ډاکتر محب الله زغم

لطیف یاد

424

نن تاسوته یوداسې لېکوال درپیژنم چې ډیرناولونه ، لنډې کیسې او په طبی برخو کې یې کتابونه اومقالې ژباړلي دي او هم یې دطب په څانګه کې لوړې زده کړې کړي دي . دغه علمي او اکاډمیکه څېره ښاغلي ډاکټر محب الله زغم دی.
ښاغلی ډاکټر محب الله زغم د۱۳۵۱ لمریز کال د سلواغې پر ۱۴ مه په کابل کې زېږېدلی دی. پلار یې میرصاحب خېل د خوست د تڼیو او مور یې بي‌بي صالحه د کابل د چهلستون ده.
لومړنۍ زدکړې یې د بګرام هوايي ډګر په لیسه، دعزیز افغان په منځني ښوونځي او حربې ښوونځي کې ترسره کړي. دي اوبیا یې د کابل طبي پوهنتون کې یې د دوکتورا په کچه لوړې زدکړې کړي او اوس مهال په طب کې د خپلې مسلکې دندې تر څنګ د روغتیا، اروا پوهنې او د پښتو ادب په برخه کې په لوړ معیار لیکنې او ژباړې کوي.
ښاغلي زغم په ۱۳۷۸لمریز کال کې له طب پوهنځي څخه فارغ شو او په ۱۳۸۵ کې یې لیکلو ته مخه کړه. لومړی یې لنډې کیسې او مقالې لیکلې، بیا یې ناولونو ته مخه کړه، وروسته یې د ماشومانو، زلمکیو او پېغلوټو لپاره هم کیسې او ناولونه ولیکل.ښاغلي زغم اوس دجرمني په هېواد کې له خپل هېواده لیرې دکډوالۍ ژوند تیروي .
دښاغلي ډاکټر صاحب زغم دلیکل شوو آثارو نومونه دادي :

۱. دوزخ په انسان کې، د لنډو کیسو ټولګه
۲. د … فلسفه، د لنډو کیسو ټولګه
۳. مور او لېوه، د لنډو کیسو ټولګه (ناچاپه)
۴. ځانمرګی، ناول
۵. د ولسمشر فرمان، ناول
۶. ځوروونکی، ناول
۷. دوزخ په جنت کې، ناول
۸. جنګي سپی، د ماشومانو لپاره د کیسو ټولګه
۹. یوه لمن کیسې، د ماشومانو لپاره د کیسو ټولګه
۱۰. یو ماشوم، یوه نړۍ (د ماشوم روزنې او ماشوم پالنې په اړه د مقالو ګډه ټولګه)
۱۱. ځیرک الوځي، د ماشومانو لپاره کیسه
۱۲. کلمه های جادویی، د ماشومانو لپاره کیسه
۱۳. جمیل او ښاپېرۍ، د ماشومانو لپاره کیسه
۱۴. کبۍ او مونوک، د زلمکیو/ پېغلوټو لپاره ناول
۱۵. مښود، پر ژبې او ادبیاتو د مقالو ټولګه (ناچاپ)
۱۶. د ولیو منځ، پر ټولنیزو مسایلو د مقالو ټولګه
۱۷. پرونۍ ټوکه اوسنۍ رښتیا، د سیاسي مقالو ټولګه (ناچاپ)
۱۸. د ادبیاتو ښار (د امریکا یونلیک)
۱۹. جادويي سفرونه، د د زلمکیو/ پېغلوټو لپاره ناول، په پښتو او فارسي ژبو کې
۲۰. د لیکوالۍ عملي لارښود
۲۱. سرزورې ببو، د کورونا د مهال فکټ فېکشن لنډې کیسې
۲۲. خړلمی، د ماشومانو لپاره مصوره کیسه(Comic Book)
۲۳. سېلاب، د ماشومانو لپاره مصوره کیسه (Comic Book)
۲۴. سیند او کبان، د ماشومانو لپاره مصوره کیسه (Comic Book)

ژباړې
۱. د حقارت غوټه (د ادلر ارواپوهنه)، د ډاکتر محمود منصور تألیف
۲. د داخله ناروغیو تشخیص او درملنه (د ډاکتر احمد زلال رنځورمل او ډاکتر احمد مجیب احمدي او محب الله زغم ګډه ژباړه)
۳. غوباړی The Gadfly ناول، د اتل لیلیان وینیچ اثر
۴. د کرکې او کینې دیانت، پر دیني مسایلو د مقالو ټولګه
۵. سترګې به پرانیزو، پر دیني مسایلو د مقالو ټولګه (په مستعار نامه)
۶. واللیل اذا عسعس، پر دیني مسایلو د مقالو ټولګه
۷. د فروید ارواپوهنه، د کالوین اس. هال لیکنه
۷. ماته بېړۍ او زورورې څپې، پر دیني مسایلو د مقالو ټولګه
ښاغلی ډاکټر صاحب زغم دډیرو کلونو راهیسې زما دفیسبوک ملګري دي . دي پرخپل هېواد، خپلو خلکو ، خپلې ژبې او خپل مسلک مین انسان دی .ما دده ډیرې لیکنې لوستلي دي او دې پایلې ته رسیدلی یم چې دخپل مسلک طب سربېره دپښتو لنډو کېسو او ناولونو په لېکلو کې دیوه لوړ استعداد خاوند لېکوال دی.
زه ښاغلي ډاکټر صاحب زغم ته دلازیاتو خوشا لیو او بریاوو هېله کوم .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.