د کيف افغانه ښاپېرۍ

عارف زیار

1,907

د کيف افغانه ښاپېرۍ، نوم يې نوی دی، د نوم په لوستلو يې دا تلوسه نهایت ډېريږي، چې دې کتاب کې به څه وي؛ ما يې د لومړي ځل په ليدو ډول ډول فکرونه وکړل. حیران وم چې دا څنګه جمله ده، ځکه چې کيف له افغانستان نه په زرګونو کيلو مټره لرې واقع دی، بيا نو افغانه ښاپېرۍ څنګه د اوکراین په زړه، کيف کې موندل کيږي؟
له دې مې فکر ډېر لرې و، چې کلونو جګړو افغانان داسې سره پاشلي، چې د نړۍ هېڅ کونج به له دې معصوم ولس نه خالي نه وي. افغانې غيرتمندې نجونې او ښځې به په پرديو هېوادونو کې د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو په موخه کومو کومو کارونو ته لاس نه اچوي، عجیبه نه ده.
تر میاشتو میاشتو ډېره موده له مطالعې لرې وم، نن مازدیګر ناڅاپه سروش کتاب پلورنځۍ باندې برابر شوم، ناببره مې د محمد طارق بزګر په دې ليکل شوي اثر سترګې ولګېدې. عنوان يې عجیبه راته ښکاره شو، ما يې هم په رانيولو کې سستي ونه کړه.
کتاب جالب؛ خو د کتاب په تورو شويو پاڼو کې نهایت له دردونو ډکه کیسه انتقال شوې ده. ښايي چا چې لوستلی نه وي، زما خبرې به هم يو څه له مبالغې ډکې ورته ښکاري.
دې کتاب کې د افغانستان او افغانانو عجیبه انځور نغښتئ دی، له يو لوري يې ستاینه شوې؛ خو بل اړخ ته يې د جهل په تيارو ککړ اړخ هم روښانه کړی دی. په دې ډېر خپه شوم، چې ولې زموږ بخت داسی کوټه دی، چې هر لور کې باید وځورېږو؟ ولې باید په ځمکه ارام نه يو؟ آیا تر نورو انسانانو کمی لرو؟ ایا‌ انسانان نه يو؟ هک پک شوم.
جنګ، بې وطنۍ، مهاجرت او گڼو نورو مجبوریتونو مو لمن کټ مټ د يوه قرضدار په څېر کلکه نیولې، دې ته مو نه پرېږدي چې حد اقل د يو ريښتیني ژوند لږ مزه وڅکو.
په کيف کې افغانه ښاپېرۍ مو له هېواده بهر د معصومو هېوادوالو زجر او زحمت را په گوته کوي. دا راښيي چې ولې او څنګه يو څوک د مور په شان خوږ وطن پرېږدي او بیا له کومو ستونزو سره خپلې پنجې نرموي.
خدای دې دا توفیق ټولو هېوادوالو ته ورکړي چې نور د پرديو جګړې خپل ټاټوبي ته رانوړي، وطن په ابادولو کې يو بل سره ضد وکړي او هېواد له نورو دې ته ورته ناخوالو څخه وژغوري.
وطن خوږ دی، ابادلو ته يې باید سالم تدبير موجود وي.
د دې کتاب لوستل اړين دي، باید ولوستل شي او پوره زده کړه ترې وشي.
د ودان او سوکاله افغانستان په هيله…!

کتاب د لاندې ادرس څخه تر لاسه کولی شئ:

سروش کتابپلورنځی، مینه یار مارکېټ، د درېیمې ناحیې کوڅې ته نږدې،

میرویس میدان (کوټه سنګي)، کابل-افغانستان.

0785200212

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.