ په همدغه شان ترينګلي حالت کې قرار لرو. زه پوهېږم چې زموږ ستونځې بهرني بهدونه لري خو بهرنيان په لمړي سر کې زموږ د ستونځو په حل کولو کې د مرستې لپاره په مستقیم ډول د مختلفو وجوهاتو او لاملونو پربنسټ تيار نه دى. که احياناً تيار هم وي نو د خپلو ستونځو د حل واک او نوښت بهرنیانو ته ورکول د ويښ او په اصطلاح د پنځه زره کلن تاريخ درلودونکي ملت لپاره د شرم باعث دى او نتیجه به يې هم د تير بن له پريکړو څخه توپير ونلري.

اوس مهال به له حکومت څخه د مشارکت حق غوښتل، په کابينه کې د ښځو په شمول مختلفو سياستوالو ته ځاى ورکول، سملاسي ټاکنې ترسره کول او دغو ته ورته نورو مواردو باندي زور اچول به يقيناً د وخت ضياع وي او منل به يې په پل صراط باندي تېريدل وي. موږ د افغانانو اوسني ترينګلي حالت ، په افغانستان باندې د طالبانو سرتاسري حاکمیت، عيني واقعيتونو او د بديل نشتون ته په کتو له طالب مشرتابه سره په ځينو مواردو کې تعامل کولو او سوله ييزې مبارزې ته مجبور يو.

راځئ ومنو چې له دغه بيچاره ولس او هېواد سره هر حاکم جفا وکړه هر خپل او پردي لوټ کړ. اوس د ګناهونو د کفارې وخت دى او دغه کفاره قرباني ته اړتیا لري. کله کله ناورين دومره ستر وي چې د ځانونو او خپلو ډلو لپاره د امتيازاتو غوښتنه ټولنيز جنايت ګڼل کېږي او هغه وخت يقيناً زموږ نننى فاجعه زيږوونکى حالت دى، خو داسې نه ښکاري چې موږ اوس هم عبرت درس اخيستى وي. راځئ د امتيازاتو د ترلاسه کولو سياست پريږدو. اوسني مشران د هغوى سهوو مټکورو سياستونو ته د بدلون لپاره د جګړو په مټ نه بلکې د خواخوږي په صفت مجبور کړو. زه هغه مهال ډير خوشحاله شم چې ډيرى مشران راسره زما په انتقادي ليکنو په تړاو موافق ښکاري خو په زغرده زموږ د غوښتنو ملاتړ  د اطاعت له ديني اصل سره په ټکر کې ګڼې.

راځئ چې د سمون او بدلون لپاره په مبارزه کې هغو مواردو ته په لومړيتوب قائل شو چې حاکمې ډلې ته يې منل نسبتاً اسانه او ارزانه وي. د هغو نيمګړتياو د حل لپاره مبارزه پيل کړو چې ټولنه مو د جهالت تيارو ته کشوي، ځوانان مو له زده کړو څخه منعه کوي افغانان په ټوليزه توګه کډوالي ته مجبوروي، نيم وګړي بى علمه پاتې کوي او د غلامي خواته مو کشوي. هغه د انجونو په زده کړو باندي ناروا او ظالمانه بنديز ته ژر تر ژره د پاي ايښودل دى. د دغه ناروا بنديز د له منځه وړلو لپاره په ذهنيتونو جوړولو باندې کار شوى او دغه مبارزه په نسبي ډول په بريالۍ توګه دوام لري. که په دغه تړاو د کورنيو کړيو او نړيوالو ادارو ترمنځ همغږي، د انجونو د زده کړو د پلوي علماو ملاتړ ترلاسه کول، د طالب مشرتابه هڅول، عام ذهنيت جوړونه او د هڅو تسلسل رامنځته شي، يقيناً به نتيجه ولرى. پورته هڅې هغه مهال ګټورې ثابتيږي چې له طالب سره د دښمن او د هغه د نفى کولو په ذهنيت نه بلکې د خواخوږي او ددغه هيواد په راتلونکې کې د شريک اړخ په صفت تعامل وشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.