هایکو

سلطان جان کلیوال

262

د جنګ په اورکی سوزی

ښکلي ګلان ماشومان

لکه زوزان ماشومان

چی چیرته جنګ وی هلته

دې  مـلائیـکې  په کار

چی ماشومان وژغوري
===

چی پسرلی عاشق شي

زیړ شي خزان جوړیږی

ورنه ارمان  جـوړیږی
===

که روڼ سـبا غـواړی

د شپې نه  مه ویریږه

تیارو نه  مه ویریږه
===

که شوی د ویرې نوکر

تل به غـلام  پاتی یی

تل به ناکام  پاتی یی
===

که شوی په ځان باوری

هـم به  میدان  و ګټـې

هـم به  جانان  وګټـې
===

له محـبـت بی برخی

دي ازلي  دوزخیـان

وی له جنت بی برخی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.