د افغانستان او سریلانکا ترمنځ یوازېنی ټېسټ په څلورمه ورځ د کوربه لوبډلې په بري سره تمام شو

423

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ یوازېنی ټېسټ په څلورمه ورځ د کوربه لوبډلې په بري سره تمام شو.

سریلانکا د افغانستان د ۵۶ منډو هدف پرته د کومې وېکټې له سوځېدو پوره کړ او په دې سره یې په لومړي ځل په ټېسټ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه.

یاده سیالي چې د فبرورۍ په ۲یمه نېټه پیل شوې وه، پچه یې کوربه لوبډلې ګټلې وه او د توپ اچونې پرېکړه یې کړې وه.

افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د رحمت شاه د ۹۱ منډو پر مټ ۱۹۸ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

کوربه لوبډلې په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۴۳۹ منډې وکړې.

یادې لوبډلې ته انجیلیو متیوز او دېنېش چندیمال سلیزې ووهلې او په افغان توپ اچونکو کې نوید ځدراڼ ښه وځلید او ۴ لوبغاړي یې وسوځول. دا د نوموړي لومړۍ ټېسټ سیالي هم ده.

دغه راز نجات مسعود او قیس احمد دوه دوه سریلانکايي لوبغاړي وسوځول.

د سریلانکا د توپوهنې د لومړۍ پاڼۍ په بشپړېدو سره افغان لوبډله ۲۴۱ منډې قرضداره شوه.

افغان توپوهونکو د دویمې پاڼۍ پیل ډېر ښه وکړ، نورعلي ځدراڼ او ابراهیم ځدراڼ د ۱۰۶ منډو تاریخي ملګرتیا وکړه.

نورعلي په ۴۷ منډو خپله وېکټ له لاسه ورکړه.

افغان لوبغاړو د درېیمې ورځې تر پایه پورې یوازې یوه وېکټ له لاسه ورکړې وه او ۱۹۱ منډې یې کړې وې.

په دویمې پاڼۍ کې ابراهیم ځدراڼ سلیزه ووهله، دا په ټېسټ کرکټ کې د نوموړي لومړۍ سلیزه وه.

ښاغلي ځدراڼ د لوبې په څلورمه ورځ په ۱۱۴ منډو وسوځېد، دغه راز رحمت شاه په ۵۴ او لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۱۸ منډې وکړې.

ناصر جمال یوازینی لوبغاړی و چې په دې پاڼۍ کې په ۴۱ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

په دویمې پاڼۍ کې افغان لوبډلې ۲۹۶ منډې وکړې او یوازې د ۵۶ منډو هدف یې وټاکه.

سریلانکا ته په توپ اچونه کې پربات جیسوریا ۵ او اسیت فیرنینډو ۳ لوبغاړي وسوځول.

ورکړل شوی هدف سریلانکا په ډېرې اسانۍ سره یوازې د ۷.۲ اورونو په لوبولو سره پوره کړ او هېڅ لوبغاړی یې ونه سوځېډ.

د ویلو ده چې دا د افغانستان او سریلانکا لومړنۍ ټېسټ سیالي وه او تر دې وروسته به دواړه ملکونه د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د فبرورۍ په ۹مه نېټه پیل کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.