یونېسف: ۶۸۶ زره افغان ماشومانو ته مو د زده کړو زمینه برابره کړې

132

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونېسف ویلي، چې په تېر یوه کال کې یې نږدې ۷۰۰ زره افغان ماشومانو ته د سیمه‌ییزو ټولګیو له لارې د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

یونیسف پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تېر میلادي کال د یونېسف په ملاتړ ۶۸۶ زره افغان ماشومان، چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي، په ښه کیفیت یې د سیمه‌ییزو ټولګیو له لارې زده کړو ته لاسرسی پيدا کړی دی.

د یادونې ده، چې یونېسف اداره دا ډول سیمه‌ییز ټولګي په لرو پرتو سیمو کې جوړوي، چې هلته له کلیو او کورونو څخه ښوونځیو لرې وي او اوسېدونکي یې له زده کړو بې برخې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې لا هم په لېرې پرتو سیمو کې ډېری ماشومان د ښوونځي د نشت او یا هم د فقر له کبله زده کړو ته لاس رسی نه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.