د محمد طارق بزگر د دعوت جريدې او ويبپاڼې مسول مدير لنډ ژوندليک

0 1,884

حبيب الله غمخور

د پښتو ادب ستوري الفت صاحب د دې ښکلې شعر په لورېينې سره زموږ د دې ځوان او هڅاند فرهنگي شخصيت ،ليکوال ،او ژورناليست ښاغلي محمد طارق بزگر لنډه پېژنده پيلوم .

د وطن د شرف سپريم نه وېرېږم

که د تورو ګذارونه دم په دم خورم

دا خوږي ، غوړي کولي دې وي د نورو

د وطن د فاع کښې زه ګولۍ د بم خورم

چې په سر مې د وطن خدمت منلی

څه پروا ده که خپل سر لکه قلم خورم

د ښاغلي محمد طارق بزگر زموږ تکړه ليکوال او فرهنگی څېرې ۲۳ کلن فرهنگی او ولسي چوپړ يادغونډي ته ئي ډالۍ کوم

د پيل خبري :

درانه لوستونکي خبردی چي دسويډن پلازمېنه ستوکهلم په ښارکي زموږ دځوانانو د)) زلمو پاڅون ټولنې(( لخواد ځوان فرهنگي څېرې د علمی او فرهنگی چوپړ د درنښت په وياړ د روان کال د دسمبر پر لسمه يوه درنه غونډه رابللې ده .

ياخو ښاغلی محمد طارق بزگر صاحب ځوانه فرهنگی څېره ده اوياخولاموږ تر اوسه دې کچې ته نه يو رسېدلې چې دخپلو شخصيتونو ژوندليک ولرو، دغونډو دمعمول او دغې تشې د ډکېدو په موخه مې پرېکړه وکړه دخپل دې فرهنگی دوست د پېژندليک دماڼۍ ډبره کښېږدم . پدې پوره باور لرم چې د بزگر صاحب ژوندليک به تر دې چې ماليکلئ څوځله اوږد او لوستل به ئي زموږ ځوان نسل ته گټوروي . سره لدې چې دښاغلي طارق بزگر صاحب د کار او فرهنگی چوپړ سره به ډير هيوادوال اشنايي ولري ، خو د دې ليکنې نه زماموخه داده چې له يوې خوا مې د هغه زيار او زحمت ستاينه کړې وي او دبلې خوامې لږ او ډير د دې دروندشخصيت په هغو اړخونو لوستونکي خبر کړي وي چې دوئ لاپرې خبر نه دي .

کله چې سويډن ته راکډه سوم دلته مې د فرهنگی گټورو کارونو چې موخه ئې له يوې خواپه بهر کې د افغاني کلتور ژوندی ساتل او دبلې خوا ځوان نسل د دې کلتوري ارزښتونوسره په پيوند کې روزلو اړتيا احساس کړه ، له نېکه مرغه دغه هدف ته د رسېدو لپاره د خپلو يو شمير هيوادوالو ملاتړ مې سمدواره احساس کړ، د دوئ په هڅونه مې فرهنگي کارونو او پدې برخه کښې د گټورو گامونو پورته کولو ته زياته پاملرنه وکړه . زما د همدې وطندارانو د هڅونې او ملاتړ په پايله کښي پردې بريالی سوم په ۲۰۰۰ م کال کې د لومړی ځل لپاره د پښتوادب ستوري، سياسي او ادبي شخصيت ارواښادگل پاچا الفت په وياړ نړيوال علمي سمينار د مالمو په ښار کې جوړ کړ، په همدې سمينارکښي د ډيرو فرهنگي، علمي او سياسي شخصيتونو تر څنگ د دې منلي او هڅاند فرهنگي شخصيت سره معرفي شوم ، زموږ دوستی او د گران هيواد افغانستان لپاره گډه فرهنگی همکاري او هڅې تر نن ورځې پوري دوام لري .

دا چې په سويډن کښې د ژوندو فرهنگيانو، اديبانو، شاعرانو او ژونالستانو دستاينې او هڅونې، د ملي او وطنی چوپړ د درناوي او ارزونې په وياړ يو په بل پسې درنې غونډي جوړېږي زما او ټولوافغانانو لپاره د وياړځاي دی .

دې ټکې ته مې پدې خاطر گوته ونيوله چي له بده مرغه تراوسه لاڅنگه چې اړينه ده او په نورو ولسونو کې دملي عنعنې بڼه لري په موږ افغانانو کې د خپلو ژونديو څه قدرنسته کله چې خداي نخواسته مړ سي يوه نيمه ورځ ئې وير وکړو او بياد ابد لپاره رانه هير سي . هغه د محترم ننگيال صاحب خبره ((نه د ژوندو چندان قدرکوو اونه د مړو.))

د دې ناخوالوسره پدې وروستۍ لسيزه کښې د ځوانو فرهنگيانو او روڼ اندو په هڅو او تلاښونو د فرهنگي ټولنو په مټ معقوله مبارزه روانه ده . د همدې ملي او معقولوتلاښونوپه پايله کښي دا دي اوس د دې پروسې شاهدان يو چې نه يوازي له هيوادنه بهر بلکې د داسي ستاين غونډو لمن تر افغانستان پوري هم غزیدلې ده. اوس د ژونديو ليکوالو، اديبانو، شاعرانو، ژورناليستانو او فرهنگيانو د ملي او وطني چوپړ درناوی کيږي او د هغوئ د ستاينې په موخه علمي او ادبي درنې غونډي جوړېږي او د همدې غونډو د جوړېدو په درشل کښې زموږ د ټولنې د ژوندیو وياړونوستاينه کيږي او هغوئ نور هم علمی او ادبي چوپړ ته هڅول کيږي .

زما له نظره ښاغلي محمد طارق بزگر نه يوازي فرهنگی شخصيت دی بلکې يوکارنده ژورنالست او تکړه ليکوال هم دی ، د دعوت جريدې لپاره ټولي سرمقالې د همدې بزگرصاحب په قلم ليکل سوی ،چې د ده د پوهي او وطني مينې ښکارندويه بېلگه ئې گڼلاي سو .

ښاغلی محمدطارق بزگر نه يوازي دبيلو بيلو مقالو په ليکلوسره بلکې دا(( ۲۳ ))کاله په پرله پسې توگه د افغانستان د ډله ايزو رسنيو په أسمان کښې د دعوت په نوم جريدې دخپرولو شمع روښانه ساتلې ده او له دې لارې ئي نه يوازي دا چې د خپلو ليکوالو او سياسي څېړونکو نظريات تر هيوادوالو او نړيوالو رسولي دا دي اوس ئې د۱۹۹۷ کال راپدې خواد دعوت جريدې د نشرېدو تر څنگ دعوت ويب پاڼه پرانيستې او له دې لاري هم د افغانستان او نړۍ په گوټ گوټ کښي افغان ليکوالو ته د خپلو نظرياتو، علمي او ادبي ليکنو د نشر پوره امکانات برابر کړي دي .

ماته رامعلومه ده چې په بهر کې ديوې چاپي رسنۍ د کار پرمخ بېول څومره ستونزمن کار دی خو وياړ ئي پدې کښي دی چي د همدې رسنۍ په مټ ليکوال او ولس يودبل په حال خبرېږي . ماته د بزگرصاحب هڅې او تلاښونه له نږدې معلوم دي اود ده د دې فرهنگی چوپړ په ملي ارزښت پوهيږم .

ددعوت پر ټنډه ليکل سوی چې مياشتنی خپرونه ده خو زه به ورته ورځپاڼه پدې خاطر ووايم ،چې په دعوت کي خپاره شوی مطالب دومره عالي اوبډاي وي چې په يوه او دوو مياشتو کي نه زړېږي . زه زموږ ځوان نسل ته مشوره ورکوم چې هره ورځ دعوت ته مراجعه وکړي او له هغه سره په مشوره د هيواد او نړۍ په هکله نوي نظر ونه ،نېکي مشوري او معلومات ترلاسه کړل شي .

زه نه غواړم پدې ليکنه کښې چې د بزگرصاحب ژوندليک ته مې ډالۍ کړېده د دعوت جريدې پر فعاليت او ملي ادبي ارزښت باندي ډيري خبري وليکم دومره غواړم څرگنده کړم ،چې دعوت اوس يوازي داسي خپرونه نده چې د ملي کلتور او ثقافت ساتلو او ادبياتو په پياوړتيا کښې وياړلئ ځای لري بلکې د افغان قلموالو په بې ساري مرستې د افغانستان د سياسي،اقتصادي، فرهنگي او ټولنيزو پېښو د څو کلن تاريخ په کتابتون او أرشيف اودورځنيو مسائيلوپه اړوندد افغان ولس دنظرياتواوعقايدودانعکاس په ډگربدل سوئ دی .

طارق صاحب د ليکوالۍ او فرهنگی چوپړ په برخه کې د قلم چلولو تر څنگ د افغانستان دسياسي حالاتو په اړوند هم د ننداره کوونکی په توگه ندی پاته سوی د خپل ژوند د امکاناتو په چوکاټ کښې د ملي گټو او هيوادوالو د هوسا او بسيا ژوند راوستو لپاره هم د فرهنگی ژوندد امکاناتو په چوکاټ کښې تلاښونه کړېدي او پردې لار تراوسه هم روان دی .

ځکه خو ئې د افغانستان په اړوندپه ټولو هغو کنفرانسو او غونډو کې چې په اروپايي هيوادو کښي جوړ سوی فعاله برخه اخيستې په کومو کې چې د گډون حق او بلنه ورکړه سوې ده . همدا ډول ئې د اروپا په مختلفو هيوادو کې د فرهنگی ټولنو په نوښت علمی او څېړنيزو کنفرانسونو، سمينارونو او غونډو کې هم فعاله برخه اخيستنې ده . دا خولاپرېږده چې دا ۲۳ کاله د کډوالۍ د ژوندله ټولو کړاونو او سرگردانيو سره د دعوت جريدې او دعوت ويبپاڼې د خپرېدو تر څنگ دا دی اوس د يوه پښتو ژبې تلوېزيونی چينل د جوړېدو لپاره شپه او ورځ نه ستړې کېدونکی تلاښونه کوي.

زه محمدطارق صاحب ته پدې وطنی او ملي فرهنگی چوپړ کښي د لازياتو برياو په غوښتلو سره خپلې تبصرې لمڅی رانغاړم او غواړم درنو لوستونکو ته په لنډو ټکوکښي د دوي دغه فرهنگی چوپړ دبڼ د ماليار ، تکړه ليکوال او ژورنالست وروپېژنم .

زېږېدنه ، يادې نړۍ ته سترگې غړول :

د پښتو ژبې دغه پېژندل سوې څيره او ژورناليست محمد طارق بزگر له نن څخه پوره ۴۵ کاله پخوادې نړۍ ته په ۱۳۴۵لمريزکال د کنړ ولايت د نرنګ ولسوالۍ اوسېدونکی ارواښاد عبدالقیوم بزګر په يوه منوره او متدينه کورنۍ کښي دنياته سترگې غړولې دي . ارواښاد عبدالقیوم بزګر د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی نه تر فارغېدو وروسته د ظاهر شاه او داودخان په رژيمونو کښي مختلفې دولتي دندو په کار گمارل سوئ دي او هغه ئې په پوره امانتدارۍ او صداقت سرته رسولې دي .

ښاغلي طارق بزگر لومړنۍ او منځنۍ زده کړی د کابل ښار په مختلفو ښوونځيوکښې سرته رسولي دي ، نوموړی لا د کابل ښار د نادريې ليسې په يولسم ټولگۍ کښې په زده کړې مصروف و چې دی پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل په وړاندي دمخالفت له مخې په ۱۹۸۰ کې له کابل نه د پېښور په لور هيواد پرېښېدو ته مجبورسو په داسې حال کې چې کورنۍ لا په کابل کې اوسیده .

دنوموړی په ويناهلته هم د کورنۍ لخوا ورته تل د زده کړو سپارښتنه او هڅول کیده ځکه خوئې عالي تحصيلات دپېښور په اسلاميه کالج او د پېښور پوهنتون نه په سياسي علومو او اسلامياتو په برخه کښي عالي اومسلکي تحصيلات په بری پاي ته ورسول .

په کوزه پښتونخواکښي تر اته کاله ژوندکولو وروسته په ۱۹۸۸ ز کال د یوازې دناروی هيواد ته رامهاجر سو. دهغه کره معلوماتو له مخې چې په ناروی کښې ئې د ښاغلی طارق بزگر په اړه لرم دلته ئي هم د ناروي د لوړوتحصيلاتوپه موسسه کښي ( Bodø High School Norway) انترنيتی ژورناليزم ولوست او تر هغه وروسته ئي د کانبرن (Canburne University) په پوهنتون کې د ژورناليزم په برخه کښې تحصيل کړی او تر اوسه په زده کړو بوخت او وایی چې تر څو ژوندی وی زه به تل یو زده کوونکی یم.

ليکوالي او فرهنگی چوپړ :

بزگر صاحب وايي لمړۍ ځل مې په ۱۹۸۲ ز کال پېښور کې د کډوالۍ د ژوند په شرايطو کښې د مقالوپه ليکلو پيل وکړ چې تر ۱۹۸۸ ز کال پوري د افغانستان او نړۍ په مختلفو رسنيوکښي په پښتو،دری ،اردو او عربی ژبوخپرې شوي دي . طبعی ده چي تر اوسه ئي له نېکه مرغه د قلم رنگ نه دئ وچ سوی اوگوتې ئې دقلم ښورولو او ماغزه یې د تحليل او مسائيلو د څېړلو پوره او غښتلئ توان لري پردې خداي ورکړي استعداد دې نور هم برکت وي .

د دې هڅاند ليکوال او له هيوادسره مينه ناک ژورناليست د ليکنو تنده پرديو رسنيو نسوای ماتولاي، همدا دليل وو، چې پسله ډير زيار او زحمت نه ئې پخپله د يوې چاپی رسنۍ ((دعوت )) په نوم مهالنۍ خپرونې چې بيا وروسته په جريده بدله سوه په خپرېدولاس پوري کړ. دعوت دا((۲۳ )) کاله په خپلو(( ۲۳۰ )) خپرو شوو گڼو کښې چې د نړۍ تر پنځوسو هيوادو پوري رسېږي افغان ولس ته د خپل هيواد او ټاټوبې سره مينې او محبت د د ې ټاټوبې اوسېدونکو ته د انساني چوپړ ، په هيواد کې د هوسا، بسيا او دموکراتيکې ټولنې د جوړېدو لپاره د ملي، علمي، سياسي، ادبي او فرهنگی رښتياني او گټور چوپړ دعوت ورکړی. دې خپرونې هيڅ کله خپل نظر او عقيده پر لوستونکو او د هيواد سياسي، ټولنيز او فرهنگی بهير پر مينه والو نده تپلې، بلکې د خپل نظر د څرگندولو تر څنگ ئې تل د افغانستان د مختلفو سياسي، علمي، فرهنگی او مذهبي څېرو نظريات او عقايد تر خپلو لوستونکو او مينه والو پوري رسولي دي. دعوت خپرونې او دعوت ويبپاڼه کښي د ورلېږل سوو ليکنو او مطالبو خپرولومسئولیت د محمدطارق بزگر پر غاړه دی، خو په دعوت جريده اودعوت ويبپاڼه کښي دنظرياتوخپرول او په خپلو نظرياتوافغان ولس خبرول د هر ليکوال او دعوت قلمی همکار دنده او مسئوليت دی . اړينه ئې بولم څرگنده کړم چې د څو کالو راپدې خوا دعوت جريده په پښتو،دري ،انگليسي اوناروېري ژبوليکنې خپروي .

د دعوت جريدې او دعوت ویبپاڼې د۲۳ کلن علمي اوادبي چوپړ ارزونې په اړوندزه يوازې د دې نشراتي ارگانو دقلمي همکارانو او لوستونکو دڅو دوستانو د ليکنو او پېرزوينو څو ټکی دبېلگې په توگه رااخلم ترڅو درانه لوستونکي د دې نشراتي ارگانو او خپله ښاغلی بزگر صاحب د ژورنالستيک او فرهنگی خدمت د ارزښت او رول په هکله تر يوه بريده معلومات پيدا کړي :

ښاغلی ډاکټرصاحب نبي مصداق ليکي : تاسو د ډیرو اقتصادې ستونزو سره سره دعوت وچلولو او د خوښې ځای دی چې ځان لپاره مو د افغانستان په مطبوعاتو کې د تل لپاره نیک نوم وګټلو.

آوس چې هماغې جریدې تر څنګ ډیر اصلاح شوی او ښایسته ویب پاڼه هم پر مخ بیاېې ډیر د خوشالې او افتخار ځای دی. ځکه مونږ دا دی درې لسیزې کیږي چې د نړۍ په هر ګوټ کې خواره شوی یؤ، دعوت جریدې ته د انتظار پر ځای، د ویب پاڼې له لارې د افغانستان په پیښو هره ورځ خبریږو.

زموږ بل د غښتلي قلم څښتن استاد صباح صاحب دعوت ارزونه کړې وايي، نشريه دعوت به مثابه يک نشريه ملي و وطني در امر اطلاع رساني و آگاهي عمومي کارهاي نهايت مفيد و ارزنده يي را انجام داده است .

تکړه ليکوال او ژباړونکي رحمت آریا صاحب ، د استاد صباح سره همغږي لري ليکي: دعوت د خپلې ناپېلې او بې پرې تگلارې پر بنسټ د افغاني – پښتني دود او پښت د رغښت لپاره د خپلو نه ستړي کېدونکو هلو ځلو له لارې پیاوړې لاس ته راوړنې لري او ویاړ یې د افغانانو د ټولنیزو فرهنگي بنسټونو پرځلانده تندي د ځلانده ستوري په توگه ځلیږي.

هره لاره ځانته لوړې او ژورې لري ، په ځانگړې توگه د افغانستان ناورین ځپلې ټولنه چې د ټولنیز ژوند هرگوټ یې د درو تېرو لسېزو خونړیو جگړو په ترڅ کې په ژورو گړنگونو اوښتی دی. جگړې نه یوازې زموږ مادي شتمنۍ لوټ کړې بلکه زموږ معنوي ارزښتونه یې را دړې وړې کړل. نیواکگرو او ښکیلاکگرو ځواکونو د دغې ټولنې هره برخه ونړوله خو د ډیرې خواشېنۍ ځای دا دی چې دغه نړونه نه یوازې پرديو وکړه بلکه یو شمیر ککړو افغان لاسونو هم پردیو ته په چوپړ کې د دغې نړونې پر اور دومره تیل ور توی کړل چې ان پردې په خپله ورته هک پک پاتې شول.

هرگوره! د دعوت ویبپاڼه یوه له هغو رغښتگرو زړه سواندو لاسونو څخه ده چې د دغې ورانۍ په بیا جوړونه کې شپه او ورځ نوښتگرې خولې تویوي.

په وروستیو وختونو کې د دعوت ویبپاڼې انځوریزه مخبڼه هم په نوې بڼې راواوښتله او د پخوانۍ مخبڼې په پرتله یې لا ښکلا وموندله.

کاندید اکادمیسن او تاريخ پوه محمداعظم سیستانی صاحب،هم د دعوت ستاينه کوي وايي : دعوت، با چاپ ونشر وتوزیع ۲۱۱ شماره، واقعاً رسالت بزرگ ملی وفرهنگی خود را در جهت آگاهی دادن و آگاه ساختن هموطنان خود از تازه ترین تحولات اجتماعی و سیاسی متعلق به کشور جنگ زده افغانستان، بدوش گرفته و تا آنجائی که من می بینم این رسالت را به نحو تحسین برانگیزی ایفا کرده و میکند.

ښاغلی پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار صاحب د دعوت د شلمې کاليزي په مناسبت خپل لېږل سوی پيغام کښې ليکي:

زه پر خپل وار د دغې ټولمنلې مهالنۍ شلمه کاليزه ګران او هڅاند رسنوال دوست محمدطارق بزګر ته نیکمرغه او ښه وايم. ټولمنلتيايې تر هرڅه له مخه په دې دوو ټکوکې نغښتې چې يو خوايې د دروخپرنيو(پښتو، پارسي او انګليسي) ژبو په کارونه د قلمي همکارانو او لوستونکو کړۍ ښه ترا غځولې او بل يې له ټولو رسنيزو اَرونو سره سم هرې اندپوهې او ليدتوګې ته خپله غېږ تل پرانېستې پرې اېښې ده. په دې توګه يې د هغو لنډ اندو بنسټپالو او بېلتونپالو د بېځايه نيوکو پلمه له منځه وړې چې ګډ تاريخي هېواد او هېوادوال د خپلو ناولو سياسي، اندپوهيزو او ژبتوکميزو او بيا د بهرنيو بادارانو له ګټو وټو ځاروي.

د ژوند په داسي ناخوالو کې يې ډير کم خلک شل کړي، خو ها د صالح محمد صالح صاحب خبره ستاسو دعوت ستاسو په افغاني همت او د پښتو او وطن سره د بې دريغه ميني او محبت په احساس سره دا دي شل کړه . مطبوعاتي کار او ديوې ملي خپروني پرمخ بېول هغه هم د غرب په لالهانده ژوند او د وطن په داسي وينولړلی ، لړزانده او د رنګونو په بازار کې د زړه خوږ غواړي چې څوک دي شل کاله ور باندي ووهي او ځان ته لوی وياړ تر لاسه کړي

زموږ پياوړی ليکوال په استرالياکې مېشت افغان ښاغلي هدايت الله هدايت صاحب خپله ارزونه پدې بڼه زموږ او تاسو سره شريکوي :

محترم بزګر صاحب!

تازه ستاسو د دعوت ويبپاڼه هم د شکل او محتوی د لحاظه ډېره ښکلې او بډايه سوې او په افغاني حلقو کي يوه مطرح او درنه پاڼه ګرځېدلې ده . تاسو ګران د دعوت په خپرونو کې د بيان و آزادی او وطني رسالت ته مو ښه پوره ميدان ورکړی دی چې دا کار ستاسو د پراخ نظر او وطنپالني استازيتوب کوي . هغه باور او درناوی چې تاسو ګران يې و ورځنيو ملي غوښتنو او پښتنو ته کوی اوهغه واقعيتونه چې تاسويې په دعوت کې منعکسوی نو ستاسو پاڼه يې د زيات قدر وړ ګرځولې ده .

د کابل پوهنتون استاد کاظم بيمار صاحب ليکي :

د دعوت جريده او بريښنا پاڼه د تاسيس د ورځي څخه بيا تر نن پورې د ګران هيواد افغانستان او هيوادوالو په خدمت او چوپړ کې ده. او په دغه ليار کې مخ په وړاندي روانه ده او د حقايقو په نشر او خپرولو کې يې هيڅ وخت دريغ نه دى کړى او د هيچا او هيڅ قدرت تر تاثير لاندي نده تللي، او هيڅکله يې ځان په ژبني، قبيلوي، مذهبي او سمتي تعصبونو او تبعيضونو ندى ککړ کړى… .

دعوت بيطرفه جريده او بريښنا پاڼه ده مګر بې غرضه نده، ځکه چې د خپل هيواد د ملي مصالحو او د وطن د تماميت مسووليت په غاړه لري. دغه غرض ته د رسيدلو لپاره ېې تل ملي څيرې او ملي مبارز شخصيتونه را دعوت کړي چې د وطن د ملي مصالحو او ملي ګټو څخه په دفاع قلمي مبارزې ته پرله پسې دوام ورکړي.

له امریکا نه استاد قدرت الله فرهاد صاحب بياوايي :

دعوت رښتیا شل کلن ښکاري له دعوت سره زما اړیکه وه او ده چیرته چه د پښتو شمع بله شي هلته پتنګان وي.

د افغانستان له پلازمېنې کابل ښارنه ښاغلی احمد فرزان صاحب ليکي :

د پښتو په رسنیز بهیر کی دعوت ځانګړی ځای لري ، ښایی د اوسنیو ټولو پښتو خپرونو او خپرنیزو بنسټونو سرلاری یی وګڼو، زه د زړه له تله خوښ یم چي زموږ فرهنګي او قلمی ملګري په دی توانیدلی چي دخپلی ژبی لپاره یی د چوپړ دونه اوږد واټن طی کړی او لایی هم ورته ملاتړلي چې تر منزل مقصود پوري ځان ورسوي.

ښاغلی عمر پاڅون ليکي :

زه دعوت سره د ۱۹۸۸ کال راهیسې په اړیکه کې یم، دعوت د لاس په لیکلو د خپل منزل په لور رهي شو، ډیر زر یې ټایپ ته لار ومیندله چې په ډیر لنډ وخت کې کمپیوټر ته ننوت چې چاپي جریدې سره یې یوه د دعوت ویبپاڼه د ۱۹۹۷ نه هم خلاصه کړه اوس دعوت یوه جریده نه بلکه یوه میډیا ده چې نن په زرګونو لوستونکي لري. دعوت نه یواځې افغانانو ته په پښتو او دری بلکه بهرنیانو ته هم په انګلیسي او نارویژي ژبو زړه پورې لیکنې وړاندې کوي. همدا سبب دی چې ډیر بهرنی لوستونکی او لیکونکی لری.

انجنیر فضل احمد افغان له کاناډا نه پدې هکله خپل نظر د لوستونکوسره پدې بڼه شريکوي :

زه ویاړم چه د دعوت د ویبپاڼی سره اړیکې لرم او ښی زده کړی ورنه کوم زه تاسی گران او قدرمند ورور ته چې خپلې شپی او ورځی مو د گرانو وطنوالو په چوپړ کی د دین، سولې، آزادۍ او استقلال له پاره وقف کړی دی او د وطنوالو له پاره زحمت باسۍ د پاک الله نه ستاسی نور بری غواړم .

محمد ایاز نوری صاحب له هالنډ نه دانجنير فضل احمد افغان د خبروپخلی کوي وايي : د دعوت نشرات تل د ملت په دفاع او د حقیقت په ویلو استوار وو او دي. قلمي همکاران یې هم ټول افغان لوړ ملي او د لوړ انساني احساس درلودونکي افغانان پاتې شوي دي. او البته کله چې یوه رسنۍ د یوه واقعاً ملي مبارز شخصیت لکه محمد طارق بزګر صاحب له خوا اداره کیږي. معلومه ده، چې هلته ملي خاین ور نشی ورټکولای .

د دعوت جرېدې اودعوت ويبپاڼې د ارزونې کږدۍ لمخۍ د گران ځوان او تکړه ژورنالست صالح محمد صالح پدې ټکو رانغاړم چي وايي بزگرصاحب! دعوت شل کړه .

هغه وړاندي ليکي ، دعوت هغه خپرونه ده چې په تېرو دوو لسيزو کې يې د افغان ولس ملګرتيا کړې او که نورو دې ولس ته ټوپک او ټانک ډالۍ کړي دې خپرونې ورته پوهه، مينه او ورورولي ورکړې ده. د نېکمرغۍ ځاى دى چې دې خپرونې دوې لسيزې عمر وکړ ډېرې خپرونې خو داسې دي چې تر يو څو ګڼو وروسته يې بيا څرک نه لګېږي خو دعوت برېښنايي نړۍ ته هم لار خلاصه کړه او د نړۍ هر ګوټ ته يې ځان ورساوه، چې په دې برخه کې د ښاغلي محمد طارق بزګر هڅې د ستاينې وړ دي چې په دومره بوخت ژوند کې يې شپه او ورځ پر ځان يوه کړې او دغې خپرونې ته يې ژوند ورکړى.

غواړم داخبره وکړم چې ما د دعوت جريدې او ويبپاڼې په اړوند د ځينو پوهانو نظرياتو ته يوه ځغلنده کتنه پدې خاطر وکړه چې دغه نظرونه پخپله د ښاغلي طارق بزگر د لنډ ژونداوږد داستان بيانوي، په لوستلو ئي لوستونکی ته له ورايه څرگندېږي چې ولې موږ دده قدر کوو او ولې ځوان نسل دې ته رابولوچې د خپلو فرهنگيانو، اديبانو، پوهانو او عالمانو په نظرياتو او هڅو ځان خبر کړي .

په علمی غونډو او سیمينارونو کې برخه اخيستل :

لکه څرنگه چې دليکنې په پيل کښې مې اشاره ورته وکړه ،بزگرصاحب پر هغو کنفرانسونو او غونډو سربېره چې په اروپايي هيوادو او امريکاکښې د افغاني فرهنگی ټولنوپه نوښت جوړي سوې په يوشمير نورو هغو نړيوالو کنفرانسونو کښې هم برخه اخيستې کوم چې د دولتونو او نړيوالو سازمانونو لخوا جوړ سوي دي دبېلگې په توگه :

۱/ د۲۰۰۶کال داپريل پر ۲۵ او۲۶ د((اکو سیستم د بوټو څخه ونه د ساینس نظر او چلنجونه او د اکو سیستم او د غربت مخنیوی ))ترنامه لاندې د ملگروملتو د سازمان لخواعلمي کنفرانس او ورکشاف چې د ډنمارک هيواد د کوپنهاگن په ښارکې د دې هيواد د بهرنيو چارو وزارت په مټ جوړسوی وو.

۲/ د۲۰۰۷ کال د جون له دوهمې نه دجون تر څلرمې پورې ،د قانون ایښودونکو ټولنو له خوا د G8 (۸ ستر صنعتی هیوادونه) اجنډا د ځنګلونو په نه وهلو سره د ګازونو د تولید کمولو اجندا ترنامه لاندي دبرلين په ښار د المان هېواد په پارلمان (بونډسداگ) کې .

۳/ د۲۰۰۷ کال اکتوبر ۲۹ څخه د نومبر تر ۲ دوهمې پورې، د ناروې د تروندهایم ښار کې د ملګرو ملتونو لخوا کنفرانس ((په نړۍ کې ټول ژوندي موجودات او په ځانګړی توګه د هغوی ژوند کول او اوسیدل،(( ۲۰۱۰ او تر هغه وروسته )) په دې کنفرانس کښې د ۸۰ هیوادونو د چاپیریال ساتنې لوړپوړو چارواکو برخه درلوده.

۴/ د۲۰۰۹ کال دسپتمبرله ۱۳ څخه تر ۱۹ پورې د پولنډ په ګدانسک ښارکې د میډیا ۲۴ لخوا چې مرکز یی په سویس کې دی ، د فنلند هيواد د بهرنیو چارو وزارت په مالي مرسته د(( د اوبو د بیځایه مصرف مخنیوي))ترنامه لاندي ورکشاپ او کانفرانس چې د ۱۷ هیوادونو ژورنالستان وربلل شوی وو او د ژورنالستانو د شخصې روزنې او معلوماتو له پاره جوړشوی وو .

۵/ د۲۰۱۰ فبروري له لمړۍ نه تر ۵ نیټې پورې د ملګروملتو اود ناروې د حکومت له لوری د(( ټولو ژوندي موجوداتو ساتنه او د دوامدارې پرمختیا له پاره کارکول)) تر نامه لاندي دناروي هيواد تروندهایم په ښار کې علمي کنفرانس .

د دې پورته يادو شويو کنفرانسونو تر څنگ په ډیرو افغاني غونډو کې چې په امریکا، انګلستان، جرمني، ناروې، سویډن او نوروهيوادو کې جوړي سوي فعاله برخه اخيستې ده .

د بزگرصاحب سره نړيوالوراډيوگانولکه : بی بی سی پښتو او فارسی، امریکا غږ پښتو او دری، ازادی رادیو، د فرانسې نړیواله راډیو فارسی، المان غږ دویچې ویلې پښتو رادیو سره په سلګونو سیاسي او ادبي مرکې کړې دي . همدا ډول دبزگر صاحب سره د افغانستان د ورځنيوسياسي ، پوځی حالاتو په اړوند ډیرې مرکې سوي چې په نارویژي اخبارونو، راډیو او تلویزیونونو برسیره په یو شمیر افغاني مجلو ، اخبارونو او ویبپاڼو کې هم پر خپل وخت خپرې شوی دی.

ښاغلی محمدطارق بزگر مورنۍ ژبه پښتوده خو هغه په دري، اردو، انګلیسي، نارویژي باندي پوره پوهيږي خود دې ژبو ترڅنگ یوه اندازه په عربي ژبه هم پوهیږ ي .

زماد معلوماتوله مخې نوموړي د افغانستان د مختلفو اړخونو په اړه د ۵۰۰۰ په شاوخواکښې په پښتو، دری، اردو، انګلیسي او نارویژي ژبوکتابونه او مجلې په خپل کورني کتابتون کې لري. بزگر صاحب وايي د کتابونو ټولولوسره له ډير پخوامينه او علاقه لري، همدا ډول په زرګونو انځورونو، ویډیوئې کسټونو، سی ډي او کسټونو چي په ټولوکښي د افغانستان په اړوندمعلومات راټول سوی د بزگرصاحب د کورنۍ کتابتون يوه بله برخه جوړوي .

د دغو فرهنګي فعالیتونو په څنګ کې پر څو کتابونو کار کوي چې چ

ځينې یې تقریباُ بشپړ او یو شمیر به ئې وروسته د چاپ جوګه شي .

د بېلگې په توگه :

۱/ نارویژی پښتو ډیکشنری چې تر اوسه (( ۲۵۰۰۰ ))لغتونه پکښي راغونډ شوی دی.

۲/ پښتو(( ۱۰۰۰ ))لنډۍ د انګلیسي له ژباړې او تشریح سره .

۳/ پښتو ((۱۰۰۰ ))متلونه د انګلیسي له ژباړې سره .

۴/ د دعوت د خپروشوو لیکنو او مرکو کتابونه دکلکسیون په بڼه

دولتی دندې :

بزگر صاحب زماديوې پوښتنې په ځواب کي راته وويل :اوس د ناروې د دولتي ټلویزیون nrkسره په ځینو پروژو کې برخه اخلم او کار ورسره کوم . د دې تر څنگ د ناروې د پوهنې د وزارت سره د مفتش په توګه دنده لرم اوکه مې وخت درلود نو دتلیفون له لیارې کله ناکله ترجمه هم کوي.

ستاينليکونه :

بزگرصاحب دخپل فرهنگی چوپړ په درشل کښې د امریکا په شمالي کلیفورنیا کې افغاني کلتوري ټولنه، په جرمني کښې د افغانستان د کلتوری ودې ټولنې ، په امريکاکښې نور ټلویزیون اوسويډن دمالموپه ښارکښي د دوستۍ فرهنګی ټولنې له خوا په ستاینلیکونوسره نازول سوی اودرناوی ئې سوئ دي .

کورنۍ ژوند:

ښاغلي بزگر د يوې پوښتنې په جواب کښې راته وويل ،چي درې ورونه او څلور خویندې لرم. هغه زياته کړه دوه ورونه مې ډاکتران او يو بل ورور مې د عربی ژبې اوادبياتوڅانگه کښي لوړې زده کړي لري پدې برخه کي کارکوي .

د افغانی دود او دستورله مخې مې دبزگرصاحب د پتمنو خويندود ژوند د څرنگوالي په هکله پوښتنه ونکړه ، ډاډه يم چي هغوئ هم د تعليم په ترلاسه کېدوسره اوس د خپل بخت په کورکښې خوښ اوارام پتمن ژوندولري .

بزگر صاحب واده کړی او د گډکورني نېکمرغه ژوند ثمره ئې نام خداي څلور اولادونه دي چې مشر زوی ئې سباوون ۱۵کلن ، لور ئې اغلې مینه جانه ۱۴کلنه ، اباسین جان ۱۰کلن او کشری زوی ئې سمون جان یونیم کلن دی.

ماته له بزگر صاحب سره په اړېکوکښي دا څرگنده سوې چې بزگر يو پټ خولی، مؤدب انسان په توگه هيڅکله د چاپه خبرو کې بې واره نه دی ورگډ سوی ،چې چا پوښتلئ نه وی په مجلسونوکې پټه خوله ناست وي او د نورو خبرې په ډير دقت سره اوري . که څوک پوښتنه ترېنه وکړي په ډيرو ساده او خوږو کليمو جواب وايي ، يوخوږ مجلسه سړۍ دي .

هغه يوله هغو علمي او فرهنگی څېرو څخه دی کوم چې د قومي بې اتفاقیو، ژبني، مذهبی، او منطقوي توپير سره مخالف وي . هغه تل په ټولو هغوغونډو کې چي ماهم يوځاي ورسره گډون کړی ديوه درانه او صابر نظرخاوندپه توگه پاته سوی او دنوبت ترلاسه کېدو په وخت کښې ئې په ډيرو ادېبانه جملو او له فرهنگی اخلاقو نه په ډکې روحیې سره د اړونده مسلې په هکله خپل نظر وړاندي کړی او له هغه څخه ئې د منطق په توان دفاع کړې ده . هېح وخت مې نه په يادېږي چې ديوشمير په اصطلاح پوهانواو ليکوالو په څيردې ديوال ته سرټمبه کړی وي او خپل نظر دې پر اورېدونکو په زور او ياد ترېبون له امکاناتو څخه په استفادې سره په چاومني . په يوه خبره د زښتو درنوعالي اخلاقو څښتن په توگه پر موږ ټولوهغو چې پېژنوئې ديوه درانه شخصيت په توگه گران او د قدر وړ شخصيت دی . ځکه خو پدې ډاډه يم چې بزگر صاحب به زموږ په ټولنه کښې ديوې وتلې او زړه وري فرهنگی څېرې په توگه د تل لپاره د افغان ولس په څنگ کښي د درناوي وړ شخصيت پاته وي .

ښاغلي بزگر د خپل نه ستړي کېدونکي زيار او زحمت په پايله کښې زيات علمی،ادبي او فرهنگي اثار د دعوت خپرونې له لاري زموږ دجگړه ځپلی هيواد راتلونکو نسلونو ته ديوې علمي او ادبي پانگې په توگه په پنځوسو هيوادو کې د افغانستان د اوسنيو او راتلونکو حالاتو مينه والو کورونو ته رسولي دي، خو دا په ځوان نسل پوري اړه لري چې د دې پټې خزانې او زموږ د هيواد د ليکوالو او سياست پوهانوله معقولو نظرياتو او اندېښنو نه څنگه او په کومه بڼه د هيواد د روښانه راتلونکې په موخه استفاده کوي .

دعوت ويبپاڼې اوس د افغان ولس په ځانگړې توگه زمودپوره پوهاوی په موخه په يو ډيرعالي ابتکار لاس پوري کړئ ، هغه دا چې پدې وروستيو کې زموږ د هيواد يو شمير پوهانوسره په دوامداره توگه مرکې خپروي . زه پدې باور يم چې له دې لاري به دعوت وکولاي سي افغان ولس ته د دوي د پوهانو نظريات او وړانديزونه په ښه توګه ور ورسوي.

د هيواد پداسي نازکو شرايطواو ترينگلوحالاتوکې چې زموږ ولس ديو سخت ازمون پر ډگر ولاړ دي . داملت د دوستی په جامه کښي دبېلا بيلو زبرځواکو د دښمنيو او ډول ،ډول دسيسو له سختو سېلابونو او توفانونوسره مخامخ دی،اړينه ده چې د هيواد د داسي ځوانو شخصيتونو درناوی وشې او هغوي د ټول افغانستان په گټه نور هم ملي چوپړ ته وهڅول سي .

زه ديوه افغان په توگه د ځوان نسل سره د افغاني مينې او د دوئ په وړاندي د مسوليت په درکولو سره کوښښ کوم که تکرار هم وي دوي ته د ليکنو پوسيله ورپياد کړم چې تاسو پياوړي پوهان ، ليکوال او څېړونکي لرۍ د هغوئ عزت که بل څوک نه کوي تاسو ئي بايدد خپلو عادي ساده او لږو امکاناتو په لرلوسره وکړئ .

هغه داچې د دوي په وياړ او د دوي پر ليکل شوو اثارو باندې ځانونه پوه اوبيا دبحث په نامه يوپه بل پسې غونډې جوړي کړۍ اوپدې غونډوکښې دوي ته بلنه ورکړۍ او د دوئ نه وغواړی چي ستاسوسره پر يوه کمبله او يوه چوتره کښېني او تاسو په خپلو عالمانه او له تجربو نه ډکو خبرو او پيرزوينو ونازوي .

د خپل هيواد دعالمانواو پوهانو په وړاندې بې تفاوتي او نالوستوب به زموږ ټولنه تر يوې بلې پېړۍ پوري هم د گاونډيانو او نړيوالو د اقتصادي ، سياسي، ټولنيز او فرهنگی ستم او تيري لاندي وساتي .

په گران او سوځېدلې افغانستان کښې دعلم ، پوهي اوخپل منځی مينې او محبت زياتېدو لورته د پياوړو گامونو دپورته کېدو اوخپل هيواد د هر خواخوږي او صادق قلموال ، علمي او ادبي شخصيت د ستاينې او هڅونې په هيله .

ومن الله التوفيق

سويډن دمالمو ښار

د۲۰۱۰ ز کال د جنوري ۱۷

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply