چې پیدا شوې تا ژړل خلکو خندا کړه
داسې ومره چې ته خاندې خلک ژاړې
نصرالله حافظ په۱۳۱۰ لیږدیز کال د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د حافظانو په کلي کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې وې . ده خپلې لومړنۍ زده کړې د چپرهار په لومړني ښوونځي کې پای ته رسولي دي او نورې زده کړې يې په ۱۳۳۱ لمريز کال په کابل کې بشپړې کړې.
وروسته د ښوونې او روزنې په وزارت کې ښوونکی شو او د خوشحال خان په لیسې ( ها ی سکول ) کې یې د ښوونکي دنده درلوده، . په ۱۳۳۳ لمريز کال کې پښتنۍ تجارتي بانک کې د ((وېسا)) د مجلې مسلکي غړۍ شوا و هلته يې شپږ کاله کار وکړ.
په ۱۳۳۹ لمريز کال کې د پښتون غږ د مجلې مرستيال او په همدغه کال کې د راډيو د مراقبت د مرستيالۍ دنده ور په غاړه شوه. وروسته بيا د راډيو د روزنې د ادارې د پښتو برخې چلوونکی وټاکل شو.
په ۱۳۴۳ لمريز کال کې د راډيوافغانستان د تدقيق مدير او د هنر او ادبياتو د ادرې مرستيال وټاکل شو..
څه موده د راډيو افغانستان د روزنې د ادارې د ټولنيزو خپرونو د مديريت دنده ور په غاړه شوه..
په راډيو کې يې د پښتو ډرامو او ډيالوګ د مدير په توګه هم دنده سرته رسولې ده.
په ۱۳۵۳ لمريز کال کې د راډيو د انسجام مدير او د هنر او ادبياتو د ادارې مرستيال ؤ، په ۱۳۵۸ لمريز کال کې د پښتو او بلوڅو د خپرونې لوی مدير او له ۱۳۵۹ لمريز کال وروسته یې د راډيو د هنر او ادبياتو په اداره کې کار کاوه.
د نصرالله حافظ شعرونه د ۱۳۳۱ لمريز کال راهيسې د هېواد په رسنيو کې په ډېره پيمانه خپاره شوي دي.
ستاینلیکونه او جایزې( ایوارډونه ) :.
نوموړي ګران او تکړه شاعر ډېرې ادبي او کلتوري جايزې ګټلي دي، چې يوه له هغو څخه په ۱۹۸۲ زېږديز کال کې يې شعرونو د افغان او شوروي د سولې او دوستۍ جايزه تر لاسه کړې ده، همدا ډول د حافظ صاحب يوه اثر چې د (مينې ډيوه) نوميږي په ۱۳۳۱ لمريز کال کې يې د رحمان بابا ادبي جايزه وګټله، د (ننګ) په نامه د ده يو بل اثر دی، چې په ۱۳۳۲ لمريز کال کې يې لومړۍ جايزه وګټله، د (بېدارۍ غږ) په نامه يې بل اثر دی، چې په ۱۳۳۴ لمريز کال کې يې ادبي جايزه وګټله، د (شاعر مرګ) تر سرليک لاندې يې يو بل اثر دی، چې په ۱۳۴۰ لمريز کال کې يې ادبي جايزه وګټله، او (د سباوون نغمه) د حافظ صاحب يو بل اثر دی، چې په ۱۳۵۳ لمريز کال کې يې ادبي جايزه وګټله او د ۱۳۵۷ لمريز کال نه را په دېخوا تر اوياوو کلونو پورې د حافظ صاحب ټولو شعري ټولګو ادبي جايزې ګټلې دي .
بهر نیو هیوادونو ته سفرونه :
ارواښادنصرالله حافظ ډېرو بهرنيو هېوادونو ته کلتوري سفرونه کړي، چې د هغو له ډلې څخه لومړی سفر د سعودي عربستان هېواد له خوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته يو بلنليک راغلی هغه هم د حج لپاره، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نصرالله حافظ غوندې ليکوال ورته کافي وبوله او هغه ته يې دا وياړ ور وباښه، چې د سعودي عربستان ته حج لپاره سفر وکړي، کابو يوه مياشت په سعودي عربستان کې و، ډېرې کلتوري مؤسسې يې وليدلې او ويې ارزولې.
حافظ صاحب پنځه وارې شوروي اتحاد ته تللی دی او په دې ټولو سفرونو کې يې کلتوري موضوعات څېړلي، ليدلي او ارزولي دي.
د حافظ صاحب وروستۍ سفر د عراق هېواد پلازمېنې بغداد ته و، چې په بغداد کې د صدام حسين په وخت کې به شعري جشنونه کېدل، چې د همداسې جشنونو اتم جشن ته يې حافظ صاحب بللی و، چې يو کلتوري سفر و او کابو يوه مياشت يې په عراق کې تېره کړله، ډېرې فرهنګي کړۍ او مؤسسې يې وليدلې او د عراق د مهمو ښارونو نه يې ليدنه هم وکړه. يوه بله خبره، چې په دغه سفر کې يې هند هم وليد، ځکه په هغه وخت کې ايران د افغانستان الوتکې ته اجازه نه ورکوله، چې د ايران په خاوره کې کښيني، نو ځکه د حافظ صاحب الوتکه د هند د ډهلي له لارې عراق ته لاړه .
حافظ صاحب پنځه پنځوس کاله په راډيو افغانستان کې د پښتو ادبياتو په برخه کې کار کړی دی. له کومې ورځې چې حافظ صاحب په راډيو افغانستان کې په دنده ګومارل شوی دی د پښتو تصنيفونه او يا هغه سندرې، چې د سندرغاړو (ښځينه او نارينه) له خوا په راډيو کې ثبتېدلې د هغو ټولو اصلاح د حافظ صاحب له خوا کېده.
په مختلفو موسسو کې يې کار کړى دى خودکارزياته برخه يې راډيو افغانستان وه چې ٥٥ کاله يې هلته دنده ترسره کړې ده. ډيره موده يې دراډيو افغانستان دهنر اوادبياتو په څانگه کې کار کاوۀ . ليکنې يې کولې شعرونه يې ليکل اوکيسې يې ليکلې دي. .
ډېر نکلونه يې له فارسي نه پښتو ته اړولي دي . خپل شعرونه يې پخپله لوستل اودکلمه کول به يې . ښاغلي حافظ ددرنو مشاعرو وياند اوانانسر وو. خپل اوپردي نظمونه يې پخپل ښکلي غږ کې زمزمه کړي اودکلمه کړي دي..
حافظ صاحب په راډيو افغانستان کې د دغو لاندينيو خپرونو لپاره ليکنې کړې دي::
سهارنۍ نزرانه، د حق پتنګان،د شومه دم انګازې، از هر چمن سمنې، زرغون ټال، د ادب وږمې، هنر او ژوند، څپې، د نکريزو پاڼه، د طاووس بڼکه، د معرفت سمونه، د نيسان غږ، او نورې. چې د دغو ټولو خپرونو توکي د راډيو افغانستان په آرشيف کې خوندي دي.
نصرالله حافظ په ۱۳۷۴ لمريز کال کې خپل تقاعد ( ریټارمینټ) واخيست خو لا هم په خپلو ادبي هلو ځلو بوخت وو.
حافظ صاحب ډېرې ادبي مقالې ليکلې دي، چې دافغا نستان په ورځپاڼو کې خپرې شوې دي.
حافظ خپله ټوله پاملرنه ژباړې ته ګرځولې ده او خپل ډېر کار يې هم د ژباړې په برخه کې کړی دی ..
د رحمان بابا، خوشحال بابا، حمزه بابا، استاد راحت زاخيلي، استاد قيام الدين خادم او نورو په ادبي آثارو یې ډېرې او د پام وړ ادبي څېړنې کړې دي .
چاپ شوي آثار
د نغموکاروان ، د شمشاد د هسکې څوکې ، ستا د چم ګلونه ، سهارنۍ نذرانې ، د حق پتنګان داتم ټولګي تاریخ ، مات ستوری، دردونه او تکلونه،زړه پګړۍ او دباچاخان په اړوند شعرونه .
ناچاپ آثار
حافظ صاحب په نظم او نثر کې ډېر ناچاپ آثار لري، چې ځينې یې په دې ډول دی:
د مین ډیوه ، ترانې ، په جاپان کې اسلام ،دلنډو کیسو ټولګه ، د ننګ په نامه ،دبیدارۍ غږ ، دسباوون نغمه ،مات وزرونه ، د اسلام سیاسی تاریخ ، د حضرت محمد ( ص) د وړکتوب کیسې ، د مینې ډیوه ، ویرنې او ستاینې ، د سولې علمبر دار، پردیسه مینه ، مرسته ، حبابه ، کابل شهید شو ، هغه شپه چې لمن یې سپینه ده ، شعري بغاوت ، منظوم لیکونه ، د پښتو ژبې سره دزړه خواله ، پت پالنه ، پسرلنۍ ټولګه . د نړۍ د نامتو لیکوالانو کیسې ،دنړۍ دمشهورو شاعرانو شعرونه ،دمینې مرغلره او پرهرونه .
د حافظ صیب دشعریوه بیلګه .:
ويــاړلی خوا ته خړ مې خيبر دی
د غيرت طور دی د جنت ور دی
ســـــردار و دلته خوړلی سر دی
بــل ځای که بر و نو دلته لر دی
د تــــورو ګـــټو ولاړ يو غر دی
پـــه تــــورو غشو پرهر پرهر دی
د زلـــمـو سيمه د ننګ ډګر دی
پـــه خپل قوت يې پوره باور دی
په کې آبادې ډېرې حجرې دي
دا تاترې دي، دا تاترې دي
دلــــــتـــــه دريـا شته دلته ايمل شته
دښــــــنـــه! تـــــاتـــــه تيار اجل شته
خوشحال ولاړ دی لاس کې يې شل شته
د مــــېـــړنــــو د تــــورې ځـــل شته
کــه يـــویې نـه وي شاته يې بل شته
پردي به څـه کړي زلمـي يې خپل شته
دلته سنګر شته، دلته مـــورچـــل شته
آبــــاد نــغری شته په کـې اور بل دی
په سم او غولي د ننګ نارې دي
دا تاترې دي، دا تاترې دي
د مينې رنګ يې د تورې شرنګ دی
ساز د يرغل يې د مرګ آهنګ دی
هــر غږ چې اورې د نام او ننګ دی
قـــدم قــــدم يې په وينو رنګ دی
ناز د درخـــو يې د رباب ترنګ دی
خـــپــل ته پراخه پردو ته تنګ دی
چې ترور شــوی په کې اورنګ دی
هــــم پــــرځــېدلی دلته پرنګ دی
د دا تاترې دي، دا تاترې دي
دا تيږې ګورئ په وينو سرې دي
ســـرتــه يې ولاړه د شمشاد څوکه
پـــــورتــــه يې آسمان ته ختلې نوکه
له خولې يې ووځي د غيرت کوکه
دښمنه! ټينګ شه، ځـان دې قابو کړه
د مرګ شـپېلۍ به در باندې پوه که
غــلو کـــله کـړی له دې ونډ شوکه
د نـــــر بــــاتـــور يې تېره مښوکه
پــه هـــره خــوا چې د غيرت هو که
سیسې او خراړې پرتې سپېرې دي
دا تاترې دي، دا تاترې دي
پرخــې يــې سپر دي تيږې يې تورې
پـــښــتـــنــې پــيغلې په غيرت پورې
دا يې جنت دی، دوی په کې حورې
د نـــنـــګ پـــه چـاره پوره مشهورې
مرګ د غـــلـــيم ته، بـيخي تـروری
تورې ته لاس کړي، چې شي مجبورې
مـــيــدان تــه ووځي زلـفـان ګوري
بــس لــيونۍ شي په جنګ کې چورې
ژوبلې مرګونه، ورته غزې دي
دا تاترې دي، دا تاترې دي
دلــته پښتو شته، دلته پـښتون شــته
ليلا چې شته ده نو خــود مجنون شته
دلته غورځنګ شته دلته پاڅون شته
دلــتــه جــرګــه شـته، دلـته تړون شته
دلــته دوتر شــته، دلته قانون شته
ليک په سرو وينو رنـګ، د مضمون شته
دلته دوستي شته، هم پيوستونه شته
غــــيــــرت د نـــن هـــم د پرون شته
دلته تپې شته، درې درې دي
دا تاترې دي، دا تاترې دي
لنډه دا چې حافظ صیب په خپل ټول ویاړلي ژوند کې د پښتو ژبې او ادب لپاره نه ستړي کیدونکې هلې ځلې کړي دي .
اروا دې یې ښاده وي!
کاپي : محترم لطيف ياد
Comments are closed.