د جنرال عاصم منير د پاموړ

سيد حسين پاچا

319

د جنرال عاصم منير د پاموړ :

“د يوه پاکستاني خونديتوب” له ټول افغانستانه غوره دي

له تاريخي پلوه خو افغانستان له هېچا سره ناځواني نه ده کړې

نه يې جرمنان برتانيا ته او نه يې عرب اسامه امريکا او ټلوالې ته سپارلی، خو تاسې څه وکړل؟

مولوي عبدالسلام ضعيف، عافيه صديقي او ايمل کانسي خو تاسې ورسپارلي موږ خو نه دی ورسپارلي. که آغلې صديقي افغان تبعه وای، نو افغانستان په ټول توان له هرې مشروع او قانوني لارو چارو هغه راخلاصه کړی وای.

Thursday, 25 January 2024

General Asim Munir:

His statement, where he said, “the life of a Pakistani is more important than the whole of Afghanistan,” was described as ignorant, and Afghanistan was referred to as Pakistan’s historical enemy. These reactions came after Munir’s remarks on Thursday.

https://docs.google.com/forms/d/e/1FAIpQLSdy2bCC_t1woXdbQRH7yAvn_Vi1qaT6W0h_9_V37WYEoQu8bg/viewform

ښاغلی جنرال صاحب،

مننه چې مو د خپل زړه هغه اصلي غوټه مو بالاخره راويستله او د خپل زړه بړاس مو د خپلو نوي فارغ شويو نوي پوځيانو ته وويله او مو رسنيزه کړه. زه شخصًا ستاسې د دې خبرې درناوی کوم او هر نظامي مشر يې بايد وکړ، خو دا اوس زموږ پورې اړه لري چې څنګه په خپل ځان کې له هر اړخيز پلوه بدلون راولو؟

متل دی چې ((اصيل ته اشاره او کمعقل ته لغته)).

Report: $3.5 Million Paid to Informants

L.A. TIMES ARCHIVES

JUNE 23, 1997 12 AM PT

Federal agents paid $3.5 million to informants in Pakistan and Afghanistan to help catch Mir Aimal Kansi, who was arrested in Pakistan four years after shootings outside CIA headquarters in Langley, Va., left two dead, a report in Newsweek said. Another report, in Time, said President Clinton and Secretary of State Madeleine Albright personally contacted Pakistani President Farooq Leghari to win approval for the June 15 operation that resulted in Kansi’s arrest at a hotel in Pakistan. Kansi is being held without bail in Fairfax County.

https://www.youtube.com/watch?v=4bQWjoKq_dg

Once an American lawyer had said that Pakistanis can even sell their mothers for money

يو امريکايي حقوقپوه ويلي وو چې دوی دومره بېشرمه [بی غيرت قوم هی] دي چې د پيسو لپاره خپله مور هم خرڅوي. هغه په دې په غوسه وو چې تاسې ولې ورته دومره زياتې پيسې ورکړي دي؟

11,251 views 17 May 2018

First it was Raymond Davis who killed two Pakistanis in broad day light and, now its Col Joseph who killed a young boy in Islamabad. However, both were successful in leaving Pakistan unscathed. On the other hand, when a Pakistani named Aimal Kasi killed two Americans and returned to Pakistan, he was picked up from here by the Americans and killed by lethal injection in the US.

همداسې د واشنګټن وياند درواخله.

Feds Paid $3.5 Million To Nab Slaying Suspect

https://www.spokesman.com/stories/1997/jun/23/feds-paid-35-million-to-nab-slaying-suspect/

زه به نور څه نه وايم،

لږ په دې ګرېوان کې سر کښته کړه. سپکه او بده خبره خو اسانه ده، خو درانه عواقب لري.

ته په دې مه نازېږه چې يو د خاورو او د ايرو ډک جعلي اتوم دې پيدا کړی او هغه هم په دوکو او په چل و فرېب او هغه دې هم په حقيقت کې زما وينې څښلي او خپله خېټه دې ډکه کړې ده او ان تر دې چې د ضياءالحق په وخت کې دې هغه يو څو دانې ايف 16 الوتکې هم په چل ول له امريکا ترلاسه کړي او اوس يې موږ ته سترګو ته کښته پورته کوې. موږ ستا له الوتکو، اتوم او نورو وسايلو نه ډاريږو، خو خپل تاريخ، ثقافت، عزت او عظمت له هر څه ګران دی.

ګرانه،

ته له خپل او زموږ له تاريخه خبر يې؟

جناح دې څوک وو؟

ايا هغه په رښتيا پر افغانستان د هوايي بمبارد امر ورکړی وو؟

اصل کې ته يو ملک نه يې او نه تاريخ لرې. ايا ته کولی شې چې خپل تاريخ دې راوښيی؟

ګرانه،

هسې لږ دې خپل ګرېوان ته سر کښته کړه او له تاسې د يو نظامي جنرال او مشرتابه په توګه پوښتم. که رښتيا جناح پر افغانستان د بريد امر کړی وي، نو صدر محمد ايوب خان او ذوالفقار علي بوټو ولې د مننې په پار هر يو بېلابېل افغانستان ته راغلي وو او له ارواښاد محمد ظاهر شاه څخه يوه خاصه مننه کړې وه؟

ته خو تاريخ نه لرې او نه څه راته د ثبوت په توګه راکولی شې، خو زه به له خپل اړخه ثبوت يا لاسوند درکړم او دا ولوله.

Afghanistan and Pakistan’s oft-ignored history – 1947-1978

https://tribune.com.pk/article/97165/afghanistan-and-pakistans-oft-ignored-history-1947-1978

Afghanistan and the Indo-Pak Wars of 1965 and 1971

When the 1965 Indo-Pak War broke out, Afghanistan officially remained “neutral,” but in essence it assisted Pakistan. First, despite the Pashtunistan and Durand Line issues and a handful of ultra-nationalist Afghans’ wanting to open a second front against Pakistan, Afghanistan assured security on Pakistan’s western border. As a result, Pakistan was able to deploy the troops that it had stationed in the NWFP and Balochistan (and along the border with Afghanistan) to fend off India’s advance inside Pakistani territory.

Second, Afghanistan didn’t discourage tribal Pashtuns from wanting to join Pakistani forces to fight against India. Afghanistan’s stance pleased, and to an extent surprised, Pakistani officials. At a meeting, during the war, between President Ayub Khan and the Afghan ambassador to Pakistan Nur Ahmad Etemadi, Ayub appreciated Afghanistan’s position.[2] On January 1, 1966, at the invitation of Zahir Shah, Ayub Khan flew to Kabul to personally extend his gratitude to the Afghan King, who in turn acknowledged Pakistan’s position on the Kashmir issue.

Dawn’s December 30, 1965 issue read as follows. “The visit of President Ayub would be a part of his tour of the Muslim countries to thank the various Governments and Heads of State for their understanding and support to Pakistan during the 17-day conflict with India. President Ayub is expected to apprise the Afghan King and the Government of the situation arising out of the events which had culminated in the Indian aggressive attack on Pakistan. Afghanistan has always supported Pakistan on Kashmir and has repeatedly reiterated her support for the right of self-determination for the people of Jammu and Kashmir.”

Similarly, during the 1971 Indo-Pak War, Afghanistan once again assured security on Pakistan’s western border. Although Afghanistan allowed Bengalis, who feared persecution in West Pakistan, to enter Afghanistan and return to Bangladesh via Iran and India, Pakistan’s border with Afghanistan was tranquil and secured.[3] Shortly after the war was over, Pakistan’s new martial law administrator, Zulfiqar Ali Bhutto, flew to Kabul to personally thank Zahir Shah. According to one account, Bhutto told Zahir Shah that he was so humbled that he couldn’t look the king in the eye.[4]

The Afghan government’s apparently “neutral,” but practically pro-Pakistan positions in both Indo-Pak wars reflected the sentiments of the Afghan nation toward their fellow Muslim Pakistani brothers and sisters. An Afghan delegation visiting the Netherlands during the 1965 War told the Pakistani ambassador Qudrat Ullah Shahab that even if the Afghan government had wanted to adopt an anti-Pakistan position, the Afghan people would not have allowed it.[5]

ګرانه،

تاريخ خو موږ ته دا حقيقت وايی، خو نه پوهېږم چې تا ته څه وايی؟

له دې بريښي چې له خپل تاريخه هم خبر نه يې او ړوند و کوڼ پاتې شوی يې.

https://www.icij.org/investigations/collateraldamage/billions-aid-no-accountability/

Billions in aid, with no accountability

دا ډول لاسوندونه ښيي چې تاسې خو د يو غل متحد په توګه امريکا شکولې او داړلې ده، نو ټرمپ خو ګرم نه وو چې ويې ويل چې پاکستان موږ ته له دروغو پرته بل څه نه دي ويلي او د 43b ميليارده ډالرو خبره يې رسوا کړه، نو هغه دې له ياده ووتل که څنګه؟

ګرانه،

که لاسوندونه درپسې راوسپړم، نو په هغې ډاکټرې مو ولې سودا وکړه؟

رښتيا تاسې خو په اسامه هم پيسې اخېستې وې. هغه څومره وې؟

ښاغلي زرداري خو منلې وه چې کياني پرې پيسې اخېستي وې او جنرال اسد دراني هم ويلي وو، نو ګرانه ته ګرم نه يې، تل مو معاملې او سوداګانې کړي دي او پروېز مشرف خو په خپل کتاب د اور پر ليکه کې هم ويلي :

د پروېز مشرف کتاب

د اور په ليکه

In the Line of Fire

پروېز مشرف :

کله چې په ۲۰۰۱ ز کال کې د سېپټېمبر پېښه وشوه، نو زه د کراچۍ په قول اردو کې وم چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير کولن پاول راته زنګ ووهلو او ويې ويل :

يا له موږ سره شه او يا زموږ له دښمنانو سره؟

پروېز مشرف وړاندې ليکلي چې زما لپاره دا ډېره سخته وه چې طالبان له ځانه خپه کړم، خو تر هغه زياته ډېره سخته دا وه چې يو کمزوری پاکستان دې د نړۍ له يو زبرځواک سره مخامخ شي. نو پرېکړه مې وکړه چې له طالبانو سره يارانه پرې کړم او د امريکايي ائتلاف برخه وګرځو. ځکه چې د پاکستان ملي ګټو همدا ايجابوله.

هغه د خپل کتاب په يوه بله برخه کې دا ليکلي چې کله امريکا غوښتل پر افغانستان د طالبانو د حکومت د پرځولو لپاره بريد وکړي، له موږ څخه يې د همکارۍ غوښتنه وکړه او له موږ څخه يې اووه (۷) غوښتنې وکړې چې يو له هغې نه په پاکستان کې د طالب مشرانو دوی ته سپارل وو.

مشرف وايی موږ د هغوی غوښتنه ومنله او څه د پاسه څلور سوه (۴۰۰) لوړپوړي (جګپوړي) او ټيټپوړي طالبان مو امريکا ته وسپارل چې د هغې په بدل کې يې موږ [پاکستان] ته ډېر ډالر ورکړل.

هغه وايی کله چې مو د ناټو او امريکا ګډو ځواکونو ته خپلې نظامي هډې ورکړې او همدارنګه د افغانستان يو شمېر مهمې برخې مو ورته وښوولې تر څو له دې هډو پر افغانستان بريدونه وکړي او هر ځای په اسانه په نښه کړي.

مشرف وايی امريکا پينځه څلوېښت زره (۴۵۰۰۰) حملې زموږ له خاورې څخه پر افغانستان وکړې.

مشرف وايی موږ ته د افغانانو وينې نه، بلکې خپل هېواد ارزښت درولود. موږ ته خپلو ګټو لومړيتوب درلود. افغانان خو موږ د دې لپاره وځورول او يو له بل سره مو د دې لپاره وجنګول چې ترڅو پاکستان ارام او باثباته اوسي.

مشرف زياتوي افغانان مو داسې وځورول چې هر چا به د حورو او جنت په فکر هر څه کولو ته چمتو ول. يو بل به يې ښه په شوق سره وژل، خو موږ ته د پاکستان بقا ارزښتمنه وه. هغه وايی : موږ په دې باور وو چې امريکا به د پاکستان دا مرسته هېڅکله هېره نه کړي. هغه وايی امريکا غوښتل افغانستان کې د ځان ساتلو لپاره د شورای نظار او په خاصه توګه د دوستم او خليلي ځواکونه په پيسو واخلي او اکمال يې کړي. ترڅو راتلونکې کې د بل چا لاس ته ونه لويږي او د دوی پر ضد استعمال نه شي.

مشرف وايی موږ هم له امريکا سره په دې کار کې راضي (خوښ) وو او ځينې نورې ډلې د حزب اسلامي په ګډون چې زموږ هر امر او غوښتنې ته تابع ول له امريکا سره مو مخ کړل.

هغه وايی بدبختانه چې د افغانستان ځينې روشنفکره افغانانو امريکا ته مشوره ورکړه چې افغانستان ملېشه ځواکونو ته نه، بلکې پوځ ته اړتيا لري. نو هماغه وو چې زموږ په لاس د افغانستان د ړنګول شوې اردو په جوړېدو بيا کار پيل شو چې د افغانستان ځينې منصبداران د پخوا په پرتله په ډېر زيات شوق د اردو يې ملي، امنيت يې ملي او ځانګړو ځواکونو ته د خدمت په موخه راودانګل.

مشرف وايی ما هماغه وخت د امريکا ولسمشر بُش ته ليک واستولو چې امريکا بايد په افغانستان کې ملي اردو او ځانګړي ځواکونه جوړ نه کړي. ځکه موږ له افغانستان سره يو شمېر ستونزې لرو او هلته د پوځ جوړول پاکستان ته د خطر په مانا ده. هغه وايی زموږ د تمې خلاف په افغانستان کې ملي اردو ته هره ورځ زرګونه ځوانان ورتلل. هغه وايی موږ د امريکا لپاره پخپل لاس جوړه شوې ترهګره ډله طالبان خپه کړل، خو امريکا زموږ د غوښتنو خلاف افغانستان کې داسې پوځ جوړ کړ چې پاکستان ته هم کمه نه وايی او د امريکا په کيسه کې هم نه ده.

ښاغلی جنرال صاحب،

تاسې د دښمنۍ خبره کړې او دا مو ويلي چې افغانستان په موږ باندې دوه ځلې يرغل کړی دی. د الله تعالی بدبخته زموږ تاريخ موږ ته دا وايی چې داسې يادونه د وخت پاچا ته وشوه، خو هغه رد کړه او ويې ويل چې دا نه شم زغملی چې ما ته په تاريخ کې وليکل شي چې د يو مسلمان ګاونډي په مقابل کې زه له هند سره ودرېږم او دا راته په تاريخ کې وليکل شي چې ((افغانستان خپل مسلمان ګاونډي د شا له لورې په خنجر ووهلو)). که افغانستان دا کار کړی وای، نو ته به نن نه وای. اګر چې ځينې خلک پاچا ته په غوسه ول، خو هغه وويل چې زه دا کار نه کوم او دا بيا د افغانستان لپاره تاريخي بدنامي ده.

ما له خپلې تاريخي بدنامۍ ځان وژغوره، خو ته د سُرطان دانه راته راوزږېدې چې نن نه يوازې موږ درڅخه په تکليف واذيت، بلکې ټول چم وګاونډ درڅخه بېزاره دی.

جنرال صاحب،

تاسې په ملګرو ملتونو کې زموږ د رايې خبره کړې ده چې افغانستان منفي رايه وکاروله.

دا خبره د وخت مرحوم پاچا ته وشوه او د هغه استدلال دا وو چې ((هغه زما خپله ځمکه ده. د وخت زبرځواک راڅخه جلا کړې او نن غواړي چې خپله ځمکه راباندې په رسميت وپېژني. زه دا کار نه شم او خپل استازي ته وويل چې رايه ونه کاروي.))

موږ خپله خاوره پېژنو چې تر کومه ځايه زموږ سرحد دی او د چا زور او نېرنګونو ته هېڅکله سر ټيټولی نه شو. دا په ياد ولره چې د دې خاورې هر يو بچی به له تا د دې خاورې د استر داد غوښتنه کوي. خاوره موږ ته د ناموس حيثيت لري او موږ هېڅکله په ايمان او په ناموس سودا کولی نه شو چې دا زموږ تاريخ دی او دا سبق راته راکوي. پنجاب د هند حق دی. کشمير د کشميريانو حق دی. سند د سنديانو حق دی. پښتونخوا زموږ حق دی او بلوچستان د بلوڅو حق دی. دلته په دې سيمه کې تاسې د يو ملت او قوم په توګه څوک نه پېژني. هسې د وخت زبرځواک د خپلو موخو د سرته رسولو او پلانونو لپاره په ناحقه او په زوره راتپلي ياست.

زما وينو ته سپک مه ګوره چې دا د سپک سړي کار دی. ستا نورو همکارانو چې ګڼلې ده، نو انجام يې څه شو؟

ته خو لږ د بوټو، ضياءالحق، مشرف او د کرنيل امام مرګونو ته هم وګوره چې انجام يې څه شو؟

پايله

زه پر خپلو خلکو او ولس غږ کوم چې له دې وروسته پوه شئ او د دې عاصم منير له څرګندونو زده کړه وکړئ.

دين او مذهب يو شی دی او هغه سپېڅلې پديدې دي او پاک منلی سياست او دوکه (چل وفرېب) ځانته جلا خبرې دي او بلکې د رب العالمين کتاب قرآنکريم موږ ته بار بار د حکمت کليمه له علم سره کارولې ده. سياست بده خبره نه ده او دا تعاملات دي، خودوکه بده خبره ده او هغه هم چې يو عيسوي چا ته د دروغژن ووايی.

نور چې له علم او حکمت څخه کار اخلي، نو ولې موږه؟

او دا علم او حکمت او په ټوله کې زده کړه موږ ځانته سخته کړې ده او حال دا چې داسې نه ده.

اوسنيو واکمنانو ته

طالبه خدای که به ملا شې

په کتاب پروت يې يادوې شينکي خالونه

حکومتولي په دې ساده توب او ملنډو نه کيږي او نګه ملايي او طالبېزم د دې هېواد ټولې ستونزې دوا کولی شي. له ځانه هرکاره مه جوړه ((لکل فن رجال)) داسې نه چې :

کارغه د زرکې نخرې/پېښې کولې

خپلې يې هېرې شوې او د زرکې يې زده نه کړې

تاسې اوس نوي حکومتولۍ ته راغلي ياست او ټول هېواد د يوې مدرسې له انګله ګورئ او داسې سلوک ورسره کوئ لکه يوه مدرسه. طالب خپل ځای لري او دا نور هرڅوک خپل خپل ځای او ارزښت لري. په واک دې خېټه اچولې او د زده کړو بنسټونه دې تړلي دي او ځوان قشر دې له زده کړو محروم کړی. مېرمنې له دې کاره بې برخې کړي، نو په دې شان سره حکومت نه کيږي او خدای مه کړه سبا ته له يوې سترې داسې بدنامۍ سره مخ يې چې بيا به يې ځايناستی (جبيره)  پيدا کولی نه شې.

په درنښت

سيد حسين پاچا

جنرال عاصم منير: “د يوه پاکستاني خونديتوب” له ټول افغانستانه غوره دی

https://www.bbc.com/pashto/articles/ck79rv1kr13o

https://www.khaama.com/reactions-to-pakistans-army-chief-atmar-criticizes-nabil-calls-pakistan-a-historical-enemy-of-afghanistan/#:~:text=His%20statement%2C%20where%20he%20said,after%20Munir’s%20remarks%20on%20Thursday.

https://amu.tv/80960/

https://www.facebook.com/photo/?fbid=6492863094148618&set=a.639741616127491&comment_id=841433117995400&notif_id=1706284842715168&notif_t=feedback_reaction_generic&ref=notif

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.