پوښتنه: تاسو شاعرۍ له ژوند ورکړو، ستاسو شاعري پښتون قام او پښتو ادب ته ژوند ورکړو. ستاسو شاعرۍ تاسو ته څه در کړل ؟؟
جواب: شاعري ما د دې د پاره نه ده کړې چې ما له څه راکړي، خو بس یو خیال، یوانګېزه، چې ذهن ته راشي او زه شعر اوليكم
پوښتنه: یو اطمینان و سکون اور خوشحالي خو به ئې ضرور در کړي وي؟؟
جواب: سكون هم ډېر کم وي، ځکه چې څوک په ذهن کښې کوم خیال او ائيډيا لري او د هغې اظهار پوره او نه کړے شي نو پوره اطمینان هم ورته حاصل نه شي.
پوښتنه: ستاسو دا خیال دے چې د خپل مافي الضمير مکمل اظهار تا ممكن دے؟
جواب: نه داسې خو هم نه شم وئیلے ځکه چې ډېرو خلقو مکمل اظهار کړے دے خو مشکل ضرور دے۔
پوښتنه: ستاسو په خيال حسن، ژوند، او شاعري خپلو کښې څه نسبت لري؟
جواب: درې واړه خپلو کښې ډېره نزدې رشته لري. شاعري بغير د ژوند او حسن نه، نه شي کېدے او بیا شاعري خو دَ حُسن آئینه ده شاعر چې حسن پرست
نه وي، هېڅکله ښه شاعر نه شي کېدے. او دغه څیزونه دَ ژوند سره هم کلکه رشته لري.
پوښتنه: په شاعرۍ او فلسفه کښې نسبت دے، که تضاد؟
جواب: په دې زه نه پوهېږم
پوښتنه: ستاسو په شاعرۍ کښې تخیل او جمال په اوچته درجه کښې دے۔ خو ستاسو په شاعرۍ د تكنيكي خامیو یا غلطيو اعتراض کېږي، لکه قافيه او لهجه وغېره، په دې حقله تاسو څه وايي؟؟
جواب: زه خو وایم چې ګني دا اعتراضونه به اوس ختم شوي وي. ما چې كله ابتدائي شاعري کوله نو دا خبرې به ډیرې کیدلې، خبره دا ده چې اوس خو په شاعرۍ کښې ډیرې تجربې شوي دي ازاده شاعري رواج
شوه، او زه خو هسې هم د دې خبرو په ځاے د تخیل قائل یم۔
پوښتنه: آزاد نظم سره اتفاق لرئ، که اختلاف؟؟
جواب: زه خو د ازاد نظم په حق کښې یم او دا هم وایم چې ازاده شاعري د پابندې شاعرۍ نه ګرانه ده، ځکه چې په پابنده شاعرۍ کښې که تخیل نه وي نو هم څه خبره نه ده خو په ازاده شاعرۍ کښې به ضرور اوچت
تخيل ځایول پکار وي او دا ډیره ګرانه ده۔
پوښتنه: که فارم د نثر وي او تخیل اوچت لري نو هغې ته شاعري وئیلے شو؟
جواب: هم دغه څیز ته نثري شاعري وائي.
پوښتنه: په يو داسې سیاسي خاندان کښې د پېدا کېدو باوجود چې د پښتون د حق د پاره په عملي توګه مصروف عمل وي، تاسو څنګه شاعري اوکړه او بیا د ریالیزم او مقصدیت نه علاوه مو رومانوي، تخيلي
او د جمال شاعري څنګه اوکړه؟
جواب: خبره دا ده چې زه خو به دلته نه وم، کله به بنګال کښې وم، كله هندوستان کښې کله په يورپ کښې او کله نورو ځایونو کښې، نو هلته ما صرف هم هغه شاعري کړې ده چې زما فطرت او طبعیت د کومې
تقاضه کړې ده. اوس دغه شاعري چې په ریالیزم کښې راځي او که رومانیزم کښې خو ما د خپلې خوښې، طبعت او ماحول مطابق کړې ده. کله چې زه په انګلېنډ کښې وم نو داسې د ټوقو شعرونه به مې هم اخبارونو ته رالېږل خو بیا بنيادي شاعري ما د کال 1945ء نه شروع کړه. او په دغه وخت کښې زما د ذهن نه د هغه کمتري احساس هم لرې شه کوم چی پیرنګیانو زمونږ په ذهن کښې اچولے وو هغه دا چې مونږ یو تباه شوے قوم یو، او زمونږ ګنې نه څه حېثيت شته او نه مونږ څه صلاحیت لرو.
پوښتنه: پښتنو شاعرانو کښې ستاسو د چا شاعري خوښه ده؟
جواب: شاعران زما ټول خوښ دي، خو کله چې زۀ وړوکے وم نو د مخفي صېب او خادم صېب شاعري به مې خوښوله
پوښتنه: د خدائي خدمتګار تحریک سره ستاسو څنګه تعلق پاتې شوے دے؟
جواب: زما ورسره ښه کلکه رشته پاتې شوې ده ما ورله ترانې ليکلې دي ما چې کومه سیاسي شاعري کړې ده هغه ټوله مې ددې تحریک جلسو انتخاباتو او نورو موقعو د پاره کړې ده. .
پوښتنه: تاسو په عملي توګه سیاست سره رشته لرلې ده؟
جواب: بلکل! زه عملی سیاسی کارکن وم، الیکشن مې کړے دے۔ الیکشن مې ګټلے دے په ۱۹۶۰ء کښې ماته درې سیاسي جماعتونه را يو ځاے شول او سرے ئې راته اليکشن ته اودرولو خو ما ترې اوګټله. په هغه وخت
کښې به د ووټ ورکولو د پاره معیار دا وو چې یا خو یو کس تعلیم یافته وي او یا جائیداد ولري، ځکه نو هر چا به ووټ هم نه شه ورکولے۔
پوښتنه: باچا خان ستاسو د شاعرۍ په حق کښې وي، که مخالف؟
جواب: هغه به دا وئیل چې وخت مه ضائع کوه خو دَ شاعرۍ مخالفت ئې نه کولو.دَ هغه زما شاعري خوښه وه او خلقو ته به ئې هم زما د شاعرۍ صفت کولو خو مخامخ هغه د چا صفت هم نه کولو. زما هغه شعرونه ئې ډېر خوښ وو کوم چې ما د خدائي خدمتګارو د تحریک د پاره او د پښتون د پاره لیکلي وو۔
کتاب # غني غني ته
لیکوال # ډاکټر حنیف خلیل
ناشر # ادب محل پېښور
صفحه 10 تا 14غني خان سره مرکه
پروفيسر ډاکټر حنیف خلیل
Comments are closed.